کور / سياسي / بهرنۍ اډې د ملي ګټو په تله کې

بهرنۍ اډې د ملي ګټو په تله کې

له څه مودې را هيسې د افغانستان او د امريکا د متحدوايالتونو ترمنځ د ستراتېژيکې ملګرتيا په اډانه کې زمونږ هېواد دننه د نظامي اډو دجوړونې څيړنه د افغانانو او دهغوی د قلمونو د ژبو پر سر ده .د دغو څيړنو لړۍ  د آغلې فرزانې فاراني سره د محترم استاذ محمد اسحق نګارګر تر لنډې مرکې وروسته  پيل شوه چې تر اوسه ادامه لري . ددې موضوع په هکله د روڼ اندومختلفې او ان متضادې  څرګندونې  دحقيقت  ميندلو لپاره   د زيات  قدر وړ دي . 


له دېرشو کالونو څخه د زياتې مودې په اوږدو کې زمونږ هېواد دويجاړۍ او مرګ ژوبلې  په غميزه کې  ډوب دی .


د رنګارنګ پاڅونونواو واکمنیود زغملوپه ترځ کې د يو او بل په وړاندې د باور کچه د نه منلو تر بريده راښکته شوي ده.


د هر رژيم پلويان هڅه کوي چې دټولو ناخوالو پړه پر بل چا ورواچوي  . ځينې وايي چې د دغو ناخوالو پړه د شاهي رژيم د نسکوروونکو پرغاړه ده ځکه چې د هېوادسياسي ټېکاو يې د لومړي ځل لپاره د بې ثباتۍ سره مخامخ کړ. خو نور بيا د مسئلې د زيات  کړکېچن کيدو له امله  کيڼ لاسي او ښي لاسي خوځښتونه او وسله وال ملامتوي . دځينو کسانو په اند له لويديز څخه  راستانه شوي تکنوکراتان  او مافيايي کړۍ په دې لارکې تر ټولو کرغېړنه لوبه مخته بيايي . خو رښتيا خبره دا ده چې دغو ټولو په دې لاره کې په يو نه يو ډول  سره خپل منفي رول لوبولی دی . زما له نظره  د دغو ټولو ناخوالو اساسي علت د افغاني رژيمونو په کمزورتيا ،په بهرپورې د تړلو کړيو په  زيان رسوونکو چارو اوپه عمومي توګه د سياسي پوهې په ټيټه کچه کې نغښتی دی . همدا سبب  دی چې  په مرچل کې ناست غليمان زمونږ له دغو نيمګړتياوو څخه ناوړه ګټه پورته کوي .


د موضوع د سمې روښانتيا لپاره اړينه ده چې دشاوخوا سيمې سره په ژور تړاو کې لږ ترلږه له  دوو پېړيو څخه  را په دېخوا دخپل هېوا په تاريخ باندې سرسري رڼا واچوو. 


د ستر احمدشاه بابا په زمانه کې د افغانستان امپراتوري له آمو سيند څخه تر ډهلي پورې غزيدلي وه ، خو د تيمورشاه د اولادونو په وخت کې د انګرېزانو د دسيسو او په خاصه توګه په پنجاب کې د سېکانو حکومت  ترجوړيدو وروسته د سېکانو، پارسيانو او روسانو سره  د انګرېزانو دګډ  تفاهم په ترځ کې د افغانستان له بدن څخه د ډېرو غوښلنو او حياتي ټوټو غوڅول پيل شول .


