کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د استاد روستار تره کی نوی کتاب – یوه حقوقی سرچینه

د استاد روستار تره کی نوی کتاب – یوه حقوقی سرچینه




نوی پرمختللی تکنالوژی بشر ته یوستر الهی نعمت دی چی دانسانی مغز د نه مهاریدونکو امکاناتو دلاری یی دبشری ټولنی غړو ته وړاندی کړیدی . ددغه تخنیکی نعمت پر دسترخوان می تیره ورځ دنعیمی ویب سایټ په بریښنایی کتابتون کی سترګی پر یوه نوی کتاب ولګیدی . دکتاب لوستلو سره می مینه د وړوکتوب له وخته راسره ده چی له نیکه مرغه دا اوس هم دزمان دتیرو ناخولو سړو بادونو په بشپړ ډول راڅخه وړی نده . دکتاب نوم می داسی ولوست : تحلیل اکادمیک اوضاع افغانستان طی سه دهه جنګ . هغه می سمدستی پرانیست او پرله وامی ړاوه . داکتاب چی تر اوسه پوری لا په فریکی ډول نړی ته سترګی ندی پرانیستی یوازی بریښنایی بڼه لری او د نوی تکنالوژۍ یوه له معجزو څخه همداده چی کتاب له چاپ نه دمخه په ډله ایز او کتلوی ډول تر لوستونکو پوری دسترګو په رپ کی رسولای شی .


       کتاب د محترم دوکتور محمد عثمان روستار تره کی دهغو مقالو غونډ دی چی ده دافغانانو دروانی غمیزی پدی اوږدو کلنو کی دسرو اوښکو په رنګ لیکلی دی او اوس یی دمینه والو په غوښتنه دیوه درانده کتاب په بڼه سره راټولی کړی او غواړی چی په نژدی وختونو کی یی له چاپه وباسی . تر هغه ځایه چی زه خبر یم ، دچاپولو اړین امکانات یی هم لټولی دی . بریښنایی کتاب که هرڅومره په زړه پوری هم وی ، دفزیکی چاپ شوی کتاب ځای نشی نیولای او نه هم ترټولو مینه والو پوری رسیدلای شی . له همدی کبله به ښه داوی چی لیکوال یی دچاپولو چاری دامکان تر کچی ګړندی کړی .


        داکتاب دوی برخی لری : لومړی یی ( حقوق ، سیاست و دموکراسی درتلاطم جنګ ) نومیږی چی له پنځو فصلونو حخه جوړه ده . ددی برخی لومړنی څلور فصلونه دملت جوړونی په پروسه کی دقومونو رول ، د سیاست او حقوقو تیوریتیکی بنسټونواو عملی ډګرونو ، دناسیونالیزم او فدرالیزم ځانګړتیاوو ، دجنګ دلاری د دموکراسۍ جبری تحمیل او ددغی پروسی وبیلابیلو اړخونو ته ځانګړی شویدی . ددی برخی وروستنۍ پنځم فصل دده هغه راټولی شوی مناظری او مصاحبی دی چی د راز راز موضوعګانو په اړوند یی په مختلفو وختونو کی تر سره کړی دی .                                       دکتاب دویمه برخه ( مناسبات بین المللی افغانستان در تلاطم جنګ ) نومیږی چی دوه فصلونه یی منځپانګه ده . لومړی فصل یی نړیوال مناسبات رانغاړی او دویم فصل یی دجنایت او جنګ څخه خبری کوی . کتاب په پایلی اخیستنی او دلیکوال سره په پیژندګلوی باندی پای ته رسیږی . د ۴۰۸ مخونو په درلودلو سره داکتاب دمعنوی درندوالی سره جوخت فزیکی دروندوالی هم لری . زما په اند به ښه داوی چی د اوسنی یوه ټوک پر ځای کتاب په دوو ټوکونو کی چاپ شی . که څه هم داکار دلګښتونو کچه تر یوه حده جګوی خو دلوستونکو دپاره یی اسانتیاوی هم باید له یاده ونه باسو .                                   کتاب دلیکوال په یوی سریزی سره پیل او وروسته دڅو تنو وتلو او پیژندل شوو پوهانو او قلموالو لخوا لکه محترم الحاج غلام محی الدین زرملوال ، سعدالدین شپون ، ډاکتر رحمت ربی زیرکیار او اسدالله هلالی لخوا په یولړ تقریظونو سره غځیږی . دوی هر یوه په خپل وار دلیکوال په اړه ډیر دستایلو وړ شیان یادکړی دی ، مګر له بده مرغه په ټولیز ډول دکتاب پر منخپانګه باندی ډیر لږ ږغیدلی دی . خوبیا هم ځینی له دوی نه لکه محترم اسدالله هلالی دخپل اندسره سم پرکتاب باندی پخی خبری کړی او بیلابیلو اړخونو ته یی پام اړولی دی چی لوستل یی خوندور دی . پدی اړه زه غواړم دمحترم شپون صاحب په تقریظ کی یوه خبره یاده کړم . ما دده په قلم  څو ناولونه په خوند لوستی دی اوکه څه هم مخامخ پیژندګلوی نه ورسره لرم ، خو د پیاوړی لیکوال په توګه یی پیژنم . که دده پرځای زه وای ، مابه پدغه تقریظ کی دغنمو د کندو کیسه پدغه بڼه نه وای راوړی .البته ددغی کیسی دموخی اومفهوم سره زه په بشپړ ډول همږغۍ یم مګر دڅرګندولو بڼه ی پرځای نه بولم .


