د تیرې جمعې په شپه مو د طلوع له تلویزیون څخه په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازو حاجي ظاهر او فریدون مومند او همدا شان د ننګرهار د والي ګل آغا شیرزي مرکې ولیدې اوواوریدې. دا خپرونه درې ځله تکرار هم شوه.
دنوموړو ښاغلو له خبرو څخه ددوي تر منځ د اړیکو د خرابیدو او اختلافاتو بد بویي پورته کیده. د حاجي ظاهر او فریدون مومند له خبرو څخه څرګنده شوه چې دوي په ننګرهار کښې د والي په حیث د ګل آغا شیرزي پاتې کیدل نه غواړي.
خوشحال بابا وايي :
و نور چاوته وران مه وایه خوشحاله
چې په قول او ژبه وران وي وران هغه څومره د افسوس خبره د ه چې د درې واړو ښاغلو پښتنو تر منځ اختلافات د تلویزیون له لارې خلکو ته رسیږي. دا د پښتنو ستره بدبختي او بربادي ده چې دوي ددې پر ځای چې قوم او ولس ته خدمت وکړي ، له یو بل سره جګړې کوي او له دې سره قوم په دوو برخو ویشي ، په داسې وضیعت کې به څنګه دا قوم ترقي وکړي.
د حاجي ظاهر ، فریدون مومند او د شیرزي کورنیو ددې وطن د آزادۍ په لار کې ډیرې قربانۍ ورکړي دي ، خو اوس د دوي تر منځ د خپلمنځي مخالفتونو او ذاتي حسدونو په وجه دا ټولې قربانۍ په اوبو کښې لاهو کیږي او تاوان يې ولس او قوم ته رسیږي.
په مونږ پښتنو کې د سیاسي شعور کمی دی ، مونږ له پوهې او عقل څخه سم کار نه اخلو . زمونږ کور وران شوی دی ، مونږ ته ښايي چې خپل کور ودان کړو ، نه دا چې هغه نور هم وران کړو. پښتانه له خپلو مشرانو څخه توقع لري چې قوم راویښ کړي ، هغوي اتحاد او اتفاق ته راوهڅوي ، دا قوم راژوندی کړي ، مشرانو ته ښايي چې د خدای په خاطر د قوم خدمت وکړي ، په قوم کښې د مینې محبت ، ورورۍ او اتفاق د پاره خپل غږ راپورته کړي .
د پښتنو بدخواهان او دښمنان د پښتنو په اتفاقۍ خوشحالیږي ، هغوي ددوي ترمنځ بې اتفاقي غواړي او ددوي تر منځ له بې اتفاقۍ څخه د ځان په ګټه استفادې کوي.
پښتانه له بده مرغه یو بل شرموي ،د یو بل مخبري کوي ، د یو بل په سر پیسې اخلي او یوبل وژني ، ددې یوه وجه دا ده چې پوهه نشته ، علم نشته ، اتحاد نشته ، سیاسي شعور نشته. تاریخ دا ښودلې ده چې یو پښتون د بل پښتون له لاسه تباه شوی او برباد شوی دی.
که په پښتنو کې پوهه او علم وې ، که په پښتنو کې اتحاد او اتفاق وې ، که په پښتنو کې سیاسي شعور ژوندې وې نو په دوي کې به داسي سیاسي مشران پیدا شوې وې چې د خپل قوم په غم کې به يې له سترګو خوب تښتیدلېی وې
په دې ورځو کښې د عبدالعلي مزاري شپاړلسم تلین ولمانځل شو ، مزاري شپاړلس کاله د مخه د طالبانو په لاس ووژل شو. د هزاره باهمته قوم هر کال د مزاري په یاد سترې غونډې جوړوي ، په تلویزیونو کښې یې یادونې کیږي ، ددې قوم مشران او کشران ،ښځې او نر په غونډو کې برخه اخلي ، د هغه په یاد ویرونه او ژړاګانې کوي او له دې څخه سیاسي استفادې کوي ، دې ته اتفاق وايي ، دې ته اتحاد وايي ، دې ته همت وایي ، دې ته سیاسي او مذهبي شعور وايي.
احمد شاه مسعو د ملي قهرمان لقب وګاټه ، د هغه بنیاد جوړ شو ، هلته د هغه په زرکونو عقیدت مندان په خدمت بوخت دي ، احمدشا مسعود شهید شو خو خپل قوم یې را ژوندی کړ ، نن چې د هغه پیروانو او قوم ته په سیاسي ، اقتصادي ، فرهنګي او اجتماعي برخو کښې څه لاس ته ورغلي دي ، هغه ټول د احمد شاه مسعود برکت دی .
جنرال دوستم د ازبکو مشر دی ، که څه هم د ازبکو په قوم کښې به ډیر پوه خلک او دانشمندان وي خو دوستم دغه قوم ته خدمت کړی دی ، دا قوم یې په سیاسي ، اقتصادي او نورو برخو کښې غښتلی کړی او په خپلو پښو یې درولی دی.
