د دريالسوه نهه اتيا کال د کب د مياشتې په څلروېشتمه نېټه د مطبوعاتو له لارې د خوست ولايت مقام نه يوه اعلاميه خپره شوي وه ، په ياده اعلاميه کې راغلي و، چې په خوست ولايت کې په سياسي، امنيتي ، اداري ، قومي ، مطبوعاتي ، اقتصادي او نورو ټولنيزو برخو کې ډېر پرمختګ شوى دى او ددې پرمختګ څپې تر ډېر ليرې سيمو پورې رسېدلي دي او لا هم د ولايتې ادارې د مشرتابه د هغه کلک تصميم د نيولو له امله چې غواړي ، په دې ولايت کې د ځان په ګډون ټولې ادارې يوازې په دې روحيه کار وکړي ، چې دا مو خپل پلارنى او راته ګران ټاټوبى دى، په کې مېشت وګړي مو وروڼه او خويندې دي .نو همدې ټکي ته په پام سره په هره برخه کې اقدامات شوي دي.خو اوس هم هغه څه، چې زموږ د کارونو په وړاندې د خنډ او ځنډ لامل ګرځي، هغه په ځينو ادارو کې د ولسمشر حکمونه ، د وزيرانو شورا پرېکړې ، مصوبې ، فرمانونه او همداشان په ولايت کې د اداري جلسې تصويبونه ، پرېکړې او نور اوامر د کاغذ په مخ پاتې کيږي، چې دادې ادارو د مسوولينو لوى غفلت او له خپلې دندې څخه ناوړه ګټه پورته کول دي.په اعلاميه کې هغه چاته، چې د خپلې دندې په سرته رسولو کې غفلت کوي او يا هم ناوړه ګټه ورڅخه پورته کوي ګواښ شوى، چې ډېر ژر به قضايي او عدلي ارګانونو ته د مجرم په توګه وروپېژندل شي.خوست والي عبدالجبار نعيمي پر نورو ډېرو خبرو سر بېره دا خبره هم کړي ده، هغه مسوولين، چې دولتي چوکۍ يې نيولي او په زرګونو افعانۍ معاشونه اخلي او د نورو امکاناتو څخه هم په لوړه کچه برخمن دي، خو سره د دومره امکاناتو دوى نه يوازې هغه لازم خدامات ټولنې ته نه دي وړاندې کړي ، بلکې په ورسپارل شويو دندو کې يې هم ناغړي او تمبلي کړي ده او هر وخت په خپلو ورسپارل شويو دندو کې پاتې راغلي دي.
په اعلاميه کې ګواښ شوى، چې هغه څوک به نه يوازې له خپلې دندې ګوښه کيږي، بلکې د قانونه منګولو ته به هم سپارل کيږي .
اوس به راشو دې ټکي ته، چې د خپل ولس لپاره دې دا ډول خداماتو وړاندې کول لکه ښاغلى نعيمي يې، چې په لټه کې دى، د خلکو لپاره څومره ارزښتمن او په پر ځاى دي.
موږ چې نن سبا هر څومره دا ولس او ټولنه څېړلي او مطالعه کړي ده، نو نوموړي دا ډېر غواړي، چې په ادارو کې د اداري فساد مخه ونيول شي، کار بايد هغه چاته وسپارل شي، چې د کار وړتيا ولري، په هېواد کې بايد اساسي قانون پلى شي ، د ولسمشر پرېکړې بايد په خپل وخت عملي کړل شي، د بيارغنيزو پروژو کيفيت بايد ښه وي او همدا ډول، چې کومې ستونزې په دې هېواد کې راولاړيږي نور بايد د قانون له لارې هوارې شي.
د ښاغلي عبدالجبار نعيمي په دې نېک ګام باندې ټول ولس ته ډېرې اسانتياوې راتلى شي او په هره برخه کې د دوى ستونزې او مشکلات حل کېدلى شي، خو په هغه صورت کې، چې کله ښاغلى نعيمي په ادارو کې د وړتيا درلودلو کسان وګماري او په خپل وخت سره ولس ته لازم خدمات وړاندې کړي، نو له دې امله ولس د ښاغلي نعيمي په دې هڅو باندې ډېر خوښ دى او موږ په دې باور لرو، چې همدا ولس به د ښاغلي عبدالجبارنعيمي څخه په دې برخه کې هر ډول ملاتړ وکړي او د نوموړي سره به د تل لپاره همکاره واوسي.