       لوړی څوکرښی هغه څه دی چی له مخی یی دکتاب کړه وړه پیژندل کیدلای شی ، خو دکتاب منځپانګه یی ډیره بډایه ده . لیکول دافغان غمیزی سره په تړاو او ددی ناورین څخه د وتلو په هیله دکړکیچ راز راز اړخونه په پوره زړه سوی سره څیړلی ، د ټولنیزو پدیدو تاریخی ریښی یی راسپړلی دی او د قوی منطقو پر بنسټ یی هغه لوستونکو ته په ګوته کړیدی . دبیلګی په توګه دی دکتاب په ۱۷ مخ کی دنړی دملی دولتونو د ځانګړتیاوو او په افغانستان کی د ملت جوړونی د پروسی په تړاو دټولنیزو پرمختیاوو بهیر داسی ښئی :


      « برخی دولت های ملی چون روسیه روی انگیزه توسعه طلبی پدید آمده است. علت وجود بعضی دیگر مثل پاکستان و اسرائیل اتکا به دین واحد بوده است. دولت فدرال امریکا از توأمیت و آمیزش خوش به رضای مهاجرین دنیای قدیم عرض وجود کرده است. بسیاری کشور های افریقائی از جمله کانگو به مقتضای سیاست استعمار از انضمام چند نقطه ستراتیژیک پا به عرصه وجود گذاشت.


  برخلاف آنچه ذکر کردیم افغانستان کشور تاریخی است. سرنوشت مردم مسکون در افغانستان را حوادث تاریخی در طول پنج هزار سال باهم گره زده و قریب  بود اقوام آنرا در کوره ملت واحد ذوب کند که مصیبت جنگ ناشی از تجاوز شوروی پیش آمد.


      افغانستان نقطه تقاطع مهاجرت ها و لشکر کشی های عظیم در پهنه تاریخ بوده است. این مهاجرت ها و لشکر کشی ها به جامعه کثیر الاقوام افغانستان تنوع بیشتر بخشید و کشور را در مسیر تاریخ به محل تلاقی تمدن های بزرگ تبدیل کرد.


  اقوام مختلف شامل ترکیت جامعه  افغانی برای بار اول در سال (١٧٤٧ م) موفق به تشکیل یک دولت ملی شدند.


  در افغانستان دولت ملی برخلاف معمول در سائر کشور ها از طریق فتوحات داخلی یک گروه مسلط نژادی بمیان نیامد، بلکه از مجرای اتحاد داوطلبانه اقوام مختلف برای تشکیل یک اداره واحد مرکزی و استفاده از آن به قصد حفظ استقلال و مقابله مؤثر با مداخلات  احتمالی خارجی عرض وجود کرد . . . .   » .  


       بل ځای په ۲۸ مخ کی دی دشوروی یرغل وروسته په قصدی ډول د ټولنیزو غورو اړیکو ګډوډ کول داسی په ګوته کوی :                                             


       « . . . .  بدنبال جنگ و بحران ناشی از تجاوز شوروی به افغانستان حکومت مرکزی بالتدریج از میان رفت و کشور به مراکز متعدد قدرت تقسیم گردید. معنی این مطلب این است که کلیه دساتیر حقوقی ایکه در یک دولت به قصد سلطه قانون و تنظیم مناسبات اجتماعی وضع و نافذ میگردد، در افغانستان تقریباً نابود شده است. حتی دساتیر حقوق تعاملی (مثلاً ضوابط حقوقی در مورد مشوره و جرگه) تحت تأثیر ضربات  ناشی از تعصبات قومی و مذهبی تار و مار شده اند.


