د ثور د کرغیړنې کودتا له پیل څخه تر ننه پورې افغان ولس او په ّځانګړې توګه هره ورځ به لس هاو افغان ښځې او ماشومان د جګړو له امه وژل کیږي. جګړه که څه هم یوه وحشتتاکه پیښه ده خو ځان ته قوانین لری چې پوځي یا حربي علم ورته ویل کیږي.له بده مرغه نه طالبان او نه بهرنی ځواکونه هیڅ ډول جګړه ایز قانون نه مراعاتوی او په دیره بې رحمانه توګه په ښارونو ، کلیو او باندو سره جنګیږي او د مقابل لورې د ّځپلو لپاره له هره ممکنه وسیلې څخه کار اخلې. افغانان داسې اتکل کاوه چې افغان مجاهدین او طالبان د حربی او بشري علومو په قوانینو او اساساساتو باندې نه پوهیږي نو څګه په هغو سیمو باندې جګړه کوی چې ولسې وګړي هلته اوسیږي خو اروپایی او امریکایی پوځیان به ارومرو حربی قوانینو او بشري علومو باندې پوهیږي او د جګړې په ډګر کار ځینې اخلي او د سپوږمکی له لارې هوښیاره او کنترول کیدونکې بمونه او پرمخ تللې الوتکې څخه چې نښه په دقیقه توګه ویشتلی شي او د ولسی تلفاتو مخه ښه نیولی شي، خو د تیرو لس کالو تاریّخ دا جوته کړه چې دا خبره رښتیا نه ده او هر ورّځ په لس هاو افغان ښځې او ماشومان د امریکایی او اروپایی الوتکو، څرخکو او ټوپونو ، هاوانانو او نورو درانده او سپکو وسلو په مټ وژل کیږي چې دلته د ولسی وګړو د تلفاتو شمیره یو ځو بیلګه د باوری او کره اسناد په اساس ورړاندې کوم.کابل ( پژواک) د ناټو امریکایي ځواکونو پرون دغرمي په یوه بجه د کونړ دپیچ درې د ماڼوګي ولسوالۍ دننګلام درې د تنګي سیمې پر یوه غرییزه ساحه بمبار کړی او هغه نهه ماشومان یې ووژل چې غره ته د خس او لرګیو راوړلو په موخه تللي وو چې له امله یی په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د کونړ په پیچ دره کې د خپلو سرتیرو لخوا د نهو افغان ماشومانو په وژنې بخښنه وغوښته.
د ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د کب په ۱۱ پژواک اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوی د کونړ د پیچ درې د پیښې بشپړ مسوولیت په غاړه اخلي.
د رویتر خبري آژنس له راپور سره سم د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍکې د امريکايي ځواکونوپه بمبارې کې څلويښت تنه ملکي کسان چې ډیری یی ښځې او ماشومان ول وژل شوي اونژدې څلورديرش نور سخت ژوبل شوي دي سرچینې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پیټرایس له خولې لیکلي : (( موږ په دې پیښې بخښنه غواړو او ژوره خواشیني څرګندوو، موږ له افغان حکومت، له خلکو اود وژل شویو کسانو له کورنیو څخه بخښنه غواړو، ژمنه کوو، چې دا ډول پیښه به په راتلونکي کې نه تکراریږي.
د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوی(يوناما ز (یاتوی چې د افغان ملکي وګړو د وژنې شميره د دې کال په لومړيودوو مياشتو کې ٣١ سلنه زياته شوې ده.
د عمومي منشي ځانګړی استازی ستفان دی ميستورا وويل: “افغان ماشومان او ښځې په خاص ډول له دې جګړې څخه ډير ځوريږي او دوی له بل هر وخت څخه ډير په خپلو کورونو کې وژل کيږي او ژوبليږي.
د یوناما به حواله د سيمې په کچه ولسی تلفات د ٢٠١۱ په لومړنيو دو مياشتو کې د افغانستان په ختییز او سهيلي سيمو کې زيات شوی دي تر تیمایی ډیر یی افغان ښځې او ماشومان دي.
یو امریکايي سرتیري په یوه ویډیو کې چې امریکايی څارنوالو ترې پوښتنه کړې په دې یې اعتراف کړی دی چې څنګه ده او ملګرو یې د روان کال د می یا جنوري په میاشت کې درې ملکي افغانان و وژل ، دا سرتیری چې جریمي مورلاک نومیږي د هغو پنځو سرتیرو له ډلې څخه یو دی چې په عمدي قتلونو، له نشه یې توکو څخه په ګټه اخیستنه او د افغان قربانیانو د بدن د غړیو په پرې کولو تورن دی.مورلاک ادعا کوي چې د دوی د ډلې مشر کالون ګیبس دا طرحه جوړه کړې وه. د اي بي سي خبري اژانس د دې اعتراف کونکي سرتیري له خولې د دوی د ډلې په اړه لیکي:« هغه د دې کسانو له وژولو سره هیڅ ډول ستونزه نه لري.»
