ددې ليکني لومړۍ برخي ته داځای کليک کړﺉ پښتو ښراوي
پښتو شفاهي ادب که له يوې خوا د سکښت و جوړښت له مخي له خورا رنګارنګيو څخه ډک دئ له بلي خوا د شفاهي ادب هره څانګه د موضوعاتو په لحاظ هم خورا متنوع او رنګينه ده. لنډۍ، کاکړۍ غاړي، د نکلو نارې، انګۍ او نوري څانګي هره يوه په خپل ځان کي د پښتنو د روحياتو، ذوق، هنر او اجتماعي ژوند خورا ډېري څنډي په ډېر ښه کمال او ظرافت وړاندي کوي. که يوازي پښتو لنډۍ تر څېړني لاندي ونيول سي، او يو څېړونکی د خپل اوږده ژوندانه ډېر کلونه د پښتو شفاهي ادب د دغي غني څانګي څېړلو ته وقف کړي، په يقين سره بايد ووايو چي تر ډېرو څېړنو او پلټنو وروسته به هم د موضوعاتو په لحاظ د لنډيو ډېري خواوي نورو څېړنو ته محتاجه وي. ځکه په لنډيو کي د پښتنو د سياسي، تاريخي، اجتماعي او هنري ژوندانه خورا ډېر اړخونه منعکس سوي دي. د يوه لوی او ژوندي قوم د ژوندانه دغه بېلابېل اړخونه ډېرو څېړونکو او خورا زياتو څېړنو ته اړتيا لري.
لنډيو ته په ورته ډول د نکلو نارې هم د دغي ځانګړني څخه برخمني دي، غاړي چي په ارغند ناوه، هلمند ناوه، روزګان، غور، ارغسان او غونډ کندهار کي ستون لري هم د پښتانه قوم ټول هنري، تاريخي او ذوقي مسايل په خورا روانه او خوږه ژبه پکښې رايوځای سوي دي.
ښراوي هم د پښتو شفاهي ادب يوه څانګه ده، چي له بده مرغه د ثبت و ضبط پروسه ئې لا تر اوسه په ليکلې توګه تر سره سوې نه ده، خو هغه چي تر دې ګړيه لا هم د اولس د پرګنو پر ژبه جاري دي د موضوعاتو په لحاظ خورا رنګارنګي پکښې ليدله کېږي. په ځينو ښراوو کي مخاطب ته پر دې دنيا د سزا غوښتنه کېږي، بعضي بيا د هغې دنيا جزا ورته غواړي، ځيني ښراوي د ستانه وو او بزرګانو له خوا کېږي، خو ځيني بيا د يوه آزار سوي زړه آه و فرياد څرګندوي.
کله ناکله د خواښي و مږور تر منځ رامنځته کېږي، خو کله بيا ندرور و ورېنداره پکښې يادېږي. د مور او پلار له خوا هم وخت ناوخته زوی و لور ته ښرا کېږي.
ښراوي چي په هر ډول او هره واسطه کېږي بالاخره هر ښرا کوونکی ئې يوه نتيجه ځني اخلي: د خپل زړه د تسلي له پاره د مخاطب بربادي او خرابي پکښي غواړي. ښراوي د شفاهي ادب د يوې برخي په توګه د نړۍ په ټولو ژبو کي سته، خو په هره ژبه کي د ښراوو رواج د هغې ژبي په ويونکو پوري اړه لري، په ځانګړې توګه د يوه ښراګويه نر يا ښځي په ابتکار پوري پيوند ده، په دې اړه استاد محمدمعصوم هوتک وايي:
“ښراوي د ښرا ویونکي په ابتکار پوري مستقیمه اړه لري. ښرا واردواره یو شخص جوړه کړي او وروسته بیا په محیط کي عامه سي ورپسې پسي کلتوري او د استعمال اورشو ئې پراخه سي(۱)”.
