کور / شعر / ښځه

ښځه

اوښکو زما سره نصیب تړلی
دزړه ناری می په سلګو راغلی
ماته په هر قدم د ژوند کی اشنا
تورې سکروټی خوری شوی ولی؟
زه تړل شوی په کیړو د ظلم
زه په کاروان د ژوندکی
په نوم د ښځي ځوریدلی یمه
زه له تیارو سره اشنا یمه اوس
ماته رڼا څه عجیبه غوندی ده!
زما دزړه تسل ژړا سره ده
ماکروندی دغم تمامی کړلی
زه خرڅه شوی یم د پلار لخوانه
زما خو حق کې بس دی همدا ورسید
زما دعمر کاروان وګوره ته
په کی تیاری په کی ارمان ژړیږی
زه د زړه راز چاته ویلی نشم
زما یی شوڼډی د ظلمو په تارو
کلکی ګڼډلی دینه !
زه ګونګه شوی ناوکی دمینی
زه خو سازونو د رواج ته مدام
کږه وږه یم ګډیدلی همیش!
زما ارواح ستړی ستومانه ګرځی
په ما کی شپی دظلمتونو اوسی
ماته مورکی ویل، تور سره یی ته
زما ځواني دسپرلو بڼ ونه لید
ماته حالاتو سره لاس یوکړی
مانه توان د ژړیدلو تللی
زما بی ساه کالبد کی څه پاتی دی
خدایه، زه تاته په زارو یمه نن
چی ته می لڼډ کړی داکاروان دلاری
زه یی دوړلو توان نور نه لرم
زما زندان کی تړل شوی ساه نن
ته د مرګی په تورو تورو لاسو
له ده مالت نه لیری لیری چیری
داسمانونو په لمن کی پورته
ته ورله کور ورکه نور
زه د دغه ژوند دا درنه قافله
په مخه وړی نه شم نور!
ښځه؟؟؟ نه غواړم واورمه دانوم په غوږو
ته ماله دی نومه څه لیری لیری
بلی دنیا ته یوسه
ما په دی نوم کی راحت ونه مونده!
خدایه دعا می واوره!
زه یم د دردونو سپرلې
زه بوره شوی موریم
زه کړیدلی خور یم
زه کوڼډه شوی میرمن
زه یم افغانه ښځه!
خدایه دعا می واوره
دزړګي اّه می واوره!
ښځه؟ نه غواړم ښځه اوسم!