لکه څنګه چي زمانه بدله سوېده سړي هم هغه پخوانې ندي
اوداخبره طبعي هم ده.
نبو احوالدار يې له خپل پیره پوښتي:
سلام سلام پیر با با : داډیر کلونه مي یوه خبره په زړه کښي پټه له تا ساتل . هره ورځ به مي له ځان سره ویل نن به ورته وايې او نن به ورته وايې پدي کی کلونه دادي تیرسول. پیر بابا: وایه، وایه نبو حوالداره څه چی دي په زړه کی دي، زړه دي همدانن تش کړه.حوالدار: خداي په رښتیا خوشحاله کیږي نور نو حوصله هم را پاته نده ، ټوله شپه حتی نن سهار پر لمانځ ولاړ وم فکرو او چورتو واخستی ووم، څه سر دي په درد راولم، ولاړ پر لمانځه ووم. خواصلاً می چرته واهه، داسي دکلۍ دپاسه مي راشروع کړل ،کښته ولاړم دکلۍ تر پایه ولاړم ، ټول واړه اوزاړه مي تر پام تیرکړل. آخر حیران ،په ځان پوهه نسوم چي په لمانځ کی به مي څه ویلي وي خداي می دي نه ګُنهکار کوي . والله که مي سر خلاص دي چي څه مي وکړل او څورکعت لمونځ می وکړي ،سره ګډ وډ یو څه مي وکړل ،خداي مودي بخښي پیر بابا . نو می چه له لمانځه ځان فارغ کړي دځان سره مي فصیله وکړه چي ستا خو سر پدی خبرو سم سر نه خلاصیږي،راځه توکل پر خداي نن يې پیر بابا ته ووایم.پر هغه یو څوشپی ایضافه تیري سویدي ، څوکمیسه يې تر تا بالأ زاړه کړیدي. دده به په یو څه خبره سر خلاص وي،بیا فکر را پیداسو چي مشر اوسپن ږیري سړي دي دکلو ددم انډیوال دي دي ،خفه به سي خو مجبور سوم .نو که دي خوا بدیږي اوکه ښه کیږي. دا زما اوستا په یارانه کي زیات اوکم پکښی دا دي دیرش کاله پرتیر سول،ستا زیارت ته ځم اوراځم سوچونه کوم ،ستا ژوند او خپل ژوند ته ګورم. خلګ څه کوي ،زه اوته څه؟ خو ته هم موږ د……زامنو ته څه عقل مکل را وښه یه. داد دې زمانې خلګ ډیر هوښیاران سول ، زمانه بدله سوه هريو دځا ن په ګټه وټه پوهه سوو .او ګوره پیر بابا! ولچي هغه چي موږ به په کلۍ کي خره بلل اوس يې ګټي مټي وینم کورته يې راوړي . داولادو درنګونو بڼی يې خداي سته سمیي سویدي. سبا به يې اولادونه وايې دپلار میراث راته پاته دي دچايې په څه. پیرباباته زوړ سوي خو چا خیراوفیض درڅخه یو نه وړي. اوداسي به مري بس دا یوه خبره کوي :
پام چي دبنده تر پور لاندي رانسي +دکوم انسان په وژلو ککړ نسي
پور دبنده حق دي څوک يې بخښلاي نسی+که ژروي یا پس هغه به تاترستوني نسي
.پير بابا: حیي ،حیي نبو اولداره(احوالدار) مه مي زوره وه ، زه يې وینم ،ښه يې وینم په همدي ویرآخته یم شپه اورځ دخپل رب سره په جکړه یم. دا یوازي زموږ په وطن کي نه بلکي به ټول جهان کي خصوصاً په هغو هیوادو کي چي کلیمه ویل کیږي دا لوبي کیږي. هم کلیمه وايې هم خیانت کوي. نبو:پیر بابا زه خوهمدا خبره کوم،تسبهه پلاس، ږیره اوږده،کالې سپین، چپنه اغوستې ،مسٔله پر اوږو ،مسجد ته ځی، په لومړي صف دجماعت کښي ولاړ وي، وخت ناوخت ملأ امام سي. بیا غلا،وژل ،قتلونه ،درواغ ،حتی بداخلاقي هم کوي . نو داولې؟آیا دوي له خدایه نه بیریږي ؟ تا ته چي څه ووایم ته وايې زه يې وینم،کوم راز سته ؟ حوالدار په قهر سو زه نه پوهیږم یوازي ته په پوهیږي موږد…….زامن به کله په پوهه سو؟آخیر به څه کیږي؟ چل راښیه چل زمانه آخیر سول خره په کراسته داغیږي.دهوښیارانو شمیر مو ترنورو……. … . ډیرسوو. پیر بابا! نبو څه دي وویل؟ ته يي یو ځل بیا ووایه، دهوښیا رانو شمیرموتر نورو…… ډیرسو؟ پیر وخندل. احوالدار: مه مو ناسي کوه څه دي وویل؟څخه دي وویل ؟ ښه وایه یم ټول هوښیاران سول زه چي هر ورځ راځم ستاسره ناست یم ولاکه مي تر اوسه په ……لا سر خلاص سویدي.چي دا څه روان دي په دي ملک کي، ته ورسه هغه چي ما سړي نه بلل اوس يې آرګاه برګاه وګوره.ډیر له دوي شیخان سول، حاجیان سول اولادونه يې مدیران وزیران ،شورا وال ،ریسان اوشاهان سول،پرنارواکړنو مړه پلرونه يې شهیدان سول. موتران ،پیسي،او اورتي يې لاڅه کوي. پیر بابا : نبو خپله اصلي خبره دي وکړه خبره څه ده ؟ ولي نن داسي سور او شین کیږی، دا خو زموږ په ملک کي څه نوي خبره نده. داسلګونه کلونه په لږ توپیر دغسي وضعه روانه وه. ډیرو دغریبو لوني اوخوندي په زور ،زر اوچل واده کیدي . دبل مځکي يې لاندي کیدي ،په تیاور کي بیچاره ګان وژل کیدل. صبر کووه خداي مهربان دي راځي ورځ يې راځي .بیا به يې خپله وګوري چي دمصر اوعربي تړۍ دواکمنو دمشرانو په شان به دپټیدو ځاي پلټي.نه به دچا خپل وي،نه دچا عزیز، نه به تربور وي نه دکاکا زوي.څوړ غوږونه ،مړي سترګي به ګرځي ،هغه دآخیرت خواري خولا پریږده . نبو حولدار: پیر بابا هغه مصریان وه،هغه یمنیان وه، هغه مصري ولس وو. زموږ هغي تاجک ،پښتون،هزاره،ازبک او په پشتنو کي بیا په درانې اوغلجي خبرو ښه پوهیږي.تر اوسه خو لا موږ او افغانیت سره لیري یو. په موږ کي کله دونه ا یمانداري سته. دنبو خبر پیر بابا په غموکښي لاحوکړي،دخپل غم دغلطولو لپاره يې دجیبه دتاریاکو غوټه را واستل دیو ماش پر ځاي يې دوه ماشه وخوړل . ژر دپیر بابا سر ګرم سو نور يې ماغه ګډوډ سول لږ ګړي چپ سو،پیر بابا: نبو ورځ يې راځي ته مخفه کیږه کلیمه ووایه پر ځان يې چوه کړه،مځکه پورته آسمان کښته دي. نبو اوالدار: په کَټ کَټ وخندل پیر بابا ته يې هم په سر نیولۍ يې چپ قیضيه دي ور واچول لکه چي ستاڅخه هم نن ماش با لا خوړل سویدي.زه څه درته وایم اوته څه وايې.راځه نن دي پردغه ځاي پاته وي بیا چي جانان ملنک هم وي خبري به کوو. لږ وروسته پيربابا څه سم سو ،هلکه نبواوحوالداره! ګوره ستا څخه يې څه پټه کړم ،دجانان ملنک مخته به څه نه سره وايو. له جانانه مي دخلګو مخته ساته ،دا دي له کمه راپیداکړي ؟.چي رښتیا درته ووایم زه ولچي دجانا ن ملنګه خار خورم،هغه دې زما اوستاخبروته مه را ګډه وه. ما چي یوه ورځ په یوه مجلس کي هغه ولیدي دي اوس ترما په خبروهغه زیات پوهیږي علا وه پردي سپین ستر ګي هم دي رډي اولڅي خبري کوي سړي رښتیا ته دروي ،خپله خو دچاه پروا نلري، خو سړي ورسره …… ته باید پوهه سي چي داملک اوزمانه درښتیا ویلو زمانه لا نده. ته يې ویني چیري چي خره دي هغه پر چوکیوسپاره دي. جانان ملنګ په مجلس کي داسي خبر رامنځه ته کړي چي سړي حیران وي دخلګو مخته څه ووايې ،زموږ اعتیبار را خامه وي.زموږ خو اوس ګذاره له خروسره سویده څنګه وکړو، دخروسر موږدوستي لرو ،خیښې لرو ستا قربان سم،دده خبري خو پخي دي.سمي دي.خوموږ هم ژوند لرو دي خو دلته یودي اودانور…..ډیر او موږ کلونه له ډیرو سروو. موږ له دغو ډیرو سره اخښل سوي یو. زه له ډیر وخت دا کوښښ کوم چي له جانان ملنګ لري اوسم او کله ناکله په مناسبه مو قع کي چي څوک پوهه هم نشي ورسره شناخت پالم . په رښتیا په زړه کي پر ما هم ګران دي خو څنګه وکړم. مګر ستا خورا ورسره ډیره ده ،فکر دي ونیسه .زه دخلګو مخته نه وایم چي زه ورسره پيژنم او نوم يې په ښو خو بیخي یادولاي نسم .ته خومي دکلونودو ست يې دا راز درسره شریکوم،چي تر خوله دي چا ته ونه وزي. نبو احوالدارښه، ښه پیربابا اوس مي سر خلاصو لدي وروسته به زه هم ستا په شان وخره ته خیرالله خان و وایم.ته وا پیر بابا ژوند به مي سم سي؟ پیر بابا :حتمي حتمي چي زما لاره تعقیب کړي که نور هیڅ نوي زما په شان خوبه سي« سپی به يې خوژوندي به يې» . نبو احوالدار:پیر بابا که دي دالاره په وړکتوب کښي را ښو ولي وايې ،امکان ددي و چي څه تغیر راپکښي راغلۍ واي.اوس چي ژونددخرو له لاسه په خواریو ،سرګر دانیو اومشکلاتو کښی را باندي تیرسو.ډیر ژوند پاته ندي .نبواحوالدار: یاپیربابا ته مي اوس دخرو منځ ته بیايې او ګوره زه به هم دجانان ملنګ په شان دژوند تر پایه خرته خروایم،خره ته خیرالله خان نسم ویلاي. اوس ته څّه چي ستا پلارمي هم ولاکه ستا د لاري مل کړي. داچي ومي پیژندي اوس هم ناوخته ندي،ځه دخرومله.