پښتانه ډیر شهیدان لري ، عبدالحق شهید دی ، حاجي قدیر شهید دی او نور ډیر په زرکونو شهیدان دي ، خو افسوس چې د هغوی په یاد زر کسان هم نه راټولیږي چې یادیې کړي ، ددې وجه دا ده چې اتفاق نشته ، اتحاد نشته ، سیاسي شعور نشته ، ځانځاني ده او خود خواهي ده.
د پښتنو دښمنان او بدخواهان لکیا دي او ددوي ورکول او بربادول غواړي ، پښتانه ځانته متوجه نه دي ، که متوجه وې نو د تلویزیون په پرده به یې د یو بل سپګاوی نه کولې ، که متوجه وې نو خپل اختلافات به یې د یوې تړلې دروازې تر شاه په خپلو کې سره حل کولای او دې ته به حاجت پاتې نه وې چې هر یو د خپلې ډلې خلک جمهوري ریاست ته ولیږي . څومره د شرم خبره ده چې د پښتنو بیلې بیلې ډلې جمهوري ریاست ته ورځي او د ولسمشر په وړاندې د یوبل بد وايي او د یو بل لر کول او محو کول غواړي !
د پښتنو د بې اتفاقۍ په وجه نور قومونه په دې ملک کښې مزې چړچې کوي او په خپله پښتانه مجبور ، ناچاره ، درپه در ، خوار او زار ګرځي ، په کورونو یې بمبارۍ کیږي ، اولادونه یې له درس او تعلیم څخه پاتې کیږي ، بچیان يې وږي تږي او بربنډ ګرځي له بده مرغه پښتانه له داسې نورو ډیرو بدبختیو سره مخامخ دي.
په قوم کې اختلافات پیدا کیږي خو دا اختلافات باید په خپلو کې د مفاهمې او خبرو له لارې حل شي ، که دا اختلافات د خبرو له لارې حل نه شی نو بیا دا قوم د تباهۍ او بربادۍ په لور روانیږي.
ګل آغا شیرزي څرنګه چې په عزت ننګرهار ته راوستل شوی دی همداسې باید په عزت رخصت کړای شي . که ننګرهاریان خدای ناخواسته دده بې عزتي وکړي نو یوه ورځ به زمونږ کوم ننګرهاري والي په کندهار کښې بې عزته شي. ننګرهاریان د عزت او احترام خلک دي ، دوي د هر ولایت او د هر قوم د خلکو عزت کوي او په درنه سترګه ورته کوري.
په ننګرهار کې د ګل آغا شیرزي او دده د مخالفینو تر منځ په لانجه کې بهرني او داخلي لاسونه کار کوي ، ننګرهاریان باید دا لاسونه وپیژني او هغوي دې ته پرې نږدي چې دا د امن او سولې ټاټوبی د تشنج او شورماشور میدان وګرځوي. په ننګرهار کښې د سولې او امنیت دښمنان کوشش کوي چې اوبه خړې او ماهیان ونیسي. که مونږ غواړو چې په ننګرهار کې آرامي وي او خلک آرام ژوند ولري نو ښايي چې رابیدار شو او دښمنان دې ته پرې نږدو چې له موقع څخه سؤ استفاده وکړي ، پرې نږدو چې زمونږ د سولې کور ، زمونږ د مینې کور ، زمونږ د ورورۍ کور ، زمونږ د ژوند کور خراب شي. مونږ ته ښايي چې خپل اصلي دوستان او اصلي دښمنان وپیژنو .
پښتنو ته ښايي چې په دې حساس او تاریخي دور کښې خپل ملي رول ولوبوي او خپل پوره بیدارۍ او همت خپل قام ته د خدمت ملا وتړي ، دوي ته ښايي چې د بې اتفاقۍ کمزورتیا د اتفاق په قوت بدله کړي تر څو د نورو قومونو په قطار کښې خپل لوړ ځای او مقام تر لاسه کړي .
رشتین بابا څه ښه ویلي دي:
چې د قوم ددرد دوا شی هم ملهم د خوږو زړونو
د خپل قوم په مشرۍ کې هسې رنګ اثر پیدا کړه
بې له سره په دنیا هیڅ یو کار کیدلای نه شي
که د قوم ترقي غواړې نو خپل قام کې سر پیدا کړه
چې د قام کشتۍ روانه په دریاب د ژوندانه کړي
له چپو هم غیږ په غیږ شي هسې شان رهبر پیدا کړه
هو! رشتیا هم ، پښتانه باید داسې یو رهبر پیدا کړي چې ددې ځوریدلي او درپه در قام کشتۍ د ژوندانه په دریاب کې روانه کړي. دا کشتۍ اوس ولاړه ده او حرکت نه کوي ، دا قوم یو سرته ضرورت لري چې دا قوم د ترقۍ په لور روان کړي.
خدای پاک دې پښتانه یو قوم کړي چې د یو واحد رهبر په رهبرۍ د آبادۍ په لور روان شي.
په درنښت