کره کتونکی: ډااکټر رحمت ربي زیرک یار
خپلواک څیړونکی، کلیفورنیا امریکا
۵ مارچ ۲۰۱۱
محمد حید ر ځلمی په خټه سلیمانخیل/احمد زی پښتون افغان دی ، او د کندهار ښار د باميزو په کوڅه کې په ۱۹۵۲ ز. کال زیـږید لی دی. هلته یی په تیمور شاهي، میرویس نیکه او احمد شاه بابا ښوونځیو کی زده کړې بشپړې کړې دي اوپه کابل پوهنتون کی د حقوقو او واګـپوهـنې (سیاسي علومو) له پوهنځي نه په ۱۹۷۵ ز. کی په بریالیتوب سره راوتلی دی. د ی په یوې روڼ اندې کورنۍ کې زیږید لی دی. پلار یې محمد عمر سلیما نخیل نومیده چې «کله کله» به یې په په اسناد و کې د احمد زي تخلص هم کاراوه. د پلار له خوا نیا یې نیازمینه نومیده، «ښــــه اشــعار» یی ویل او د ننګرها ر په جګـد لک کی استوګنه وه.د مور له خوا نیا یی تاجوره نومیده. په خټه ســـــدوزۍ وه. « ډیر ښه اشعار » به یی ویل اود کابل ښار د ارتن پل په سیمه کی اوسید له. د محمد حیدر زلمي پلار محمد عمر سلیما نخیل د امان الله خان پاچاد واکمنۍ په مهال (۱۹۱۹تر۱۹۲۹) د حکامو په ښوونځي کی زده کړه کړې وه. دی «ډیرعالم» او «ډیر مد بر » و او په لیک او وینا کی هم تکړه و.
هغه د امان الله خان، محمد نادر خان، محمد ظاهرخان، او محمد داود خان په حکومتونو کی « تقریبا څلویښت » کاله په بیلا بیلو وظیفو کی د هیواد چوپـړ کړی و. زلمی لیکی چې: « زما پلار د ثور ۱۹۷۸ په کود تا کې د کابل نه د کوره وایستل سوبیا مو تر اوسه نه دی لیدلی او نه خبر لرو.» د زلمي ځینې خپلوان د ننګر هارولایت په جګـد لک کی اوسیږي، ځینی یی په کندهار کی، او پاتی یې د پښتونخوا په کوهاټ کې استوګن دي. د زلمي مور بی بی کشوره نومیده چی په ۱۹۹۸ زیـیز کې حج ته لاړه او وروسته له راستـنیدا یی په کویټه ښار کی په سل کلنۍ کی له نړۍ سترګې پټې کړې او په کندهار کی خاورو ته وسپارل شوه. د زلمي یو نیکه عبد الله خان سلیمان خیل د کندهار په میوند ولسوالۍ کي هد یرې ته سپارل شوی دی، او بل نیکه یی عبدالعزیز خان د کابل ښارد ارتن پل په سیمه کې خاورو ته سپارل شوی دی چی په منګ له سـلو کا لو زیا ت و.
محمد حیدر زلمی په افغانستان کې له خلکي کودتا نه نږدې اووه او نۍ وړاندې د ۱۹۷۸زیـیز د مارچ په څلورمه نیټه امریکی ته راورسید. دلته یې « ډیر سخت کارونه کړي » دي، او دلته « بلاخره انجنیر سوم.» د انجنیر زلمی تخصص د الوتکو په انجن کی و او« ډیر کار» یې د لاس انجلس په بین الملي هوایی ډ ګر کې کړی و.
انجنیر زلمی په امریکه کی د جمهوری ګوند غړی کیږي،خو «په رسمي ډول» ورنه وځي ځکه چی «ډیر ظالم او بیکاره خلک و[و].» له دینه وروسته د امریکې دموکرات ګوند ته ورننوځي، خو وایي چې له دې ګوند نه هم « په افتخا ر ووتلم » ځکه چې دواړه ګوندونه « یو ډول د امپراتورۍ او د ظلمونو طرفداران دي.» انجنیر زلمی کاږي چې ولسمشر بیل کليـنټن، بارک اوباما، او حامد کرزي او طالـبا نمشر ملا محمد عمرته یی لیکونه استولي وو، خو «د وی هیڅ اهمیت نه دی راکړی او نه زما د لیک جواب چا راکړی دی او زه یې هم پروا نه لرم.» د دې سره جوخت انجنیر محمد حیدر زلمی زیاتوی چې « زه په کی جي بي[د پخواني شوروي اتحاد استخبارات] او سي آې أئ کی نه وم او نه یم او نه به اوسم. دا زما لـنډه سوانح ده » .