هغه وخت چې د تيمورشاه زوی زمان  شاه د خپلې واکمنۍ د ټينګولو لپاره  غښتلی پوځ جوړ او تکل يې وکړ چې د خپل نيکه په  ټوله امپراتورۍ کې اغېز ولري ، د انګرېزانو سره په هندوستان کې دخپلې امپراتورۍ د ړنګيدو  وېره پيدا شوه . کله چې زمانشاه  په ۱۷۹۳ ميلادي کال کې د سند په لور وخوځيد او د دسمبر په مياشت کې پېښاور ته ورسيد خبر يې ترلاسه کړ چې د ده ناسکه ورور همايون  د سند د تالپوريانو په مرسته په کندهار باندې بريد کړی او هعه يې نيولی  دی ؛ برسېره پر دې د بخارا امير شاه مراد هم بلخ ترخپلې ولکې لاندې راوستی او ټول فيوډالان د اغتشاش  کولو په موخه له مرکز څخه ولايتونو ته تللی دي ؛ د سند ميرانو ، د پنجاب سېکانو او د کشمير والي هم د ده له واکمنۍ څخه سرونه غړولي دي . زمانشاه    پرېکړه وکړه  چې د کورني امنيت د ټينګولو په موخه د هندوستان پرځای له پېښاور څخه بېرته کندهار ته راستون شي .


زمانشاه په دوو کالونو کې د سند، ملتان، پنجاب  او کشمير په ګډون په ټول افغانستان کې خپله واکمني ټينګه او هندوستان ته د ننوتلو لپاره يې  بيا د سفربرۍ امر صادر کړ. په ۱۷۹۵ ميلادي  کال کې د دېرش زره لښکر سره يو ځای له سند څخه تېر او د « حسن ابدال  » په سيمه کې ښکته شو. د هند کمپني وبېريدله او سملاسي يې خپلې   پټې   دسيسې  پيل کړې . زمانشاه خبر تر لاسه کړ چې د پارس پاچا آقا محمدخان د خراسان ولايت ته ننوتلی او د مشهد ښار يې لوټ کړی دی . نوموړی له سند څخه تر تېريدو وروسته سملاسي  افغانستان ته راوګرځيده .پېښاور ته په رارسيدو سره يې خبر تر لاسه کړ چې اقا محمدخان له خراسان څخه پر شا شوی  دی . زمانشاه بېرته د لاهور له لارې د هند په لور وخوځيد . په دې وخت کې د هندوستان  پاچا شاه عالم له خوا زمانشاه   ته ليک راورسيد . په ليک کې  له ده څخه د هندوستان پلازمېنې ته  د ورتللو غوښتنه  شوي وه . مګر ډېر ژر خبر شو چې دده ورور محمود بيا په هرات کې بغاوت کړی دی . زمانشاه مجبور شو چې بېرته کندهار ته راستون شي او هندوستان يې هک پک اريان پرځای پرېښود . محمود په جنګ کې ماتي وخوړه او د خپل زوی کامران سره يو ځای يې پارس ته پناه يووړه . زمانشاه له هرات څخه کابل او بيا د هندوستان په نيت پېښاور او وروسته  لاهور ته ولاړ . سېکانو دا وار له زمانشاه څخه ملاتړ  څرګند کړ او زمانشاه د لاهور او پنجاب  حکومت رنجيت سنګ ته ورکړ . د ۱۷۹۸ ميلادي کال په وروستيو وختونو کې کله چې زمانشاه په لاهور کې د ستلج سيند څخه تېريدو ته تياری نيو ،  خبر شو چې فتح عليشاه قاجار د محمود سره په ګډه  د افغانستان خراسان ولايت ته ننوتلی دی . د فتح عليشاه رامخته کيدنه چې د انګرېزانو په هڅونې سره سرته رسيدله يوازې او يوازې يو سياسی مانور و . نو ځکه نوموړی د زمانشاه د ليکلي اخطار او د افغاني قواوو د مدافعې له امله سبزوار او نېشاپور ته تر رسيدو وروسته  بېرته خپل هېواد پارس ته ستون شو . په دې وخت کې د انګليسي کمپنۍ استازي  « ميرزا مهدي عليخان » د پارس په دربار کې هڅه کوله چې دغه دولت بايد زمانشاه په خپل هېواد افغانستان کې  دننه تم کړي او افغانان لږ ترلږه تر درو کالونو پورې  په خپلو منځونو کې  دومره زيات د يو او بل سره بوخت وساتي  چې په هندوستان باندې د بريدکولو موکه په لاس ورنه شي .