       در شرایط فقدان ضوابط زندگی اجتماعی ناشی از سلطه دولت و حقوق ، آنچه مناسبات ذات البینی افراد را تنظیم مینماید، عبارت از دساتیر اخلاقی و مذهبی است. متأسفانه در کشور ما دساتیر اخلاقی اعم از انکه ا ز عرف و عنعنه منشأ گرفته باشد (احترام به بزرگان، مهمان نوازی، وطن دوستی، احترام به زنان و غیره) و یا از مذهب (تقوا، تواضع، وفا به عهد، صداقت و غیره) در معیار وسیعی صدمه دیده اند . . .  . .  » .                                                                                                                                                        


       که څه هم کتاب په ټولیز ډول په خوږه دری ژبه لیکل شوی دی خو یوه له مثبتو ځانګړتیاوو څخه یی همداده چی پښتو مقالی یی هم یو نیم ځای ګل ګل تر سترګو کیږی . ښکاره خبره ده چی دپښتولیکنو ادبی اړخ یی د دری سره ډډه نشی لګولای مګر روانه او ساده ده چی دهر کچی لوستونکی پری پوهیدلای شی . دده ډیری لیکنی دپدیدو ژور حقوقی بنسټونه څیړی . زه که څه هم دحقوقی لیکنو سره لږ شانته عملی تجربه لرم خو دیوه معدن پوه په توګه  مسلکی حقوقی پوهه نلرم ، ځکه نوځانته داحق نشم ورکولای څو دده حقوقی څیړنی و ارزوم . د بیل په توګه دی په خپله یوه پښتو لیکنه کی ( ۳۳۴ مخ ) دافغانی کشالی په اړوند د ناټو دکړنو کړه وړه داسی څیړی : « . . . . ناټو د دې په خاطر چې په افغانستان كې خپل نظامي حضور ته مشروعيت وركړي ، د م،م د منشور په بنسټ  چې اصلاً د نړيوال حقوقي نظام يوه برخه جوړوي، د امنيت شورأ تجويز هم تر لاسه كړ.


دلته  دوه ټکي د تبصرې  وړ ګڼل كېږي:


۱  – نړيوال قوانين هېڅكله پر ملي قوانينو بر لاسى نلري. كله چې د دواړو تر منځ ټكر رامنځته شي، ملي يا كورنيو قوانينو ته اعتبار وركول كېږي.


همدغه شان د باندني او كورني مشروعيت د اصطكاك په صورت كې، په كورني مشروعيت باندې اتكاء كېږي.


په  افغانستان كې د  نړيوال ائتلاف نظامي حضور د م،م د منشور څخه مشروعيت اخيستى دى. دغه حضور د ملي يا كورنيو قوانينو او په ځانګړې توګه د اساسي قانون د حقوقي نظام څخه مشروعيت ندى تر لاسه كړى۰


بناَ  بين المللى مشروعيت ( د م،م د منشور  په چوكات كى) د  ملى يا كورنى مشروعيت ( د اساسى قانون په محدوده كى) په غياب كى ، حقوقى اغيز ايښودلى نشى۰


۲- د ناتو سازمان دفاعى او جګړه ايزه بڼه لرى چه د تروريزم سره د مقابلى په مقصد افغانستان ته راغلى دى۰ نوموړى سازمان د خپل شته والي په منطق باندې هېڅكله د م،م، د سولې قواوو په شان سوله ييزه دنده درلودلى نشي. ولو چې د امنيت شورا ورته د «تعميد غسل» ور هم كړي . . . . » . البته که کوم حقوقپوه ته دا ډول څرګندونی د لاسپیناوۍ وړ ښکاری ، کولای شی په اړوند یی دحقوقپوهنی په رڼا کی خپل د نظر ټکی څرګند کړی .


     دمحترم پوهاند روستار تره کی د مقالو پدغه غونډ کی ډیر څه سته چی باید یادوونه یی وشی ، خو زما دغه لنډه لیکنه ددی ټولو زغم نلری . داهم دیادولو وړ بولم چی دافغانستان د اوسنی حالت څخه د وتلو په تړاو دیو څو دګوتو يه شمیر ټکیو پرته زما او دده اندونه سره تر لویه بریده همږغی دی . هغه ټکی چی که زه ورسره همږغۍ هم و نه اوسم ، ماته دبشپړ درناوی وړ دی . زه غواړم دفرصت نه په ګټه اخیستلو سره د استاد تره کی څخه دهغو ګټورو حقوقی مشورو له کبله مننه وکړم چی کله ناکله یی زما د پوښتنو په ځواب کی راکوی .