کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پښتنواوسنی ستونزي او د هغه د حل لاری چاری

د پښتنواوسنی ستونزي او د هغه د حل لاری چاری

 ما دمحترم الحاج فضل الله رشتین صاحب د عاطفی او پاک احساس ځخه ډکه لیکنه ولوستله قدرمنه احساس دی پاک دی ولیکن د حل لاره څه ده؟ زه غوا‌ړم چي لمړي پر اوسنیو ستنونځو لیکنه وکړم هغه داچی پښتون قدرتمند چارواکی له بده مرغه د دریو لسیزو په بهیرکښي ډیر بی اتفاقه د حسد او کیني ځخه په زهرجنوخپلمنځی اختلافاتو مبتلا دی. په واقعیت کښي پښتون قدرتمند چارواکی مال او قدرت ته د رسیدلو په خاطر دمره مصروف کړي دی چي پر خپلو بچیانو یی زړه هم نخوږیږي، د بیوزلو پښتنود خدمت لپاره خو هیڅ احساس هم نلري.
په دی کښي هیڅ شک نشته چي پښتون قوم یو باتور او مړني قوم دی، د هغو ژوندی میثال دا دی په بهر کي مونږ داسي پښتانه لرو چي د هغوي په علم او پوه بهرنیان افتخار کوي ، د هغه وجه داده چي د دي میړني قوم بچیانو خپل وخت ندي ضایع کړي او پرخپل شهامت سره د لوړو ذدکړوخاوندان شوي دي. ولیکن د وخت نا اهله او بی رحمه زمامدارانو سترګي پري ړندي دي، اود هغوی د خدمت آواز ای د غوږنو پردی شلوي څکه د هغوي احساسات نیک او پاک دي او پرغلا او اختلاص ندي مبتلا. زه یو د هغو پښتنو استادانو څخه یم چي بغیرد هیچا د مالی تمویل څخه می ډیری هلی ځلی کړي دي، تر څو په مجموع کي د ټولو میشتو هوادوالو لپاره خدمت وکړم. او هیواد ته د امن او امنیت د راوستلو په هکله می عملی خدمت کړي دي. په ۲۰۰۱ میلادی کښي ما د امریکا، اوروپا او استرالیا د میشتو افغانو د هماهنګی د مرکز مسولیت پرغاړه درلود. الله شاهد دی په شمار ۶ کسه چي اوس برحاله د اولسمشر کرزی صاحب په کابینه کښي وزیران دي د ژورنالیزم د اخلاقو د ساتلو په هکله زه نغواړم د هغوي نمونه واخلم که چیري دوی زما دا لیک ولولي نو دوی پرخپله پوهیږي چي زه څه وایم. په هغه وخت کښي هغوي به ماته په هفته کښي  لس ځله تلفونونه کول ځکه د هغوي په هغه وخت کښي کارونه بند وو، او قدرت ته د رسیدلو په خاطر ای د با احساسه هیوادوالومرستوته اړوو. او کله چي زه وروسته خپله هیواد ته ستون شوم د همغه انسانانو په هرڅه کښي می بدلون ولیدي. ما د اولسمشر کرزي د کور د دروازی څخه نیولی تر وړوکي چارواکي پوری می خپل آواز پورته کړي دي ، طرحي می  وړاندي  کړي چي په افغانستان کښی د امن او سوکالي لپاره طرحي وی. د هغو اسنادو پوتوکافي ټولی راسره دي. آخر دغه نتیجي ته رارسیدلی یم هغه کوم میشت قدرتمند چارواکی چي په اوسني دولت کښي د قدرت خاوندان دی، هغوي صرف د مال لاس ته راوړلو او د ځان مطرح کولو لپاره هر اړخیزه هلی ځلی کوي چي د خپل ځان ګټي ای په کښي خوندی وی نه د مظلوم ملت ګټي. او د هغوی د غلا او اختلاص په هکله پوره معلومات لرم که په بهر کښی دي او د هیواد ځخه دننه.
ډیراشخاص مو ولیدل چي د افغان ملت او یا افغان اولس په نامه اي ناری وهلی خو له بده مرغه کله چي د قدرت ته د رسیدلو وخت راغی، همغه اشخاصو د پښتنو په سترګو کښي دمره خاوری ورواچولي چي ټول هیوادوال پري پوهیږي.
تاسي په خپله لیکنه کښي د احمدشاه مسعود او محمد علی مزاری او جنرال دوستم میثالونه راوړی وو. احمد شاه مسعود، محمد علی مزاری، او جنرال دوستم خپل قوم ته غله نوو او نه ای خپل قوم ته بازی ورکوله خپلو قومونوته اي عملي خدمت کړي، احمد شاه مسعود ۱۲۰۰۰ شاګردان بهرنیو هیوادونو ته د زدکړي په خاطر استولی دي. او له خپلو جنګیاليو څخه ای په وچ زور ديپلوماتان جوړ کړل، چي اوس له افغانستان څخه بهر سفیران دي خو د افغانستان په اوسني اداره پرخپله نیوکي کوي، او په عام محضرکښي وینا کوي چي زمونږ اولسمشر بي کفایته اولسمشر دی. او یا د افغانستان د تجزیه په باب خبری کوي؟ او بلی خواته چي ځیر شو مونږ داسي پښتانه لرو چي علمي زدکړي هم لري ، په هیواد کښي د ننه او له هیواد څخه بهر د جرم دوسیي هم نلري. او د هیواد د کلتور او اسلامی عنناتوڅخه هم برخمن دی، چي بهرنیان ای دعلم او پوهی په اساس د یوه رښتوني ديپلومات پرسترګو پیژني ولیکن په اوسني ادره کښي د هغوي لپاره ځاي نشته.
دحل لاره:
زه د ګران هیواد لیکوالانو ته دا توصیه کوم په یواځی توګه هیځ نشي کیدلای او تنها پر لیکلو د پښتنو د قوم ستونزي نه حل کیږي، راځي چي د خپل تیت او پاشان د قوم د راټولو د اتفاق، اتحاد او بریالیتوب په لاره کښي واقعي خدمت وکړو. هغه داچي په مشرقي، لویه پکتیا، او لوی کندهار کښي د وحدت اتفاق د خپل ننګ او غیریت په اساس د سالم بدلون په لور خپل ګامونه پورته کړو. که ځه ما پر خپله په دی کار لږ ځه کار پیل کړي دي خو د نوروپاکو صالحو اشخاصو ته ضرورت شته  تر ځو نړی ته عملا وروښیو چي پښتانه په ریښتیا سره اتفاق لري، او کولی شي چي خپلی ستونځي پرخپله حل کړي. په دی کښي شک نشته چي دا ډیر لوی باردی ولیکن ډیر آسان هم دی چي بنسټ ای په ایمانداري ، صداقت او امانت سره کیښول شي.