کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / بل چا زما په نوم داود اعظمي ته تبصره ليکلې ده

بل چا زما په نوم داود اعظمي ته تبصره ليکلې ده



لاندنۍ ليکنه دډاکټر داود اعظمي د جايزې په اړه د بسمل نوم څخه په استفادې د يوې تبصرې په سپيناوي کي سوې ده . چي د اصلي موضوع سرليک يې دادﺉ




داود اعظمي : د ځوان نړيوال مشر جايزه وګټله داود اعظمي : د ځوان نړيوال مشر جايزه وګټله
لراوبر ډاټ کام – کندهار




 


اسلام علیکم عزیزانو!


دا دی  پوره یو ساعت مخکې له کار څخه راورسېدم  دمه مې وکړه او فکر مې سم برابر شولمړنی  کار مې  دا وکړ چې لر اوبر وګورم  چې بیا داعظمي  صاحب  په اړوند څومره دروغ او رښتیا لیکل شوي دي  له نېکه مرغه زما له ماسپښینۍ تبصرې  څخه  وروسته  کوم  چا تبصره نه وه لیکلې .


زه هم پخپله ماسپښنۍ تبصره  ځکه پښیمان شوم  چې دیو ناکس  او مزدور سره ولې  ځان برابر کړم  خو زما ګناه ځکه نه وه چې ما ته یې نن مزاحمت کړی و هغه داچې زموږ دکولتوري ټولنې له ملګرو سره  په دې مشورو بوخت وم  چې سږ کال څنګه  دنښتر دودیزه کالنۍ مشاعره ولمانځو .


په دې جریان کې دبي بي سي  له رادیو څخه  زما یواشنا ژورنالست  تیلیفون  راته وکړ چې  داد اعظمي صاحب په ارتباط تا لیکنه کړې ده؟


ما ورته وویل چې ماخوپه دې ورځوکې سر پر سر ډېرې لیکنې کړې دي خو زه نه پوهېږم تاسوکومه یوه ښیاست؟


هغه بیا راته وویل چې داعظمي صاحب د جایزې په اړوند .


ما ورته وویل چې چېرې ؟


وېل په لر اوبر کې .


 ماوېل نه  ته  صبر  چې زه لر او بر ته ورداخل  شم  هلته  مې  دا لاندې  تبصره  چې  زما په  نوم  یې لیکلې وه تر سترګو شوه :








بسمل


٢١ / ١٢ / ١٣٨٩ لمريز   ~   2011-03-12 16:41:05 زېږديز    


داود اعظمی دکرزی او امریکایانو او په هغو پوری دشورای نظار دډلی خدمتګار دې،نوموړی ته چی دغه جایزه هم ور کړه شوی ده علت یی دکرزی او امریکیانو ښه صفتونه دی چی داود اعظمی هر ه ورځ په راډیو ګانو او نورو رسنیو کی تر سره کوي،داود اعظمی په افغانستان کی دبیګناه خلګو پر وزلو چی دامریکیانو او دکرزی دګو ډاګی حکومت له لوری تر سره کیږي ههمیشه چوپه خوله پاتی شوې دې او تر نن ږرځی پوری یی هیځ نه دی ویلې


 


اول خو دا چې دابېسوادچې زما نوم یې کارولی  دومره  نه پوهیږی چې زما لیکنې خو زیاتو افغانانو لوستې  دي  زه خو تر خپله وسه  په لیکنو کې املا او انشأ مراعتوم  زمالیکنیز متود ډیرو ته مالوم  دی  تاسو وګورئ چې دې بې عقل  دپورتنۍ تبصرې په هره جمله کې څومره سهوې کړې دي  آیا زه به  خپل ځان  داسې  وشرموم؟


له  هغه  څخه چې  راتېر شواودحبیب الله تبصره وګورو زما په اغلب ګمان  داتبصره هم دغه لېوني لیکلې ده  ځکه چې عیني سهوې  یې  په  تبصره کې لیدلې کیږي البته بله  ناپوهي یې داده چې خپل نوم یې  د حبیب الله  په  ځای حبیب اله لیکلی دی .


ورپسې یې بیا دسلیمان په  ځای  دځان نوم سلمان لیکلی  او د تبصرې  ټول متن  یې کټ مټ سهوې لري لکه  دا نورې دوه تبصرې  .


 ورپسې یې خپل ځان  ښځه کړی او په ځان یې امینه نوم ایښی  هغه یې هم غلط لیکلی امنه یې لیکلې ده له دې څخه وروسته یې  دنورالله  په نوم له کابل څخه  داسې یوه ناوړه او له  شرمه ډکه تبصره لیکلې چې باید پخپله وشرمیږي  دا ځل یې بیا خپل نوم   دنورالله  په ځای  نوراله لیکلی دی  او ټول متن یې  دتېر په  څېر  یو ډول املايي  غلطۍ لري .


کله چې پوه شوی  چې کوم چا یې ملاتړ نه دی کړی نوبیا یې ځان  ته دمیرویس نوم غوره کړی او په تبصره کې یې نصیحت کړی دی چې بیا هم هغه سهوې او هغه  . . .  دا کار یې  د افغان ــ جرمن په نظریاتو کې هم کړی وچې بیا افشأ شو .


ګرانو لوستونکو!


تاسو کوم بل فکر ونه کړئ  زه نه دومره وخت لرم چې دخپل کاروان  لار لمړی له . . . څخه خالي کړم او بیا کاروان  په مخ بوزم  اونه خو د داسي  . . . په کیسه کې یم  که له بي بي سي څخه چا تیلیفون نه وای راکړی ممکین زه به  ډېر وخت او  هیڅ  خبر نه وای  خو کور دې  د اعظمي صاحب ودان وي چې  څه یې نه دي لیکلي رښتیا هم دروند سړی دی .


هغه خامخا پوه شوی چې  دا زه نه یم  په هر صورت  دا کس  په  دې نه ارزي  چې  دومره وخت پرې ونیسو تېر کال یې  هم دلوی اختر  د مباره کي په ځای په لر او بر کې دسید حبیب او سرور په نوم په ماپسې ناوړه تبصرې لیکلې وې  او بیا یې دافغان ــ جرمن ویبپاڼې  ددیدګاها په برخه کې هم ډېر  . . . و  زما دوستانو هم  سم ځوابونه ورکړي و خو حیف د هغه وخت چې زما ملګرو پرې  ولګاوه  دا دی ما هم نن  یو څه  وخت  پرې ضایع کړ خو نور به  یې  په کیسه کې نه شم هر څومره . . . چې خوري  خوښه یې خپله لکه پخوا مې چې ورته لیکلي و دا ځل بیا هم هغه خبره ورته لیکم چې کاروان به تېریږي او . . .به  . . .