کور / تازه خبرونه / میدان وردګ: شپږ ښونځي او د ولایتي شورا ودانۍ جوړه شوه

میدان وردګ: شپږ ښونځي او د ولایتي شورا ودانۍ جوړه شوه

دافغان او ترکیې هېواد د سل کلنې دوستۍ داونۍ په ویاړ په میدان وردګو
ولایت کې دشپږښوونځيو،څلورو کلینیکونو او ولایتي شورا ودانیو چارې بشپړې
او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دافغانستان او ترکي دوست هېواد سره دتاریخي دوستۍ داونۍ په ویاړ دهمدغه
ورور هېواد په مالي مرسته په ولایت کې دشپږو ښوونځیو ودانۍ،دڅلورو
کلینیکونو ودانۍ او دولایتي شورا دوه پوړیزه وانۍ دپوهنې وزیر ډاکتر
فاروق وردګ،دسیمه ایزو ارګانونو د ادارې سرپرست برنا کریمي ،په افغانستان
کې دترکي هېواد سفیر بساط اوز ترک ،دمیدان وردګو واالي محمد حلیم
فدایي،ولایتي ډلې مشرالف اشکله، دترکي پرمختیاي ادارې ټیکا مشر احسان،په
ولسي جرګه کې ددې ولایت استازې عبدالمجید وردګ،دسولې عالي شورا غړی حاجي
محمدموسی ، ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو لخوا دیولړ ځانګړو مراسمو په
ترڅ کې پرانیستل شول.
دپوهنې په برخه کې دشپږو ښوونځیو ودانۍ چې په چک کې دشهدابیر لومړنۍ ښوونځی او حضرت عمر لیسه،دجغتو دکلاندې لیسه،دنرخ شهاب الدین لیسه،سنګ شاده دمرکز بهسود،دغازي لیسه په جلګې ولسوالۍ کې دیونیم میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت چې ټولې ۷۰ خونې کیږي او د۸۰۰۰ زده
کوونکو ظرفیت لري چې اړونده ټولې اسانتیاوې لري،همدارنګه څلور روغتیایي
مرکزونه دوه په چک، دجغتو دمنګلي او دبهسودو دهن ګرام اب په ولسوالیو کې
داتولکو(۸۰۰۰۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت جوړ کړي چې دروغتیا ټولې
اسانتیاوې په کې په پام کې نیول شوې او همدارنګه دولایتي شورا دوه
پوړیزه ودانۍ هم ۶ لکو امریکایي ډالرو په ارزښت دیوکال په موده کې په
پنځه جریبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړه کړې چې په جوړیدو سره یې
دولایتي شورا دغړو دځای دنشتوالي ستونزې حل شي.

دنوموړو جوړو شوو ودانیوو دسپارلو رسمي اسناد هم دولایت دپوهنې او عامې
روغتیا ریسانو دپرمختیایي ادارې ټیکا مسول میکایل سره لاسلیک شول او
دیادو ریاستونو په واک کې ورکړل شول،همدارنګه دترکي دوست هېواد په مرسته
پنځه موټر سایکلونو هم دکرنې ریاست دولسوالیو ترویج مدیرانو په واک کې
ورکړل شول.
ترکیې په په دې ولایت کې دامنیت،بیارغاونې او ښې حکومتدارۍ په برخو کې تراوسه ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې ترسره کړې دي.