زه او ته به سره یو کړو- بد او ښه به سر یو کړو.
ور به ټول کارونه پريږدو- پښتانه به سره یو کړو.
اسدالله خاطر
جهاني صاحب !
متاسفانه،نه يوازي ځوانان بلکي ټول ملت غمخورنلري ،ددوي دگټوپر سرسوداگربې شمېره دي .
دپښتون خوځښت دجوړېدودلومړنۍ غونډي خبرماهم په هغه ورځ چي دلراوبرپر تندی خپورسوولوست اوله ځان سرمې پرېکړه وکړه چي پدې هکله به ددوي دهڅونې لپاره يولنډڅه ليکم .
مگرداخبره اودمارچ داتمې نړيوالي ورځې رانږ دې کېدل سره ملگري سول ،ترکومه ځايه چي ښځې هم تر ستم لاندي اودټولې نړۍ په ډله ايزورسنېوکي سږکال هم دتير کال په څېر پدې ورځ دا شعار واورېدل کېده: ((موږته حق راکړی )) په ټول افغانستان کي ددې ورځې په پلمه زموږ غيرتي خوندوهم هرچيري همدايوه خبره کوله (( موږته حق راکړی .))
ماهم ددوي په هکله ليکنې ته لومړي توب حق ورکړ .پدې باوري وم چي ډير ژربه ددغوځوانانوددې ځوان حرکت نه دستاينې په څنگ کي دوي ته پدې ملي او انساني لارکي دلازياتوبرياوو غوښتنه کوم .
مگرسره له دې چي ښاغلی جهاني صاحب وايي : که می عمر خوړلی نه وای نو له دې ځوانانو سره د عمل په صف کی دریدلو ته هم تیار وم . ))دتل پشان ئي ترټولو واردمخه کړ اوهغوي ئي ونازول .دادوياړ ځاي دی چي جهاني غوندي کسان دخپل ځوانسل وهر حرکت ته متوجه اوهغوي ته دخپلوتجريبونه په استفادې سره درنې اوپر ځاي لارښودنې او اړينې مشورې ورکوي .
دپښتون خوځښت پياوړوزلمو ! ستاسودلومړۍ غونډي دراپوپه لوستلوسره غواړم دوعدې سره سم دجهاني صاحب دمشوروپه رڼاکي تاسودپښتون خوځښت پياوړواوبادرده زلموسره دزړه خواله وکړم ،خداي دي وکړي چي وخت موضايع نکړم .
اړينه ئي بولم ستاسوله راپورنه هغه ټکي په تکرار راواخلم کوم چي ستاسو دخوځښت په پېژنده کښي ددې ليکنې دلوستونکوسره مرسته کوي .
تاسوپه خپل رپوټ کي ليکلې : په وروستیو لسيزو کي د پښتون ټاټوبی د پښتون ضد جګړې ،استخباراتي دسيسو او پرديو د تګلارو د عملي کيدو ډکر وګرځيد. پښتون ولس د پردیو داهدافو قرباني شوی، افغا نستان دکورنيو او بهرنیو دښمنانو له لوري د نامعلومه جګړې په لومه کې راښکېل شو. دغه بهران پښتونو ته د ژوند په بیه تمام ،له واك او سياست څخه لرې اوله بلې خوا يې کليو او کورونه اوس هم ددښمن تر ګوزار لاندې د جګړې او تباهي په لمبو کښې سوځيږي .
بلې ! ددې تر څنگ يوزيات شمير بهرنيان پښتانه ترهگر اودترهگروملاتړې بولي ،اودبهرنيوددغه گمان ديقينې کېدولپاره پاکستاني او ايراني چارواکي له خپلې خواودخپلو نوکرانوپه مرسته په افغانستان کي داسي پروژې پلي کوي ترڅوپښتانه نه يوازي بدنام بلکې په خپل وطن کي بې وطنه کړي ،داچي مشران ئي هره وځ يوځاي اوبل ځاي په مرموزه توگه په شهادت رسېږي داخوالابله ملي غميزه ده ، پښتانه خپله بايد دې غميزي ته دپاي ټکی کښېږدي دبل چانه دزياتي گيلې حق نلري .دپښتنوسترمشر پاچاخان ډير ښه ويلي : (( راځی يوکېږو کنه ورکېږو)) اوس دپښتنودهست اونيست خبره مطرح ده هغه له نظره غورځول له ځان،تاريخ اوټول افغانستان سره جفاده .