داسې برېښي چې انجنیر زلمي به ټول افغا نستان(لر او بر) له پـښو وېـستلی وي. دی د لرې خوا په په کوېـټه او پيـښو رکې هغومره کوربه دی لکه د کا بل او کندها ر کوڅې او چمونه چې پیژني. ده د خیبر او سپین بولد ک په لارو کې خـپلې څپلـۍ زړې کړې دي. زلمي د لرې پښتونخوا په پيـښور او خيـبر کې د احمد شاه بابا په جوماتونو کې لمونځونه کړي دي او په بره پښتونخوا کې یې د میرویس نیکه او احمد شاه بابا په مزارونو کې خپل ملي شعور ټکور کړی دی. انجنیر زلمی د استعمار په تکه توره سمڅه کې د لالهند لاروي په شان تیندکونه خوري او د ټول افغانستان لالهند نسل ته د استعمار او امپریالیزم شوکې، ګواښونه، یرغلونه، غوڅوونکې کرښې او پټ پـلانونه ور په ګوته کوي، او په کلیـفورنیا ایا لت کې په خپل ټغر خپل زوزات ته اسلام او خپله مورنئ اوپلارنئ ژبــه پښـتو ورزد ه کـوي. انجــنیر زلمــي د خوښې طبعې ، د روند خــوی ، تکــړه فکــراوساده ژوند خاوند دی ، د زده کړې او سیاست سره ډ ېـره علاقمندي ښئ، اودعـدالت کلک پلوي دي. د خـپلو شعرونو دوه پـڼـډې ټولګـې یې خپرې کـــړې دي—یوه یې په ۴۷۷ مخـونو کې او بــله یې په ۴۷۸ مـخونو کې. زه درته د انجنیر زلمي فکر د ده پــه خــپله ویـــنا کـــې د ر پــیــژنم
« زما لیکــنې، وینــاوې اواشعــار د وطن اود نــړۍ د بیچاره او بادرکه انسانانو خوا نيسي. » ( محــمد حید ر زلــمی، د مهاجرت انګازې.۱۳۸۷لمرییز=۲۰۰۸ زییز.دانش خپرندوی ټولنه،پـيښور،مخ ۱).دی په خپل کتاب کې کاږي چې « عالمانو ته د قدر په سترګه وګورئ،او د عالمانو څخه استفاده وکړئ، خپل عالمان مه مجبوره کوئ چې د بیګانګانو مزدوران شي،اویا په وطنونو کې آواره شي او په مرګ او ژوند له تاسو څخه لیرې شي.» ښایي چې له همدې امله به انجینر ځلمی د خپلو زده کړو په بریالیتوب کې چې په «ډیرو خواریو اوډیروسختو اقتصادي مشکلاتو» کې یې تر لاس کړی دی، د خپلو استادانو مـنندوی وی: د کندهار ارواښاد میرزا محمد یعقوب،د کند هار ارواښاد حاجي محمد رسول، د کلا ت ارواښاد مولانا مقر، د ننګرهار د سره رود ارواښاد فضل ربي پژواک د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پوهاند، د کند هار د معروف ولسوالۍ موسی معروفي د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد، او د کونړونو ډاکټر سید خلیل الله هاشمیان د کا بل پوهــنتون د ادبیاتو د پوهـنځي پوهاند چې «عالي رهنمایي» یـې ورته کــړې ده.(محمد حیدر ځلمی، د فکرونو ټا ل،پامیر کمپوزینګ سنټر، پیـښور، ۱۳۸۴ لمریز=۲۰۰۵ زییز، زما ژوند ). لیکوال په خپل دې کتاب کې کاږي چې «سیاست پـیروي نـه غــواړي سیاست رهبري غواړي.» ور پسې لیکي چې:«هغه ملت اوهغه خلک چه نه متحد کیږي،او د وطن محبت او د کار اوخدمت کولو احساس پکښې نه راپورته کیږي[،] لکه وچه ونه اره کولو،تګه ولو،تراشلو او سوه ځلو ته اماده کیـږي.»(مخ ۴۰۶). د انجینرځلمي د شعر خوند هم وڅکئ
کـــوچنی وم ژړېـــــــدلـم هم رالوی شوم په ژړاکې دا چا راته پیدا کړل چه پریشان یې لور په لور کړم
زه کاشکې یا ډ بره یا لوی غر چه بې لــه روح وای له هرڅه به ازاد وای اوس د عقل نه څه جوړ کړم
ژړاپـرسترګو قهر کړي ورته وایي عاد ت پرېـږده استـــعــمار،استـثمار،استبداد کوم یو غمخور کـړم
د هـــمدې اثر ۲۶۴ مخ. انجــینر زلمی د خپــل بــل کتاب (د مهاجرت انګازې) په ۳۶۵ او ۳۶۶ مخـــونـــوکې د ډ یورنډ د رټـــلــــې او تـــش په نـــــامـــه لـــیـــکې په اکــــلــــــه داســــې شعـــر ویــــــــلی دی
ډ یورنډه مخ دې وران شه موږ دې څنګه بې نوا کړو وچـا ته واویـلا کړو
د پـلار او زوی په منځ کی تا په خط باندې جــدا کړو وچـا ته واویـلا کړو
انګـریــــزه مخ دې تور رشه تا وام څنــګه په ژړا کړو وچـا ته واویـلا کړو
ډ یور نــډه مخ دې تورشه موږ دې څنګه بی نوا کــړو وچــا ته واویـلا کړو
انجینر زلمی کاږي چې «د نورو کتابونو په لیکلو مې هم شروع کړې ده،اشعار په پښتو،دري،او انګلیسي ژبه وایم او لیکم یې. او خپلې فلسفي ویناوې هم لیکم….» ما زیرکیار د منلی انجینر محمد حیدر ځلمي له دوه شعري ټولګو نه خوند واخیست او د راتلونکو لیکنو په خپرولو کې ورته بریالیتوب غواړم. زما سپارښتنه ور ته داده چې خپلې راتلونکې لیکنې دې پـخپله په کمپـیـو ټر کې ټایپ او خپرې کړي او له دې لارې دې دهغو بـیخرته چاپي تـیروتنو مخه ونیسي چې پـیښور پکې د چا پي تیروتنو د پایتخت نوم ویستلی دی.