کور / تازه خبرونه / خوست: بهرنيانو ١٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

خوست: بهرنيانو ١٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

د خوست په ولايت کي د بهرنيانو په هوايي بريد کي څلور تنه عام وګړي ووژل سول او شپږ نور ژوبل سول . ياد مرګ ژوبله هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله بهرنيو الوتکو د دې ولايت په ختيځ کي د ملکي وګړو پر دوو موټرانو بمباري وکړه . د دې ولايت د يوه سيميز روغتون د ډاکټر په وينا چي د يادي پيښي څخه دوى ته شپږ ژوبل کسان ور وړل سوي چي د دوو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دئ . خو د دې والايت د امنيت آمر بيا وايي چي په دې پېښه کي يو ماشوم وژل سوى او په بل موټر کي دوه تنه وسله وال طالبانو ول چي وژل سوي دي . نوموړى وايي چي وسله والو د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي کاروان يوه موټر ته اور ورته کړ چي وروسته بهرنيانو د نوموړو وسله والو پر موټر بريد وکړ چي په پايله کي يې يو ماشوم مړ او دوه تنه نور ژوبل سول . خو د دې ولايت اوسېدونکي ټول وژل سوي کسان د ملکي وګړي بولي.