کور / راپور / دپكتيا پرېس كلب ټاكنې وشوې

دپكتيا پرېس كلب ټاكنې وشوې

ګردېز: د پكتيا پرېس كلب غړيو د دويم ځل له پاره ټاكنې وكړې او په ترڅ كې يې احسان الله مهجور مشر او سميع الله پيوند د منشي په توګه وټاكل سول.


د ټاكنو په دې غونډه كې د پكتيا د ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي، د پكتيا د اطلاعاتو او كلتوريس شفا مشفق، د ډاكترانو د ټولنې مشر عبدالهادي حماس،د ازادو او دولتي رسنيو استازو ګډون كړى وو.


په غونډه كې د پكتيا پرېس كلب (P.P.C)  په تېرو كړنو او لاسته راوړنو اوږدې خبرې او ارزونه وشوه،د پكتيا ولايتي شورىٰ ريئس په خپلو خبرو كې وويل چې درې كاله وړاندې په پكتيا كې بغير له مليٰٰٰٰٰٰٰٰٰٰ ټلويزون نه نور هېڅ رسنۍ شتون نه درلوده.
نوموړي وويل چې د پرېس كلب جوړېدل د خلكو او ولايتي شورىٰ لوى ارمان وو چې دا ارمان يې هم سر ته ورسېدۀ او په جوړېدو سره يې په پرېس كلب كې د پښتو خبري سايټونو استازي هم موجود دي.



د پكتيا د اطلاعاتو او كلتور ريس محمد شفا مشفق هم په خپل وار وويل چې پكتيا پرېس كلب په تېر يو كال كې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي او په وينا يې له جوړېدو سره سم  په سيمه كې د ژورناليزم ډګر ته خورا پراختيا وركړه، دۀ دا هم وويل كومه خاليګاه چې د ژرنالېزم په ډګركې وه اوس ډكه شوې ده.


د پرېس كلب پخواني او د بيا له پاره ټاكل شوي مشر احسان الله مهجور د ژورناليستانو په هغو ستونزو خبرې وكړې چې د پرېس كلب له جوړېدو مخكې يې لرلې، نوموړي وويل چې پخوا ژورناليستانو د انټرنېټ اسانتيا نه لرله خو اوس د پرېس كلب په جوړېدو دا اسانتيا رامنځ ته شوې ده، او په اسانۍ سره كولاى شي چې خپل راپورونه ولېږي.


نوموړي زياته كړه د يوه كال په اوږدو كې به په يوه جيرب ځمكه كې د پكتيا پرېس كلب له پاره ودانۍ جوړه كړي او غواړي چې په پكتيا كې دنورو رسنيو له پاره نوي ژورناليستان وروزي


د پكتيا ولايت د ډاكټرانو د اتحادې ريس ډاكتر عبدالهادي حماس رسنۍ په سيمه او نړۍ كې ستر قوت وباله او ويې ويل چې رسنۍ دكړنې هنداره ده او كړونوته انعكاس وركوي.


نوموړي دا هم وويل چې پكتيا پريس كلب په تېرو نهه مياشتوكې  ډېرې لاس ته راوړنې لرلې دي چې په راتلونكي كې يې هم د لاسته راړونو په تمه يو دۀ وويل: ((هغه واقيعات  چې خلك ترې ناخبره وو په بشپړه امانتدارۍ د خپلو رسنيو له لارې ورسول.))


د دې پرېس كلب د مشرتابه له لوري دا پرېكړه هم وشوه چې په راتلونكي يو كال كې به د دې پرېس كلب ټول غړي له پښتو خبري او كلتوري سايټونو سره د پكتيا موضوعات په رسمي ډول شريكوي.


د يادولو ده چې په پكتيا پرېس كلب كې  اوس مهال د ۱۸ ملي اونړوالو رسنيو  استازي ګډون لري.