کور / شعر / دسورغرچينې

دسورغرچينې

پسرلي شوبيابه مستي زاڼې راشي

دپاميرله دنګي زنې به شي تاوي

بې له ډله بې سورنابه اتڼ وکړي

دکلومستوري پيغلي بې واغ واغ ته

دبلۍ په سرلڅ سرسيلونه وکړي

دسورغرچينې به بيا شي سندريزي

سږ خوشکربارانونه هم دي شوي

په وطن کي به څه ښکلى پسرلى وي

دکلال دبخت بلبله هم چوڼيږي

دمنګيوجوړېداته ضرورت دى

ګودرونه به رنګين رنګونه خپل کړي

جنکۍ به ورته سروشالوکي راشي

په ګډابه شي غاټول دغره لمن کي

لره بره به يې سپينه رمه څري

شپون به پاس وي پرکوسي ډډه وهلې

معشوقه به يې نا ورته وي روانه

پرزړګي به يې ټپووي موج راوړى

چي يوه کړي به بې ذهن ته رادرومي

اومعشوقې ته به شپېلۍ کي داسي وايې

تاته به ياد يم کبه نيم

زه چي باڼه پرباڼه ږدم تايادومه