د هند انګليسي استازي  کپتان ملکُم له حريص قاجاري دربار څخه د خپلو سياسي موخو لپاره  د زمانشاه پرضد ګټه پورته کړه . فتح علي شاه د پيسو سره د مينې له کبله ومنله چې هروار چې زمانشاه له کابل څخه د هندوستان په لور خوځيږي ، دی به له تهران څخه خپل سپاهيان د خراسان او هرات په لور استوي  ؛ محمود به د زمانشاه پرضد هڅوي او وسله به ورکوي . د پارس دربار په دغه تړون سره ومنل چې : هرکله چې د افغانستان پاچا د هندوستان پرضد د بريد تکل وکړي د پارس پاچا به په ټول قوت سره په افغانستان باندې بريد کوي  او ترهغه پورې  به د سولې تړون  ورسره نه لاسليک کوي  ترڅو چې د افغانستان پاچا يې ورسره  ومني چې په راتلونکي کې به د انګرېزانو پرضد له کړو وړو څخه لاس په سر کيږي . برسېره پر دې که چېرې د افغانانو او انګرېزانو تر منځ جګړه پيل شي د پارس دولت به د انګرېزانو سره مرستې ته خپل سپاهيان وراستوي  خو په دغه صورت کې به د دغو سپاهيانو ټول مصرف د انګرېزانو پر غاړه وي .


په همدغه ډول انګرېزانو په پنجاب کې د رنجيت سنګ  ترمشرۍ لاندې  جوړشوي حکومت څخه د هندوستان اوپارس پرخوا د افغانانو د پرمختګ له مخنيوي څخه هم ګټه پورته کړه . هر وخت به چې افغانانو د خراسان  د بېرته ازادولو تکل وکړ د انګرېزانو په تحريک به سېکانو د پښتونخوا په خاوره باندې بريدونه پيل کړل . په دغه کشمکش کې يې د پېښاور په ګډون تر خيبر پورې  د افغانستان خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوستله  . کله چې انګرېزانو خپل ځان  په پښو ودراوه د پنجاب په ګډون  د افغانستان زياته خاوره يې له سېکانو څخه بېرته ونيوله  .


 روسانو هم غوښتل چې د هندوستان پرلور په خپل خوځښت  کې  له پارسيانو څخه ګټه واخلي . ددې موخې لپاره يې د پارس  دولت سره د يو شمېر ظالمانه  تړونونو پر سر د پارسيانو د خپګان کمولو لپاره  هغوی( پارسيان)  د نظامي مرستې په  ورکولوسره د هرات  نيولو ته هڅول . روسانو له يوې خوا په دې کار سره پارسيان خوشالول او له بلې خوا يې په راتلونکي کې هندوستان  ته د تللوپه موخه له پارس څخه په اسانه  د هرات دنيولو تکل درلود.


د افغاني خاورې   د بريدونو پرسر  د انګرېزانو او تزاري روسيې  ترمنځ  د سترې لوبې  په اوږدو کې دبدخشان او همدارنګه د مروې او پنجده په ګډون ډېرې افغاني سيمې  د روسانو تر ولکې لاندې راغلې .


له پورته يادونې څخه داسې  مهمه پايله لاسته  راوړو چې کمزوري او  د حساس جيوپوليتيک موقعيت لرونکي  دولتونه يوازې   په خپل هېواد کې  د سياسي، قومي، ژبه نيزو او سيمه ييزو بې اتفاقيو په مخنيويو سره د غدار غليم ناوړه پلانونه شنډولای  شي  .