د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد حبيب الله جاج پښتون زوى وايي: “تر اوسه د فلكلور دا مهمه برخه په كتابي بڼه نه ده خوندي شوې”. نوموړى زياتوي:
“اوس موږ اصطلاحات راټول كړي، لنډۍ مو راټولې كړي، متلونه، غاړې او داسې نور مو راټول كړي دي خو ښېرا لا هم نه ده راټوله شوې، زما په خيال دې برخې ته كار په كار دى، ځوانان بايد پاملرنه ورته وكړي. دا كارپه نوره دنيا كې هم څومره چې زه خبر يم نه دى شوى، په اروپا كې ادبپوهان ښېرا نامنظم تركيبات بولي چې سړى خوابدى كوي. ښېرا كه هر څومره خوږه شي، بيا هم ترخه ده. مثلاً وايي: ږېره دې وخريله شه، پوزه دې پرې شه، خونه دې چوسه، واړه دې د بل در ته كښينه، وږى مرغه شې، په روزي پسې دې نوك ووځه. دا ټولې ښېراوې سړى خوابدى كوي(۲) “.
د ښراوو ګرامري جوړښت:
د ګرامر له پلوه د ښراوو جوړښت نه د خبري جملې شکل لري او نه هم د سواليه جملې. ځکه تر ډېري اندازې په ښراوو کي د فاعليت او مفعوليت اشکال چي د خبري او سواليه جملو په جوړولو کي عمده ونډه لري نه تر سترګو کېږي. د ښراوو ژبه رمزي ژبه ده، ښرا کوونکی د يوې خاصي سمبوليکي وراشې په ډول د استعارې او کنايې غوندې د ندائيه جملې په شکل خپل مقصد څرګندوي او په دغه سمبوليکه ژبه د خپل زړه درد، آه و فرياد ښکاره کوي.
په دې اړه د کابل پوهنتون استاد ښاغلی جاج پښتون زوی داسي وايي: “د ښېرا ژبه كنايي او رمزي ده، موږ كولاى شو د ښېرا له دغه امتياز څخه د ادبياتو په نورو برخو كې استفاده وكړو زما نظر دا دى چې يو خو دې ښيراوې راټولې شي او بل دې هغه كيسې هم راټولې شي چې كليوال او خپل خپلوان يې معمولاً هغو خلكو ته كوي چې غم ورپېښ وي، مړى يې شوى وي یا څه بل ویر وي، دوى د دې په خاطر چې د هغو زړونه تكيه كړي د صبر او زغم ځينې كيسې ورته كوي دا كيسې هم ډېرې با ارزښته دي نو دې دواړه برخو ته توجه په كار ده(۳)”.
د ښراوو ژبنی اړخ:
پورته عنوان د خپل شکلي جوړښت له مخي دوه اړخه لري، لومړی اړخ ئې دا دئ چي د پښتو ښراوو ژبه تر څېړني لاندي نيسي. د دې موضوع لپاره د پښتو منثورو ښراوو ژبنی اړخ خورا غنيمت مواد لري. لکه د پښتو شفاهي ادب يو بل فورم (متل) له پاره چي ځينو څېړونکو يو تعريف ډوله جمله په دې ډول وضع کړې ده، چي:
“متلونه د پښتو شفاهي ادبياتو درنې، پخې او په تول تللي لنډي ويناوي دي”.
د دغي تعريف وشمه جملې په ډول نو د پښتو منثورو ښراوو له پاره به چي د جوړښت له مخي د متلونو او ځينو ژبنيو اصطلاحاتو په ډول د شفاهي ادب يوه بېله برخه ده، دا ډول تعريف بې ځايه نه وي:
“پښتو ښراوي د يوې خاصي عقيدې پر بنياد د ځانګړي آهنګ، جوړښت او سکښت په چوکاټ کي د يو آزار سوي زړه آه و فرياد څرګندوي”.
دغه د ځانګړي آهنګ،جوړښت او سکښت ويناوي ځانته بېل ګرامري جوړښت لري، پر دغه ګرامري جوړښت باندي خبري کول زما په فکر د موضوع يو اړخ دئ.
بله برخه په پښتو ښراوو کي د هغو متروکو (لرغونو) او له پامه لوېدلو لغاتونو استعمال دئ، چي اوس مهال ئې د پښتو ژبي ډېری ويونکي له معنا او استعماله سره بلدتيا نه لري.