دراپورپه بل ځاي کي دغه ټکي ته گوته نيول سوې ليکي : ((د پښتون په مسئلو کې بهرنیو او كورنيو لاس وهنو زموږ اوسنی روان بهران نورهم پېچلی، ترينګلی او ستونزمن كړی دی. سياسي سوداګر د ولس په برخليك لوبې کوي. خو د خواخوږي ولس استازي نه وو چې واك اوسياسي ځواك د الهي د يو امانت او عدالت په توګه ولس ته وګرځوي او ولس له دغه بد ناورين او ترينګلي حالت څخه وژغوري او پښتون دسولې، امنيت ، او هر اړخيزې ودې څښتن کړي. ))
متاسفا نه تر اوسه داسي ملي خوځښت اوملي مشرتابه تشه سته اوهمداتشه ده چي ملک دمرگ اوژوندسره لاس په گرېوان دي اوخپله پښتانه دخپلو بدمرغيو ننداره کوي،سوگند ئي خوړلۍ که سره يوځاي سي ،داپنځوس کاله اوپه بل حساب داسل کاله يودبل پرخلاف دنهرنيانوپه لاسوهنه استعمالېږي نورهغه دچاخبره له لرگونه سړی جوړوي خوپښتانه له سړولرگی .
بلې! دحق سره مبارزه ډېر وخت نيسي، هڅو اوسرښندنو ته اړتيا لري، يو ژمن او هوډمن انسان ،پر ټولنيزې ناشونتيا هيڅكله باور نه لري .په پښتنوکي يومتل دی وايي ((غرکه هرڅومره لوړدي لارئي پر سرتيره سوې .))
ستاسو داخبره ډير ځاي ده چي واياست : دداسې پښتون خو ځښت پيل چې د ټولو اسلامي او افغاني اصولو ارزښتونو، ارمانونو اونافظه قوانینو په رڼاکي دپښتون شته ستونزو پای ته رسولو دپاره د یوې سوليزې مبارزې دپاره عملي ګامونه واخلي بنسټ اېښودل اړين کاردی .
دپښتون خو ځښت په سيمه کې د پښتنو د روان سياسي ټولنيز، اقتصادي او ټولو سيمیزو ستونزو په وړاندې دګډې مبارزې په خاطر د پښتنو د پوه ،هوښيار مسلکي اوپراولس مينو په یوځای کیدوسره په روانو سختو شرایطوکې وکولای شي چي تربل هرډول سازمان ژر دافغا نستان دخلګو زړونو ته لار پيدااودهغوي پوره باور اوملاتړ تر لاسه کړي .
موږ هيله مند يوچي راپيل سوی کار په زياته هوښياری ،پوهه اودرايت پرمخ بوزئ ،له پخوانيو ترخو اوخوږو تجريبونه ئې زده کړي دخوځښت دهرغړي لپاره ډيره اړينه خبره داده چي دخپل هيواد دورستيو لسيزوسياسي تاريخ په گور سره ولولي دناخوالواوبرياواساسي لاملونوته جدي پام وکړي .