د وخت په تېريدو سره زمونږ په هېواد کې نسبي سياسي ثبات منځته راغی ، خو سیاسي ناروغۍ او زیاتې اقتصادي ستونزې د اولس په مخ کې پرتې وې  چې د غلیمانو لپاره یې د ښکار پراخ ډګر جوړ کړی و. په نړۍ کې د سوسيالستی او پانګه والۍ سيستمونو په منځته راتګ سره د وروسته  پاتې هېوادونو لپاره  نوي ستونزې  را پيدا شوې  .


په افغانستان کې د شاهي رژيم په ړنګولو او د جمهوري نظام په جوړولو سره  زمونږ په هېواد کې د بهرنيو غليمانو لپاره د سياسي باړه چيانو( اجيرانو) د رانيولو بل  پړاو پيل شو . دا وار د پخوانيو قبيلوي رقابتونو ځای  د ټولنيزو پوړونو ترمنځ سياسي مبارزو او د مختلفو قومونو ترمنځ  ژبه نيزو، قوميزو، سيمه ییزو او مذهبي  مخالفتونو ونيو . په پای کې  هېواد ته له بهر څخه زیات شمېر ښکلی او بدرنګ، لنډ او اوږده لاسونه را وغزيدل  . د رنګارنګ پاڅونونو په پای کې د کيڼ لاسو ، ښي لاسواو اسلامپالو په واکمن کيدو سره افغاني ټولنه د مرغانو په کپس کې بنده او په دومره   وړو وړو ټوټو ووېشل شوه چې د دوست  په لباس کې هر غليم غټ او غوړ شخوند ترلاسه کړای شو . هر څوک پر يو او بل باندې  تر خپلي کچې زيات  بې باوره شو .زمونږ ټولنه  داسې  توپاني شوه چې ان خورا لېرې پرتې امريکا ته هم زمونږ په هېواد کې د کلونو کلونو ارمانجنې دموکراسۍ د پلي کولو لپاره  خورا وياړن ځای ور په  برخه شو . 


د متحدو ايالتونو په مشرۍ  لويديزوالو ته د وياړ ترلاسه کولو لپاره ډېره ښه موکه په لاس ورغله، مګر د کار پيل يې سم نه و . متل دی « چې  بنسټ کوږ وي ديوال ړنګيږي » . په تأسف سره بايد ووايو چې لويديزوالو د نوي افغانستان دبنسټ ډبره په بن کې غلته کښېښودله . د نوي جوړيدونکي دولت واک يې هغو کسانو ته په لاس کې ورکړ چې د افغانستان خلکو سخته کرکه ترې لرله . افغانان ډېره حوصله لري . په دې هيله چې لويديزوال زمونږ په نسبت زياته تجربه لري او   خپله تېروتنه به سمه کړي  تر ډېره وخته يې د لويديزوالو کړه وړه په مېړانې سره وزغمل . خو هغوی د افغانانو مشورو ته په  پام  نه کولو سره  د خپلو هېوادونو د پانګه والۍ جوړولو تجربې زمونږ په وروسته پاتې او جګړې ځپلي هېواد کې په مېخانيکي توګه پلي کړې . دغو هېوادونو هم  مونږ ته  درښتيني  دموکراسۍد پلي کولو  پرځای انارشي او ګډوډي را په برخه کړه . د مسلکي او په کار پوه حکومت پرځای يې په دموکراتيکه( ؟) بڼه  قاچاقبران او لوټماران پر مونږ باندې واکمن کړل ،د ورورګلوۍ او برابرۍ  پرځای يې  په هېواد کې د مېشتو قومونو ترمنځ بېساري ترينګلتيا راوزيږوله  . زورواکانو او جنګسالارانو ملي شتمنۍ او د خلکو شخصي ملکيتونه غصب کړل . د وسلو او مخدره موادو قاچاقبرانو  او داړه مارانو خپلې تورې پيسې سپينې کړې . د دولتي ادارو  واک د ناپوهو او نا مسلکي کسانو په لاسونو کې ورکړل شو . اداري فساد ته په قصدي توګه لمن ووهل شوه . د دموکراسۍ له نوم څخه د قومونوترمنځ د لازيات بېلتون لپاره ګټه پورته شوه . د جمهور رئيس حامد کرزي او د متحدو ايالتونو د استازو ترمنځ د پستې او نرمې غېږې په پای کې د مرکزي حکومت  دستنو د سستيا لپاره پراخه لمن ووهل شوه . په داسې حال کې چې په هېواد کې د زياتې نا امنۍ له امله  د جمهوري رياست او ملي شورا انتخاباتو ته  شرايط مساعد نه وو هغوی يې د خلکو دزيات  مخالفت سره سره پيل کړل . په دغو  انتخاباتو کې په پلانيزه توګه داسې  درغلۍ وشوې چې افغانانو يې په ټول تاريخ کې ساری نه و ليدلی . په عمدي توګه ټول پښتون قوم ته  د ډېر ناوړه چلند ترڅنګ  په ناحقه  د طالب او د القاعده د ملاتړي خطاب  وشو .  په دغو انتخاباتو کې  د راتلونکو ناوړه  پلانونو د پلي کولو په موخه    د بې شمېره  درغليو له کبله  د هېواد د ډېرکي پښتون قوم  مخه په سپين سترګۍ سره  ډب  شوه ، هېواد د فدراليزم او تجزيې په لور وخوځول شو.


