کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / راځی د باثباته افغانستان جوړولو ته سره يو ځای سو

راځی د باثباته افغانستان جوړولو ته سره يو ځای سو

دلوی او بښوونکی خدای په نامه


دلراوبر محترمو کارکوونکو ته او درنو لوستنکوته،
با احساسه او درديدلو افغان ځوانانو، دپوهنتونو محصيلينواودمعارف دبڼ متعليمينو، د افغانستان ځوريدلی او کړيدلو ميندو او خويندو، دسپيڅلی لاری دشهيدانو ورثه وو او د افغانستان ځوريدلی ولس ته:


السلام عليکم
څه باندی ٣٠ کاله کيږي چی زمونز په گران هيواد کی دبهرنيو نړيوالو اشغالګرو،سيمه ايزو خودغرضه هيوادونو، افغان دشمنه گاونډيانوزمونږپه کورنيو چارو کی مستقيما مداخلی کوی او داسی ناورين ئي رامنځ ته کړی چی افغانان د اور په لمبوکی سوځی او دوی ئي تماشا کوی.
تيرو ٣٠کلنو تجربو وښودله چی له بهر نه په افغانستان کی تپل شوی او تحميلی حکومتونه ولو که ترهر برنامه اوهرعنوان لاندی وو نه يواځی دا چی کومه مثبته پا یله نه لرله بلکه زمونزدخلکو دلا نورو نويو مشکلاتو باعث وگرځيد، بهرنی اشغالگر ځواکونه، افغان دشمنه گاونديانو او دسيمی مغرضه هيوادونو زمونږ د ملک په دننه کی دخاصواومشخصو ډلو څخه ترهغه وخته حمايت کړی چی دا ډلی ددغو هيوادونوملی گټو ته ژمن وول مگر که چيرته ددغو مداخله گرو هيوادونو منافعو ته لږ خطرهم متوجه شوی نو دوی دا کسان ئي په ميدان پريښی او خپلو منافعو پسی تللی دی. که چيرته تيرو ناخوالوته يو ځغلنده نظر واچوونو داجوتيږی چی داوسنيو ستونزو اصلی منشا خارجی هيوادونه دي نه افغانان. دغو دشمنانو زمونږهرهغه ملی( معنوی او مادی) شتمنی چی افغانی اصل او اساس درلود په يو شکل داشکالو له منځه يوړ ترڅو پوری افغانان تر اوږدی مودی پوری ددوی مرستو ته محتاج وی او دوی ته زمونږ په داخلی چاروکی دمداخلی زمينه مساعد وی.
خو له بلی خوانه دي ته هم بايد فکر مو وی چی دغو اجنبی مداخله گروته زمينه سازی يو څو تنه هغو وطن پلورنکو افغانانو کړی چی ددين،هيواد، او ملی منافعو نه ددنيا مال متاع او چوکی دوی ته ډير اهميت درلود.
دغه د گوتو په شمير کسان ددنيا مال متاع او چوکی په حرص کی نه يواځی دا چی ددغو اشغالگرو پوره غلامی ومنله بلکه زمونږ د خلکو خصوصا د ځوانانو دپاک او مقدس احساساتونه ناوړه سوی استفادی وکړه زمونږ ځوانانو ته ئي غلطی لارښوونی کولی، دغه کسان په غلامی او دنياوی حرص کی دومره عميق لاړل چی په خپل کور خپلو هيوادوالو باندی هم لږ زره رحم ئي رانغی حتی د خپل ملی عنعنات، دين اود مذهب اصول او مقدسات ئي هير کرل .
١٣٥٧هجری ش کال د غوي د٧ نيټه د کودتا وروسته اودافغانستان دخلق د ديموکراتيک گوند د قدرت ته له رسيدو سره سم حاکم گونددملک په سياسی، اجتماعی،اقتصادی نظام کی دخپلی خوښی سره سم عمده او کلی تغيرات او بدلونونه راوستل خو دغه تغيراتو سره نه يواځی دا چی د افغانانو په ژوند کی کوم مثبت بدلون ونه ليدل شو بلکه وروستنيومنفی نتايجوئي افغانانوله پاره دلا ډيرو ستونزواومشکلاتو باعث وگرځيد اوملک د سياسی، اجتماعی،اقتصادی،فرهنگی داسی بحران سره مخ شو چی تر نن ورځی پوری افغانان ورسره لاس او گريوان دی، سره له دی چی دوخت شوروی اتحادافغانستان کی حاکم گوندته هرنوع اقتصادی سياسی اومستقيماٌ نظامی مرستی ورکولي خو دغه کومکونه ټول د ٣ ميليونه افغانانو په وژلودافغانستان د کلی او ښارونو دورانولو دپاره ورڅخه کار واخيستل شوو او بس.