د پښتو خورا زاړه او لرغوني (متروک) لغاتونه تر منظومو ښراوو په منثورو ښراوو کي ډېر خوندي دي، د همدغه مزيت په خاطر د پښتو هغه منثوري ښراوي چي د چا خبره د عصريت باد نه وي وهلي له يو ډول وزم او وزن څخه برخمني دي. که چيري دا زمينه برابره سي چي د جغرافيايي موقعيتونو په نظر کي نيولو سره د هري سيمي ښراوي راټولي سي، زه په يقين سره ويلای سم چي په هغو ښراوو کي به د هري سيمي د بېخي زياتو سيمه ييزو اصطلاحاتو او ځانګړتياوو تر څنګ خورا ډېر پښتو زاړه او متروک لغتونه هم تر لاسه سي.
زه به د خپلي دغي ادعا د ثبوت له پاره څو ښراوي دروړاندي کړم:
لومړۍ ښرا په دې ډول ده:
• د کُلمو شوله دي در ولوېږي.
پورته ښرا په کندهار کي د خورا ډېرو ښځمنو له خوا ويله کېږي، په دې ښرا کي د شوَلَه (šwála) لغت زوړ سوچه پښتو لغت دئ، چي مراد ئې د کُلمو يو ډول ناروغي ده، په دې ناروغي کي کُلمې خورا لغوړن درد کوي، خو کله چي سړی د طبيعت سمېدو او عذر رفع کولو له پاره تېر سي بيا د توقع خلاف څه نه وي. دغي ناروغۍ ته په کندهار کي (د کلمو تاو) اصطلاح کارېږي(۴).
دغه لغت د پښتو په کلاسيک ادب کي هم کار سوی دئ، د پښتو نامتو شاعر خوشحال خان خټک يو ځای وايي:
په هر بيت ئې هسي رنګ شولي ورپاڅي
لکـــــه زېږي په ډېر درد سره اطــــــــــــفال(۵)
يوه بله پښتو منثوره ښرا چي ما له کندهاريو ښځمنو څخه په بېلابېلو ځايونو کي اورېدلې ده په دې ډول ده:
• ټک له ټکه(٦)سې.
د ټک له ټکه (Táklatáka) لغت خورا زوړ سوچه پښتو لغت دئ، چي اوس له پامه لوېدلی دئ او زه فکر کوم ډېر لږ کسان به ئې په معنی وپوهېږي. ټک له ټکه له هغي مړيني څخه مراد ده چي په ناببره ډول پېښه سي، د دغه لغت بله مروجه معنی مرګ مفاجات ده.
بله ښرا په دې ډول ده:
• بور(bor) دي مات سه.
په دې ښرا کي د بور لغت يو زوړ پښتو لغت دئ چي معنا ئې ملا يا کمر کېږي. خو اوس د ملا په شکل د (بور) لغت کارېدنه ډېر لږ ليدله کېږي. په پښتو – پښتو تشريحي قاموس کي ئې دغه لغت ته داسي ليکلي دي: “ملا، کمر، مليا”، (پښتو – پښتو تشريحي قاموس: لومړی ټوک، ۴۵۸ مخ – کابل، ۱۳۵۸ش، د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو انسټيټيوټ).
بله ښرا په دې ډول ده:
• د دوږخونو برغولی سې.
په دې ښرا کي د برغولي لغت خورا زوړ پښتو لغت دئ، چي د کټوي د سرپوښ معنا لري، دلته چي وايي د “دوږخونو برغولی سې” يعني د دوږخ سرپوښ سې(۷).
• تاک له تاکه سې.
تاک له تاکه (tāk la tāka) لغت د در په دره، سرګردانه او لالهانده په معنی سوچه پښتو لغت دئ چي اوس بې له دغي ښرا څخه په عامه محاوره کي ډېر لږ اورېدل کېږي(۸).
• تانده لبانده سې.
د کندهار په پراخه پښتني اورشو کي دغه ښرا په همدغه شکل ويله کېږي، په دې ښرا کي په يو څه شکلي توپير د تانده لبانده لغت د ځوانيمرګ، نيمه خوا، نامراده، هغه څوک چي په ځواني کي مړ سي معنی ورکوي(۹).
په پښتو – پښتو تشريحي قاموس کي دغه لغت د (تاند لبان) په شکل راغلی دي(۱۰).
د ښراوو تاريخي اړخ:
کله ناکله په پښتو کي د داسي ښراوو سره هم مخامخ کېږو چي د ځينو تاريخي پېښو او واقعو سره تړاو لري، د پښتو دغه ښراوي چي په ځان کي ځينو تاريخي واقعو ته اشارې لري په حقيقت کي د يوې ټولني د اوسېدونکو له تاريخي دود و دستور څخه حکايت کوي.
ځيني هغه ښراوي چي دغه ډول موضوعات په خپله لمن کي رانغاړي په دې ډول دي:
• خدای دي درې سره خطا که!
په کندهار کي له ډېري پخوا زمانې څخه د شالمار په نامه يوه مېله باب وه، چي له ډېرو ليرو ځايونو څخه به خلک ورته راتلل. دغه مېله د د افغانستان د وروستي پاچا محمدظاهر شاه په عصر کي خپل اوج ته ورسېده، ما د خپلو مشرانو څخه اورېدلي دي چي نوموړې مېله به څلوېښت ورځي په خورا درب و درز روانه وه، د دغو څلوېښتو ورځو په جريان کي به له ليرو ځايونو څخه راغلي خلک شپه و ورځ د ارغنداو په زرغونو باغو کي په مېله اخته ول، خو د ښار خلک به د ورځي خپلو خواريو ته ځني تلل او د شپې له خوا به ئې بيرته ځانونه د ارغنداو باغو ته رسول، څو تر سهاره د مېلې په خوشحاليو کي ګډون وکړي.
ښاغلي عبدالنافع همت په خپله يوه مقاله کي چي د کندهار مېله ځايونو ته ځانګړې سوې ده د شالمار پر مېله خورا ښه ږغېدلی دئ، ښاغلی همت د دغي مېلې د جزئياتو په روښانه کولو کي يوه ښرا هم رانقلوي، په دې اړه هلته کاږي:
“د شالمار په مېله کي به خلکو د نېک شګون لپاره هم برخه اخيسته، هغه وخت ځينو خلکو داسي عقيده درلوده، چي که چا د شالمار په مېله (کي) برخه واخيسته، نو ټوله کال به همداسي په خوشحالۍ (پر) تېر سي. هغه وخت يوه ښېرا وه، چي کېدای سي اوس هم د ځينو مشرانو په ياد وي، چي ويل به ئې:
خدای دي درې سره خطا کړه!
ياني يوه دنيا، دويم اخرت او درېيم د شالمار مېله(۱۱)”. دغه ښرا له يوه تاريخي پس منظره حکايت کوي، نو ويلای سو، چي په ښراوو کي ځيني تاريخي موارد پيدا کېږي چي زموږ له تاريخي واقعاتو سره نېغ په نېغه اړېکی لري.
• تورې اوبه دې ځاى شه(۱۲) .
د تاريخ استاد جلال احمدزى د دغې ښرا په اړه وايي: “په دې ښېرا كې له تورو اوبو مراد، د سمندر اوبه دي. په تاريخ كې راغلي چې انګريزانو په نولسمه پېړ ۍ كې خپل جنګي اسيران او بنديان د مالتا په جزيره كې ساتل. مالتا د مديترانې يوه جزيره ده نو له دې ښېرا مقصد دا دى چې د انګريزانو بنديوان شې(۱۳)”.
