د څه مودې راپدېخوا دا خبره د هرې سياسي او غير سياسي ناستو، ولاړو او بحثونو اساسي او محوري ټکې گرځيدلې دى چې امريکا په دې هېواد کې د دائمي اډو د جوړولو پلان لري او غواړي چې د تل لپاره په افغانستان کې نظامي او سياسي حضور ولري. هغه مهال چې امريکا او نړېوالو اشرگړو د افغانستان په خاوره د ترهگرى پر وړاندې د مبارزې ترنامه لاندې يرغل وکړ همغه مهال يو شمېر سياسي شنونکو دا وړاندوېنه کوله چې د امريکا نظامي يرغل به بالاخره په افغانستان کې د دائمي اډو په غوښتنه بدلېږي. خو دا خبره هغه مهال په حقيقت بدله شوه چې ولسمشر کرزي له يو بهرني سفر وروسته په زغرده وويل چې داسې يو څه خبره شته خو په اړه به يې لويه جرگه پرېکړه کوي چې آيا دا اډې د افغانستان په گټه او که په تاوان دي، وروستى پريکړه به د افغانستان ولس کوي.
خبره داده چې نظامي مرکزونه او اډې خو اوس هم د هېواد په هر کنج او کنار کې موجودې دي او ددغو نظامي مرکزونو له لارې امريکايان پر خپلو مخالفينو بريدونه هم کوي او ددوى په وينا له همدې مرکزونو د بيارغاونې )PRT( گروپونه هم کار اخلي. د امريکا دهمدې سيمه ييزه نظامي مرکزونو څخه پر افغان مسلمان او مجاهد ولس هره ورځ د افغانستان په هره سيمه کې مرگونې او وحشيانه بمبارۍ کېږي او ددې بمباريو په نتيجه کې زمونږ مظلوم هېوادوال په ډېره بې رحمۍ سره په شهادت رسوي او لسگونه کورنۍ د غم په ټغر کيني. امريکا په دې پوهېږي چې افغان ولس نور ددوى په شومو اهدافو پوهېدلې دى او ددوى د ناروا او وحشيانه بمبارۍ او وژنو تر پوزې راغلى او ليرې نه ده چې ددوى په وړاندې د مقاومت جبهه پراخه او ولس راپاڅېږي او ددوى دا سيمه ييز نظامي مرکزونه له خپلو سيمو پر وتو مجبور کړي.
امريکا په افغانستان کې ستراتيژيک پلان لري او غواړي دغه پلان ته د عمل جامه واغوندي خو دا جامه په دا ډول کړنو او سياسي تگلارو نه ترسره کېږي، دا ډول نظامي او سياسي تگلاره د امريکا لپاره په اقتصادي لحاظ د يو ملا ماتوونکي، راتلوونکي وړاندوېنه کوي. دوى مجبور دي چې دغه لسگونه نظامي مرکزونه په څو مهمو او لويو دائمي اډو تبديل کړي، او د همدې موخې د رسېدو لپاره يې د افغان حکومت سره خبرې اترې پيل کړي دي چې د ولسمشر له لورې يې خبر ورکړ شو. امريکا دا ډول اډې د نړۍ په نورو زياتو کم ١٥٠ هېوادونو کې هم لري چې ددوى په اند د مخدره توکو د قاچاق او د ترهگرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې جوړې شوي دي.
خو ددې ټولو هېوادو له جملې افغانستان او عراق هغه هېوادونه دي چې تر ټولو زيات شمېر )٣٦٩٠٠٠( امريکايي پوځونه پکې په نظامي چارو بوخت دي، او تر ټولو زيات لگښت هم په همدې دوه هېوادو کې پر سرتېرو کوي چې په تېرو لسو کلونو کې يې د امريکا اقتصاد هم ديواليه کړې، خو دا زيان تر هغو گټو ډېر کم دى چې امريکا يې په دې سيمه کې لري. امريکا د ترهگرۍ په وړاندې د مبارزې تر شعار لاندې غواړي په هغو هېوادو کې چې ددوى د نړېوالۍ اشغالگرى په مخ کې غنډ راولاړوي جگړه وکړي او له دې لارې په هغو هېوادونو کې خپل مخالفين وځپي، او د امريکا د دائمي اډو لپاره لاره هواره کړي چې د همدغو دائمي اډو له لارې د امريکا غير مشروع گټې خوندي کړي او له بله پلوه په سېمه کې د امريکا برلاسي هم حاکمه کړي.
دې او دېته ورته گټو لپاره غواړي په افغانستان کې هم تلپاتې اډې ولري چې له دې ځايه هم په سيمه کې خپل رقيبان وځپي او له منځه يې يوسي. امريکا په سيمه کې د چين په اقتصادي پرمختگ او د روس او ايران د سياسي حضور نه په اندېښنه کې دى او غواړي دا هېوادونه له همدې ځايه په آسانه او ارزانه توگه وگواښي او له بله پلوه په افغانستان او سيمه کې د اسلام او مسلمانانو کلتوري او فرهنگي وياړونه او افتخارات پر پښو لاندې کړي او ددې پر ځاى د ډيموکراسى تر نامه لاندې غربي کلتور حاکم او د اصيل افغاني فرهنگ جنازه د تل لپاره وباسي. امريکا ددې هدف لپاره د ډېره پخوا لگيا ده هڅې کوي او ددې هڅو د پلي کولو لپاره يې له هېڅ راز دسيسو او تکتيکونو ډډه نه ده کړې. د امريکا موخه څرگنده ده او هغه د بې دينى ترويج د مسلمانان ترمنځ نفاق، شخړې او خپلمنځي جگړې دي. دا هغه څه دي چې د امريکا شومو اهدافو ته په يادو هېوادونو کې تحقق ورکوي، لکه چې يادونه وشوه امريکا په سيمه کې اوږدمهاله ستراتيژي لري او ددې د پلي کولو لپاره بايد دلته سياسي او نظامي مرکزونه ولري نو د همدې لپاره له افغانستانه د دائمي اډو غوښتنه کوي.
زما اند دا غوښتنه ددوى د راتگ تر ټولو لوى مقصد دى او د افغانستان غوندې يو کمزورې هېواد چې په مصلحتونو ولاړ نظام لري څنگه د امريکا ددا ډول غوښتنو په وړاندې د نه ځواب ووايي. او يا ددې اډو پر ښېگڼو او بدگڼو فکر وکړي. او پر داسې حساسو او ملي مسايلو پريکړه وکړي چې د اډو شتون به زمونږ پر گټه وي او که پر خپلو مټو او کمو تومو امکاناتو باور به زمونږ د ښه راتلونکې زامن وي. آيا د امريکا د دائمي اډو په جوړېدو سره به په افغانستان کې د امن فضا رامنځته شي د گاونډي هېوادونو لاسوهنه به بنده شي او که نوره به هم د گاونډيانو او سيمې هېوادونو سره په جوال کې ولويږو؟ آيا د اډو په جوړېدا به د يو باثباته حکومت خاوندان شو او که نور به د بې ثباتى ښکار شو؟ او يا هغه هېوادونه چې امريکا په کې نظامي اډې لري دهغې هېوادو ملي او ديني مقدسات خوندي دي او که د زوال سره لاس او گريوان دي؟ آيا هلته د انسانانو ژوند، مال او ناموس خوندي دى او که د گواښ سره مخ دى؟
دا او دېته ورته ډېرې پوښتنې دي چې زمونږ حکومت يې بايد ولس ته ځواب ووايي او که نه نو تاريخ د هېچا لحاظ نه کوي.