اوس ددغه وطن پلورونکو يوه کوچنی ډله د حامد کرزی سره د کابل په اداره کی دامريکا او غرب د نظامی طاقت په زور زمونږ په خلکو تحميل شوی، دغه معلوم الحال کسانوته دغربيانو له خوا هر نوع مالی او نظامی مرستی ورکول کيږي او هم سياسی حمايت ورڅخه کوی تر څود غرب اوامريکايانو گتوته ژمن واوسی او دافغانستان د خلکوپه وړاندی له همدغو کسانونه کار واخلی. سره له دی چی غربيانو دافغانانو سره دکومک ترنامه په ميلياردونه دالرځان سره راوړل مگردعاموافغانانو په ژوند کی هيڅ کوم مثبت بدلون نه ليدل کيږی که چيرته ددغو مالی مرستو له طريقه افغانانو ته رسيدلی گته او تاوان مقايسه کرو نو زما په اند دگټی نه تاوان څو چنده زيات دی.
دافغانستان د قضيی بل طرف ته ددولت وسله وال مخالفين دملا محمد عمر په مشری دطالبانوتحريک او دگلبدين حکمتيار په مشری دحزب اسلامی ډله ده، په داسی حال کی چی زمونږ هيواد دغربي اشغالگرو سيمه ايز او گاونديو هيوادونو دسياسی اونظامی رقابتونو ميدان گرځيدلی دغه دوه مخالفی وسله والی ډلی هم ددغو هيوادو د مستقيم نفوذ څخه بی برخی نه دی پاتی اوبهرنيان په دغو ډلو باندی پوره پوره اثر اونفوذلری. له بلی خوا نه دغو دوه ډلی هريو په خپل نوبت سره افغانانوته امتحان ورکړی کله چی حکمتيار په کابل کی ددولت صدراعظم وو نو نوموری دارگ نه دباندی دچهار اسياب دسيمی نه هغه ارگ ئي تر راکتی بريد لاندی راوسته چی دی ئي صدراعظم وو . سره له دی داسی نوور ډير ناروا عملونه هم وکړل چی ټولوته معلوم دی نو ځکه دافغانستان خلک په هيڅ صورت کی په ده او دده په ډله اعتبار نشی کولی.
طالبان خو ٥ کاله دافغانستان په ٨٥%برخه پوره واکمن وول مگر په ټول هيواد باندی دحاکميت جوگه نشول او ددی څو وجهی وی.
1.طالبان په شروع د تحريک کی کومی وعدی دافغانستان خلکو سره وکری قدرت درسيدونه وروسته خپلی کړی وعدی عملی نکری لکه طالبان په شروع د تحريک کی افغانستان کی د فساد ختمول، خانه جنگی پاي ته رسول ، دملک الطوايفی او انارشيزم له منځه وړل او نور ټينگی وعدی وکړی مگر وروسته وليدل شو چی تحريک په خپله په يوه جنگی ډله بدله شوه .
2. د ٥ کالو په موده کی طالبان دملک په سياسی دگرکی يو ډير ضعيف او په اداری لحاظ ناتوانه مديريت ئي رامنځ ته کړی وول او ديو باثباته قوی مرکزی دولت دجوړولو جوگه نشول.
3. په ذ کرشوی موده کی طالبان ونشوکړلی چی دگاونديو هيوادونو ، نړيوالوزبر ځواکو هيوادونواو دنړيوالو مافيائي ډلود مستقيم نفوذ نه ځانونه خلاص کړی همدا دليل وو چی په چټکی سره په زرهاوو تنو خارجی اتباعو په ناقانونه توگه اود افغانستان دخلکو دارادی خلاف زمونږ په ملک کی ميشت شول. طالبان داسی نور ډير څه وکړل چی په خلکوکی خپل اولنی اعتبار ئي له لاسه ورکړل
بنا افغانان کله هم په دغووسله والو ډلو اعتماد نشی کولای او نه هم دغه ډلی دا توانائي لری چی په يواځی توگه دافغانستان او دافغانانو راتلوونکی زعيمان وگرځی.
گرانو وطنوالو:
ترڅه وخته به مونږ افغانان دپرديود گتو قربانی يو؟ ترڅه وخته به زمونږ کور ورانيږی زمونز بچيان به وژل کيږی؟ ترکومه وخته به مونږ دنورو دشکلواو مترقی ښارونو دحفاظت دپاره خپل کلی او ښارونه ورانوو؟ ترکومه وخته به مونز دپرديودسرحد د پولو جنگونه په خپل ملک کی کوو؟ ترڅوبه زمونږ د طبعی معادنو او شتمنيواو خامو موادو نه بيگانه گته پورته کړی اومونږ به دپرديو مزدوری کوو؟
ايا دا اوسنی جنگ دافغانانو جنگ دی؟ ايا دا د اوسنی جنگ طراحان افغانان دی؟ ايا ددی اوسنی جنگ نه افغانان گته پورته کوی که خارجيان؟ايا افغانان ملی گتی اوملی هويت نلری؟
اي با احساسه افغانی ځوانانو:
دافغانستان په هر گوډ کی چی د هر مليت او هر قوم څخه ياست راځی چی دتيرو ناخوالو نه زده کړه و کړو، فکر وکړو او دغوپوښتنو ته صحيح ځواب پيداکړو راځی خپل سرنوشت په خپله وټاکوراځی چی د افغانستان تاريخ جوړوونکی شوو راځی هغه خارجی مداخله گر له خپل صفوفو نه وباسو چی زمونږپه منځ کی دنفرتونو ديوالونه ئي ايجادکړی دی، راځی چی د مصر او د تونس له ځوانانو نه ئي زده کړو، راځی چی د توپک توره او هرنوع تشددنه غير په منطق او علم سره ديو متحد افغانستان دجوړولودپاره چي ټول واک اوقدرت پکی د سوچه افغانانو وی مقدسه مبارزه شروع کړو، راځی د خپل ظاهر،باطن او عمل نه هرنوع نفرت، تعصب او تشدد ايسته کړو او سره افغانی ورونه شوو او تر هغه خپلی مبارزی ته دوام ورکړو چی يو قوی با ثباته اسلامی افغانستان مو نه وی جوړکړی او دخپل وطن واک مو خپله نه وی اخيستی.
(ومن الله توفیق)