کور / تازه خبرونه / په هلمند کي نوي جګړې سوي او مرګ ژوبله رامنځته سوې ده

په هلمند کي نوي جګړې سوي او مرګ ژوبله رامنځته سوې ده

خبر:۲۰۰۸مارچ ۵
د هلمند ولايت په څو ولسواليو كي افغان او نړيوالو ځواكونو د وسله والو طالبانو پر وړاندي پوځي عمليات كړي دي چي ويل كيږي پكي ګڼ شمېر وسله وال طالبان وژل سوي او ياهم ټپيان سوي دي  . ائتلافي ځواكونه وايي چي د وسله والو طالبانو څخه يې دوه موټره چاودېدونكي توكي هم نيولي دي .
وسله وال طالبان  د خپل لوري تلفات نه مني .
په بګرام كي د ائتلافي ځواكونو د مطبوعاتي دفتر څخه د چارشنبې په ورځ په يوې خپري سوي خبرپاڼي كي راغلي چي د هلمند ولايت د ګرشك په ولسوالۍ كي يې د وسله والو طالبانو څخه دوه موټره چاودېدونكي توكي نيولي دي .


ائتلاف  ويلي وسله والو طالبانو پر افغان او نړيوالو ځواكونو بريد وكړ چي په ځوابي ډزو كي ګڼ شمېر وسله وال طالبان  وژل سوي دي او دوئ ته كوم زيان نه دى اوښتى ، دغه راز  په خبرپاڼي كي راغلي چي د نوزاد په ولسوالۍ هم  څو تنه چي دقيقه شميره يې نه په ډاګه سوې وسله وال طالبان وژل سوي او ياخو ټپيان دي .


وسله وال طالبان  خپل لوري ته  د زيان اوښتل نه مني قاري يوسف ادعا كوي چي په همدې ولسوالۍ كي يې د بهرنيو ځواكونو دوه زغره وال ګاډي ويجاړ كړي  او دروند ځاني زيان يې ور اړولى دى .


د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم  د ګرمسېر په ولسوالۍ كي د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركړي دي .


په خبر پاڼي كي راغلي چي وسله والو، طالبانو ددوئ پر سرتير و راكټي بريد وكړ ، چي په پايله كي يې  د ملي اوردو سرتيرو ته زيان نه دى اوښتي .


د هلمند پوليسو هم د درو تنو  وسله والو غلو او درې څلويښت كېلو ګرامو تارياكو د نيول كيدو خبر وركړى دى  .


په هلمند كي د هوا د ګرمېدلو سره جوخت يو ځل بيا د  افغان حكومت ، بهرنيو ځواكونو او وسله والو طالبانو تر منځ جنګ جګړې او نښتي زياتي سوي دي .