د رحمت الله ارينزي رالېږنه :
لکه څرنګه چي تاسو ولیدل چي په ۱۹۷۸ زېږدیز کال کي د رضاشاه پهلوي شاهي رژیم دغو اخوندانو راچپه کړ.په ایران کي یو نوی انقلاب راغی،د ایران اولس او اسلامي نړۍ و دې نوي انقلاب ته زیاته خوشحاله سوه چي یو خو یې نظام اسلامي سو او بل به د اسلامي نړۍ سره د اسلام دښمنو قوتونو پر ضد تر خپله وسه پوري مرسته وکړي.
خو متآسفانه دا یو اسلامي نظام نه بلکي اسلام دښمنه،انسان دښمنه نظام قایم سو،په دغه څلور لسیزه حکومت کي یې د خپل ولس څومره روشنفکران،وطن پالان او نور د منځه یوړل یا یې خارج ته د تلو لپاره مجبوره کړل.او په هیواد دننه کي یې د اولس ازادي ځني صلب کړه او پر ځای یې یو خونخوره دیکتاتوري نظام ور په نصیب کړ چي یو ایرانی هم پکي د بیان حق نه لري،او تاسي یې فعلا وینۍ چي هره ورځ ایرانیان په مختلفو او بې معنی جرمونو اعدامېږي.چي په خاطر یې دغه اخوندان د خپل رژیم د بقا په خاطر دغسي وېره په اولس کي او خاصتآ په وطن پالو کي اچوي
او بل تاسي اسلامي نړۍ ته وګوری چي د کوم اسلامي هیواد سره د دوی اړیکي سمي دي،د ټولو اسلامي هیوادونو پر ضد د پردې وشاته د اسرائیلو سره د اسلامي نړۍ د بربادۍ لپاره کار کوي،فلسطین او لبنان د دوی په همکارۍ د اسرئیلو تر اشغال لاندي دي، د ټولو عربي هیوادونو سره خاصتآ د سعودي عربستان سره په سنګر کي ناست دی او دلته په ګاونډ کي یې د افغانستان سره دغه اخوندي رژیم دغه درې لسیزي په افغان کوردننه کي د افغانانو د نفاق لپاره څومره دسیسې جوړي کړي او جوړوي یې،او په دغو دسیسو کي یې د افغانانو څومره ویني توی کړي او لا اوس هم بوخت دي چي د افغانانو ټاټوبه په وینو ورنګوي.
نو تاسي!د ایران ملي مبارزین د خپل ولس اسلامي نړۍ او د ملګرو ملتونو د ګټو لپاره خپل د سپېڅلي ولس په ملګرتیا یو داسي انقلاب راولۍ چي په نړۍ او کور دننه کي د قبول وړوي،او نور ودې اخوندي رژیم ته د پای ټکی کېږدۍ!
نور یې مه پرېږدی چي د ایرانیانو پر سپېڅلو عقیدو لوبي وکړي،لکه څرنګه چي د تونس او مصر…رژیمونه د ولس په پاڅون باندي ختم سوه نو تاسي هم خپل ولس و پاڅون ته راوبولۍ چي دغه اسلام او انسان دښمنه دیکتاتوري نظام نور د نړۍ په حکومتونو کي ختم سي. او تاسي باید د اخوندانو پر دې ظلمونو چي پر ایرانیانو کېږي نور زغم ونه کړی!راپاڅی! ټول اولس سره راجمع کړی او د ازادۍ پر میدان د دې دیکتاتوري نظام پر ضد خپل ږغونه پورته کړۍ ټوله نړۍ خاصتآ اسلامي نړۍ ستاسو سره ده او ستاسي پر هر درد او غم باندي غمجنه ده،انقلاب هم په تش خبرو سره نه راځي تر څو پاڅون نه وي او دا ظالمان به ډېر ایرانیان شهیدان او بندیان کړي پردې باند تاسي خپل هدف له لاسه ورنکړۍ تر څو چي مو دا نظام نه وي له مینځه وړی تر هغو باید کرار نه کښېنی!
عربي نړۍ ته باید وګورۍ چي څومره ستړیاوي یې په تونس او مصر کي دغو عربي ولسونو پر ځان وګالل،نو تاسي هم باید خپله ملا وتړۍ او د ایران په اسلامي تاریخ کي باید خپله دغه سپېڅلې مبارزه ځای کړی.او د یو سوکاله ایران په لټه کي باید سی! چي هم کور دننه،سیمي او نړۍ کي ستاسي و مبارزې ته د یو سپېڅلي مباریزې په سترګه وکتل سي.په دې خبرو باید تاسي تر شا نه سۍ چي دا ظالمان وايي چي اعدام دي سي.نو تاسي ته هم په کار ده لکه شهید صدام حسین چي پر خپله سپېڅلې خاوره باندي خپل سر د داره بچ نه کړ او ځان یې پر وطن باندي قربان کړ.
نو تاسي هم باید د داره ونه ډارېږی!
خپل ځانونه د زنده باد انقلاب او مرګ پر دیکتاتورانو باندي اوچت کړی!
نړۍ ستاسي سباوون ته سترګي په لاره ده
مه ډارېږی! مه ډارېږی!