د کندهار ولايت يواځينۍ دولتي جريده( طلوع افغان) چې مخکې په اوه نۍ کې درې ځلې چاپېده، اوس ورځپاڼه شوه.
په همدې اړه نن د کب په ١٤مه، د کندهار د اطلاعاتو اوکولتور رياست په ودانۍ کې يوه غونډه جوړه شوې وه ، چې ګڼ شمېر دولتي چارواکيو، ليکوالانو او شاعرانو په کې ګډون کړى و.
غونډې ته د اطلاعاتو اوکولتور رئيس عبدالمجيد بابي د خپلې وينا پر مهال د هېواد د اطلاعاتو او کولتور وزير عبدالکريم خرم وستايه، چې په ځانګړې پاملرنه يې طلوع افغان جريده ورځپاڼه شوه.
ده وويل چې طلوع افغان د کندهار ډېره پخوانۍ خپرونه ده چې د تېرو ٨٦ کلونو په لوړو ژورو کې يې د بېلابېلو سختو شرايطو او رژيمونو په تګ راتګ سره، وخت په وخت د جريدې، اوه نيزې او ورځپاڼې په بڼه د لوستونکيو تنده ماته کړې ده.
نوموړي د طلوع افغان په ورځپاڼه کېدو خوښي وښودله او د کندهار له ليکوالانو او شاعرانو يې وغوښتل چې د ورځپاڼې د کيفيت او معيار په لوړېدو کې ورسره مرسته وکړي.
غونډې ته د نورو ويناوالو تر څنګ د کندهار د ولايتي شورا غړي بسم الله افغانمل هم وينا وکړه او له کندهاريانو يې وغوښتل چې ورځپاڼه لوستل خپل دود وګرځوي.
نوموړي وويل چې په نږدې ګاونډيو هېوادونو کې هره ورځ په زرګونو بېلابېلې ورځپاڼې چاپېږي، چې په ميليونونه لوستونکي لري او د خپل هېواد په روانو چارو نظر ساتي.
د طلوع افغان ورځپاڼې مسئوول مدير عبدالقدوس باعث پژواک خبري اژانس ته وويل چې هڅه به وکړي د ورځپاڼې کيفيت ښه کړي او د کندهار تر هر ګوټ پورې يې ورسوي.
د هغه په وينا، طلوع افغان تر دې وړاندې په اوه نۍ کې درې ځلې د ډېر کمو امکاناتو په لرلو سره چاپېده، خو اوس يې د اړتيا وړ سامان الات او توکي تر لاسه کړي دي.
هغه وويل چې همدا نن يې د طلوع ورځپاڼې لومړۍ ګڼه چاپ کړې او د کندهار تر بېلابېلو سيمو يې رسولې ده.
د کندهار ګڼ شمېر فرهنګيان هم د طلوع افغان په ورځپاڼه کېدو خوښي ښيي او وايي چې له طلوع افغان سره به د ليکنو په برخه کې مرستې کوي.
د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر عبدالاحمد محمديار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لومړى ځل دى چې کندهار د يوې ورځپاڼې څښتن کېږي.
هغه د ورځپاڼې له چلوونکيو وغوښتل چې معيار وساتي او رښتيني حقايق او څېړنې خلکو ته وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده، چې طلوع افغان ٨٦ کاله وړاندې په ١٣٠٠ ل کال کې د ارواښاد مولوي صالح محمد هوتک له لورې تاسيس شوه.