لیکوال: کریس ارسینالټ، الجزیره
ژباړن: وسیم سجاد، کابل
مارچ۲۰۱۱،۱۷
د سی. ای.ای قراردادي او د بلک واټر پخوانی کار ګر پاکستان ایله کړ او دوه مړي یې په یوه مردار او تیاره ماموریت کی تر شاه پریښودل.
د ریمانډ ډیوس معامله د ۲۱ پیړی د یو جاسوسی ناول ټولی ځانګړنی له ځان سره لري.
دا د قتل، زندان او د پټو پیسو یوه کیسه ده . ستوری یی د امریکی د ځانګړو قواوو پخوانی عسکر دی. ډیوس د استخباراتو او رقیبو ډیپلوماټانو د کشمکشونو د یوی شبکی په جال کی راغورځیدلی یو څوک دی چی داستان یی د ساړه جنګ له جاسوسانو توپیر لري.
پاکستانی مسولینو ډیوس تیره چهارشنبه (مارچ۲۰۱۱،۱۶)-وروسته له هغی ایله کړی چی په ټپ ټپی سپارو مقتولینو ته د ۳.۲ملیون ډالرو په ارزش د خون قیمت ورکړل شو.
د معاملی ا وپیښی په اړه مالومات کم دي: دعوی او متقابلی دعوی او د مختلفو دیپلوماتانو خبری، د استخباراتو او اورګانونو خبری که ټولی سره یوځای شی سړی نه پوهیږي چی څنګه یوه بی طرفه فیصله او نتیجه ګیري وکړي.
د جګړی خصوصی کول:
د ډیوس معامله ښیی چی امریکه په پاکستان کی یوه پټه جګړه تعقیبوي، دا په داسی حال کی دی چی امریکی د پاکستان خلاف کومه ښکاره جګړه ندی اعلان کړی. جیریمی سکاهیل د بلک واټر: د نړی د قراردادی جنګیالیو د فوځ طلوع کتاب لیکوال وایی:
ډیوس،۳۶ کلن له جنجالی بلک واټر سره قراردادی وو. دغه امنیتی کمپنی په عراق کی د ملکی کسانو په وژلو تورنه شوله. بیا وروسته په پاکستان کی هم له مخالفتونو سره مخامخ شوله. همدا وو چی نوم یی ایکس اي خدمتونو ایل ایل سی ته واړاوه.
سکاهیل الجزیری ته وویل: له هغه وخته چی بلک واټر د بی پیلوټه طیارو د بمباری په پلان باندی له سي. ای.ای او د ځانګړو عملیاتو له مشترکی قوماندی سره دپاکستان د مهمو مشرانو د وژلو په اړه کار کاوه، ډیوس یی له همدغه پیله له ځان سره کړیدی.
د ای.بی.سی تلویزیون په وینا ډیوس د هایپرین پروټیکټیو کانسلټ په نامه یوه شخصی امنیتی کمپنی هم لري چی د حفاظتی وسایلو دنده پکی مخته بیایی. بلخوا دا کمپنی خپلو پیرودونکو ته د تاوان او د خطر دمدیریت په اړه د مسلکی کادرونو خدمتونه هم وړاندی کوي.
د جاسوسی په نوی نړی کی یو جاسوس باید په یوه وخت کی څو رنګه او څو مخه ولري.
د دلال، تجار، جاسوس: د شرکتی جاسوسانو پټه نړی، کتاب لیکوال ایمان جیورز وایی: د تیوری مطابق به دا ډیر سپک کار وي چی حکومتی جاسوس هغه کار ته لاس وغځوي کوم چی اجرتي جاسوس کولای شي ځکه چی هغوی ته ورکیدونکی مُزد دومره نه دی.
جیورز زیاتوي: دلته سړی ددغو قراردادی شرکتونو د قانونی اړخ په اړه په دارالحرب کی له ډیرو پوښتنو او ګرویږنو سره مخامخیږي.
دغه قراردادی شرکتونه، که د ځانګړو عملیاتو له ځواکونو سره مقابله شي، نو دوی (قراردادی شرکتونه) امریکایی فوځی محکمی ته له حساب ورکولو څخه برات الذمه دي.
د جورج واشنګټن په پوهنتون کی د پاکستان د چارو کارپوه کریسټاین فییر وایی: د قراردادی شرکتونو معامله د استخباراتی مالوماتو د راټولولو او یا له ډیپلوماتانو سره د جنګی معاملو په اړه مرسته کولو په اړه کومه غیر طبیعی پیښه ندی .
زمونږ یعنی امریکایانو ټول کار و بار هغه که هر څه دی لکه د سفارتونو چلول، جنګ جګړی، او یا مرسته او یا نور ټول د همدی قراردادی جاسوسانو لخوا پر مخ بیول کیږي.
