د افغانستان د ژغورنې له پاره یو ملي سیاسي تحریک جوړول یوه مبرمه اړتیا ده
په افغانستان کې د خلکو د هیلو په خلاف بیعدالتی زور، بیوزلي ډیره او بیکاري په کلیو او ښارونو کې بې کچې زیاته شوې. د ښوونې او روزنې وضعه د یوې غټې افتضاح نه پرته بل څه نشي ګڼل کیدلی او روغتیایې خدمتونه نشته او عام وګړی د تداوی وړ ناروغتیاو لامله خپل ژوندون د لاسه ورکوي. بله خوا د ملیارډرانو یا ارب پتیانو یوه وړه ډله یا د ټوپک په زور او یا په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د ځواکونو د شتون لامله د قراردادونو له برکته ډیره شتمنه شوې ده. د شتمن او نیسمن تر منځ داسې بې کچې توپیر د هیواد په تاریخ کې بیسابقې کار دی او د ډیرو ستونزو حتی د انارشی سبب کیدلی شي. ددې په څنګ کې روانه جګړه په څرګنده توګه د یو یا څو ګاونډیانو په نیغه مرسته ددې توپیر د ابقا سره مرسته کوي.
د افغانستان اوسني بحراني حالت ته په پام دننه په هیواد کې او په بهرنیو هیوادونو کې د زیاتو تعلیموالو او روښانفکرو افغانانو – زړو او ځوانانو – توجه ددې بحران نه د وتلو لارو چارو ته اوښتې ده. یو بهیر وجود لری چې مرکزي مفکوره یې ددی وضعیت نه د وتلو په خاطر د یو ملی سیاسي تحریک جوړول دي.
دغه ښه نیت انفرادي دی. یا خو د افغانانو د طبیعي انفرادیت او یا په دې دلیل چې څوک چې دا ناره پورته کوي د ورته فکر او نظر خاوندانو سره نه نژدې کیدلی او نه کیناستلی شي. خو تش شتون یې مهم دی.
ددې مناظرو او مباحثو په لړ کې یو هم د ښاغلي محمد انعام واک ددریم ځواک یا دریمې لارې وړاندیز دی. دی د خلکو ډیموکراتیک ګوند یا په اصطلاح خلقیان او پرچمیان د یو قوت او په پیښور کې جوړې شوې ډلې د بل قوت ټوګه راپېژني او ددوی په څنګ کې نورې ډلې لکه افغان ملت، مساوات (چې حتی سیاسي موجودیت یې په شک کې دی) او داسې نورې ډلې ددریم ځواک په نامه بولي او استدلال کوي چې دوی دې په یو «ملی سیاسی» تشکل کې ددریم ځواک یا دریمې لادې په نامه سره راټول شي.
په ۱۹۹۹ کال کې چې دا نظر ښاغلي واک دده په وینا د لومړي ځل له پاره وړاندې کړی ؤ د توجیه او بحث وړ ؤ اما د ۲۰۰۱ کال نه وروسته دلته په افغانستان کې بنسټیز سیاسی بدلونونه راغلي دی. د پیښوري تنظیمونو او د پرچم او خلق ډیر کسان د بهرنیو ځواکونو سره همکاري کوي او په اوسني حکومت کې غټې دندې لري. بله خبره داده چې یا په دې وجه چې د هغې تنظیمونو اوګوندونو مشران/غړي د خپلوسازمانونو په کړو شرمیدل او یا له دې امله چې هغه ډلې داسې نه بولي چې تداوم ته دې اړتیا وي په انتخاباتو کې د مستقلو کاندیدانو په توګه ودریدل. نو ویل کیدلی شي چې هغه دوه قوتونه نور نه شته نو اوس دا خبره قطعا منتفي ده چې ددریم ځواک خبره وشي. برسېره پر دې که دا ومنو چې دا ډلې شته ددې سازمانونو راټولول ستونزمن کار دی ځکه چې هره ډله به د زیاتو امتیازاتو د ګټلو له پاره د خپل توان نه زیات زور کوي. ددې کار نتیجه به د یو سیاسي تحریک د ایجاد د هڅو د ناکامي او د وخت د ضیاع نه پرته بل څه نه وي.
د اوسني ناورین نه زمونږ د هیواد د راوتلو له پاره د یو ملي سیاسي تحریک د جوړیدو په باره کې د ښاغلي واک او نورو ښاغلو وړاندیزونه ددرناوۍ وړ دي. دا اقدام به د افغانستان د ژغورنې له پاره یو نوی پیل وي. خو دا تحریک دې بیخپوره نوی سازمان وي او مرام دې یې د بهرنۍ بلوسې نه د هیواد ژغورل، ټولنیزنیاو او په ډیموکراتیکه توګه د هیواد د شتو عادلانه ویش وي. څوک چې ورته راځي هغه به په یو نوي پلاټفورم د افرادو د راټولیدلو پر بنسټ وي نه ګوند او سازمان. او د برخې اخستنې معیار او محک دې یې داوي چې وطن ته یې خیانت نه وي کړی او د بشر د حقوقو نه سرغړونکی نه وي. دې لوړ نصب العین ته د رسیدو له پاره د سملاسي کار پیل کول یو مبرم تاخیر نه منومکئ ضرورت دی.
(لیکوال پخوا په بی بی سی مانیټورنګ کې سب ایډیټر ؤ. ده د ارلنډ جانسن لیکنه ‘هند، پاکستان که پښتونستان’ په پښتو ترجمه کړی. دا کتاب د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز او د کور له خوا خپور شوی.)