کور / هراړخیز / سلطان محمد فاتح … شپږمه برخه

سلطان محمد فاتح … شپږمه برخه

شاهي څارګر


قاسم  رالویدلې  مشال  بیا راواخست . او کمرې ته دننه  ور ننوت . هغه  د رڼا په مرسته وکتل  چې هلته یوه ښځه  ناسته ده، ټول وجود یی د ویرې  نه  ریږدیږي ،دهغې په پښو کې  یوه  تیزه  توره هم پرته ده . داسې معلومیده چې دا توره  اسلم  خپلې  ښځې ته د خپل  ځان د دفاع  له پاره ورکړې وه . خو هغې  ښځې  دخپلې کمزورتیا په اساس هغه  استعمال نه کړاې شوه . او د ویرې نه یی  لاندې   غورځولې وه .  داسلم  ښځې  چې کله دخپل میړه  پرې کړل  شوې سر وکوت  نو خپل  ذهني توازن  یی له  لاسه ورکړ  ،هغې په  راوتلو سترکو تر ډیره پورې  نقاب پوشه  قاسم  ته کتل  اوبیا یی  یو ناڅاپه  په پښو کې پرته توره  را پورته کړه او د یوې  پاګل وحشي حیوان  په څیر  یی په قاسم باندې حمله وکړه . قاسم  څو قدمه شاته  شو او بیا  ددې ناروزلې  ښځې د تورې ګذار په خپله توره  باندې تم کړ ، دهغې ښځې توره  دهغې له لاسه  ولویده او ددیوال سره ولګیده . په همدې وخت کې  د بیر ون څخه د منډې اواز  راغې  ،دا  اغا حسن  چې  قاسم ته یی ویل  چې څو کسه وسله وال  کسان  غواړې  دغه کور د مخې له لورې  تر کلابندۍ  لاندې  راولې . قاسم ددې خبرې په ارویدو سره  د برق په څیر  بیرون  ته  ور ودنګل  اود درې  درې  زینې  خیزونو په وهلو  سره د  کور  بام  ته  ورسید. اغا حسن یی هم تر شا  په منډو و .  امیر خان  لا  د پخوا څخه  هلته په  چت باندې موجود و . هغه  د عسکري  پوهې  څخه په ګټې اخستو سره   مخکې دمخکې  یوه  رسۍ دلاندې کیوتلو له پاره  دکور شاته غوځولې وه . تر ټولو دمخه اغا حسن  لاندې کیوت ، ….بیا  قاسم  او په اخر کې   امیر خان  هم لاندې را کیوت . اوس  نو هغوې  بلکل  خوندي و . درې واړه  په ډیره محتاطه توګه د شاتوت د ونو  سیورې ته راغلل  او پخوا ددې څخه  چې  هغه وسلوال  کسان  دې کورته  را ننوځې  د یني چري دغه درې واړه سالارانو خپل کار تکمیل کړې و او د فوځې  چوڼۍ  د سیمې  څخه وتلي و.


سهار  د اورنه په خلکو کې  عجیبه  عجیبه خبرې   کیدې . هرې لور ې ته حیرانتیا  خپره  شوې وه . خلکو په ځاې ځاې کې دشپې دپیښې شوې  پیښې  په اړه خبرې کولې ، ځکه په یوه ورځ کې دیني چري  په  عسکری  چوڼۍ کې  څلور  کسان وژل شوي وی ، دهر چاپه ژبه همدا خبره وه   چې د قیصر جاسوسان په اورنه کې را خپاره شوي دي.


خو قاسم  په بل کوم فکر کې و . دهغه سره     ډیر کم   وخت  و ، خو تر مخ  یی کارونه  انبارونه وو . په دې وخت کې هغه د بغدادي دروازې  ترڅنګ  ګرزیده را ګرزیده . ځکه ابوجعفر همدلته اوسیده .  اوس  ورځ وه  خوهغه دا ځاې   یواځې په دې خاطر کوت   چې په راتلونکې  ګام اخستو کې  ورته  اسانتیاوې  پیدا شي، بازار کې هم پوره ګڼه ګوڼه وه . خلکو ترکې  خولۍ په سر کړې وې  او درانه کالی یی اخستې  و ، ټول په خپل  کاروباري زوند کې  نښتې وو . قاسم  په  کرار  کرار   په بازار کې  ګرزیده . خو یواځې یو څوکسان د پرونېو پیښو په اړه   په خپلو منځو کې خبرې اترې کولې . قاسم   عربی  کالی په تن کړی و چې کمیس یی تر پښو  پورې   را غځیدلې و  ،په سر یی  حجازی   لونګۍ  تړلې وه ، هغه د بازار  د غوغا  څخه بې پروا د بغدادي  دروازې   په لور  وروان و . هغه غوښتل د بغدادي دروازې   جامع  جومات  ته  ورشي . هغه  د بغدادي  دروازې  جومات  ته ور  ګرزیدونکې و  چې  په دې وخت کې  یی  سترګې د مارسی په ځوان کوچوان باندې ولګیدې . دمارسي کوچوان  په بازار کې د څه  اړینو شیانو د اخستلو له پاره راغلې و ، هغه غوښتل د مارسی کوچوان  ( اکبر) سره وویني ، کله چې داکبر لورې ته  ورنژدې شو نو اکبر هغه  وپیژانده


« او…. صاحبه  ته !…..ته دلته څه کوې ؟ …..  مارسي  ستا ډیره ستاینه کوي ، نن خو زمونږ کورته  هغه  راغلې دې ….. هغه  زما دمشرې  مالکې دوست دې . …..هغه د چوغې خاوند ….؟


داسې ډاګیزه شوه چې اکبر د قاسم  ستونزه  اسانه کړه . هغه   چې د چا  لټون کاوه  هغه  پخپله د قاسم مخې ته راغې . قاسم سمدستې د اکبر څخه وپوښتل .


«  څوک ؟ ..ابوجعفر ؟ »


« هو  ! هماغه  ابوجعفر….. دنیلا ستګرو خاوند ..»


کله چې اکبر ورته  د  نیلا سترګو خاوند وویل  نو د قاسم  ذهن  بیا  په  را وڅرخید.د نیلا سترګو خاوند عرب  اوسیدونکې ، ابوجعفر  به تل دقاسم په زړه کې  را ټکیده . قاسم سمدستې پریکړه وکړه چې هغه به مارسی  ته یو پیغام استوي ، په همدې خاطر یی  اکبر ته  وویل  :


« زه تاته یو لیک  درکوم . ایا ته یی په سهي توګه  خپلې  کوچنۍ مالکې ته  ور  رسولې شې ؟« هو ! بلکل  ، زه به  لیک  هرو مرو  کوچنۍ مالکې ته ور  سپارم . »


د مارسي کوچوان دخپل  عمر نه زیات  چالاکه و . خو اوس  قاسم  ته  ستونزه  راپیدا شوه ، ځکه هغه  غوښتل  په بازار کې دخط  د لیکلو کوم  ځاې  پیدا کړې ، هغه  فکر وکړ چې دکوم  سراې  د منشي  د کاغذ او قلم  څخه باید کار واخلي . په دې خاطر هغه د مارسی دکوچوان  سره یوځاې د یوه سراې په لټه کې روان شو . په بازار  کې پوره  ګڼه ګوڼه وه . خلک  په پښو تلل  راتلل، خویوشمیر خلک په خرو اواسونو سپاره  په بازار کې ګرزیدل  را ګرزیدل. دهرشي اوهر  ډول  وسایلو څخه دوکانونه  ډک  و ، ښځه  او نر   ټول  په   پیرلو او پیریدلو کې  مصروف و . دا  د اورنه  تر ټولو ستر بازار  و . دا د بغدادی دروازې څخه پیلیده  او دښار تر منځه  پورې  رسیده . قاسم او اکبر د سراې  د  لټون له پاره ان  د بغدادي دروازې تر چوکه   پورې را ورسیدل ،  قاسم د اکبر د وینا په اساس   په یوه  ځاې کې تم  شو ، دا ډیر ستر او ښایسته  سراې و ، قاسم  اکبر له ځانه سره واخست او سراې ته ور  ننوتل . د سراې د عمارت په کتلو سره  حیران  پاته و  ، دا تیږو څخه  جوړشوې  یو ډیر ښکلې  عمارت و ،  قاسم دعمارت   له منځه تیر شواو د استقبالیه  میز  په لور ورغې ، هلته یو  دپوخ  عمر  سړې دهغوې  ښه راغلاست وکړ ، قاسم  ورته  د کیناستو سره   سم خپله  خبره وکړه .  هغه پوخ  عمري سړي  سمدستي  کاغذ او قلم د قاسم  تر مخ کیښوول  تر څنګ  یی  د قلم رنګ  هم رامخته کړ  .  قاسم خان قلم او کاغذ  راواخست او مارسي ته یی ولیکل :


«نن یوځل بیا عقاب  ستا په  انګړ کې دې ، پخوا له دې چې هغه ستا  د کیناستو ځاې  زیانمن کړي  دهغه  عزایم  ځانته  ډاګیزه کړه ،   د ستورو  د چال  چلند په اساس  نن ورځ  زمونږ له پاره ډیره غوره  ورځ ده .  د چمن  د مرغانو له پاره د دې عقاب  خطر  کمیدونکې دې . امید دې چې د شاهین تر راتلوپورې به  دغه عقاب دکوم ښکاری  ښکار وګرځي . خو دهغه  په تګ  راتګ  باندې  ، په ځانګړې توګه  نن ورځ  ځانګړې  څارنه په کار ده  ، والسلام »


دا  د رازه  ډکه  لیکنه وه .  خو مارسی  ذهینه  نجلۍ وه ، هغه ته ددې مسئلې ډاګیزه کول   ستونزمن کار نه و، قاسم  مارسي  ته لیکلی دغه  لیک  را تاو کړ اوبیا  اکبر ته ورکړ . اکبرپه دې و پوهیده  چې کار  پوره شوې دې ،  نو سمدستې د تللو له پاره تیار شو . خو قاسم  یوځل بیا هغه تم  کړ . په چوترې باندې ناست دغه پوخ  عمری سړې چې  د قاسم دا لیک یی دخپلو عینکو لاندې  کوت ، حیران  پاته و . ځکه د قاسم د لیک مضمون  ډیر عجیب  و . که  چیرې  لیک د مارتها اویا ابوجعفر لاسو ته هم ورغلې وې  نوبیا یی هم راز  ترې  نه شو  پیدا کولې . قاسم تر اوسه پورې د یوه ډیر پوه   سراغ  رسان  په څیر  خپل  ځان  ثابت کړې و . هغه  اکبر ته وویل:


« ګوره  اکبره !  …..خپلې مالکې ته  دې ووایه  چې  ددې لیک  ځواب  به همدا نن راکوي  اوهغه  هم  ژر تر ژره…… اکبره !  ته په خپله د خپلې مالکې  ځواب  ماته راوړه . زه به  نن ماسپښین  ستا د راتلو انتظار کوم . … هلته د لاله شاهین دیادګار تر څنګ ….»


د قاسم د هدایاتو د اوریدو  سره سم  اکبر  خپل  سر  د درنښت په خاطر  و خوځاوه . هغه  ولاړ  اوقاسم هم پریښود  چې ژر  تر ژره ولاړ شی . له یوې خوا قاسم اکبر د مارسي دکور په لور ولیږه  خو دبله اړخه یی اراده وکړه چې هغه  به په خپله د  ابوجعفر د څارنې له پاره د مارتها تر کوره ورځې .  خو اوس هغه داکبر د بیرته راستنیدو  انتظار کاوه . کله چې اکبر د سراې د منشي څخه ووت  نو  قاسم هم د منشی  شکریه ادا کړه  او بیرون  وتلو له پاره  را پورته شو . هغه د سراې  څخه د را وتلو په  حال کې و چې په دې وخت کې یی سراې ته  د یوه اجنبي په را ننوتلو  ستر ګې ولګیدې . دا سړې  دخپل شکل اوصورت  څخه  د هنګرې عیسایی معلومیده ، اوهمدا خبره وه چې  قاسم یی دهغه لورې ته متوجه کړې و .دا اجنبي مسافر و  اودهغه په شا  بار کړل شوې  سامان ددې ګواه  و  چې هغه همدا اوس  اوس  اورنه  ته را ننوتې و ، پخوا ددې څخه چې قاسم دهغه په اړه  څه نور  فکر کړې واې ، اجنبي بلکل د قاسم سره نژدې تیر شو ،خو تم شو او په ډیر معصومیت سره  یی دقاسم څخه و پوښتل .


« ایا دا سراې دې ؟ »


د اجنبي د لهجې څخه د قاسم  ګمان په یقین  بدل شو . دا ریښتیا هم دهنګر ې  اروپایی اوسیدونکې و ، د قاسم په څیر  سراغ رسان د هنګرې ددې اوسیدونکې  پوښتنه غنیمت  وګڼله  اوپه مکمله توګه دهغه  اجنبي په لور  متوجه شو .


« هو ! تاسې  دکومه ځایه  راغلي یاست ؟….. ایا ته  د سراې په لټون پسې یی ؟» قاسم اجنبي ته دځواب ورکولو په ځاې  په عامه توګه  ترې  وپوښتل .


« هو !  زه دهنګری  څخه راغلې یم ، او همدا اوس دې ښار ته راننوتم .» داجنبي په  خبرو کې بلکل  سادګي  وه  ،  هغه د شکل او صورت نه دقیصر  جاسوس  اویا د عیسایی فوځ سپاهي نه  معلومیده . دهغه په مخ  ساده شانته   خندا وه  اودسترګو شاوخوا یی تورې  حلقې وې . دهغه  سترګې هم داروپایی  خلکو په څیر  شنې  شانته وې . دهغه په کتلو سره دقاسم   اعصاب  ارام  شوې و.  هغه په دې فکر کې شو چې دا شخص  خطرناکه  نه دې . دهغه لهجه  ، خبرې او  قواره  د جاسوس په څیر نه معلومیده . کیدې  شی  چې دا کوم  سوداګر  اویا سیل کونکې  وي ، په همدې خاطر  قاسم د زړه له کومې  د تللو پریکړه وکړه، خو دخپلو معلوماتو  په خاطر  یی داجنبي څخه اخري  پوښتنه وکړه .  هغه دهغې دمخه یی  اجنبی ته وویل :


« هو ! دا سراې دې  او ډیر ښه سراې دې …. ته  را ته  سوداګر  معلومیږې .»  د قاسم   په استفهامیه لهجه ورته وویل :


هغه سړي  وخندل . او خپل سر  یی د نفې په  خاطر و خوځاوه .« نه ، نه ، ماته سوداګر مه وایه .  زه د دنیا د اخستلو له پاره نه یم راغلې ، او نه یی د پلورلو له پاره  راغلې یم . زه خو په دې خاطر  را وتلې یم تر څو خلک  وپوهوم  چې د دنیا پیرل اوپیرودل  بندکړئ  ،ژوند ډیر  لنډ  دې  اودغه  لنډ  زوند په  پیرلو اوپیردلو باندې  له لاسه مه ورکوئ .»


قاسم  یو ناڅاپه د  اجنبی په  خبرو کې  دلچسپې واخسته . هغه اجنبي ته  په مسکا  وویل  چې :


« ستا د سوداګرئ  خبره  سهي ده . خو د ژوند د لنډون خبره  دې   غلطه ده .  ژوند به ولې  مختصر وي ، ژوند خو ډیر  اوږود دې . لمړۍ په دې دنیا کې  ژوند کول  په کار دي اوبیا  هغې دینا کې . دمرګ  ملایکه خو یواځې دانسان  بدن  لمسوي ،….. هغه د روح دمرکز  څخه  لرې  اوسي …..»


اجنبي د قاسم خبرې  په  پرانستو سترګو اوریدې . بیا یی په بیړه دخپلې  شا  څخه  سامان  را ښکته کړ ، او د قاسم سره ورغاړې وت . «  واه !  زه  څومره  خوش  نصیبه  یم ،  په اورنه کې د لمړي  قدم  د ایښودو سره سم  زه د یوه  ډیر مناسب  انسان سره مخ  شوې یم . تا د ژوند په اړه  ډیره  ښه خبره وکړه ….. دا ډیره  ستره خبره ده .  ایا  ته  خو به حکیم  نه یی  ؟ »


د اجنبی په خبرو  قاسم وخندل او ورته یی وویل  « نه ! درونده  میلمه ، دا دومره ستره خبره نه ده . دا خو عامه خبره ده . دا خبره  خو تاته د مسلمانانو یو کوچنې ماشوم هم کولې شی .»


اوس نو اجنبي د پخوا څخه  هم ډیر حیران  پاته شو .


« ایا ریښتیا هم دمسلمانانو کوم  کوچنې ماشوم  دا خبره  همداسې  کولې شي ؟»


« هو !  یو کوچنې  ماشوم  هم ! »  قاسم ورته په خندا  کې  ځواب ورکړ . اوس نو هغه دغه اجنبي کوم  خبطې  وګړې ګاڼه . ځکه هغه وکتل چې اجنبي  خلا ته ګوری  او دخپل ځان  سره خبرې کوي . اجنبي ویل چې :


« ددې مقصد دا شو چې د مذ هب  سره هم د کائناتو  په اړه  د ستونزمنو پوښتنو ځوابونه شته .  ما خو دا  فکر کاوه چې مذهب د یوڅو کسو پوهو خلکو  د لوبو  وسیله ده ….. که چیرې مسلمان  په مرګ  قایل نه وي  نوپه یقینې توګه  به دهغو سره    د انسان  دموخو  له پاره اعلې او  برتر  شعور  شتون ولری ….. ددې  مقصد  خو دادې  چې زه بلکل  سهی  لورې ته راغلې یم …..هو !  زه  بلکل  سهي ځاې ته راغلې یم . اوس  به زه د تندې  احساس  نه کوم ،  ای  اربانه ! تا واوریدل  چې زه سهي ځاې ته راغلې یم . »


د اجنبي ددې خبرو د اوریدو سره دقاسم  دلچسپې نوره  هم  زیاته شوه . خو دهغه سره دوخت کمښت و . ځکه هغه  غوښتل د ابوجعفر د نیولو له پاره  پلان  جوړ کړي . په دې خاطر ددې نه زیات د پاته کیدو  جوګه  نه و . هماغه و چې  داجنبی څخه یی  رخصت واخست   او روان شو . خو اجنبی  هغه له لاسه و نیوه  «  ته چیرې  ځې ،…..را ځه لما  سره راشه . زه یو اجنبی یم ، ماته  لاره  و ښیه ،  ته ماته ډیر  نیک  انسان  معلوم شوې .»


قام  ودرید او په ډیر متانت سره یی اجنبي ته وویل :« درونده !  زه خو اوس له تاسره  نه شم تم کیدې ، خو ته همدلته په سراې کې اوسه  زه به ستا دکتلو له پاره یو ځل بیا راځم ….خو تا ماته خپل نوم او دلته اورنه د راتلو  مقصد  و نه وایه . نو که ته په دې اړه  څه ونه  وایی  نو زما او ستا تر منځه  به دغه  بیګانګې  څنګه له منځه ولاړه شي .؟


اجنبي په ډیره  ټیټه لهجه وویل «  زه بښنه غواړم  چې ماتاته  خپل نوم و نه ښود . زما نوم  «اربا ن » دې  ، د هنګري اوسیدونکې یم اوهمدا اوس  اوس د قسطنطنیې  څخه دلته اورنه ته راغلې  یم ، زه کوم  ځآنګړې  کار نه کوم  خو داوسپنې  د ویلې کولو په کار  کې  پوره  مهارت  لرم ….. اوسپنه زما په لاسو کې ویلې کیږي … په دې خاطر    ما دکسب  له اړخه  ددې  وخت  داود  وګڼه . »


اوس نو قاسم  په  خلاصو سترګو اربان ته کتل ، قاسم په پوره  جوش او ولولې سره  اربان د لاسو ونیو او په ډیره مینه یی ورته وویل :


درونده  اربانه !  ته  دلته زمونږ  معزز  میلمه یی . ته همدلته په سراې کې اوسه . ستا ټول مصرف  به زه ورکړم ، خواوس  زه په بیړه کې یم  سبابه  څه وخت  ستا  په خدمت کې حاضر شم .


قاسم په  معذرت سره داربان  څخه  رخصت واخیست . او دسرایه  راووت . اوس نودهغه  مخ د سلطاني  قصر په لور و . ځکه هلته د امرانو  د اوسیدو ځایونه و . هغه غوښتل د سلطان دقصر  شاتنۍ برخې ته د ابوجعفر دڅارنې  له پاره  ور  وځغلي ،  اوغوښتل یی چې دمارتها تر درواز ې ور ورسیږي .اوبیا دڅارنې له پاره باید  یو داسې  ځاې و ټاکي چې دهغه  ځایه دابوجعفر په تلو راتلو باندې څارنه وکولې شي . خو هغه ته د مارتها د دروازې پورې د ورتلو  اړتیا  پیدا نه شوه .ځکه هغه د لرې څخه دمارسی کوچوان وکوت .  ځکه قاسم  لږه شیبه  مخته  همد ې کوچوان ته دمارسی په نوم یو لیک ورکړې و ، قاسم فکر وکړ چې  دهمدې کوڅې په سرکې په اکبر باندې  ورغږ کړي  …..بیا هغه  یوه پریکړه وکړه  اوهمغې لورې ته روان شو  په کومې چې اکبر روان و . هغه څو کوڅې داکبر تر شاولاړ  اوبیا  په یو موړ کې  را وګرزید، ویی کتل چې اکبر د ښار دننه  سړک  لورې ته  روان دې .   په دې خاطر یی په  هغه   ور غږ کړ . اکبر  د غږ  سره سم و درید کله یی چې شاته وکتل نو خوله یی دحیرانتیا څخه  وازه  پاته  شوه . هغه  په ډیره بیړه  د قاسم لورې ته راغې ،قاسم دهغه سره دغیرمعمولی  یوځاې کیدو  په ځاې   دمعمول  مطابق  په لاره دتلو په وخت  کې دیو ځاې کیدو پریکړه وکړه . د  لږ څه وخت وروسته  قاسم  او اکبر  یوځاې په لاره  روان و . اکبر  لکه د طوطي په څیر  په خبرو لګیاو.


