د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست دوه تنه وسله وال خبريالانو وښودل . د ملي امنتيت رئېس جنرال محمد نعيم مؤمن خبريالانو ته وويل چي ياد دوه کسان يې د يو شمېر استخباراتي کړيو پر بنسټ نيولي . نوموړى وايي چي يو کس عبدالباري نوميږي او د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ څخه دې ولايت ته راغلى و او ه د حکومت پر ضد په بېلابيلو کړنو کي يې لاس لاره د طالبانو پر وخت د بلخ د والي د سکرټر ملا عبدالمنان ورور دئ . او دوهم کس د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکى دئ او هغه وخت د ملي امنيت د مسئولينو د لوري ونيول سو چي پر دوى يې چاودنه وکړه .
نيول سوو کسانو پر خپلو کړنو اعتراف وکړ.
د يادوني وړ ده چي تر وړاندي هم اووه وسله وال نيول سوي ول چي د چارواکو په وينا غوښتل يې د نوى کال په ورځ بېلابيلي کړني ترسره کړي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه