کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانان بې له سولې بله لار نه لري

افغانان بې له سولې بله لار نه لري

رفيع الله زيار
په جنګ او جکړه باندې که چېرې په سيمه کې امن او ارامي راتللى نو هغې دېرش کلنې جګړې به ( کومه چې په فغانستان کې تېره شوه ) نن داسې ارامي راوستلي واى ، چې په ټوله نړۍ کې به يې سارى نه ليدل کېداى ، خو له بده مرغه، چې جګړه د سولې او پرمختګ لار نه ده ، جګړه بې له وژنو ، تبا کولو ، د بل لاس ته له مجبورولو او نورو برباديو نه بغير هېڅ ښېګړه نه لري .
په تېره دېرش کلنه جګړه کې که موږ ته د مالي زيان تر څنګ درانه ځاني زيانونه واوښتل ، خو موږ ټولو افغانانو ته په دې جګړه کې ټولې ښېګړې او بدګړې په ډاګه شوې او په ياده جګړه کې د دوست او دښمن مالومات هم راته وشو ، چې دوست مو څوک دى او دښمن مو څوک دى؟
اوس، چې موږ ته د دوست او دښمن مالومات وشو نو موږ ته په کار ده ، چې نور د دښمن له پنجو ځانونه راوباسو او هغې خواته مخه کړو،په کومه خوا باندې ، چې هم خداى ج رضا کيږي او هم زموږ ولس او خلکو ته په کې خير او نېکمرغي رسيږي .
کومه جګړه، چې په افغانستان کې تېره شوي ده ، د هغې له لاسه افغانان تر ډېرو کالونو پورې هغه ځاى يا مقام ته ځانونه، نه شي رسولاى ، په کوم ځاى کې، چې نن نړۍ اخته ده او په هره برخه کې يې بلا پرمختګونه کړي دي، دا ځکه چې موږ يې په جنګ او جګړو کې بوخت وساتلو او دوى د جنګ او نورو شاته کارونو کولو پر ځاى خپلو زده کړو او علم خاصلولو ته مخه کړه ، چې له امله يې نن د دريابونو په تل کې خپل ژوند ته په ښه شان سره دوام ورکوي او هم بې له کومې ستونزې په مريخ کې ګرځي، چې موږ يې يوازې هغه د چا خبره د کوهي کاف د غرونو د ښاپېريو کيسې کوو او بس.
اوس خو چې څه تېر شوي دي ، هغه هسې هم تېر دي او نور بايد په تېرو پسې ونه ګرځو ، ځکه چې هسې زموږ وخت ضايع کوي او ددې پر ځاى بايد مخ پر وړاندې کوښښ وکړو ، تر څو مو ژوند د ژوند په څېر شي، خو د نورو ګټورو کارونو د تر سره کولو او پر مخ وړلو، همدارنګه د خپل ژوند د ښه کېدا لپاره لومړئ سوله اړينه ده ، که چېرې زموږ په سيمه کې سوله وجود ونه لري ، نو هېڅ ډول پرمختګ نه شي کېداى او نه يې هم امکان تر سترګو کيږي.
په افغانستان کې نور افغانان له جګړو ستړي دي، هغه که طالب ، هغه که ملا دى ، هغه که د افغانستان هر وګړى دى، ټول د همدې يوه هېواد بچي دي او په دې پاکه او سپېڅلي خاوره يې خاپوړي کړي دي ، نن سبا چې هره پېښه رامنځ ته کيږي ، ټول قربانيان يې پښتانه دي ، په دې پېښو کې له هغې خوانه هم پښتانه مري او له دغې خوانه هم پښتانه مري ، چې دا هر څه د پښتنو د نورې کمزورتيا لپاره د دښمن له خوا د يوه ځانګړي پلان له مخې تر سره کيږي او تر څنګ يې دا هڅه هم کوي، چې پښتانه ټولې نړۍ ته جنګ سلاران وروپېژني .
افغانان بغير له دې نه، چې په خپل منځ کې سوله وکړي بله هېڅ لار نه لري ، ځکه چې د جنګ له لارې نه، نه کومې ډلې کمزوري کيږي ، نه به د جنګ له لارې سولې ته تيار شي او نه به هم په راتلونکي کې د جنګ له لارې کمزوري شي، نو په کار داده ، چې ټول افغانان په خپلو منځو کې سوله وکړي، له سر نه خپل د ورورۍ ژوند پيل کړي او هر بهرني دښمن ته په خپلو کې سره يو موټى شي، تر څو د افغانانو او په خاص ډول د پښتنو د بربادۍ ، تباهۍ او د نړۍ پر وړاندې يې د نورې کمزورۍ مخه ونيول شي.