«نن زما  مالکه ډیره  خوشاله وه . ستا دلیک  نه وروسته یی  دخوشحالۍ نه ټوپونه وهل ، خو بیا پوه نه شوم  چې ولې  زما مالکې  د مشرې  مالکې اودهغې د میلمه دخبرو داوریدو له پاره  کړکۍ ته ورغله اوهملته ورته ولاړه وه اوغوږ  یی ورته ایښودې . مالکې  مې  ماته هم  وویل چې دهغوې خبرې واورم ……نن مالکه ډیره  خوشحاله ده  ، صاحبه ! ما ددې نه مخته  هیڅکله هم هغه دومره خوشحاله نه وه کتلې .»


اکبر تر اوسه  پورې  خبرې کولې . خو قاسم دهغه خبرې  غوڅې کړې  او ورته یی وویل  چې «  ایا تا هم د ابوجعفر او مارتها خبرې واوریدې ؟


«هو ! »  اکبر  په لنډه  ورته وویل :


قاسم ترې بیا وپوښتل  : « هغوې څه  ویل  ؟ »


اکبر تندې  را  ګونج  کړ  او د لږ فکر  نه وروسته یی وویل « هغوې دواړو  په یني چري  کې  د راپورته شوو پیښو  په اړه خبرې کولې، ابوجعفر  ورته ویل چې   دا کار د شاهي سراغ  رسان   کړنه ده . ….. اومارتها ، یاد ساته  چې دا شاهي سراغ رسان  ډیر زیات  خطر ناکه  او  چالاکه  انسان دې …… ما هغه کتلې دې . دهغه وجود  داسپ د  وجود به څیر  او دپړانګ   په څیر  سترګې ، او  د ګیدړې په څیر  تیزدماغ  لری .


اکبر همدومره وویل اوبیا خاموشه  پاته شو . قاسم ترې یو ځل بیا په پلټونکې لهجې سره  و پوښتل .


« بس !……ایا همدومره څه دې اوریدلې و یا نور څه  دې هم ؟ »


اکبر یوځل بیا  وویل :« ابوجعفر د شهزاده  علاوالدین سره د کتلو خبره هم کوله . هغه مارتها ته داخبره کوله  چې شهزاده دهغه په لاسو کې دې  او دا چې  مارتها  ته  په دې اړه د ویریدو  اړتیا نه شته .  هغه په ډیره ټیټه توګه دا  خبرې کولې .  داسې کومه کومه خبره  به ترې  را وتله  ،  خو زما مالکه  ټوله  ورځ هلته د کړکۍ سره  سر  یو ځاې کړې و  ، ولاړه وه اودهغوې  خبرې یی اوریدې .


د قاسم له پاره همدومره  خبره   کافي وه . هغه په تلو تلو کې اخری پوښتنه وکړه . « ایا ابوجعفر تر اوسه هم  هملته دې .»


« نه ،  هغه  لږ څه دمخه دهغه ځآیه  را ووت . خو دا  راته ډاګیزه نه شوه   چې  هغه چیرې ولاړ ، کیدې شې  چې زما مالکې ته  په دې اړه معلومات  وي .»


قاسم د تلو تلو په وخت کې یو ناڅاپه و درید. هغه  چې داکبر څخه څه    غوښتل و پوښتي ، هغه یی پوښتلي و. اوس  نو هغه  ته  د اکبر سره یو ځاې په کوڅو کې  تګ  مناسب  نه ښکاریده . په ډیره مینه  یی اکبر ته  دوه  درې  اشرفۍ په لاسو کې  کیښودې  ، هغه یی په  اوږه  باندې   و ټپاوه . او پخپله په یوې بلې لورې ولاړ.  هغه په لاره کې په  همدې فکرونو کې ډوب  و چې   دابوجعفر  په غداریدو کې  خو هیڅ شک پاته نه شو . دهغه  په ذهن کې یو ځل  بیا دهغه  نیلې  سترګې  را ځلیدې . هغه په دې ډاډمن شوې و چې ابوجعفر  د عثماني سلطنت  له پاره یو خطرناک جاسوس  او مهمه  مهره ده . خو دهغه په ذهن کې  را ټوکیدونکې دغه  خیال  تر اوسه  پورې  یوه مفروضه وه. هغه  دا انګیرله  چې ابوجعفر د یوه عربي په ځاې یو اروپایی اوسیدونکې دې  هغه غوښتل چې د ابوجعفر  اصلي  بڼه  را برسیره کړي . خو ددې ویرې  چې   بغاوت  په  هروخت کې  شونې دې  چې  په ټولو ځایو کې سر راپورته کړی  ،خپلې پلټنې ته یی  ددوام ورکولو په ځاې پریکړه وکړه چې  ابوجعفر ته ددې نه زیات  وخت  ورنه کړي او لاس پرې  پورته کړي  او  په خپله  ولکه کې یی  راوړي  .  په همدې خاطر  یی په ډیره بیړه ځان د پټې محکمې  مشر  بهرام خان ته ورساوه ، ځکه هغه ته دد ې کار د ترسره کولو له پاره یوه  ډله  عسکر و ته اړتیا وه . تر څو  دسلطان  له اړخه ورکړل شوي  خصوصي   اختیارات  استعمال کړي  او ابوجعفر  په رڼا ورځ   و نیسي اوبندي یی کړي .


