کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بېا هم امريكاېې اډ ى

بېا هم امريكاېې اډ ى

د هغه وخت نه چى حامد كرزي د ژورنالېستانو په ېوه غونډه كى دا خبره كړى (چى امريكا رانه داېمى نظامى اډى غواړي اود جوزېاتو په اړه ورسره خبرى روانى دي)دهغې نه وروسته په نړېوالـــــــــو رسېــــــــــنواو د انترنېت د برېښــــــــــــــــــنا په پاڼو كـــــــــــــــى دلېكـــــوالانو،روشنـفـكرانو،سېاســـتوالو،پوهــانواودولتي لوړپوړو چارواكو تاوده بحثونه روان دي ځېني افغانان د امريكا اډى نېك پال بولي او ملاتړترى كوى او ځينو بېا ورسره حساسېت ښودلى اوواېى د افغانانوپه ضرردي .
لمړى كس چى د امريكا د اډو نه ېې ملاتړ وښود ولسمشر حامــد كرزى ووچى اډو ته  ېې ستراتېژېـــــــــك نوم كېښــوداوزېاته ېې كړه (دا ستراتېژيــــــــــك تړون د حكومت اوخلكو په ګټه دى). د تارېــــــــــخي مسولېت نه د ځان ژغورلوپه خاطرووېل( وروستى پرېكړه د لوى جرګى واك دى هغه به ېى كوي).
 
د امريكا ېو سناتور واېى ( څه ضرورت لرو چى خــپل ځوانان په افغانستان كى قرباني كړو،ولى ځانونه د ېو داسى حكـومت سره په ېوه لېكه كى ودرو چى په ټاكنو كى په تقلب اوساخته كارى قدرت ته راغلي وي، مونږ ولى ټولى منابع پرځاى په هغه ترورېستانوپسى نه اچو چى د ۲۰۰۱ كال د سپټمبرپه ۱۱ نېټه زمونږ ګن ملكي انسانان
ووژل )د امرېكا د سناتورد څرګندونومانا داده ترهغو چى دكـــرزي په حكومت كى جنګي جناېتكاران ، غله ، داړماران، ظالمان چى هم د افغانستان د د ېرش كلنى غمېزې د جناېتونو پړه ورپه غاړه ده اوهم د بشر د حقوقو په تور تورن دي په واك كى وي،نظـــــــــامې  اډ ى ، ستراتېژېك تړونونه او معاهدى كوم قانوني بڼه نه لــــرى او كه دا كاروشى د زورواكانواو په اداري فسـاد كې ككړو واكمـــنانو په ګټه د ي ،د ملي امنېت پخواني ريس امرالله سالح واېى ( كه د امرېكا او لوېدېزو هېوادونو وسلوال ځواكونه له افغانستان نه ووځي اوسنى نظام به ټوټې ټوټې شى، ځكه دغه نظام د امرېكا او لوېديزو هېوادو په مرسته ولاړ نظام دى).
لس كاله امريكا او لوېد ېزو هېوادود برچى په زور د حامد كرزي د حكومت نه ملاتړ وكړه، ډېر بېګناه انسانان ، ماشومان سپيګيري ، تنكي ځوانان، د كرزي د واكمنى قرباني كــــــــړل سره له دې ونه توانېدل چى امنېت راولي او جنګ ختم كړي. خپله په خپله خوله واې چى كرزى او حكومت ېې په اداري فساد كى لاس لري فاسد دې كاواكه دې ، كرزي هم په وار واروېلي دي چى حكومت ېى په اداري فساد اخته دى څو ورځى مخكى ېى خپله د ټول ملــــــت په وړاندى اقرار وكړه چى د اتو كلو راهسى داېران څخه پېسى تر لاسه كــــوي،نه څوك د پوښتنى شته او نه څـــــوك پوهېږي چى د څه د پاره ېې دا پېسې اخېستي په بدل كى ورته څه منلي او ېا وركړي دي.خپــله د امرېكا ولسمشر واې( د كرزي حكومت بى واكه او كاواكه دى په اداري فســـــــاد ككړ دى سره له دى بېا ېې هم شاته ولاړ دي او نه غواړي چى د كرزي د حكومت نه لاس واخلي.نوځكه وېلاى شو كه اډى جوړېږي د كرزي اود جــــــنګسالارانو په ګټه دي او د هغوې حكومت به ساتي .