دامنم چي هر حرکت رېښه لري خودارېښه پدې معنانده چي دهغې زړې درختي دريښې کوم ((ډکي )) ته اوبه ورکول سي ترڅوهغه شين اوبيادې دلويدولپاره تلاښ وسي .نه داسي نه ده هرنوی دپخوانيو تاريخي پېښو نه الهام اخلي خوکاملأ نوي جوړېږي اوپه نوې بڼۀ اونوو شعاروپر مخ درومي .که تاسوله پخوانيوجوړسووهرې ډلې،ټولنې اوسياسي سازمان سره يوځاي سی بې حرکته اوبې برکته پاتېږي ،زماداخبره افگانستان دسياسي بهيرنه دانزوا(بېلتون په معنا نده بلکي يوسلسله عيني دلايل سته چي داخبره کوم . زموږدهيوادسياسي تاريخ دورستيولسيزوناخوالوداجوته کړې چي دجهاني صاحب په خبره ((مجبورياست چی یوازي پر خپل مټ باندي تکیه وکړي؛)) خپله بايد ځان قوت اونورپه ځان پسې کش کړی .پدې شرط لکه جهاني صاحب چي ورته اشاره کړې چي (( پښتون خوځښت او دغه راز نورو تحریکونو ته می د هغوی د یوه مشر ورور په توګه دا توصیه ده چی د دوستانو تر پیدا کولو او ډیرولو د دښمن تشخیصولو او په نښه کولو ته زیاته توجه وکړي. د دوستانو کمی تحریک او خوځښت کمزوری کوي، خو د دښمن نفوذ تحریک دړي وړي کوي او له منځه یی وړي.))
جهاني صاحب دوي يوې بلي حياتي او اساسي مسلې ته متوجه کوي ليکي :((زه ستاسی د یوه ورور او خواخوږي په حیث توصیه درته کوم چی که ستاسی په منځ کی قومي،سمتي، لهجوي او سیاسی اختلافات، زړه بداوی او دښمنی موجودي وي د هغو حلولو ته همدا نن ورځ لستوڼي بډ وهی. هیڅ قوم، هیڅ سمت او هیڅ لهجه په یوازي سر، منزل مقصود ته نه سي رسیدلای. منزل ته تر رسیدلو پوري اوږده او کړکیچنه لاره له اغزیو او لمبو ډکه ده. تاسي ته په لارو کی د دښمنانو په زرو او زهرو سمبالي لښکري ولاړي دي. خو دا خبره په ټینګ ایمان درته کوم چی که سره یو سی هیڅ قوت مو د حرکت او منزل ته د رسیدلو مخه نه سي نیولای.))
دې ټکي ته بايد زياته پاملرنه وشي چې څنگه کېداي ځوانان فعال اودهرډول بې اتفاقيومخالف وي ،زموږ دځوان او اگاه نسل يووالي زموږ دټولنې دروښانه راتلونکي ظامن اودبری زيری دي .متاسفانه همدا اوس په يوشمير ولايتونوکي دځوانوپه منځ کښي دسياسي بې اتفاقيوترڅنگ قومي بې اتفاقيوته همدا زموږ او ستاسودمشرانو لخوالمن وهل کېږي . پدې ورستيوکي ما په يوه ولايت کي ديوځوان سره په تليفون کي خبري کولې له هغه مي وپوښتل چي ته وماته څوتنه ځوانانونومونه اوبرېښناپتې يادتليفون نمرې راکړه چي زه تماس ورسره ونيسم اوهغوي وهڅوم ترڅوستا سره په فرهنگی کاروکي ته مرسرته اوهمکاري وکړي . متاسفانه هغه په ځواب کي راته وويل ((دلته ټول هغه ځوانان چي اميد ورته کېږي مشرانوپر قومونووېشلې اويودبل په وړاندي په رقابت اخته دي ،دوي يوځاي نه سره کښېني تاسودگډکار خبره کوي .)) دائي يوه ژوندی او دردونکې بېلگه ده،چي ستاسوپه وړاندي څومره درنه اوله مسؤليته ډکه دنده پرته ده که په صداقت اوايمانداری ملاورته وتړئ پدې باوريم چي ډير ژربه پر دا ډول ناخوالوبريالی شئ .
زه دجهاني صاحب له دې خبري سره دزړه له کومي همږغی يم چي وايي ((په بشپړ جرأت حکم کولای سم چی هر هغه څوک چی تاسي پر غلجي او دراني، مشرقي او جنوبي، معیاري او غیر معیاري او په بل هر نامه سره ویشی هغه ستاسی دښمن دی. هغه خاین دی؛ او باید چی له خپل صف څخه یی وشړی .))