د هېواد دوسله وال پوځ د غښتلتيا لپاره نړيوالې ژمنې د لسوکالونو په اوږدو کې  يوازې  په  خبرو واوښتې  او د کاغذ پرمخ پاتې شوې . د دې پر ځای چې په لاهور او کراچۍ کې  د القاعده او دهغوی  د ملاتړو  اساسي مادي او معنوي  ځالې له منځه يووړل شي د ډيورنډ کرغېړنې کرښې په دواړو خواوو کې  د پښتنو سيمو پر عام اولس ځمکني يرغلونه  او هوايي بمبارۍ سر ته رسيږي  . په دغو بمباريو کې  ډېرو بېګناه وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د اولسي پارونې په پای کې د  مخالفينو ليکې  دپخوا په پرتله  زياتې غښتلي شوې  . د دغو ظالمانه  چلندونو له امله افغانانو   د لويديزوالو او نړيوالې ټولنې  په کړو وړو باندې  هم خپل  باور له لاسه ورکړ  .


اوس د افغانستان د ننه او دهغه شاوخوا وضع دومره کړکېچنه شوي ده چې له يوې خوا د هېواد په دننه کې د نېږدې او لېرې  بدنيتو ګاونډيانو د لاسپوڅو د دسيسو سره لاس او ګرېوان يو او له بلې خوا مو هېواد د بهرنيانو دداسې کلتوري او پوځي يرغلونو تر تهديد( پټکې ) لاندې دی چې د امير شېرعليخان،امير عبدالرحمن او امير حبيب الله خان په وړاندې د انګرېزانو د پخوانيو پټکو سره کټ مټ   د پرتلې وړ دي .نا څاپي  نه  ده چې دهېواد په دغسې پېچلو  شرايطو کې د افغانستان او متحدو ايالتونو ترمنځ  د ستراتېژيکې ملګرتيا تړون خبرې راپورته کيږي  .  
ما څو کاله مخکې د هغه سیمینار لپاره  چې د ډيورنډ د کرغېړنې کرښې د غندلو لپاره د فرانکفورت په ښار کې جوړ شوی و په يوه ليکنه کې اشاره کړي  وه چې ترڅو پورې دمونږ اولس سياسي پوهه ټيټه او واکمن رژيمونه مو کمزوري وي  بدنيتي ګاونډيان به زمونږ خاورې او پرمونږ باندې خپلې کلتوري  واکمنۍ ته د وږيو لېوانو غوندې   په بې صبرۍ سره انتظار باسي .


