که چیرته دافغانستان دخلکواوسنی ستونزی وڅیړواو دتیرو 30 کالو د مشکلاتو سره یی مقایسه کړو نو معلومه به شی چی زمونږدخلکو ستونحًی دپخوانه څومرتبه زیات دی او حتی داچی که چیرته افغانان په خپلو کی سره راټول نشی او خپل مشکلات سره حل و فصل نکړی نو په راتلونکی څو کلونو کی ددغو مداخله گرو هیوادونوله خوادافغانستان دتجزیی او حتا ددنیا دنقشی نه دافغانستان دایستلو پلانونه هم له تصور نه لیری نه ښکاری.
سیاسی بحران،تپل شوی جنگونه،هیواد دنړی دزبرځواکواودسیمی دهیوادونودسیاسی او نظامی رقابتونومرکزجوړیدل،دنړیوالومافیایی ډلو اذادانه فعالیت،دمخدره موادوقاچاق،په دولتی اداروکی داداری فسادموجودیت،دژوندانه دچاپیریال ککړتیا، دځمکود غضب مافیا،په جنگی جنایاتودتورنوکسانوواک ته رسیدل، فقراوغربت، بیکاری،دازاد بازار تر نامه دمحتکراتو زیاتیدل او دتجارتی بازار انحصاردیو څوکسانو په لاس، ملکطوایفی او انارشیزم اونور هغه څه دی چی دافغانانوژوند یی تریخ کړی بنا هر افغان دتاریخ په دی حساس شیبه کی باید خپل مسولیت ادا او ترخپل توان پوری دټولومشکلاتودحل دپاره باید عملی لاری چاری ولټوی.
دافغانستان قضیی حل له پاره باید چی ټول افغانان سره په یو ملی محور راټول شی او خپل مشکلات سره حل کړی. مونږ افغانان نه باید دی ته انتظار وباسوچی خارجیان زمونږ ملک جوروی که چیرته دیو کوچنی فامیل په سطحه فکروکړواوفرض کړو چی دوه ورونه چی مسولیتونه او گټی یی سره بیلی وی کله به هم داسی نه وی شوی چی یو ورور دبل ورور مسولیت تر اوږدی مودی پوری په غاړه واخلی نو ددنیا په سطحه به څنگه یوهیواد د بل هیواد د خلکو دژوندانه مسولیتونه ترډیره وخته بیدون دکوم ګټی نه په غاړه واخلی په دی لاندی لیکنو کی به دخپل هیواد او خلکو شته ستونزی او مشکلات،دشته ستونزوعوامل؛ اود مشکلاتودحل عملی لاری به وڅیړو.
سیاسی بحران:
په اوس وخت کی افغانستان دجدی سیاسی بحران سره مخامخ شوی په داخل کی دسیاسی واک جوړښت داوسنی رژیم په وینا ملی مشارکت مگر په حقیقت کی دیو څوکوچنیو مافیایی ډلو خخه جوره شوی ده چی دغه ډلی هر یو دبیلابیلو گروهی ، تنظیمی، قومی او مذهبی اهدافو له پاره کارکوی اودافغانستان ملی گټو ته قطا معتقد نه دی همدا دلیل دی چی ملک کی انارشیزم او خود سری اوج ته رسیدلی اوهم په دولتی او غیردولتی موسساتوکی په پراخه پیمانه اداری فساد شتون لری او په همدی علت عام افغانان داوسنی رژیم څخه تر ډیره حده ناراضه دی اوهمدغه نارضایتی د ولس په ملک کی د سیاسی کرکیچ یو دعواملو نه گڼلی شو له بلی خوانه نړیوال اشغالگر او زمونږ گاونډیان په افغانستان کی ازاد او با ثباته سوچه افغانی حکومت نشی زغملای، بهرنی استخباراتی شبکی دافغانستان په داخل کی دیوڅو مشخصو مافیایی ډلوخخه پوره حمایت کوی او زمونږ دملک دملیتی او ټولنیز جورښت نه دخپلو ملکو په گټه استفاده کوی همدغه بیرونی مداخلی په ملک کی د سیاسی بحران یوبل عمده عامل په گوته کولای شو. سره له دی چی په اوس وخت کی ددنیا 48 ملکونو نظامی عسکرپه افغانستان کی حضورلری او په میلیاردونو ډالر دافغانستان دبازسازی په نامه مصرفوی مگر مونږ گورو چی په تیرو لسوکلونو کی افغان حکومت او نړیواله تولنه هیڅ داسی کومه مثبته لاس ته راوړنه نلری چی دافغانستان راتلونکی سیاسی برخلیک ته حد اقل کومه مثبته امیدواری پیداشی هغه عوامل چی د نړیوالی ټولنی د ناکامی سبب گرځیدلی لاندی عوامل دی
1. ټولوافغانانو ته معلومه ده چی نړیواله ټولنه په افغانستان کی واحده ستراتیژی نلری یعنی هر هیواد خپل مشخص اهداف تعقیبوی.
2. بهرنی هیوادونه په داخل دافغانستان کی خپلو خاصو اهدافوته د رسیدو په خاطر د مشخصو کوچنیو ډلو خخه په خاصو حالاتوکی دنورو هیوادونو په خلاف کاراخلی.
3. دنړی د نورو قومونو او ملیتونو په شان افغانان یو نوع ځانگړی عنعنات، کلتور،دودونه او خصوصیات لری چی بهرنیان دافغانانودغه ځانگړنی نشی درک کولای.
4. دافغانستان گاونډی هیوادونه دافغانانو او نړیوالو په مقابل کی دوه مخیزه سیاست غوره کړی په دی معنی چی له یوی خوا نه دنړیوالو څخه دتروریزم سره دمبارزی په نامه په میلونونوډالر مالی کمک اخلی او له بل لوری بیا په پټه تروریستی شبکو سره هرنوع مرسته کوی.
پورته ذکر شوی عوامل ددی باعث شوی چی په ملک کی په دوامداره توگه سیاسی بحران ته زمینه مساعدشی.