کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / یار محمد خان کرزی کرزیانو په امریکایانو وواژه!

یار محمد خان کرزی کرزیانو په امریکایانو وواژه!

((درنو لوستونکو زه په خدای قسم خورم که په دي لاندي لیکنه کي یو حرف هم مبالغه سته بيله زما او زما د پلار د مشاهداتو څخه))
هو یار محمد خان کرزی هم نن له زموږ څخه جلا سو. یار محمد خان زموږ د تاریخ یو بل شان ته فصل جوړوی او نور به نو د کندهار ښځي د هغه پایلوچ توب او نامیتوب نه ستايي. نور به د کندهار ښځمني د هغه د ویر سندري وایي. یار محمد خان کرزی د کندهار د نامتو پایلوچانو او نامیانو څخه وو چي همیشه به د غریبو خلکو پر سر د سایه وان غوندي ولاړ وو او همیشه به د خپلو خلکو ساتندوی وو نو له همدي اسیته د کندهار نارینه او ښځینه شاعرانو هغه په خپلو غزلو او اشعارو کي ستایلی دئ.


زه درونو لوستونکو ته سپارښتنه کوم چي د یار محمد خان په اړه نور معلومات دي د پایلوچ بنګ حبیب الله په کتاب کي ولولي.


په افغانستان کي د ډیموکراسي په رامنځ تګ سره ښیګني دي هیواد ته راغلی خو بدمرغی هم ور سره ملي وې. دا هغه وخت وو چي شاه په افغانستان کي عصریت ته لاره هواروله او دي عصریت ته په کندهار کي د کرزیانو کورنۍ لومړی لبیک ووایه. جالبه خبره خو دا ده چي د کرزي د پلار اکا صالح محمد خان کرزي په کندهار کي د حکومت د اصلاحي پروګرامونو د تطبیق پر ضد بغاوت وکړ د کندهار سینما او نور فاحش ځایونه يي وسوځل خو د حامد کرزي پلار بیا په کندهار کي پر دې له یوه کس سره شخړه کړې وه ،چي هغه ویل په کندهار ولایت کي دده میرمن لومړنۍ ښځه ده چي عام مهظر ته لڅ مخ راوتلی ده او د کرزي پلار ویل نه زما میرمن لومړنۍ ښځه ده چي لوڅ مخ راوتلی ده. په بله اسطلاح د یار محمد خان کرزي مرګ هم له همدې ورځي سره تړاو لري.


      د حامد کرزي عمه یعني د پلار خور يي یار محمد خان ته په نکاح کړې وه ،خو کله چي د کرزي کورنۍ کابل ته وکوچیده او هلته عصریت نوره غلبه هم پر وکړه او د نارینه وو په شمول يي ښځو هم تعلمونه وکړه نور يي نو نه نارینه وو ته او نه هم ښځینه وو ته صحرايي او اطرافي خلک په باک ورتله. د یار محمد خان کرزي نامزادې پریکړه وکړه چي دا نه غواړي خپل ژوند له یوه پایلوچ او بي تعلمه سره تیر کړي دا نور د عصري ژوند په مزو کي غرکه سوې وه او متاسفانه چي ددې له دي پریکړی څخه د کرزي کورنۍ په ځانګړي دده پلار چي په حکومت کي لوی سړی وو او د حامد خان بل تره خلیل خان چي یو عصري سوی پایلوچ او بدماش وو دفاع وکړه.


