یوه برتانوي فزیکپوه جان پندری د ۲۰۰۶ ز په مې میاشت کې د څیړنو په پایله کې دا ثابته کړه چې د داسې آلې جوړول هم شوني دي چې هر شی د نه لیدلو وړ وګرځوﺉ. د ده له دې څیړنو څخه وروسته په ټوله نړۍ کې ساینسپوهان په دې هڅه کې شوول چې داسې یوه خرقه جوړه کړي چې شیان د نه لیدلو وړ وګرځوﺉ، په دې ترڅ کې د کلفرونیا د کارولینا په ښار کې یوې ډلې ساینسپوهانو داسې یوه خرقه جوړه کړې چې که چیرې یې په مینځ کې څه شی کیښودل شي نو د نه لیدلو وړ ګرځي. دوۍ وايي چې که چیرته د لیدلو امکان شته نو ولې باید د نه لیدلو امکان نه وي ؟
دغه خرقه چې تر نیم انچ څخه لږ لوړوالی او تر پینځو انچو پورې پلنوالی لري د دې وړتیا لري چې خپل چاپیریال ته وړې څپې (مایکروویف) واستوي تر څو د دې خرقې په مینځ کې ایښودل شوی شی له لیدلو ووځي.
پورتنی انځورساینسپوهانو د نوموړی ګروپ لخوا جوړه شوې خرقه ده
د دې لپاره چې د لیدلو او نه لیدلو په تیوري ځان پوه کړو، ضروري ده چې د لیدلو عملیې ته یو ځغلنده کتنه ولرو: انسان یواځې هغه شیان لیدای شی چې نوري څپې بیرته راګرځوﺉ یا په ساده ټکو نور منعکس کوﺉ. دغه منعکس شوی نور زمونږ سترګو ته را ننوځي چې بیا د دماغ په واسطه پروسس کیږﺉ، نو که چیرې یو شی نور منعکس نه کړﺉ نو نو دا نور د مونږ سترګو ته نه را رسیږي، دماغ څه شی نه پروسس کوﺉ او په پایله کې مونږ څه شی نشو لیدلای.
پورتنی انځور د لیدلو پروسې بنسټ ښیي
د نه لیدلو خرقه باید داسې ځانګړتیا ولري چې ونشي کولای چې نور منعکس کړﺉ. نور یو ډول وتشعشع ده چې د اوبو د څپو په ډول په چاپیریال کې حرکت کوﺉ. دا تشعشع د مقناطیسی او بریښنايی څپو یوه مجموعه ده. د نور څپې د لیدلو وړڅپو په نامه هم یادیږي چې د څپو اوږدوالي یې د یو متر تر ملیونمې برخې پورې ده. له هغه څخه د اوږدو څپو لرونکی نور هم د لیدلو وړ نده چې دا څپې د وړو څپو یا مایکرو ویف او راډیو څپو خواته ځي او تر هغه د لنډو څپو نور د ایکس وړانګو او ګاما وړانګو خواته ځي.
پورتنی انځور د څپو د اوږدوالي پر بنسټ د تشعشع ویش ښيي