مورلاک وايي چې د دوی قومندان به داسې لاره جوړوله چې داسې وښيي چې یاد شوي کسان د جګړې په ترڅ کې وژل شوي دي. دی په داسې حال کې چې ادعا کوي د دوی قومندان به د وژنې تر څنګ د ملکي کسانو څخه ګوتې هم پرې کولې وايي چې وروسته به یې قربانیانو ته لاسي بمونه هم ور اچول. دا سرتیری په داسې حال کې د ملکي وګړو د وژنې په اړه اعتراف کوي چې استرالیا هیواد هم په دا وروستیو کې خپل درې سرتیري په ارزګان کې د پنځو ماشومانو په وژنه تورن کړي دي.
په داسې حال کې چې ولسمشر کرزی هڅه کوي د خلکو په منځ کې د اعتماد وړ فضا رامنځ ته کړي او تل له بهرنیو سرتیرو څخه غوښتنه کوي چې باید په نهايي توګه د ملکي ګسانو له وژلو او ټپي کیدو څخه مخنیوی وکړي بیا هم د افغانستان په جګړه کې د ملکي وګړو وژل یوه لویه ننګونه ده چی زياتې وژنې د هيواد په جنوبي سيمو کې شوې چيرته چې په ورته پيښو کې د سلو څخه زيات ملکی افغانان ووژل شول. په ټوليز ډول د جګړې سره اړوندې ملکی وژنې په جنوب کې د ۴٣ سلنې څخه پورته شوې. هغه ملکی وګړي چې وژل شوي په هغو کې ښوونکي، نرسان، ډاکټران، قومي مشران، د ټولنې مشران، ولايتي او د ولسواليو چارواکي او په نورو ملکي وګړو کې ماشومان او هغه کسان شامل دي چې د نړيوالو ځواکونو او نړيوالو موسسو لپاره يې کار کولو.
د کونړ ولابت ۹ تنه ماشومانو د وژل کیدو په اړه دناټو قوماندان ویلي زه به په شخصي توګه له ولسمشر حامد کرزي څخه هم بخښنه غواړم. د ناټو قوماندان ویلي، چې دا یوه دردونکې پیښه ده او خپلو قوماندانانو ته یې ویلي دي چې پخپلو تکتیکونو کې تغیر راولي، تر څو چې د ملکي تلفاتو کچه کمه شي. جنرال پیټرایس زیاته کړې : (( ددې پیښې له پلټنو وروسته مې د ایساف ټولو مشرانو ، د چورلکو پیلوټانو او قوماندانانو ته ويلي چې پخپلو تکتیکونو له سره غور او د بې ګناه افغانانو ژوند وژغوري.))
که چیرې د ولسی وګړي او په ځا نګړې توګه افغان ښځې او ماشومانو د تلفاتو په اړه یوه بشپړه څیړنه وکړو په ملیونو دالرو او کلونو وخت ته اړتیا لرو چې کره مالومات ترلاسه کو چې څومره افغان ښځې ، ماشومان او ولسي وګړي د روسانو ، امریکایانو ، اروپایانو ، افغان جهادي تنظیمیونو ، طالبانو په واسطه وژل شوی دي.
خبره دا ده چې څنګه افغان ښّځې او ماشومان د جګړو له تاوتریخوالي څخه ژغورلې شو؟ دا یوه ډیره سخته پوښتنه ده. تر څو چې د افغانستان د کشالې د پاره منطیقی د حل لاره پیدا نشي یانې بهر ځواکونه او طالبان يو بل د یوه سیاسی او پوځی ځواک په توګه سره و نه پیژنی او سره خبری اترې پیل نکړي دا ناشونې بریښي چې د افغانستان ًجګړې لپاره د حل یوه سیاسی او یا پو ځي لاره د کابل جکومت له لارې پیدا شي . له بده مرغه تاریخ جوته کړه چې نه طالبان او نه د کابل حکومت پوره سیاسی صلاحیت لري چې یو د بل سره کیني او تفاهم سره ورسیږي. له بده مرغه د افغانستان جګړه یوه ډیره کړکیچنه او مغلق جګړه ده چې ګڼ کورنې او بهرنی اړخونه لري او تر اوسه پورې نه کوم سیاست پوه او نه کوم پوځي جنرال د حل لاره ورته پید کړي. الله دې پر افغان ولس ورحميږي .
تل دي وي آزاد دي وي آباد دي وي ګران افغانستان