په تیره لیکنه کی می دمصردهیوادداخوان المسلیمن دګوندپه اړوندڅه رڼاواچوله. په لنډ ډول غواړم ووایم چی داګوندپه (۱۹۲۹زکال) کی دحسن البناپواسطه په مصرکی جوړشو. په عربی نړی کی لومړنی سیاسی مذهبی ګوندووچی داروپایانو د استعماری سلطی په دوران کی رامنځته شوو. ددی ګوندموخه داوه چی غیری مذهبی واک (دحکومت طرز) ته دپاچافاروق تررهبری لاندی دپای ټکی کښیږدی اوپرځای یی دعربی نړی واکمنه مذهبی عقیده(وهابیزم) واک ته ورسوی ترڅود تیروزمانوپه ډول یوه سالمه اسلامی ټولنه جوړه شی. په (۱۹۴۸زکال) دعربی نړی جګړه داسراییلوسره پیل شوه چی په پایله کی جمال ناصرپه مصرکی واک ته ورسیدی. جمال ناصریوملی شخصیت وونوځکه یی غوښتل چی خپل هیوادته د سوسیالیستی افکاروپه رڼاکی پرمختګ ورکړی. په دی خاطر ډیرژرداخوان المسلمین سره په ټکرکی راغی. ترجمال ناصروروسته انورسادات واک ته ورسیدی چی دپخوانی شوروی اتحادلاره یی پریښوده اوسعودی عربستان ته د افکاروله لحاظه نژدی شو. داخوان المسلمین ګوندیی نیمه رسمی کړی.
کله چی په (۱۹۷۸زکال) انورسادات دمصرپه استازیتوب داسراییلوسره دسولی معاهده لاسلیک کړه. داخوان المسلمین دګونددفوځی څانګی (تکفیرالحجره) له لوری ووژل شو. چی په پایله کی حسن مبارک واک ته ورسیدی. دحسن مبارک لخواداخوان امسلمین ګوندغیری قانونی اعلان شوی وو. وروسته دوی ډیرو هیوادونوته تیت شوه چی دادی اوس بیادسیاست په ډګرکی راښکارشوه.
داخوان المسلمین اوسنی حالت دنوروجنبشونوپه تړاو
دبهرنیورسنیواوورځپانوپه حواله داخوان المسلمین دګوندځوانان دخپل ګونددجاری پالیسی پرضدکلکی نیوکی کړی دی. نیوکی تردی کچی رسیدلی دی چی ځوانان ارزونه کوی چی په همدی ګوندکی خپلوهڅوته دوام ورکړی اوکه په بشپړډول د اخوان المسلمین دګوندنه ووزی. ځوانان غواړی چی عملی سیاست وکړی.
داخوان المسلمین دګوندیومشهورغړی خیرات الشطیرKhairat Al-Shater د حسن مبارک دحکومت ترنړیدوپوری پنځه(۵) کاله په زندان کی ووچی اوس دزندان څخه ازادشویدی. دنوموړی کشر(۲۱) کلن ورورعبدالرحمن په لاریونونو کی ډیری زیاتی هڅی وکړی ترڅودوروردازادی بریالیتوب یی په نصیب شو. عبدالرحمن هیله لری چی دده مشرورورخیرات دګوندپه دننه کی دروانولانجوپه حل کی اغیزناکه رول ولوبوی. دمصرداخوان المسلمین ګونددنړی داسلامی نهضتونوپه ډله کی ډیرپخوانی نهضت دی. داچی اوس ددی ګوندپه دننه کی د ځوانواوپخوانیوغړوترمنځ شخړی جریان لری. زه امیدلرم چی زماوروربه د ځوانانواودګونددپخوانیوغړوترمنځ دیوتیریدونکی پل رول ولوبوی. ځوانانو پریکړه کړیده چی دمارچ دمیاشتی پر(۱۷) مه نیټه اعتراضیه غونډه جوړه کړی ترڅو دګوندپخوانی غړی اړباسی چی ددوی غوښتنی واوری اوپه ګوندکی ګټور دزمان دغوښتنوسره سم بدلونونه راولی. ځوانان په دی عقیده دی چی دګوندپرلوړ پوړوچارواکوبه بریالی کیږی لکه دحسن مبارک واکمنی یی چی پای ته ورسوله.