خو استاد محمدمعصوم هوتک په خپل (سل بګړۍ يو پوړني) نومي اثر کي د ميرحاتم غازي په باب د ارواښاد علامه رشاد له خولې يوه تاريخي واقعه رانقلوي، هلته ليکي:
“… پر کندهار باندي د منحوس پردي حکومت په ورځو کي يوه ورځ د خونخورو پرنګيانو د کږلي پوځ يو مغروره زلمي منصبدار (افسر) چي (سينټ جان) نومېده په نوموړي هرات بازار کي په خورا غرور او خيال تېرېده، د يوه موچڼ دوز دوکان ته ئې پام سو … نېخه د مغروره انګرېز منصبدار په زړه کي څه وروګرځېدل چي ناڅاپه په خورا بې پروايۍ د دوکان خولې ته ورتاو سو او له موچڼ دوز استاد څخه يې غالباً د موزو د ګنډلو په باب څه وپوښتل … د موچڼ دوز په شاګردانو کي يو څوارلس کلن ځوانکی هم و چي ميرحاتم نومېده … (دی) وار په وار له خښمه ډکېده، مخ يې سور اوښتی و، خولې پر راماتي سولې، ناببره له ځايه وغورځېده د برېښنا په تېزۍ يې ځان انګرېز افسر ته ورساوه او په تېره برنده يې د انګرېز (سينټ جان) نس داسي وڅيره چي د سترګو په رپ کي يې کولمې مخي ته کوټه سوې”.
استاد (علامه رشاد) زياتوي چي پر مير حاتم غازي باندي د پرنګيانو عدالتي محکمې د ده د عمر د لږوالي له امله د (عمري بند) سزا وټاکله او تورو اوبو ته ئې ولېږه.
هوتک صاحب د تورو اوبو د وضاحت لپاره په لمن ليک کي داسي ورته ليکلي دي:
“له تورو اوبو څخه د ارواښاد علامه رشاد مراد د انډيمان ټاپوګان Anaman Islands دي. په دغه نامه په بنګال خليج کي يو شمېر جزيرې سته چي په اداري لحاظ د هند تر اثر لاندي دي. د دې جزيرو ټول شمېر (لويي او وړې) دوه سوه څلور ته رسېږي او اوږدوالی يې د هوګلي له خولې څخه د برما د نيګرېز تر راسه پوري ۵۹۰ ميله دئ. په دغو ټاپوګانو کي درې ټاپوګان ډېر مهم دي چي د شمالي – منځني او جنوبي انډيمان په نومو يادېږي (د تفصل له پاره وګورئ: انسايکلوپيډيا – بريټانيکا – اول ټوک – ۸۹۵ مخ)(۱۴) (۱۵).
له پورته توضيحاتو څخه زموږ مقصد د تورو اوبو د موقعيت تثبيت نه دئ، موږ له پورتنۍ ښرا څخه د يوه تاريخي واقعيت څرک لګولای سو، چي د پښتو شفاهي ادب د ښراوو په برخه کي تر موږه پوري رارسېدلی دئ.
په ښراوو کي د طبقاتي ژوند تصوير:
د بشريت په تاريخ کي ډېر داسي مثالونه لرو چي د زورورو له خوا پر کمزورو باندي د ظلم او تعدی ښکارندويي کوي. دغه د زورور او کمزور اصطلاحات نو خودبخوده يوه ټولنه پر دوو طبقو باندي وېشي، چي يوې ته د زورورو طبقه ويله کېږي او بله د کمزوري طبقې په نامه يادېږي.
د پښتني ټولني شمزۍ هم د دغو دوو طبقو څخه جوړه ده. کله چي زموږ په ټولنه کي د کوم زورور له خوا پر کمزوري باندي ظلم او تېری وسي نو کمزوری د خپل زړه د تسلي او ډاډېيني له پاره يو آه تر خوله باسي، د کمزوري دغه آه او فرياد په ښرا سره تعبيرېږي. نو ويلای سو چي زموږ په طبقاتي ټولنه کي د زوروري طبقې څخه د کمزورو غچ اخيسته د ښراوو په شکل صورت نيسي.
په دغو طبقاتي اړخونو کي نو زموږ د ټولني نارينه او ښځينه دواړي طبقې شاملي دي، خو تر نارينه وو په ښځينه طبقه کي د ښراوو زيات اظهار ليدل کېږي، د پښتني ټولني ښځينه قشر د نارينه وو په تناسب له خورا زياتو محروميتونو سره مخامخ وي، په ځينو کليوالي سيمو کي ښځي ته د يوې متاع په ډول کتل کېږي، هغه د ژوندانه له ټولو هغو نعمتونو څخه بې برخي وي چي شريعت او قانون ورته ټاکلي وي، دغه محروميت نو د دې سبب کېږي چي ښځه خپل آه او افسوس د ښرا په ډول منعکس کړي.
يوه ښرا کېدای سي دوه مخاطبه ولري يعني هم ښځه تر خطاب لاندي کړي او هم نارينه، مثلاً:
• توره سپۍ سې چي وانگولې!
• تور سپی سې چي وانگولې!
دغه راز د بېسوادو او عوامو ښراوي له باسوادو سره فرق لري. مثلاً عوام وایي:
• دنیا و آخرت دي خراپ سه!
ملاوشمه خلک بیاوایي:
• خسرالدنیاوالاخره سې!
د کورنۍ د غړو تر منځ د ښراوو د استعمال موارد:
مخکي تر دې چي د کورنيو د غړو تر منځ د ښراوو د استعمال موارد وښيو، لازمه ايسي چي خپله پر کورنۍ او د هغې پر غړو باندي يو څه روڼا واچوو.
په اوسنۍ مروجه معنی کورنۍ د يو څو غړو مجموعي جوړښت ته ويله کېږي، چي شمزۍ ئې د مور و پلار پر وجود تکيه ده. يوه کورنۍ د زمانې په تېرېدو سره د طبيعت په تقاضا پراختيا مومي، او د هغه انساني فعاليت په نتيجه کي چي د کورنۍ د غړو (مېړه او ماينې) تر منځ سر ته رسېږي د کورنۍ غړي ډېرېږي چي وروسته يوه کوچنۍ کورنۍ د يوه لوی جمعیت حيثيت غوره کوي. دغه طبيعي پراختيا نو د يوې کورنۍ په داخلي جوړښت کي د دې سبب کېږي چي د پلار و مور او زوی و لور باجود په کورنۍ کي د نيکه و انا، اکا و عمه، لمسي او لمسۍ وجود ته لاره هواره کړي. چي وروسته نو د دغو ټولو کورنيو غړو تر منځ ګرده اجتماعي روابط د يوې کورنۍ په شکل تر مطالعې لاندي نيول کېږي.
د بشر په تاريخ کي کورنۍ خورا اوږده تاريخي مراحل طی کړي دي، چي دغو تاريخي تحولاتو د کورنۍ داخلي جوړښت هم متأثر کړی دئ، د دغو تحولاتو په اړه يو معاصر څېړونکی داسي ليکي:
“دا څرګنده ده چي په لومړي سر کي کورنۍ د نر او ښځي د جنسي غريزو له مخي منځ ته راغلې ده خو تر هغه را وروسته يې بنسټ يو لړ فردي او اجتماعي تړونونه او د هغوی مختلفو مراسمو ټينګ کړی دی، د ښځو او نارينه وو تر منځ يې داسي اړېکي سره وتړل چي (بيا زېږېدنه) ځني پيدا شوه او د هغوی د تکامل مختلفي مرحلې يې منځ ته راوړې. په دې ترتيب سره نو د واده او ګډ ژوند وظيفه يوازي دا نه وه چي نر او ښځي جنسي ارتباط ومومي، بلکي د والدينو او کوچنيانو تر منځ ارتباط ټينګول هم د واده او کورنۍ طبيعي نتيجه سوه. همداسي د واده تنظيم، ډولونو او مراسمو د کورنۍ د تاريخي شکلونو سره ټينګه اړه وموندله او په خپل نوبت يې تاثيرات پر وښندل(۱٦)(۱۱)”.
د کورنۍ د تاريخي جوړښت تر پورتنيو څرګندونو وروسته به د يوې کورنۍ د غړو په اړه وږغېږو. هره کورنۍ د خپل پراخوالي او محدودوالي په تناسب غړي پيدا کوي، وروسته د دغو غړو تر منځ ارتباطي پولي رامنځته کېږي، دغه ارتباطات او اړېکي نو د يوې کورنۍ د غړو تر منځ د روزمره او اجتماعي پرمختګ لامل ګرځي. هغه مناسبات او ارتباطات چي د يوې کورنۍ غړي ئې په خپلو منځو کي پالي د دې سبب کېږي چي په يوه ټولنه کي د يوې کورنۍ تبارز او مطرح کېدو ته لاره هواره کړي.
