افغانستان چي د بېلابيلو قومونو او ژبو کور دی، پکښي د تيرو دېرشو کلنو راهيسي د يوه پلان له مخې و ژبنيز او قومي تعصبونو ته لمنې وهل کيږي. که له يوې خوا يو شمېر کسان په شعوري توگه د ژبنيز، قومي او سيميز تعصب د لاري ځان ته گټي لټوي نو له بلې خوا يو څو کسان په غير شعوري توگه هغه افکار په زړنو کي ساتي چي ښايي يو وخت افغانستان د همېشه لپاره د تيارو و کندو ته ور ټېل وهي.
د افغانستان د تش په نامه ولسي جرگې د رئيس ټاکنې زما د ادعا پخلی کوي چي په افغانستان کي په لاسي لاس و ژبنيزو او قومي خبرو ته لمنه وهل کيږي. هغه وخت د نړۍ په ټولو رسنيو کي دا خبره خپره سوه چي د افغانستان پارلمان د پښتون او تاجک تر منځ د اختلافاتو له کبله پر رئيس نه سره جوړيږي. کوم پښتون؟ کوم تاجک؟ تر کومه ځايه چي زه خبر يم نو ښاغلی سياف هيڅکله د پښتون خواخوږی نه دی اوسېدلی او نه هم قانوني د تاجک خواخوږی اوسېدلی دی. و افغانستان ته د شوروي د لښکرو د راتگ څخه تر مخه نوموړو کسانو څه درلوده او اوس څومره شتمنۍ لري؟ دوی دغه شتمنۍ د کومه کړې؟ ښه دا خبره به پرېږدو چي له کومه يې کړې. دا پوښتنه به وکړو چي قانوني د څو کونډو تاجکو مېرمنو پر سر پوړنی غوړولی، څو يتيمان يې ماړه کړي دي؟ په همدې ډول به د ښاغلي سياف په هکله پوښتنه وکړو چي هغه د پښتنو لپاره څه کړي؟ موږ ته به ډېر ژر جوته سي چي نه قانوني تاجکو ته څه ورکړي او نه هم ښاغلي سياف د پښتنو سره کومه ښېگڼه کړې ده بلکه دوی برعکس د خپلو قومونو سره ستر ظلمونه کړيدي.
د نوموړو دوؤ کسانو په ډول نور ټول هغه اشخاص چي اوس د پښتنو، تاجکو، ترکمنو يا هزاره گانو د حقونو نعرې وهي په اصل کي ددغو قومونو ستر دُښمنان دي. د افغانانو په وينو لا د دوی تنده نده ماته سوې او غواړي چي زموږ لمسيان او کړوسيان هم د قوميت او ژبي په نوم د دوی د لمسيانواو کړوسيانو حکومت پر ځان ومني.
په پښتو کي موږ متل لرو چي وايي کوږ بار تر منزله نه رسيږي. د افغانستان د اوسني دولت بنسټ چي کله دالمان په پېټرسبېرگ کي ايښودل کېدی نو و کانفرانس ته د قوميت له مخي گډون کوونکي رابلل سوي ول. يو خو دا چي رابلل سوي کسان د خپلو قومونو حقيقي استازي نه ول بله ستره بې انصافي دا وه چي د قوميت پر اساس د حکومت د وېش يو ناولی دود رامنځ ته کړل سو. دغه يو تصادفي کار نه ؤ بلکه دغه د افغانانو او افغانستان په وړاندي د يوې خطرناکې دسيسې نوی پړاو ؤ. پخپله يوه الماني کارپوه پوهنوال کونراډ شېټر په خپله يوه څېړنه کي ليکلي چي په پېټرسبېرگ کي د مليت پر اساس د افغانانو د وېش بنسټ کښېښودل سو.
د سياسي تجارانو خبره به يوه اړخ ته پرېږدو او د خپلو بعضو تش په نامه روشنفکرانو خبره به وکړو. د خواښينۍ خبره خو دا ده چي يو شمېر هغه کسان چي ورته د روشنفکرانو په سترگه کتل کيږي په اصل کي لوی تاريکفکران دي او اوس يې زموږ بعضي ځوانان هم د خپلې ژبي او قوم سره د زړسوي په نوم د تعصب پر کږه لاره روان کړي دي. کله چي څوک د بعضو افغانانو ليکنې لولې يا يې خبري اوري نو څرگنديږي چي دغه ستونزه په تيرو کلنو کي نه يوازي دا چي پراخه سوې ده بلکه داسي بريښي چي يو شمېر خلکو ته نوره بده او د عيبه ډکه نه معلوميږي. بعضي کسان په کاغذ کي پېچلې او په ډيپلوماتيکه توگه د يوې ژبي يا قوم په وړاندي تعصبي څرگندونې کوي او بعضي سادگان په ښکاره خپل تعصب ته هوا ورکوي.
زما يو ډېر ټينگ ملگری دی چي ما يې په هکله تر ډېره وخته فکر کوی چي ډېر هوښيار او منطقي سړی دی او ورته ډېر احترام مي درلودی. دغه کس د نورو يو شمېر ليک لوستو افغانانو د يوې بېلگي په توگه دلته يادوم. يو وخت دغه ملگري راته وويل چي فلانکی قومندان دي خدای وبخښي. د هغه وژل کېدنه د پښتون قوم لپاره يوه ستره ضايعه ده. ما ورته وويل چي ياره خدای دي يې گرسره نه بخښي ولي چي ټوله نړۍ د لواطت لپاره پېژندی او دا چي دغه بدبخته دخپل قوم يو شمېر کورنيو ته بې ناموسي هم اړولې وه. ته څنگه اوس داسي په پرېشانه يې؟ د دغه تعليم يافته ځوان جواب زه ډېر هېښ او خواښينی کړم. هغه راته وويل مه کوه ياره هر څه چي ؤ پښتون خو ؤ.
