دا خبره اوس روښانه شوې ده چې نړۍ د یو سیاسي او ټولنیز بدلون په لور شیبه په شیبه خپل مزل لنډوي او ښايي دا بدلون به تر ډیره د بریښناییز جال (انټرنټ) او په تیره بیا د فیسبوک په مرسته وي.
د عربي نړۍ له پراخه پاڅونونو سره د څو هیوادونو په زور ولاړ بنسټونه وپرزیدل، او له دې سره ټول هغه زورواکي واکمنان او حکومتونه ېې هم ولړزیدل چې تر اوسه يې په ډول ډول لارو او نومونه ځانونه په خلکو او ملت تپلي دي.
په دې پاڅونونو کښې د فیسبوک په شان د ټولنیزو بریښناپاڼو کارونه ډیره د پام وړ وه. لوستو خلکو او په تیره بیا ځوانانو چې له انټرنیټې نړۍ سره يي اړیکه درلوده، له فیسبوک څخه ېې ښه ګټه پورته کړه، یو له بل سره يي اړیکې ټینګې کړې، راټول شول، سره یو شول او د حسني مبارک په شان زورواکان چې لسیزې يي په مصریانو ځان تپلی وو له ګدۍ راوپرځول.
له دې سره سره ویل کیږي چې ښايي د دې پاڅونو تر شا د ایران او لویدیځ لاسونه هم وي خو په دې هم سترګې نه شي پټیدلی چې دا کړیدلي او ګوښه شوي اولسونه وو چې وتوانیدل په خپل ډول کې بې ساري اوښتونونه رامنځته کړي.
که څه هم په افغانستان کې حالت له نورې نړۍ سره توپیر لري، خو بیا هم د فیسبوک مینه وال ورځ په ورځ ډیریږي، او په ځانکړو برخو کې یو له بل سره خپل اندونه شریکوي.
د فیسبوک په زړه پورې نوښت او ځانګړتیا ټولټوکونه (ګروپونه) دي چې په آسانۍ سره کسان پکې راټولیدلی شي او خپل اندونه شریکولی شي.
زموږ افغان او په تیره بیا پښتانه ځوانان هم له دې ځانګړنې څخه لرې نه دي پاته شوي او د خپلې خوښې په ډول ډول ګروپونو کې راټول شوې دي. په دې وروستیو څو ورځو کې د څو هڅاندو ځوانانو په زیار، یو داسې ګروپ جوړ شوی چې تر اوسه يي ساری نه دی لیدل شوی. د پښتون یون په نوم دې ګروپ کې له ټولې نړۍ څخه د لر او بر څه ناڅه اووه زره پښتانه ځوانان راټول شوي دي او داسې اټکل کیږي چې دا شمیر به ډیر زر لسګونه زرو ته ورسیږي.
که څه هم ددې بنسټ له رامنځته کیدو څخه لا څو ورځې نه دې تیرې شوې، خو تر اوسه په زرګونه ځوانانو د هیواد او خلکو د چوپړ لپاره خپله هر ډول تیاري ښودلې ده او زر ده چې په لویه کچه به د هیواد د سولې او پرمختګ په بهیر کې خپل اغیزمن توب په زبات ورسوي.
دوی د خپلو خلکو په روانو ناخوالو خبرې کوي، روانې ستونزې شریکوي او د هغو د حل په لارو چارو غږیږي. په دې ټولنه کې د ملي یووالي روحیه ډیره لوړه ده. ټول ځوانان ډیرې لوړې او ښې موخې لري، او تمه کیږي چې په راتلونکي کې به په سیاسي او ټولینز ډګر کې ښې لاسته راوړنې ولري.
تر دې مخکې به ډیری ځوانانو فیسبوک یوازي له خپلو څو ملګرو سره د خبرو اترو، انځورونو شریکولو او نوو ملګرو د لټولو لپاره کاراوه. خو اوس روانو خوځښتونو ته په کتو سره په زغرده ویلی شو چې فیسبوک به وي چې د نړۍ سیاسي او ټولنیز تګلوری به بدلوي.
د فیسبوک بنسټ ایښودونکی مارک زوکر برګ چې اوس ایله شپږویشت کلن دی، ښايي هیڅ کله يي هم په دې اړه فکر نه وي کړی چې دده دا کوچنۍ بریښناپاڼه چې د خپل پوهنتون له ملګرو سره د اړیکو ساتلو لپاره يي پرانستې وه، یو وخت د نړی د حکومتونو د چپه کولو لپاره وکارول شي.
زوکر برګ چې هاروارد پوهنتون يي له دوهم ټولګي وروسته د فیسبوک د پراختیا لپاره پریښود، اوس د نړۍ تر ټولو پیژندل شوې څیره ده او ویل کیږي چې د هغه په بریښناپاڼه یعني فیسبوک کې تر پنځه ویشت میلیارد ډالره زیاته پانګونه شوې ده.
د فیسبوک ورځ په ورځ زیاتیدونکي غښتلتوب ته په کتو سره په دې هم سترګې نه شي پټیدای چې ښايي دا پاڼه تر ډیره د لویدیځ والو او په ځانګړې توګه د امریکا د سیاسي ګټو لپاره وکارول شي. همدا څو ورځې وړاندې په سپینه ماڼۍ کې په یوه میلمسیتا کې چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا د ټکنولوژی او اڼټرنټ د مخکښانو په ویاړ جوړه شوې وه، مارک زوکر برګ یوازینی کس وو چې اوباما ورته ډیره پاملرنه کوله او ځان ته ېې ډیر نژدې کینولی وو. خو د فیسبوک د کاروونکو شمیر ته په کتو سره چې اوس له نیم میلیارد څخه اوښتی دی او ښايي لا نور هم زیات شي، امکان لري په ټولو برخو اغیزمن توب يي له واکه ووزي او پایله يې ددې پاڼې د تړل کیدلو لامل شي.
په پای کې له ټولو هغو کسانو څخه چې دا لیکنه د خپل کمپيوټر په مخ ګوري او فیسبوک ته لاس رسی لري هیله کوم چې له دې ځانګړو شیبو څخه ګټه واخلي، د پښتنو او په ټولیز ډول د افغانانو لپاره ددې راولاړ شوي یون سره یو ځای شي، تر څو په عملي ډګر کې د لوړو ګامونو اخستلو ته لاره هواره شي او ورسره زموږ زموږ په هیواد کې روانو ناخوالو ته د حل د لارو چارو په لټولو د پای ټکی کیږدي.
په افغانستان کې د تل پاته سولې او سوکالۍ په هیله.