عبدالرحمن ډیره اندیښمن دی ځکه نه پوهیږی چی دګوندمشران به څه ډول عکس العمل وښیی دبلی لوری دپخوانی حکومت امنیتی چارواکی زموږدګوندپه اختلافونوکی منفی لاس وهنه کوی. ډیری په دی باوردی چی ډیری ریفورم غوښټونکی ځوانان به داخوان المسلمین ګوندپریږدی اواټکل کیږی چی دالوسط دګوند سره به یوځای شی. دالوسط ګوند(۱۵) کاله کیږی چی جوړشوی دی داډله په تیرووختونوکی داخوان المسلمین څخه بیله شوه. نوموړی ګوندمنځنی لاره خپله کړیده اودترکیی اوسنی دولتی ګوندته ورته والی لری. په مصرکی نوموړی ګوند په رسمی ډول راجستروو. داخوان المسلمین په ګوندکی دډیرو کلونو راوروسته کورنی جنجالونوشتون درلودی په ټول ډول دری نظره شته: ځنی غړی په ګوند کی دډیر ریفورم ملاتړی دی، دوم ګروپ محافظه کاران دی او دریمه ډله سخت دریزه یانی زیاته پاملرنه داسلامی قوانینورول ته دژوندپه ټولو برخوکی غواړی. ددوی په منځ کی ترداګړی پوری دیوالی علت دمبارک ددولت سخت فشارپردغه ګوندګڼل کیدای شی. داخوان المسلمین ګوندتیر(۲۵) کاله په ظاهره دډیموکراسی غوښتونکی وه. دډیرپخواڅخه داخوان المسلیمن موخه داوه چی لومړی بایدپه ولس کی بدلون راشی وروسته به ددولت دبدلون لپاره هڅی وشی. ولی دمصرخلکو ثابته کړه چی بیله داخوان المسلمین دمرستی څخه کولای شی چی بدلون رامنځته کړی. داخوان المسلمین دګوندځوانان دریفورم سره په لویه کچه علاقه لری. دوی غواړی چی دنوروګوندونوسره ګډ کاروشی اودلویدیزوهیوادونوسره ښی اړیکی وساتی. دغوځوانانوداعتراضونوپه موده کی دنورو ګوندونودځوانانوسره ښی اړیکی جوړی کړی دی.دمصرځوانان په ټول ډول دمختلفونظریاتوسره علاقه لری. دهرډول عقیدی ځوانان همدااوس دیومیزپرشاوخواناست وی، دهیوادد راتلونکی په اړوند ږغیږی. ولی داخوان المسلمین دګونددپخوانیوغړولویه ستونزه داده چی دیو ډیموکراټیک پلاتفورم ټول اړخونه ورته دمنلووړنه دی. دبیلګی په توګه دیوعیسوی اویایوی ښځی ټاکنه دهیواددولسمشرپرمقام باندی نه شی منلای. ولی د دوی زیات ځوانان په دی عقیده دی چی دیودموکراټیک پلاتفورم دځینو برخومنل اودځینوبرخونه منل دخپلی خوښی کارنه دی، یوسیاسی پلاتفورم بایدټوله ومنل شی کله چی موافقه ورباندی وشی. اوکیدای شی چی دترکیی په ډول د ډیموکراتیکی عملیی جریان ته ځانونه همږغی کړو. اوځوانان په دی باوردی چی دګوندمشران به اړ شی چی داغوښتنی ومنی. پای
اخذځای: ډنمارکی ورځپاڼواوتلویزیونی شبکوخبرونه اوتبصری
نوټ : تجربوښودلی ده چی دګوندزاړه مشران به تیارنه شی چی دځوانانود غوښتنوسره سم ازاداولیبرال شرایط ومنی. په وروسته پاته هیوادونوکی چی افغانستان یی هم یوه بیلګه ګڼل کیدای شی، رهبری په ډیروختونوکی خپل کلاسیک نظریات کلک نیسی اودځوانانودنوی غوښتنوپه مخ کی خنډونه رامنځته کوی چی پایله دهیوادپه لوی زیان تمامیږی. دمصراودمنځنی ختیزد نوروهیوادونو حالات په ټول ډول نامعلومه ښکاری.