دهغه  دغه ننۍ  ورځ ډیره  مصروفه تیره شوه، هغه ته  ماسپښین  ناوخته دمارسي پیغام هم  رارسیدونکې و . په دې خاطر هغه  باید د لاله  شاهین یادګار ته ورغلې وې. او همدا نن ورځ یی د ابوجعفر په څیر د یوه ځواکمن او بانفوذه  وګړي د نیولو پلان هم درلود تر څو دهغې له  لارې  د سازشونو ټولې کړۍ  راو سپړي . هغه د سهاره تر اوسه پورې  پیدل  روان و . خو اوس ورته د یوې وسله والې ډلې  اړتیا  پیدا شوې وه . ترڅنګ  یی دخپل ځان  له پاره  دیوه  بهترین آس   اړتیا هم .  هغه ددې  کار د تر سره کولو له پاره دخپل ځان  سره د  بهران  خان   رایوځاې کول  مناسب  وګڼل . هغه  نیغ  دسلطاني قصر  تر څنګ  د سرکاري  دفترونو دعمارت په  لور ورغې ،ځکه هغه کولې  شو دبهرام خان  سره همدلته ووینې .


دبهرام  خان  څنګ ته د رسیدو سره سم هغه ورته خپله  مدعا وویله . خو بهرام  خان داسې خیز  وواهه  لکه  لړم  چې  په کو خاص  ځاې کې  ټک ورکړې وې .


« دا ته څه وایی ؟  مونږ څنګه کولې  شو دابوجعفر په څیر  شخصیت  و نیسو .؟  هغه  خو دامراو  د ډلې څخه دې . او د سلطاني قصر  سره  نیغ  په نیغه اړیکې لري .»


قاسم خان د بهرام خان  خبرې واوریدې او خوله یی  را جوړه کړه ، لږ څه په قهر یی وویل « که هغه د سلطاني قصر سره اړیکی لری  ، نو څه وشول . دا  خو پخپله د معظم سلطان  حکم دې  چې هر هغه څوک  پرته له  ویرې   ونیسئ چې   اړیکې یی   دغدارانو سره  ثابتي شي . زه به د ابوجعفر دنیولو پرته ارام  کیننم . دا به  زما په دنده کې زما  غفلت وي ،دقیصر جاسوس  به زمونږ تر سترګو  ګرځې  را ګرځی  او مونږ  ورته هیڅ هم ونه ویلې  شو . دا به څه ډول  شوني وي ..؟ »


بهرام د ابوجعفر د نیولو په لاره  کې خنډ و.  ځکه هغه ددومره سترې خطرې  بار په غاړه نه شو اخستې .  چالاکه ابوجعفر دخپلو  غوړه مالیو  په اساس  د شهزاده  علاوالدین نه   علاوه  د سلطنت  نور ډیر  مسؤلین  هم  په خپلو لاسو کې  لوبول . بهرام  داسې انګیرله چې   د ابوجعفر په  نیولو سره  به شهزادګان  ،ستر ستر وزیران  او امران دهغه د ملاتړ  له  پاره  په  خوزښت راشي ، هغه د لږ څه فکر کولو وروسته  قاسم ته وویل :


« قاسم بن هشامه !  زه  له تاسره د ابوجعفر په څیر  د شاطر انسان  دنیولو  له پاره نه  شم تلاې . ځکه که ما ابوجعفر و نیوه  نو شهزاده علاوالدین به زما په لاسو کې   زنځیرونه واچوی ..»


اوس نو قاسم  په هغه  څه پښیمانه  ښکاریده چې سلطان یی  دده په اړه    د هدایاتو  د ورکولو څخه منه کړې و . هغه ته دسلطانی   دماغ د لرلید اوباریک بینۍ په اړه  اوس  معلومات  تر لاسه شو . هغه داسې انګیرله  چې سلطان  به یواځې  یو سپاهي وي  خو اوس  ورته د ډاګیزه شوې وه چې هغه  یواځې  یو سپاهې نه بلکه  یو ډیر پوه  او د سترو تجربو خاوند دې . هغه ته د خپلې  عاقبت نا اندیشۍ په اړه  احساس  کیده . ځکه که نن  سلطان  بهرام ته حکم کړې وې  نو بیا به دا ستونزه  نه رامخته کیده . خو په هر صورت هغه داخري  حربي په توګه  بهرام ته وویل  :


« بهرام خانه  !  سلطان ستا په شتون کې  زه  د ټول  دربار تر مخه   شاهي سراغ رسان  ټاکلې یم ، په دې اساس  زه تاته حکم کوم چې دابوجعفر په  نیولو کې زما سره مرسته وکړه .»


اوس نو بهرام  خپل تخرګونه  ګرول . ځکه دا ریښتیا و ، کله چې  سلطان  قاسم د شاهي سراغ ر سان په څیر ټاکه  نو بهرام خان هم هلته  موجود و . خو اوس  بهرام خان په دې خاطر  وړاندې وروسته کیده  چې  سلطان ورته  په ځآنګړې  توګه  کوم حکم  نه و صادر کړې . څنګه چې قاسم  بهرام ته  دسلطان  دحکم  په اړه وویل  نوبهرام یو  رامات  شو او په  مړاوې   لهجه یی  وویل .


« قاسم بن هشامه  !  سهي ده ….. زه ستا په مسؤلیت ددې کار کولو له پاره تیار یم . خو یاد ساته چې که  شهزاده  علاوالدین ماته حکم وکړ  نوزه  ابوجعفر سمدستي پریږدم .


قاسم د بهرام  خان  دومره  څه  هم  د ځان له پاره غنیمت وګڼل .  او ویی ویل :


« سهي ده ، د شهزاده  علاوالدین د وینا په اساس ته  ابوجعفر بیرته  پریږده .»