د دغې واقعې وروسته ماته اندازه وسوه چي زموږ بعضي هيوادوال تر کومه ځايه د اسلام او اخلاقياتو څخه ليري سوي دي. رشتيا به سره ووايو: ايا په تيرو ټاکنو کي يو شمېر خلکو و خپلو قاتيلينو او جنسي تېری کوونکو ټوپکسالارانو ته د پښتون، تاجک، اُزبک او هزاره په نوم رايې ور نه کړې؟
نو د خدای ج او د رسول ص روی ته وگورئ پر خپل تابوت وروستی ميخ مه ټک وهئ. د متعصبه پښتون والې، تاجکوالې، هزاره والې، کندهاريتوب، ننگرهاري توب، شمالي والې، جنوبي والې، دراني توب، خلجي توب، ښين، خين، سو، شو او نورو متعصبه فکرونو څخه خپل اذهان پاک کړئ. که په رښتيا پښتانه ياست او د پښتنو سره زړسوی لرئ نو بېله د نورو قومونو او ژبو سره د تعصب لرلو د خپلې ژبي او قوم لپاره عملي کار وکړئ او په تشو لاپو او خبرو قلعې مه جوړوئ. که ځان د تاجکو، هزاروؤ يا ازبکو خواخوږي بولئ نو د ژبي او قوميت پر بنسټ د پښتنو او نورو قومونو څخه کرکه مه کوئ بلکه په مثبته توگه خپل قوم ته عملي کار وکړئ. پدې توگه به يوه مثبته سيالي رامنځ ته سي او د افغانستان هره ژبه او هر قوم چي آباديږي د بشپړه افغانستان د آبادۍ سبب به گرځي.
دا چي فلانکي قومندان زيات پښتانه وژلي دي د دې مانا نه لري چي پښتانه د هغه د بشپړه قوم سره تعصب او دُښمني وپالي. ولي چي دغه ټوپکسالار هيڅکله هم د خپل قوم مشروع او حقیقي استازی ندی اوسېدلی. په همدې ډول دي تاجک، ازبک، هزاره او د افغانستان د نورو درنو قومونو سره تړاو درلودونکي د يو يا بل بدکاره پښتون قومندان يا واکمن په گناه ټوله پښتانه نه نيسي. که موږ داسي وکړو چي د يوه قوم يا ژبي په وړاندي د تعصب څخه کار واخلو نو دا زموږ ټولو په خپل تاوان ده. پدې توگه موږ يو بل د تش په نامه قومي مشرانو، ټوپکسالار انو او بېلتون غوښتونکو و غيږي ته ور ټېل وهو چي پکښي زموږ ټولو تاوان دی.
زه په زياته بيا د خپلو همزولو ځوانانو څخه هيله کوم چي د افغانستان په موضوع کي د «دوی» لغت د خپل قاموس څخه وباسي او د «موږ» لغت خپل کړي. د قوميت او ژبي پر اساس دي نه څوک پر ځان گرانوي او نه دي هم پدې اساس د چا څخه کرکه کوي. کنه نو دوستميان، احديان، سيافان، ربانيان، اتمران، فهيمان، عطاگان او کرزيان به تر آخرته پر تاسو او ستاسو پر راتلونکو نسلونو حکومت کوي او ستاسو ناموس او حقوق به په دواړ لاسونو پايماله کوي. زه د ټولو افغانو ځوانانو څخه په جدي توگه دا هيله کوم چي هر وخت که يې د يو چا څخه تعصبي خبرې واورېدلې نو دي سمدلاسه پوښتنه ځندي وکړي چي گرانه که ته په رشتيا د خپل قوم دومره غمخور يې نو راته ووايه چي د دغه قوم يا ژبي لپاره دي څه کړي دي؟ زه ستاسو سره ژمنه کوم چي سل په سل کي به دغه کسان تاسو ته ژړ مخ کښيني او لا جوابه به وي ولي چي دغه يوازي د خبرو منگيان دي او عمل سره يې هيڅ سر وکار نسته.
يو متحد او سمسور افغانستان يوازي هغه وخت حقيقي بڼه خپلولای سي چي پکښي د اوسېدونکو ټولو خلکو حقوق مساوي وي او پکښي د قوميت، ژبو او سيمې تعصب نه وي. زما په آند خو بايد هيڅ افغان هم د قوميت په نوم رامنځ ته سوي يوه سياسي گوند يا ډلې غړيتوب تر لاسه نه کړي او نه يې هم ملاتړ وکړي. زما دا ايمان دی چي هغه څوک چي خواخوږي يې صرف او صرف د افغانستان تر يو قوم او يوې ژبي پوري محدوده وي، هغه د افغانستان سره ستره جفا کوي.
راځئ چي خپل د راتلونکو نسلونو سره ستر احسان وکړو او په اخلاس سره د افغانستان هره ژبه، هر قوم او هره لوېشت مځکه خپله وگڼو او د پرمختگ او سمسورۍ لپاره يې په اخلاص عملي کار وکړو.
د 2011 م مېلادي کال د مارچ 16 نېټه