) واې Lord  cu rzenد هند پخواني وېسرا لورد كروزن
افغانسـتان ، تركسـتان اوفارس د سطرنج هغه دانې دي چى د نړې د واكمنې له پاره ورباندې لوبې كېداې شي، په افغانستان باندې تسلت د اسېا په ټولو هېوادو تسلت دى). د ۱۹پېړى په اخرواود۲۰ پېړى  په اواېلوكې د هغه وخت سترځواك د برتانېه نړېواله امپراتوري او د هغى په پاې كى د ختيځ د سترځواك شوروي اتحاد د افغانستان د لاندى كولو او نظامي اډو د جوړولو په نېت څوځله وسلوال تېرى كړى دى چى په نتېجه كى مو د هېواد سمه نېمه خــــاوره له لاسه وركړې ده ، د افغانستان او پاكستان تر منځ سرحدي پوله د افغانانو د عبرت له پاره ښه مسال دى چى انګرېزانو د افغانستان نه بېله او هند ته ېې وركړه چى نن هغه د افغانستان خاوره د پاكستان په واك كى ده.او اوس كه د اډولېكلى سند وركړو څوك ېې تظمېن كوي چى سباله ټول افغانسان له لاسه نه وركوو اوېا په څو ټوټو نه وېـــــشل كېږي .
امرېكا د ډ ېرپخوا نه دلته په سېمه كى د طبعې زېرمو او د پوځي وسلو او مهماتود خرڅلاو ماركټ ( بازار) په لټه كى وواوددى له پاره د افغانسان نه بل ښه سنګر نه وو نو ځــــكه د شلمى پېړى په اخرو كى ددى سنګر لاسته راوړلو له پاره د سعودي عربستان په مرسته د  پاكستان او ايران په خاوره كى اوه ګوني او اته ګــــوني بنسټپاله افراطي ډلې جوړى كړې په دى خاطرچى ېو وخت نه ېــو وخت به ددوې د مټ په زورافغانستان ته راځي او دلته به پاتېكېږي او نظامي اډى به جوړوي.
په پاكستان كى د بنسټپالو افراطي ډلى ، د ملا محمد عمر په مشرې د طالبانو غورزنګ او په امرېكا كى د راكړى وركړى ددوو سترو منارونوالوتل دې ته لاره هواره كړه چى نن امرېكااولوېد ېزوهېوادو  وسلوال ځواكونه د لته په افغانستان كې د ترورېزم او القاعدى سره د مبارزى په نوم د داېمي اډو رسمي سند لاس لېك غواړي. په داسى حال كې چى بى شماره اډى لري چى د هغو جملې نه ېى دوه سترى اډى چى ېوه ېې په بګرام او بله ېې په هــرات كې ده اوداسې پرمخ تللى سلاح  او موهېمات لري چى په ډ ېره اسانې كولاى شي ګاونډي او د سيمې هېوادونه كنترول كړي.او ددوې دا اډى په هغه سېمو كى پرتې دي چى پراخه طبعې زېرمى لري.په اړه(البرت ستا سوسي ) د ستراتېژيكو څېړنو د مركزمشر واېى افغانســـــــــتان په نړۍ كې ېو غريب هېواد دى خو د طبعې زېرموله پلوه ډېر موړ او په ختيځ او جنوب ختيځو سېمو كې قېمتي زېرمى لري چى نن هلته د امرېكا نطامي اډى د طالبانو د مقاومت د ځپلو په نوم جوړى كــــــــــــــړى دي).چاته معلومه ده چى د امرېــــــكا او ناټو دغړوهېوادوسترې باروړونكې الوتكى چى هېواد ته د افغانانو د وژلو په موخه پوځى تجهيزات اووسله رالېږدوي بېرته چې هغه الوتـــــكې خپلو اډو ته الوزي څه په كى لېږدول كېږي.


هغه افغانان چى واېى د  امرېكا اډى په هېواد او ســـــېمه كى د سولى او سبات سره مرسته كوي ،د طالبانو مقاومت ماتوي ، د افــغــانســتان وسلوال پوځ ته د ترهګرى سـره په مـــبارزه كـى مورال وركوي اوواېى چې پاكستان به د افغانســتان په چاروكى د لاس وهنى په ځاى كومك او همكارى ته وهڅــوي.په ځاى او سمه په دې نه ده چى اول تر اوسه دا لا روښانه نه ده چى امرېـــــكا او لوېديز هېوادونه افغانستان ته  ولى او د څه له پاره راغلي دي او د څه له پاره نظامي اډ ى غواړي دا اوږد تـــــاريخ لـــري او اوږد و بحثونوته اړتېا ده،ېوڅه چې روښانه دي هغه ددوې ګټې دي ېانې د خپلو ګټو په خاطرراغلي دي او د خپلو ګـــــټو د خوندي كـــولو په خاطرپوځى اډى غواړي نه ورسره د افغانانوغم شته او نه د بل كوم چا.او دا هم د مـــــــــــنلو نه ده چى واېى په سېمه كى سوله او ثبات
 راولي په داسى هــال كى چى طـالبان واېى (امرېكا زمونږ هېــواد اشغال كړې دى دا ټول تړونونه اوموافــقې هېڅ قـانونـي بڼه نه لري بلكـې زمونږ اسلامى اوملى ګټو سـره مغاېرت لري د منلو وړ نه دي ځكه زمونږ خپلواكي سلبوي او په طـبعى زېرمو مو خېټه اچوى او زمونږ د هېواد څخه به په ګاونډي هېوادو كى لاسوهــنه كوي) ګاونډي او د سېمي هېوادونه هـــــــــــــم په افغانســـــــــــتان كې د امرېــكا داېمى اډى د خپلوهېوادو په كورنېو چارو كـى لاس  وهنه  ګڼى ). د اېران د بهرنېو چارو د وزارت وېـاند واېى ( د افغانســـتان او اېـــران ترمنځ  سـتراتېژېــك تړون لاس لېك كول په منطقـه كى د سولى ،ثباط او امنېت پر خلاف دي كه دا كاروشي او د امرېكا اډو ته قانونى اجازه وركړل شى په افغانسـان اومنطـقه كې حالت نور هـم ترېنګلي كېږي) او د كورنېو چارو وزير خو ېې ووېل( د هغه وخته نه چى امرېكاېان اونړېوال ځواكونه دلته افغانســتان ته راغلي دي د ځان سره ېې ترورېزم او ناامني راوړې ده، بهرنېان منطقى ته د خپلو ګټو په خاطر راغلي دي د منطقې د خلـــــكو په ګټه نه دي او ايران ورسره مخالفت لري).