ددې وروسته  قاسم خان او بهرام  خان د ابوجعفر د نیولو له پاره په پلان باندې خبرې اترې  پیل کړې  ، ان تر دې چې  ماسپښین  پیل شو . قاسم خان د بهرام خان  سره د پلان د جوړولو وروسته دبرق په  څیر  راووت او د کرایی د اسونو د  اخور   په لور ولاړ او د لاله  شاهین  دیادګار  پورې د تللو له پاره  یی یو آس  کرایه کړ . دماسپښین دکیوتو تر مخه  هغه دیادګار  دروازې ته رسیدلې و . خو د ژمنه کړل شوي وخت  نه لږ څه  وروسته  رسیدلې و . کله چې دروازې ته ورننوت  نو اکبر یی تر سترګو  شو . هغه دابنوس د ونو سره نژدې  په یوه مات  دیوال  باندې  د پاسه ناست و .  اکبر هم ددروازې په لور کتل . هغه سمدستې ددیواله  راټوپ کړ او بیا  د قاسم په لور  په منډه  ورغې . په همدې وخت کې د قاسم  سترګې  هم  هلته  د ونو په ګڼو بوټو کې  دولاړې  بګۍ په لور ونښتې . هغه حیران شو . ځکه ددې مطلب  داو چې  مارسي پخپله هلته راغلې ده .  دمارسی په  جرءت  باندې حیران و  ځکه  نن  سبا  مارتها اودابوجعفر دخپلو سازشی کړیو په اخری  سر کې و. او همدانن هم  ابوجعفر دمارتها دکوره راوتې و  ، مارسي ته احتیاط کول  په کار و ،په  یقین سره  چې مارتها او ابوجعفر به  په مارسي باندې شک کوي  اودا هم  شونې ده چې دابوجعفر  جاسوسان به دمارسي  پټه  څارنه هم کوي ،  قاسم  په همدې  فکرونوکې ډوب  په بیړه بیړه  د  باره دري په لور ولاړ . اوس نو اکبر هم  ورته را نژدې شوې و ، قاسم اکبر ته   په خندا کې وویل  :


« داسې  معلومیږې  چې ستا مالکه  هم په خپله دلته باره دري ته راغلې ده .»


اکبر په پوره جوش سره ورته  د اثبات  په توګه سر وخوځاوه . اودقاسم سره یی د لاس  د ورکولو وروسته   وویل


«مالکه  په  باره دري کې  نه شته بلکه هملته په بګۍ کې ناسته ده .ته هم هملته ورشه  ، نن مونږ دتعقیب  څخه  ویریدو . په دې خاطر د مختلفو لارو څخه  په پټه توګه دلته راغلي یو»


قاسم دمارسي پوهې ته حیران  و ،یعنې هغه څه چې هغه انګیرلي و مارسي هم همغسې  انګیرنه درلوده .


د مارسي  سره  خپلو خیالاتو دهماهنګۍ د کتلو وروسته   د قاسم په زړه کې نورې هم  دخوشحالۍ څپې ګرمې شوې . هغه  بګۍ ته  ور نزدې شو اود بګۍ  شاتنۍ  پرده یی پورته کړه  او  په بګۍ کۍ ناستې مارسي ته یی  سلام وکړ . مارسي په خندا سره  د قاسم د سلام ځواب ووایه . اوهغه ته یی  دننه  بګۍ ته د راتلو له پاره  اشاره وکړه .  اکبر بیرته  منډه کړه او د څآرنې  په خاطر  دهمغه مات  دیوال  د پاسه  وخوت . اوس نو هغه   دیوه  هوښیاره  چیتا په څیر  څلور  خواوې  تر څارنې لاندې نیولې وې .


مارسي  او قاسم  په بګۍ  کې  د لرګیو څخه  په   جوړو  شوو  چوکیو باندې  یو بل ته  مخامخ کیناستل. دا  څلور  ضربې لس فټه  کوچنۍ کمره وه . مارسي اوقاسم یو بل ته دومره نژدې ناست و و  چې دهغوې  زنګونونه  یو دبل سره  نښتل . نن مارسي په ساده کالیو کې  وه اودپخوا څخه ډیره ښایسته او ښکلې  ښکاریده . دهغې په  لویو  لویو سترګو کې  یو ډول  تجسس اوپلټنه وه . یو ناڅاپه دهغې  شرارتي زلفې دهغې د سر څخه راپرانستل شوې او په  اوږو او مخ یی راوغوړیدې . هغې  بیرته په بیړه  په لاسو خپلې زلفې  را جوړې کړې  او مسکۍ شوه . قاسم ته  دا سې  څرګندیده لکه  د ګل  غوټۍ  چې  را سپړیدلې وي . تر یوې  لمحۍ  پورې  هغه خپل ټول  مسؤلیتونه له یاده ویستلي و. هغه  په دې آند و چې دهغې  ښکلتیا  دهغه په  اعصابو  باندې  سپره شوې ده . خپل سر یی و څنډه  او  په پوره  غور  سره یی  وویل .


« نن  ابوجعفر ستاسې  کور ته درغلې و »


مارسي دقاسم  خبره واوریده اوپه   زوره یی وخندل او بیا یی  داثبات له پاره سر وخوځآوه  او  ویی ویل : « تا ماته د  ابوجعفر د جاسوسۍ له پاره ویلي و ، خو ددې څخه ماته  ستا اصلیت را څرګند شو ….. درونده  شاهي سراغ رسانه !…


قاسم لمړۍ   پوه  نه شو خو وروسته چې  وپوهیده  او دشرم څخه یی سرښکته کړ او مسکې  شو .