زموږ دهيواد څوزره کلن تاريخ دالمر غوندي ثابته کړې چي پښتون اولس د هيڅ قو م ، ژبې سومذهب سره تعصب نه لري، پښتانه دافغانستان دهغواتباعوپه توگه چي همدا اوس ئي پر خلاف کورنۍ اوبهرنۍ دسيسې رواني دي حق لري دځان اوخپل هيواد دنجات په خاطردټولوسوله ايزو،سياسي ،علمي اوټولنيزوامکاناتونه په استفادې سره دورپېښو ناخوالونه دځان ژغورلوپه موخه حرکت وکړي .
ستاسودانظر دقبول وړدی چي((هروخت پښتانه د خپل نوم په اخيستلو تورن شوي دي اوملي یوالي کې ګواښ په ګوته شوی دی، همدا لامل دي چې د پښتون څخه يې د يووالي لاره ورکه کړيده.))
له هغونه مه ډارېږئ چي دپښتنوپه يووالي اوسياسي ځواک کېدوخفه کېږي ،دغه ډول دگوتوپه شمېرکسان په تاريخي لحاظ دپښتنوپه سعادت اوخوشحالی کښي خپله بدمرغی ويني ، داچي ولي ئي ويني که پوښتنه ځينې وکړې اپلاتي وايي .دااوس چي دپښتنوپرکوراوربل دی اوله هغوناخوالوسره لاس په گرېوان دي کوم چي تاسوپه څوټکوکي ورته گوته نېولې اودنړۍ مطبوعات په ډک دي ،بياهم دپښتنودغه د گوتوپه شماردښمنان ارام نه دی ناست،کله په يوه اوکله په بل نامه دپښتنواودهغوي دتاريخ اوتاريخي شخصيتونوپه وړاندي زهرجن اودروغجن تبليغات کوي اوپه ډيروسپکو،ياپه بله اصطلاح دکوڅې اوبازارپه ژبه ئي خوله خلاصه کړې وي ، څه چې ئي پر خوله ورځي هغه وايي اوليکي ،دوي کوښښ کوي چي کله مستعارنامه کله پردوادرسونوداډول ليکنې خپرې کړي،خودابېچاره گان پدې نه دي خبرچي اوس دتخنيک په نړۍ هيڅوک پټ نسي پاته کېداي ،داموږ يوچي حوصله کوو،کنه يوهم رانه پټ اوورک نه دی . که څوک دپښتون ځوان خوځښت دجوړېدوسره مخالفت کوي ورته تشريح ئي کړئ چي ((غواتروره اوشيدي سپيني دي . ))
که چيري تاسودنوروورڼوقومونوعاموگټوته زيان ونه رسوی اوهغوي ته ددرناوی په سترگه وگوری اودشميرپه اندازه ئي ديوه افغان په توگه حق ومنۍ پدې ډاډه يم چي هغوي پرې پوهېږي اوملاتړ موکوي ،دغه چي پښتنوته بدرد وايي دايوهم په تاجکو ازبکو،ترکمنو،هزاره اونوروقومونوکي اعتبار نلري .ددې لپاره دخپله کرغېړنه څېره ئي له خپل ولس نه پټه کړې وي اوگانډبادارته ئي دپيسواومقام په مقابل کي خدمت کړی وي دغه ډول غير انساني ويناوي او ليکنې کوي اوياعملأ کوم پښتون دښمنه حرکت سرته رسوي .ددې قومی سوداگرواصلي اوحقيقي څېرې تاسو بايد ټولوافغانانوته څرگندي کړئ ترڅودابدلپاره داتورمخې په خپل ولس کي دپښې ايښودلوځاي پيدانکړي اونه هغوي يودبل په وړاندي دښمنی ته وغولوي .
ماته معلومه ده دهېڅ واړه قوم عام خلک اودرانه قومي مشران ئې حي په سياسي غوړو غوړ سوی نه دې دپښتنوسره دښمني نلري اونه هم دپښتنومخالف دي،دغه دپرديوترسياسي اومالي حمايي لاندي کسانوپه هڅونه اودروغجنوتبلېغاتوکله ناکله هغوي دپښتنوپر خلاف غولېدلې او استعمال سوی دي .
