کور / تازه خبرونه / د عوامي نيشنل پارټۍ او پيپلز ګوند چارواکو ترمنځ خبري وسوې

د عوامي نيشنل پارټۍ او پيپلز ګوند چارواکو ترمنځ خبري وسوې

 د عوامي نېشنل ګوند او پيپلز ګوند د خبرو اترو کميټۍ تر منځ د نوى حکومت رامنځته کولو لارو چارو ته حتمي بڼه ورکول شوه، پېښور کښې د عوامي نېشنل ګوند او پاکستان پيپلز ګوند د مذاکراتي ډلو تر منځ غونډه وشوه، په غونډه کښې په نوي حکومت کښې د وزارتونو ويش او نورې پرېکړې وشوې ، د غونډې وروسته د خبريالانو سره په خبرو اترو کښې د عوامي نېشنل ګوند مخکښ افراسياب خټک او د پيپلز ګوند مخکښ رحيم داد خان وويل چې د وزير اعلى او مرستيال سپيکر څوکۍ عوامي نېشنل او د سپيکرڅوکۍ پيپلز ګوند ته ورکړل شوې ده، د خبرو اترو په پايله کښې عوامي نېشنل ګوند ته د زراعت اوقاف ، انفارميشن ټيکنالوجى ، بلديات او د قانون وزارتونه ورکړل شوى دى ، پاکستان پيپلز ګوند د ايکسائز اينډ ټيکنيشن ، خزانه ، منصوبه بندي ، خوراک ، صنعت او صحت وزارتونه ورکړل شوى دى ، افراسياب خټک زياته کړه چې د دواړو ګوندونو تر منځ خبرې اترې په ښه ماحول کښې وشوې.