« زه  سهي ده ،  که چیرې تاته   ډاګیزه شوي وی  نو ته یی داسې وګڼه  چې مادرته د سلطنت  له  اړخه یوه نیکه دنده درسپارلې وه . خو اوس  راته دا ووایه چې ستا د مور او ابوجعفر ترمنځ  څه خبرې  شوې دي .


مارسي په پوره  متانت سره  وویل « زه نن  هغه  وخت   ډیره زیاته  حیرانه شوم  چې  وامې وریدل چې زما مور اوابوجعفر د قسطنطنیی د قیصر  جاسوسان دي اودهغه له پاره کار کوي .   زما په ذهن کې هم نه راتله چې زما مور دې  په دومره خطرناکه  سازش  کې را نغښتې وي …. هو !  دا خلک  دسازش په کړیو کې را نښتي دي ،پرون چې د یني چري کوم سالار   وژل  شوې دې ، نو ابوجعفر  وایی چې  په دې قتل کې  شاهي سراغ رسان  یعنې قاسم بن هشام  هم شریک دې .  دیني چري سالار  اسلم خان  د ابوجعفر  ډیر نژدې  سړې  و  اوابوجعفر یی په مړینه باندې  ډیر خواشینې  ښکاریده . هغه تاته  د څه  زیان  د درسولو  خبره هم کوله .  تر هغې  چې  زه د خپلې مور او ابوجعفر دخبرو څخه  پوهه  شوې یم  نو زه  فکرکوم چې هغوې به اورنه  ته دسلطان د راستنیدو د مخه  کومه  خطرناکه  لوبه  لوبوي . په دې خاطر ما  تاته دخط  د لیکلو په ځاې  پخپله دلته د راتلو او له تاسره دمخامخ  خبرو کولو پریکړه وکړه  .


دمارسي دخبرو په اوریدو سره قاسم  حیرانتیا ونه ښووله . ځکه  هغه ته ددې خبرو په اړه  د پخوا څخه  معلومات  تر لاسه شوې و خو هغه لږ څه شک یی  چې  په زړه کې و  هغه هم اوس  له منځه ولاړ ، هغه ته  اوس  دا ډاډمنه شوې وه چې دلته په اورنه کې به  ابوجعفر اودهغه ملګرې د سلطان د راستنیدو    دمخه  فساد اوبغاوت  خپروي ، هغه د لږڅه  خاموشۍ نه وروسته  په هوډمنه توګه  مارسي ته وویل :


« ته  اندیښنه مه کوه  زه به همدانن  شپه ابوجعفر  نیسم ،  تر څو هغه پخپله د خپلو سازشي  پلان  ټولې  کړۍ  را بربنډې کړی »


مارسي ورته په  حیرانتیا  سره وکتل او په  پوره  جذبې سره یی ورته وویل : « ایا ریښتیا هم ته داسې کولې شې؟   ما خو اوریدلې دی چې ابوجعفر  ان تر شاهي  دربار  پورې  خپلې اړیکې  غوځولي دي . هغه  خو زما مور ته  تسلي ورکوله  چې شاهي  سراغ  رسان  زمونږ  هیڅ  نه شي کولې ، ځکه چې هغه له ځانه سره شهزاده علاوالدین ملګرې کړې دې  »


دشهزاده  د یادونې سره سم د قاسم  تندې  ګونجې شو ، ځکه  هغه دهره  ځایه همدا خبره اوریده ، اوس نو دهغه په زړه  کې دا  شک را پیدا شو  چې هسې نه  چې د سلطان مشر زوې علاوالدین د ابوجعفر  د نیولو په کار کې ورته خنډ  پیدا نه کړي . هغه  اوس  په دې  فکر کې  شو  چې څه ډول  شهزاده  د ابوجعفر د ملاتړ  څخه  لرې  وساتي . کله چې مارسی  وکتل چې قاسم  ګونګ  ناست دې نو  خپله نازکه ګوته یی دهغه په زنګون  کیښوده  او زور  یی ورکړ ، دمارسی په ګوته  کې لکه دبرق په څیر  ټکان و .داسې  وبریښیده لکه  قاسم ته یی  شاک  ورکړې وي ، یوناڅاپه را نیغ  شو ، مارسی دهغه   په کتلوسره  مسکۍ شوه  او رته یی  وویل :


«په خداې !  ته  یوخالصه عرب  مسلمان یی . ستا ټول کړچار د یوشریف الطبع انسان  نمایندګي کوي …. کله چې تاته وینم  نو په زړه کې مې را ګرځي  چې یوه لحظه  هم له تا  جدا نه شم . »  ددې اخري خبرې په کولو سره دمارسی سترګې  د  حیا نه ښکته شوې .


اوس نو د قاسم نوبت  وو ،  هغه  په شرارتې  او  مینه ناکه  توګه  وویل  : « که چیرې د لرې کیدودومره   ویره درسره وي  ، نو یوځل  ولې  نه رانژدې کیږي . زما درنه  مور او ورندار به ستا په کتلو ډیرې  خوشحاله شی ،  ته کله  زمونږ کور ته  راشه ، » دقاسم  لمړۍ خبره بلکل  ډاګیزه وه ، دمارسی  مخ  د شرم  څخه  تک سور شو  اوپه خپل ځاې باندې  یېغه نیغه  شوه . قاسم  داسې و انګیرله چې  یوه ډیره ستره خبره یی  ډیره ژر اوبې  وخته کړې ده . په دې خاطر یی دخپلې خبرې د جوړولو  هڅه وکړه :


پرلپسې لري …