 مونږ پخوا همېشه خپل بهرني ملاتړي د زرباورۍ  او نېکواحساساتو تر اغېز لاندې پيدا کول ، خو زمونږ سياسي – ايديالوژيکو او مذهبي ملګرو ترهغه وخته مونږ ته  د ملګرتيا  سر خوځاوه  ترڅو پورې چې مونږ يې غولولی شوو او زمونږ له سياسي کمزورتياوو  څخه يې ګټه پورته کولی شوه . مګرهر وخت چې د دوی  ګټې به د خطر سره مخامخ شوې او يا به  د ډېرې ګټې د نه ترلاسه کولو له امله زمونږ څخه ناهيلي شول زمونږ بدن به يې په خپلوسياسي دسيسو سره ژوبل او له هر ټپي شوي اندام  څخه به يې  د خپلې خوښې سره سمې ليتاړې غوڅولې .


 په پای کې مونږ دې پايلې ته ورسيدلو: تر څو پورې چې د ځان لپاره په ډاډ سره رښتينی او غښتلی بهرنی دوست   پيدا نه کړو ترهغه وخت پورې به د خپل ژوبل شوي  بدن په رغولو بريالي نه شو .


ځينې کسان  اندېښنه لري چې د ستراتېژيکو مرستو تړون ترلاسليک کولو وروسته به د سيمې زبرځواکونه  او زمونږ بدنيتي ګاونډيان راوپاريږي او دمونږ هېواد پرضد به لازياتې دسيسې او توطئې په کار واچوي .زما په اند دا ډول استدلال دومره غښتلی نه دی ؛ځکه هغه وخت چې ايران  او پاکستان د «سنټو» او« سياتو» نظامي پکتونو ته ورګډيدل  زمونږ خوښه  او اجازه  يې هم په نظر کې نه نيوله او يوازې د خپلو ملي ګټو په بنسټ يې دا کار تر سره کړ . برسېره پردې ولې دغو زبر ځواکونو او ګاونډيانو په تاجيکستان، قيرغيزيستان ، ازبکستان، آزربائيجان او داسې نورو هېوادونو کې د امريکا دنظامي اډو د جوړولو پرضد نړيوالو ته  خپل منفي غبرګون په  ډاګه نه کړ ؟


ځواب د لمر غوندې روښانه دی ، يانې دا چې افغانستان اوس بې خاونده هېواد دی ، هرڅوک خپل ځان  ته په خپله حق ورکوي چې بايد ځانګړي برخه په کې ولري .


داسې استدلال هم کيږي چې همدا اوس چې د امريکا د متحدو ايالتونو سره د ستراتېژيکې ملګرتيا د تړون په هکله خبرې جاري دي  د نېږدې او لېرې ګاونډيانو په مرسته د دولت د مخالفينو تخريبي فعاليتونه هم زيات شوي دي . دا خبره هم  سمه  ده . ځکه دغه هڅې په خپله را په ډاګه کوي  چې دا هېوادونه باور لري چې که چېرې د افغانستان دولت په رښتيني توګه دمتحدو ايالتونو په شان ستر  ملاتړی پيدا کړي  د دوی ټولې ناولي هيلې به په خاورو بدلې شي . 


څومره به ښه وای چې مونږد نړۍ د سترو ځواکونو تر منځ بې پلوه پاتې شوي وای  ؛ د يوه په اورلګيتو مو د بل سګرټ څکولای شوای  يعنې له ټولو څخه مو د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره کار اخيستی وای . خو د رښتيني بې پلوۍ لپاره اقتصادي  غښتلتيا، ژور سياسي لرليد اوبا اتفاقه ملت ته اړتيا ده . په تأسف چې مونږ له دغو  ټولو څخه بې برخې يو.


