دګړۍ ستن چه څومره مخ په وړاندی لاړه بیا نه شی را واپس کیدای لکه په دی هکله چه یو شاعر فرمایی ( له ورخه تیری اوبه بیرته نه جاروزی * نه جاروزی تیر ساعت په بیرته بیا) دایو حقیقت او هغه واقعیت دی چي سخت مقرون دی حقیقت ته نوله دی وجهی ضروری داده چه دتیرو کړو وړو په یاد کی ساتلو سره دخپلی راتلونکی په هکله سوچ وکړو اودخپلو لری نژدی کړو وړو هغه ترخه اوخواږه به یاد کی ولرو کوم چه پرون هم اونن هم زمونږ په ژوندکی دمرامونوسره متضاد او یوشان اثر انداز وو اودا اثر ات یی زمونږ په فردی اجتماعی سیاسی اخلاقی اقتصادی کلتوری ملی ژوند کی په کور کلی بانډو ښارونو او هیواد چاپیریال اوجهان کی هغه ناخوالي اوکړاوونه ایجاد کړی دی کوم چي نن زمونږ زوند او هوسایی سکون او ارامش دهغو له وجه تباهی سره مخ اودانور ټول ددی ناخوالوپه خاطر مونږ ملا مت هم بولی حال داچه دافغانستان په خپلواک ازاد او دملګرو ملتونو اساسی دایمی غړی هیواد باندی دسره خونړی ښامار بالو اودتزاری سره استعمار توسعه طلبانو خرص خصلته بقایاوو له لوری نظامی تعرض او تیری ددی دواړو ملکونو ددوستی په موجودیت کی پیل شوی وو او دغربی استعماری توسعه طلبانو استثمار ګرانو په لمن کی دی قوم ته دغرض او خپل سیاسی هدفونو په وجه دنجات ستوری څل کیده اودا صادق په ازادی خپلواکی مین مسلمان ملت پرهغه کاذب اوخود غرض کثیف اوله کرغیړنو اهدا فوډک ستوری وغولیدل او چه نن ورته خیال کوی دا قوم ته هغه متل او درنه محاوره ورپه یاديږي کوم چي پوهانو ویلي اوهغه داچي ( خړ سپی دلیوه ورور ) دی.
بیاهم په دې باوجود دې قوم د بن پیچلي سیاسي فیصلې ته دیوې امید وارۍ په خاطر غاړه کیښوده او هغه یی دځان لپاره پرده وګڼله اودی قوم ته یی داموقع ورپه برخه کړه چه دفیصلی د عملی کیدلو په خاطر په ډیره مینه خپل هیواد ته ستانه اودهیواد په ټولو برخوکی خپل ګډون وکړای شی خودا بی رحمه له تورو وریځو ډک اسمان په ډیره بیرحمی او چال ونیرنګ سره ددی قوم په لویو وړو نر اوشځو دتباهی ژلۍ اورول پیل کړه اوتر نن پوری بلا وقفه داژلۍ ددې بې ګناه له هرڅه محروم قوم نه حتی چه انسانی اومدنی حقوق هم نه لری دوام لری اوهر لمحه بی شمیره افغانان د غربی داړه مار توسعه طلب استثمار ګر ښامارد خواهشاتو او اهدافو ښکار ګرځی ددی ملک ماحول دجهان ټول ولسونو ته پته ده او هریو یی په غوږونو اوری او په سترګو ګوری چه دا قصابان د جنایات بشر نه هم وړاندی دی او ملګری ملتونه خو ورته هیڅ نه وایی داسی ښکاری چه دامریکا اوناټو یوه برخه ده ځکه خاموش دی اوله حقیقت نه سترګی پټوی که داسی نه وی نو بیا ولی امریکا اوغرب ته ددی مطالبو ذکر نشی کولی او ولی داهره ورڅ په سلګونو افغانان دنورو په ځای ددوی دلاسه مري او ولی پښتانه له هرڅه محروم اود طالب القاعده او نورو تورو نو باندی یادیژی هغه کسان چه ملی خاینان دی او داملت ورنه بیزار ده اود هغوی دمحاکماتو انتظار کوی تر اوسه حد اقل په عالی مقاماتو او تصامیموکی شریک او مصون دی ایا دا یو خاص سازش نه ده داد افغانانو په مقدراتو لوبی نه دی که امریکا نورهم دی موجوده پالیسی ته دوام ورکوی دعیسویت لپاره جلب او جذب کوی داسماعیلیه فرقه ورانه تزاید او ګمراهی ددی ولس خواهشمند وی دکرزی خپل تهاڼه دار حمایت کوی او د کابینی لپاره دا لاس وهنی او له بهر نه په دی ولس ټینګار لری نو بیادی دا هم ومنی چه ناکامی ددوی انجام اوله تزاری بقایاوو نه زیاته بدنامی ددوی په برخه ده داموجوده ناخوالیاوحالات دیو ه کور ورانوونکی سیلاب رنګ لری اودا باید ووایوچه
داموجوده خړ سیلاب چه دکرغیړن له تورو دوړو او وریځو ډک اسمان نه ددی قوم په فصلونو را روان ده اوهره ګړی ددی ملک لوی واړه وړی او دمرګ کندی ته یی سپاری داد پاکستان او جهان له ټولو سیلابونو نه خطر ناک او نابود کوونکی ده ددی وجه داده چه افغانان بی وسه او بی واک اوبی اختیار دی مشر نه لری او هغه غربی تهاڼه دار چه امریکا دخپلو اهدافو په خاطر په افغانانو مسلط کړی هغه ددی توان نه لری چه دا له مرګونو ډکه معما حل کړی شي ، که دامریکا ولس متو جه نه شو افغانان باید په خپله اقدام او تصمیم ونیسی.