      همدي دفاع هم د خلیل خان سر وخوړ هم د یار محمد خان او هم يي د يار محمد خان کرزیزوی او دا لا معلومه نه ده چي نور به څو سرونه وخوري. د یار محمد خان نامزادي د یوه بل کس سره واده وکړ چي د ثور د کرغیړني کودتا وروسته هغه امریکا ته کډه سوه او اوس هلته ژوند کوي او د یار محمد خان چي د کرزي په کورنۍ وس نه رسیدئ ایران ته پیراره سو. هلته يي تر سلو زیاتي لوی او کوچنۍ ډاکي وکړي او لسګونه کسان يي ووژل. د ثور تر کودتا وروسته یار محمد خان هم پښین ته راغي او دلته یې د خلیل خان سره چي تر پخوا لا لوی ډاکو ځني جوړ سوی وو واړول. خلیل خورا لو بدماش او مغروره انسان وو هغه به په کوته کي توپانجه څرخوله او د پښین په بازار کي به روان وو. په دي وخت کي بیا یار محمد خان په کوټه کي د څو تجارانو د وژلو او د یوه بانک د ماتولو په تور ونیول سو او د مچ بد نام زندان ته ولیږل سو. هلته د مرګ سزا پر راووتله او د اعدام په شپه يې زندان مات کړ د ځان په شمول خپل ټول انډیوالان يي له مرګ څخه وژغول. دا نو هغه وخت وو چي نور نو د خلیل خان هم اخیره سوې وه. یوه شپه یار محمد خان کرزي خلیل خان خپل کور ته وروغوښت او هلته یي خپل غچ تري واخیست او په کلاشنکوف سر يي وواژه.


یار محمد خان د خلیل خان کرزي تر وژولو وروسته تاجکستان ته ولاړ هلته د څو ډاکو تر اچولو وروسته مځکه پر تنګه سوه بیرته ایران ته ولاړ او د نجیب د حکومت تر ړنګیدلو وروسته چي کله يي ولیدل چي په کندهار کي نور د پوپلزو د قوم مشري د کرزي د پلار یو حریف قوماندان امیر لالی کوي او نور نو دوی ورته خطر نه سي پیښولای کندهار ته راغي او په کرز کي یي واړول. کله چي به مفلس سو نو د ایران یو لنډ سفر به يي وکړ هلته به يي د یوه کال ازوغه برابره کړه بیرته به کندهار ته راغی تر څو چي طالبان راغله. د خپلو نړیوالو اړیکو په کارولو سره د کرزي کورنۍ د طالبانو په منځ کي خورا زیات نفوذ درلود او د خلیل خان تر وژل کیدو وروسته د هغه زامن امریکا ته کډه سوه ،چي په دغو زامنو کي يي بدماش حشمت خلیل کرزي هم شامل وو.


      یار محمد خان زما د پلار خورا ټینګ انډیوال وو او په اونۍ کي به تقریبا دري څلور ځله زما د پلار لیدو ته له کرز څخه ښار ته راتلی او ډیري نادري کیسی به يي کولي او ډير مجلسي او سنګین انسان وو. د طالبانو د حکومت په دوران کي چي تقریبا ۱۹۹۸ کال به وو یو وخت یار محمد خان بیله کومه خبره ورک سو او زما پلار به همیشه له ما پوښتنه کوله چي دا خان ولي نه معلومیږي خدای دي خیر ورته پېښ کړي. یو وخت تر درو اونیو وروسته یار محمد خان بیا راښکاره سوو. زما پلار پوښتنه ځني وکړه چي خانه ولي داسي بي ږغه او بي ږوغه ورک سوې؟ چیري وي خیر خو به وو؟ ده وویل کیسه اوږده او جالبه ده ته چای راوغواړه چي پر کراره يي درته وکړم. ما هم له کوره چای راوړې او بانډار پیل سو. ده ویل کله چي په هغه ورځ له دې ځای څخه کرز ته ولاړم زموږ د کور په دروازه کي طالبان راته پټ وه زه يي ونیولم او د کندهار ښار امنیه قوماندانۍ ته يي راوستم. ما پوښتنه ورڅخه وکړه چي څه خبره ده، دوی راته وویل چي خپله به پوه سي. زه چي يي کله امنیه قوماندانۍ ته راوستلمه سیده يي د امنیه قوماندان دفتر ته وروستلمه هلته که ګورم حشمت خلیل کرزی ناست دئ او امنیه قوماندان ته يي وویل چي دغه زما د پلار قاتل دئ. امنیه قوماندان پوښتنه را څخه وکړه چي تا دده پلار وواژه؟ ما جواب ور نه کړ، کله چي هغه زما جواب وانه ورېد، حشمت ته يي وویل بس ورځه سبا دوه شاهدان راوله په هغه ورځ به يي په سټډیم کي راوځړوم. ده وویل سمه ده.