د پورته  لنډو يادونو پر بنسټ يوځل بيا  په ټينګ باورسره وايم چې د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره غښتلي  او رښتيني بهرني ستراتېژيک ملاتړي ته خورا عيني اړتيا ده . د انګرېزانو او شورويانو دوستي او ملګرتيا مو پخوا ازمايلي ده؛ هغوی خو د ګټې پرځای تاوان راورساوه . دزمانې جبر د متحدو ايالتونو په شان ستر نظامي او اقتصادي ځواک ته موکه په لاس  ورکړه  چې افغانان خپله نېکمرغي  او بدبختي  ورباندې وازمايي . 
–  زما په اند د امريکا د متحدو ايالتونو غوندې د لېرې پراته هېواد سره   د ستراتېژيکې ملګرتيا په اډانه کې زمونږ هېواد دننه د نظامي اډو شتون  به په اوسنيو شرايطو کې د واکمن رژيم  په وړاندې  د کودتاوو مخه ونيولای شي، سياسي ثبات به پياوړی کړي خو اوسني واکمن  رژيم  ته ورته راتلونکي  ګوډاګي رژيمونه به د خپل ماهيت له مخې  ددغه ستر ځواک داسې لاسپوڅي  وي  چې د افغانستان ملي ګټې به همېشه  د دوی  په تله کې تلي .


–  د اقتصادي  اوتخنيکي ودې  له مخې به زمونږ  هېواد خامخه پرمخ ولاړ شي خو اساسي ګټه به يې همېشه بهر ته  الوزي .


–   افغانان  بايد ډاډ ه شي چې اوسنۍ سياسي او نظامي هلې ځلې د  پخوانۍ« سترې  لوبې » بله بڼه نه ده .


– څنګه  ډاډ پيدا شي چې ددغونظامي  اډو د شتون له امله به  دډيورنډ کرغېړن  داغ د پښتنو له  بدن  څخه ورک او د افغانستان  د خاورې بشپړتيا به په ډاډمنه توګه خوندي شي ؟


–  په دغه تړون کې به د افغانستان  په کورنيو چارو کې د بد نيتو ګاونډيانو د لاسوهنومخنيوی څنګه تضمين  شي ؟


–   د افغانستات دولت  به څنګه ډاډ پيدا کړي   چې د ايران  ، روسيې او نورومغرضو هېوادونو په هڅونو به د پښتنو او نورو قومونو تر منځ ترينګلتيا ته لمن نه وهل کيږي ؟


–   افغانستان  د ګڼ شمېر هستوي وسلو لرونکو هېوادونو په منځ کې پروت هېواد دی چې د خپل  جيو پوليتيک موقعيت له مخې  ددغو هېوادونو په نظامي  تقابل کې وتلی رول لوبولی شي . خو څنګه ډاډ پيدا کړو چې د هستوي غميزې په ترځ کې به  زمونږ هېواد په رښتيني دوزخ نه  بدليږي ؟


–   هرکله چې  د يادو شويو اندېښنو  تر  ړنګولو وروسته د ستراتېژيکو مرستو د  تړون سره هوکړه وشي ،هغه بايد په هېواد کې د نسبي سياسي، اقتصادي او نظامي  ټېکاو او همدارنګه د  ډاډمنې  سولې  تر منځته راتلو وروسته د داسې افغان حکومت او ملي شورا له خوا لاسليک شي چې د هر ډول درغليو پرته د ټول ملت له خوا په رښتيني دموکراتيکه فضا کې غوره  شوي وي .


–   دستراتېژيک تړون تر لاسليک کولو د مخه  اړينه ده چې  د هغه   په وړاندې  د افغان اولس  ملي  او مذهبي احساسات  په پام کې ونيول شي .


–   د ستراتېژيکو مرستو تړون بايد په بشپړه توګه  د دواړو هېوادونو  دوه اړخيزې ملي ګټې خوندي کړای شي . 


د غښتلي او سرلوړي افغانستان په هيله !