نوځكه وېلاى شوكه امرېكا ته د داېمى اډو قانوني سند وركړل شى زېات امكان ددى شته چى حالت لا پسى خراب شى او له كنترول نه ووځې داچى نن دشمن هېوادونه مقاومت ډلوته سپكى وسلى وركوي سبا به د سټنګر ماډل توغندي او د الوتكو او چورلكو ضد راكټونه او درندى وسلى وركړي په هغه صورت كى د طالبانو جنـــــــګي پوتنســېال وړتېا به له دى نه نوره هم لوړه شى او كه نړېــــــــوال ځواكونه په رېښتېا له افغانستانه ووځى او امنېت افغان وســــــلوال ځواكونو ته وسپارل شى ورته به ډېره ګرانه وى چى په ېواځــــني ځان د وسلوال مقاومت سره مقابله وكړي.


زه خپلى خبرى راټولوم او واېم كه امرېكا او لوېد يزهېوادونه په افغانسـتان كې د داېمى اډو ترشاه بل كوم شوم پلان ونه لرى او په رېښتيا غواړى چى د افغانانو ژوند ښه شي ،جنګ ختم شي سوله راشى.لمړى ګام دى پورته كړي او د كــــرزي او د هغه د ناولي حكومت نه دى لاس واخلى اګرچى د كرزي سره به ورته د اړېكو پرېكول ګران وى خوبله لاره نه شته ځكه د كرزي حــــــكومت د ورانكارانو ځاله ده تر هغو چى دا ځاله ړنګ نه شى نه د طالبانو مقاومت ماتېداى شى او نه د ګاونډ ي او د سېمي هېوادونـــو لاس وهنى بند ېږى.امرېكا او لوېد يز باېد په دى ښه پوه شي چى افغانانو د جناېتكارانو د استبداد اوظلم له امله د كرزي حــــــــــكومت او د نړېوالوځواكونو تېرى منلى دى فكر ېى كاوه چى امرېكا او نړېوال سلح دوست هېوادونه به په افغانانو ورحمېږي او د ظالم د ظلم  به ېى وژغوري خو امرېكا او نړېوالودا كار ونه كړه اود افغانانوټولى هېلى او ارزوګانې ورمړى كړى او هغه ظالمان ېې په واك كى پرېښول.
 دوهم ـــ داېمى اډو ته څه اړتېا شته لس كاله كېږي چى د امرېكا او لوېديزوهېوادو وسلوال ځواكونه د افغانستان په غرو رغو،كلو او بانډوكى پراته دي كه څوك وژني كه څوك زندانو ته وراچوي كه د شپې په كورو ټاپى لګوىكه ماشومان وژنې څوك ورنه د پوښتنى حق نه لرى او كه لس كاله نورهم پاتى شى څوك ېى وېستلاى نه شي ځكه په خپله خوښه راغلى دي او كه كله ېى خوښه راغله بېرته به لاړشى. اومونږهم نه غواړوچى په اوس وخت كى ېى  وسلوال ځواكونه له افغانستانه ووزي او داهم نه غواړو چى په اوس وخت كى چى نه حكومت لرو نه وسلوال ځواكونه اونه ملي پوليــــــــس  لروچې په هېواد كى امنېت تامين كړى اود خاورى نه ډاډمنه دفاع او ساته وكړى اونه د داسى ملي مسلى سند لاس لېك كول غواړو چى د ښمن ته خپلې پښى او لاسونه  پخپله و تړو،په اوس وختو كى مونږ د امرېكا او نړېوالو سلح دوستو هېواد نه دا غواړو هغه وعدى  چى افغانوسره كړى دي ترسره كړي كه ېې هېرى وي ورته په ېاد وېى  وېلى وو (ټوپك سالاري ختموو،جنګي جناېتكاران محـــــــكمې ته راكاږواو د ډېموكرسى په اوسولو ولاړ نظام جوړوو) كله چـــــــى افغانان په د ى ډاډه شول چى امرېكا او لوېديز هېوادونه خپلووعدو ته وفادار د ي بېا به په ستراتېژكو تړونونو خبرى كوو.