څوک مصونیت لري؟
کله چی پاکستانی چارواکو ډیوس په لاهور کی ونیو نو ده له ځان سره کلاسیک جاسوسی اجناس چی د یوجاسوس لپاره حتمی دي لکه: نیمه اتومات توپانچه، لاسی څراغ، وړوکی تلیسکوپ، کامره او د وایرلس یو سیټ درلودل
. لومړنی شخړه چی د پاکستان او امریکی ترمنځ را پورته شوه د ډیوس د دیپلوماتیک مصونیت په سر وه.
امریکی د دیپلوماتیک مصونیت خبره کوله او پاکستان بیا دا دعوه ردوله. د جورج واشنګټن پوهنتون استاده فییر زیاتوي: اصلاً د ډیوس د مصونیت موضوع په اړه سو تفاهم رامنځ ته شویدی. دا مهمه ندی چی ډیوس کوم قراردادی جاسوس دی او یا دسفارت رسمی مامور.
د یو دیپلومات مصونیت له هغی ورځی پیلیږي له کومی چی ده ته ویزه ورکول کیږي او بیا خو پاکستان ده ته ویزه تمدید کړی هم وه.
ضروری ندی چی دی موضوع ته نوره لمن ووهل شی او یا هم پری بحث وشي. امریکی او پاکستان د ویانا کنوینسیون لاسلیک کړی او ددی کنوینسیون له مخی ډیوس دیپلوماتیک مصونیت خپله وي.
جیریمی سکاهیل بیا ډاډه ندی: ځینی داسی راپورونه شته چی کله ډیوس ونیول شو، نو بیا امریکی هڅه کوله چی دده دیپلوماتیک مصونیت خبره رامنځ ته کړي.
مشاجره امیزی جزایی کیسی:
هر څه چی وو د جنوری په ۲۷ ښکاره شول. ډیوس د لاهور په یوه غریب نیشینی سیمه کی موټر چلاوه. ډیوس ګاډی په یوه له بیرو باره ډکه څلور لاری کی دره وي، دوه پاکستاني له ټپ ټپی ټوپ کوي، خپلی وسلی راوباسي، د ډیوس خواته نږدي کیږي، د امریکایی څیړونو مطابق نو هماغه دی چی ډیوس دواړه په خپلی ورسره وسلی ولي او وژني یی.
ډیوس وایی چی ځکه یی دواړه ووژل چی ده د ځان دفاع فرض بلله او دوی دواړو غوښتل چی ما وتښتوي. پاکستانی چارواکو د ډیوس دا خبری رد کړی: دواړه مقتولین په شا ویشتل شوی وو، او ډیوس له منځه کوز شوی وو ترڅو ددوی عکسونه واخلي.
پاکستانی امنیتی چارواکو دی د ترافیک د ولاړیدو تر دایری تعقیب کړی چی د حادثی له محل سره نږدی واقع دی او بیا یی نیولی. ډیوس د نیولو پرمهال امریکایی قونسلګری ته زنګ وهلی او تری غوښتي یی دي چی له دغه نا اشنا او خطرناک حالته یی د ژغورلو هڅه وکړي. امریکایی کونسلګری یو ډاټسن ډوله موټر چی کومه ځانګړی نښه یی نلرله د حادثی محل ته لیږي، د ډیوس د ژغورلو لپاره ورلیږل شوی دغه ډاټسن ډوله موټر بیا خپله لار غلطه وي او یو بل کس وژني. مجموعي وژل شوي کسان دری کیږي چی د امریکی خلاف نظر په پاکستان کی نور هم غښتلی کوي.
یو پاکستانی پروفیسور مقتدر خان وایی چی د ډیوس د مصونیت د ردیدو خبره د پاکستان لخوا هسی خپله ابرو او عزت ساتلو لپاره رامنځ ته شویدی.
دسیسه او چل:
ډیر پاکستانیان، به شمولِ سیاسی اپوزیسیون، په پاکستان کی د امریکی د بی پیلوټه طیارو په بریدونو او نورو وژنو غوصه دي. په یاد ولری چی داکومه نوی خبره ندی. خان وایی: ځینی پدی فکر دي چی ډیوس غوښتل چی د ممبی د پیښی په تړاو چی په ۲۰۰۸ کال کی وشوه د ای.ایس.ای او د لشکر طیبه ترمنځ پټ اسناد لاس ته راوړي. د فروری په میاشت کی، لیون پنیتا، د سي.ای.ای ریس د ای.ایس.ای-سی.ای.ای اړیکی ډیری زیاتی جړ وبللی. ژورنالیست او لیکوال جیریمی سکاهیل بیا وایی: که چیری ډیوس د لشکرِطیبه او ای.ایس.ای تر منځ د تړاو موندلو کومه هڅه کوله، نو امکان لري چی د ا به د ای.ایس.ای د وهلو یو ډیر زیات حساس ځای وي.