په حقيقت کي چي خبري ورسره وکړې هغوي پدې پوهېږی چي پښتون لوي قوم اولوي زړه لري اودوړوقونوسره هيڅ وخت دزورپه ژبه برخود نه کوي اونه يوکوچنۍ قوم دلوي قوم پرخلاف دکوم جدي حرکت توان لري واړه قومونه،لوي خداي لوي پيداکړی .
دجهاني صاحب دغوټکوته چي وايي : ((د پښتون خوځښت زلمیانو!زه ستاسی د یوه ورور او خواخوږي په حیث توصیه درته کوم چی که ستاسی په منځ کی قومي، سمتي، لهجوي او سیاسی اختلافات، زړه بداوی او دښمنی موجودي وي د هغو حلولو ته همدا نن ورځ لستوڼي بډ وهی. هیڅ قوم، هیڅ سمت او هیڅ لهجه په یوازي سر، منزل مقصود ته نه سي رسیدلای. منزل ته تر رسیدلو پوري اوږده او کړکیچنه لاره له اغزیو او لمبو ډکه ده. تاسي ته په لارو کی د دښمنانو په زرو او زهرو سمبالي لښکري ولاړي دي. خو دا خبره په ټینګ ایمان درته کوم چی که سره یو سی هیڅ قوت مو د حرکت او منزل ته د رسیدلو مخه نه سي نیولای.)) غواړم دجهاني صاحب دلارښودنواومشوروپه رڼاکي ستاسودغورځنگ دټولوغړواوعلاقمندانو پام هغوټکوته راواړوم کوم چي زماپه فکر کښي همدا گړی راگرځي اميدواريم چي ستاسو لپاره بې گټې نه وي .
دوړانديزپه توگه:
۱ : دټولنې دغړوترمنځ يووالي،يواوبل ته غوږ نيول اودرناوی له روحې نه ډک سالم ډيالوگ په مرسته ديوې مسلې حل ته ځان رسول ،دنړيوالوسياستوالودخبروعنعنه ده .
۲: دهرې دندي په سپارلوکي ديوچاعلمي ،سياسي ،اخلاقي اوکاري وړتيا په نظرکي نيولو ته جدي پام ددې خوځښت دبرياليتوب يوله اساسي رازونوڅخه شمېرل کېداي سي .که تاسوته ملي گټي گرانې وي په همدې پيمانه دندي سپارلوپه وخت کي علمي اوکاري وړتياته پام لرنه هم بايدهمدومره درته گران وي .
زموږ هيواد دبې کفايته ،شخصي،ډله ايزو،منطقوي اونورواړېکوپر بنياددندوسپارلوډيره ترخه تجربه او خاطره لري .که چيري زموږپه هيوادکي دې ټکي ته په رښتياسره له لومړنيو ورځونه پاملرنه سوې وايي دغه اوسنۍ ناورين به هيڅ کله نه واي راباندي راغلی اونه به هم هيڅکله بيگانه وو ته دراتگ زمينه اوپلمه برابره سوې واي .
۲: په ټولنه کي له پورته نه ترکښته خوپه ځانگړې توگه په مشرتابه کي دتصادفي کسانو،طرحو،شعارونواو وړانديزونوپه وړاندي له ډير احتياط نه کار اخيستل ديوه خوځښت لپاره حياتی ارزښت لري .
۳: له هغوشعارونو،طرحو اوکړنلارونه ډډه کول کوم چي داحساساتوپر بنياد رابناوي اويادهغوپلې کول دبل چاملي اوانساني حيثيت ته زيان رسوي حتمي اولازمي خبره ده . وايي ((سل ځله ئي متر يوځل ئي قچي کړه .))
۴: دخوځښت په هر سياسي ،فرهنگی اوعلمي حرکت کښي دافغانستان ميشتوقونونوحقوقواوغرورته درناوی به ددوي په منځ کښي ستاسود پياوړتیا اومننې لامل وگرځي .
۵: خوځښت بايد دځوانانوپه منځ کښي علمي اوفرهنگی کاردې لوري ته زياته پاملرنه وکړي چي څنگه کولاي سئ ځوانان په ډله ايزو رسنيوکي مسلکي کار،بهرنيوژبوباندي پوهاوی له بهرنيوموسسواوشخصيتونوسره دوطن په گټه اړېکونولوته وهڅوی،ترڅوپدې وسيله دپښتنوپرخلاف دروغجن تبليغات رسوا اوهغه په نتفه کي شندشي.