      زه يي د امنیه قوماندان له دفتر څخه زندان ته بوتلم هلته يي بندي کړم د شپي مي څو واره کوښښ وکړ چي وتښتمه خو بریالی نه سوم. سهار حشمت زندان ته راغی ما ورته وویل که ته ما وژني نو دې طالبانو ته څه ضرورت سته زه په خپله در سره ځم هر ځای چي مي غواړي؟ حشمت وویل ښه ته له ما سره ځي؟ ما وویل هو. یو ګړی وروسته راغی زه يي په خپل کرولا موټر کي کښيناولم او د سپین بولدک پر خوا روان سوو. زه دده له پلان څخه خبر نه وم خو بس هوکړه مي ور سره کړي وه. پر لاري حشمت له موټر څخه کښته سو او پیپسي او کیکونه يي رانیول او بیرته موټر ته راوختئ. ما ته يي ست وکړ ما ورته په نه جواب ورکړ او تیره شپه مي له دي بیري چي طالبان به مي ووهي ډوډۍ ونه خوړل. ده ویل چي سړی وږی يي بیا د وهلو په خت کي ژر بېسده کیږي چي بیا وهل تاثیر نه پر کوي.


      موږ تر پولي واوښتو او په چمن کي د یوه اڅکزي خان کره چي ما يي څو کسه تربرونه ور وژلي وه ورغلو. هلته له حشمت سره په میلمستون کي ټولو خلکو خورا ښه روغبړ وکړ خو زما سره په ما ته خوا او تر کښناستلو وروسته حشمت په جیب لاس چخ کړ او توپانچه يي ځني را وایستله او هغه خان ته يي ورکړه او ورته ويي ویل چا دا دي امانت دئ او دا یار محمد خان دئ هغه زما پلار چي را مړ کړ. ددې خبري په اورېدلو سره مي زړه ولوېد او په کوټه کي ټوله ناست خلک حیران سول او بیرته راغله زما سره يي له سره روغبړ وکړ. پر لاري چي به ما کله حشمت ته خبره وکړه نو مخ به يي تک سور سو او زه په دې هم نه وم خبر چي له ده سره توپانچه سته.


      موږ له دي ځای څخه کوټي ته روان سوو او کوټي ته په رسیدلو سره چي زموږ قریبان خبر سوه چي زه راغلی یم ټوله خوشحاله سوه او دوستانو ته ټیلیفونونه شروع سوه. په دا سبا يي زه وبخښل او بیرته دا دئ زه کندهار ته راغلم.


زما په نظر دا لکه چي مازي تش په نامه بخښنه وه او د کرزي د کورنۍ څخه په ظاهري توګه د دا تور داغ لیري کولو هڅه وه.


      د کرزي د واکمنیدو سره سم حشمت په افغانستان کي امنیتي کمپنۍ جوړه کړه، ټوله هیواد او په ځانکړي جنوب کي يي د امریکا له خاصو ځواکونو سره د امنیتي چارو او استخباراتو په راټولو کي مرسته کوي او خپل ځان ته يي د ولسمشر کرزي په شان امنیتي ګارډ جوړ کړي دئ. کشر ورور حکمت يي د کړکیچ په نامه یوه تحیقیاتي اداره لري.