د امریکی یوی فدرالی محکمی، نیویارک کی، د ممبیی د پیښی په تړاو د ای.ایس.ای خلاف په ۲۰۱۰ ز کال کی یوه دعوه درج کړه.
د ډیوس دا اوسنی پیښه، د ای.ایس.ای حیثیت ته زیان رسولای شي. د امریکی د مالیی ډالر پاکستانی امنیتی ځواکونو ته د ترهګری خلاف جګړی لپاره ورکول کیږي.
کریسټاین فییر، دجورج واشنګټن پوهنتون استاده وایی چی دوو پاکستانیو لوړ پوړو چارواکو ورته ویلي چی د ډیوس لخوا وژل شوي دوه کسان د ای.ایس.ای لخوا د ډیوس په تعقیب ګومارل شوي وو.
ډیوس په یوه پټ کور کی چی د سی.ای.ای په هغه خونه کی چی د لشکر طیبه پیښه یی څیړله په لاهور کی په دنده بوخت وو.
فییر وایی چی د دواړو ملکونو استخبارات یو له بل سره په ځینو مواردو کی مرسته کوي. برعلاوه د یو بل خلاف عملیات هم کوي چی دی ته ویلای شو: جاسوس بمقابله جاسوس.
مقتدر خان وایی:که چیری امریکا غواړي د لشکر طیبه اړیکی وڅیړي، نو ددی اړیکو پیل د افغانستان له جهاده کیږي چیری چی امریکا مستقیم دخالت درلود. اوس دغه ډله په پاکستان کی مرکزونه لري، له ښارونو خپل فعالیت کوي، روغتونونه لري، ښوونځی چلوي، د وینی بانکونه لري او حافظ سعید یی په خبری غونډو کی په نره او زغرده خبری کوي.
پروفیسوره فییر وایی: لشکر په خپلو مجلو، اخبارونو کی امریکا، هندوستان او اسراییل غندي، په ضد یی خپرونی کوي.
بلخوا مقتدر خان وایی: د ای.ایس.ای او د پاکستان د حکومت د ځینو نورو ادارو لپاره لشکر یوه مهمه وسیله دی چی په کشمیر کی-دپاکستان او هندوستان ترمنځ مشاجره امیزه سیمه-یی د هندوستان خلاف استعمالوي. په سیمه کی د قدرت یوه بی توازنی منځ ته راغلی او هندوستان اوس په وس پوره دی خو پاکستان بیا یو منظم جنګ د هندوستان خلاف نشی پرمخ بیولای نو مجبور دی چی نورو لارو چارو او وسیلو ته لکه لشکر طیبه لاس واچوي.
بلخوا پاکستان په افغانستان کی د امریکی له وتلو وروسته د هندوستان حضور او غښتلتیا ته په تشویش کی دی او فکر کوي چی لشکر به دغه تشه هوری ډکه کړي.
پیسی خبری کوي:
د ډیوس معامله د پاکستان او امریکی دواړو لپاره په سردردی بدله شوه. پاکستان کی د خون دپیسو ورکړه یوه عادی معامله دی او کیدای شي دا دریمنډ ډیوس د معاملی لپاره یو عاجل حل هم وي. د خون د پیسو د ورکړی وروسته سمدستی ډیوس امریکایی قونسلګری لخوا وویستل شو. د ریمنډ ډیوس دماموریت، او دهغه د پټو اړیکو په اړه به مالومات هیڅکله محضر عام ته رانشي.
هیلری کلنټن د خون د پیسو له ورکړی انکار وکړ. ۲.۳ ملیونه ډالر نسبتاً له هغه مقدار څخه په کراتو زیات دی چی امریکایی ځواکونه یی په افغانستان کی د مقتولینو کورنیو ته ورکوي. پیسی خبری کوي. او دومره غټ مقدار چی په پاکستان کی د ډیوس لخوا وژل شوو ته ورکړل شو د معاملی اهمیت ښیی ځکه چی په عراق کی د بلک واټر لخوا وژل شوو کسانو کورنیو ته ۵۰۰۰ امریکایی ډالر ورکړل شویدي.
سکاهیل وایی: هغه څه چی له پیسو هم ډیر مهم او اړین دي، هغه هغه څه دي چی پاکستان او ای.ایس.ای له امریکی څخه د ډیوس د تبادلی پرمهال لاس ته راوړي دي. د خون د پیسو له ورکړی وروسته امرکایی قونسلګری ډیوس له پاکستان څخه وکاږه. خو خبره دادی چی د ډیوس د پټ ماموریت کیسه به افشا نشي. خو په یاد ولری چی ډیوس د کیسی پای ندی. دا دکیسی پیل او دکیسی یوه برخه دی. خلک په پاکستان کی د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په اړه د پاکستان له حکومته حسابدهی غواړي.