د يوې کورنۍ غړي عبارت دي له:
• مېړه او ماينه
• پلار او اولادونه
• مور او اولادونه
• خوندي او وروڼه
• د اکا او عمه اولادونه
• د ماما او خاله اولادونه
• نيکه او لمسيان
• انا او لمسيان
• خواښې او مږور
• خسر او مږور
• يوڼي
• ندرور او ورېنداره
• بني
لمن ليکونه:
1. د استاد هوتک صاحب له ياداښتو څخه.
2. د استاد پښتون زوی دغه يادښت ښاغلي ومان نيازي د ځانګړي مهربانۍ له مخي د ځينو نورو توضيحاتو او ښراوو سره يو ځای را استولی دئ، د دوی دغه پېرزوينه د ډېري منني وړ ده.
3. د ومان نيازي يادښت.
4. د شوَلَه لغت په پښتو – پښتو تشريحي قاموس کي داسي معنی سوی دئ: د نس چړيکي، د لړمانه چړيکي، د څارويو د نوکانو پرې کولو آله، نس خوږی. (پښتو – پښتو تشريحي قاموس، څلورم ټوک، ۲۹٦۸ مخ – ۱۳٦۵ش – کابل).
5. پورتنۍ حواله.
6. په پښتو – پښتو تشريحي قاموس کي دغه لغت ته ليکل سوي دي: ټک په ټک، سملاسي، مرګ مفاجات، ناڅاپي مرګ، د واره سره مړينه، ځای پر ځای مړينه (پښتو – پښتو تشريحي قاموس: ۱۱۸۷ مخ، دوهم ټوک ۱۳٦۰ ش – کابل).
7. وګ: پښتو – پښتو تشريحي قاموس – لومړی ټوک، ۳۲٦ مخ – ۱۳۵۸ ش – کابل.
8. وګ: پښتو – پښتو تشريحي قاموس: دوهم ټوک – ۹۳۸ مخ، ۱۳٦۰ ش – کابل.
9. “تانده لبانده له تور بخته پالوالی دئ” ما په ميرويس لېسه کښي و هلکانو ته ترانې ورجوړولې چي دوی به سهار د حاضرۍ اخيستلو پر وخت باندي ويلې. دغه يو نيم بيتی ئې اوس را په ياد سو. دا چي دغه به چاپ سوی وي که نه، نه پوهېږم (ع. پالوال).
10. وګ: پښتو – پښتو تشريحي قاموس: دوهمه ټوک – ۹۴۲ مخ، ۱۳٦۰ش – کابل.
11. کندهار د تاريخ په اوږدو کي (د مقالو مجموعه) – د کندهار مېله ځايونه – د ښاغلي همت مقاله – ۳۳۹ – ۳۴۰ مخونه، ۱۳۸۴ ش – د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له خپرونو څخه.
12. دا ښرا د غزني په سيمه پوري اړه لري او ما ته د ښاغلي ومان نيازي په واسطه رارسېدلې ده.
13. د ښاغلي ومان نيازي يادښت.
14. سل بګړۍ يو پوړنی: ۲۱۱ – ۲۱۲ مخونه، ۱۳۸۴ش – پېښور.
15. ډاکټر عبدالرازق پالوال د (تورو اوبو) په اړه ليکي:
“په هندي او اردو کښي هم توري اوبه، کالا پاني بلل کيږي. ښايي خالص صافي، زلالي او … دي ئې مفهوم وي، دا ځکه وايم چي موږ د ښځو په ادبياتو کښي داسي يو ټکئ لرو:
خور په تش (طشت) کښي اوبه توري
زوم تر ناوي ښايسته دئ – بې رنجو ئې سترګي توري”
(د ډاکټر پالوال صاحب يادښت چي د ښراوو په اړه ئې د دې رسالې د کتني پر مهال راته ليکلی وو – روهيال)
16. د اکاډميسين کانديد م. ظاهر افق – په کندهار کي د کورنۍ جوړښت: ۲ – ۳ مخونه، ۱۳٦۷ ش – کابل.