      دوی د خپل قدرت څخه په استفادې سره لومړی تیر کال د یار محمد خان زوی وواژه او دا دئ اوس يي بیا په امریکايي خاصو ځواکونو سره یار محمد خان کرزی هم وواژه. دا د افغانانو پر تاریخ او په ځانګړي توګه د کرزي پر کورنۍ باندي خورا یو لوی داغ دئ. خدای دي افغانان نور له دي وحشي کورنئ څخه خلاص کړي چي نه پر خپل ځان رحم لري او نه هم پر نورو انسانانو او تر ټولو خو بده خو لا دا ده چي خپلي شخصي دښمنۍ په امریکایانو سره تر سره کوي.






د پورتنۍ ليکني په اړه د ښاغلي حاجي کندهاري لخوا رارسېدلې تبصره :


دښاغلې کریم الله کرزي پرلیکنه ،چي عنوان يې دي(یارمحمدخان کرزي کرزیانو په امریکایانو وواژه) . یو لنډه یادونه لرم :


البته کریم الله کرزي به کرزي وي .رښتیا هم دیارمحمد کرزي دمړیني اساس(سبب) ورته معلوم دی .دښځي پر سر لانه وو،پدي کار کي دعبدالا احد خان اوخلیل خان کرزي منفي نقش تردي زیات ووچي کریم الله کرزي بیان کړي یدی . لمړی دظاهر شاه په وخت کښي دښځو دلڅ مخي په مسله کښی دعبدالاحد خان کرزي مؤافقه له حکومت سره سمه خبره ده.خو عبدالاحد خان په کلي او قوم کښي سخت سیال او رقیب (صالح محمد خان)درلودی،دخپل رقیب دله منځه وړلو په خاطر يې صالح محمد خان تحریک کړ چي سینما وسوځي بل اړخ ته والې ته ورغلې او والې ته يې وویل چي دغه غم صالح محمد خان جوړکړي . حکومت صالح محمد خان ونیوي او بندي يې کی  اوپوهیږﺉ چي په هغه مسٔله کښي (۷۰۰) کندهاریان ووژل سول  مګر عبدالاحدخان هم يې ځان حکومت په ښه خدمتګار معرفي کړي او هم يې خپل سیال له مخه چپ کړي.


بل درڅخه پاته خبره : هغه داچي یار محمد لا شل کلن وو چي عبدالاحد خان او خلیل خان کرزي علاوه پر دي چي خپله خور يې ورته ور واده نه کړل ،یار محمد کرزي يې دوخت له حکومت سره په معمله کښي په ناحقه تور بندي کی او دشپاړس(۱۶) کالو قید يې پر را وایستي.څو پدي ډول يې له یار محمد کرزي څخه ځان خلاص کړي وي.


دیار محمد کرزي دپلار (حاجي بازمحمدخان) له خپلو تر برو سره په زور کي برابر نه وو.دحا جي بازمحمد خان یوبل زوي تر یار محمد مشر شا محمدو البته دبلي ښځي څخه.تر یار محمد کشروروريې سلطان محمد،بل محمد او…..دي.نوموړي دکندهار دمحبس په شرقي سراي (کوره خانه ) کي دشمال لوري ته دسراي خواته په لمړي کوټه کي بندي وو.دکوټي انډیوال او دکاسي انډیوال يې رحم الدین وو.د۱۳۵۷هجري کال پوري په همدغه محبس کښي وو.


ستاسي دلیکنۍ خلاف هغه وخت نوموړي په ایران کي نه وو اونه يې څوک وژلې دي. دبندیانو په عمومي عفو کي ۱۳۵۷هجري کي له زندانه خلاص سو. لمړي په کندهار کي اوسیدي بیا پاکستان ته ولاړي.څو(خلیل خان) يې وواژه.


بل خلیل خان پایلوچ نه وو،خلیل خان دحکومتو مخبر او دخپل کلي ملک وو.هیله مي له افغانانو او بیا کندهاریانو داده چي دپایلوچي،ښه ځوانۍ مقام اومرتبي ته په سپکه مه ګورﺉ.هرکس اوناکس پایلوچ ندﺉ ،هر ډوډی مار،خان اوباټک پایلوچ نه وي.وسلام