۶: په کوردننه افغانستان اوبهرکي په عالي اومسلکي تحصيلي مؤسيسوکې دپښتنوځوانانوونډې ته جدي پاملرنه اوله دولتي اړونده چارواکونه ددغه تعادل رښتيانۍ ساتلوغوښتنه اوپردې پروسه دايمی څار ددې غورځنگ يوه له ملي دندونه شمېرل کيږي .
۷: په افغانستان کي دهرې ملي ناخوالي په وړاندي داعلاميو،ابلاغيو،علمي کنفرانسو،سمينارو اوغونډوپه جوړېدوسره دخوځښت دريځ دهيوادوالواونړيوالوترغوږورسول ،دخوځښت دملي ،سياسي ،فرهنگی او ټولنزودندو په توگه شمېرل کېداي شي .
۸: خوځښت بايد دبيان ،عقيدې اونظردڅرگندولواستعداد،احساس اوجرآت ولرئ . هر هغه حرکت چې دهرچالخواترسره کيږ ي اوپه هغه کي ملي کټواويووالي ته زيان رسېږي رسواکولوتوان ولري اوپدې ډول عام ولس اودوطني درک خاوندان په ځان پسي بوتللاي سئ .
۹: زماپه نظردې ټکي ته زياته پاملرنه پکارده چي ټولنه آهسته آهسته ديو ملي پراخ بنسټه گوندکېدوپه لورحرکت وکړي اودفعاليت زيات لوری ئي سياسي،علمي اوفرهنگی فعاليتونه وي،ځکه يوه فرهنگی ټولنه ددې ملي دندوتر عهدې نسي وتلاي کومې چي تاسو په لومړی سرکي ورته اشاره کړې ده .اودبلې خواتاسو ځوان نسل بايد يوداسي ملي خوځښت راوزېږوی ترڅودهغه په مټ نه يوازي افغان ولس له ورپېښوناخوالو اوکړاونونه نجات ومومي ،بلکي ديوملي ځواک او ضعامت په توگه اوسنۍ سياسي تشه ډکه کړي .
۱۰: کوښښ وکړئ دهرچاسره مشورې وکړی خويوازي هغه مشورې ومنئ اوپه خپلو کړنوکي ځاي ورکړئ کومې چې په رښتياسره دملت اوهيوادپه گټه اوپلي کوم ئي شاته ناورينونه له ځان سره ونلري .
هيله منداوپدې ډاډه يم چي زموږ اوستاسونور مشران به هم لکه جهاني صاحب خپلې نېکي مشوري اولار ښودنې ستاسوڅخه ونه سپموي .
دجهاني صاحب پدې ټکوخپله ليکنه رانغاړم چي وايي : یوه بله خبره چی د پښتون خوځښت ځوانان یی باید په نظر کی ولري هغه دا ده چی د دې تحریک ټوله توجه باید د پښتون اولس د دردونو دوا کولو ته متوجه وي. او د افغانستان بل هیڅ قام ته د تاوان رسول او یا له نورو قومونو سره مخالفت او دښمني کول نه په نظرکی ولری او نه په عمل کی داسی ګام واخلی چی د افغانستان د بل قوم په تاوان وي. په افغانستان کی چی هر غیر پښتون د پښتنو په مقابل کی خپل قام تحریکوي هغه د خپلو اولسونو دښمنان دي. افغانستان د ټولو کور دی او ابادي او تباهي یی د ټولو ده.
پدې هيله ځوان خوځښت په ځوان ملي اوتل پاتي سياسي اوملي حرکت بدل اوددې ملت ټولودردونوته دواشي.
لوي خداي دې موږ ته ديووالي اوهيوادله راپېښ ناورين څخه دخلاصيدو توفيق راکړي اوتاسوته پدې ملي او انساني لار کښي دلازياتوبرياوو غوښتنه کوم ،وياړ په تاسو افغان شاه زلمو . ومن الله التوفيق