د جهاني انلاين ويبپاڼي څخه په مننه
تازه می د لرواوبر په ویب سایټ کی د پښتون خوځښت د جوړیدلو راپور ولوست. په دې وروستیو وختونو کی به د لږو راپورونو لوستلو دومره خوشاله کړی یم. پښتنو منورو ځوانانو، چی د افغانستان په اوسني نظام کی هیڅ غمخور نه لري، او څوک چی د دوی غم خوړلای سي، هغوی ټول په خپلو ډاکه ماریو لګیا دي، دغه راز یوې ټولني ته پرون هم اړتیا درلوده او نن او سبا هم د خپلو مظلومو اولسونو د حقوقو څخه د دفاع لپاره حیاتي ضرورت ورته لری. پښتانه ځوانان، د بیکسی په دغو اوسنیو شرایطو کی، مجبور دي چی یوازي پر خپل مټ باندي تکیه وکړي؛ او زه یقین لرم چی هغوی هر څومره درانه پېټي تر مزله رسولای سي. زړه می باغ باغ کیږی. که می عمر خوړلی نه وای نو له دې ځوانانو سره د عمل په صف کی دریدلو ته هم تیار وم. خو اوس موږ په داسی حال کی یو چی یوازي مو دعا له وسه پوره ده؛ او دعا به نه سپموو.
پښتون خوځښت او دغه راز نورو تحریکونو ته می د هغوی د یوه مشر ورور په توګه دا توصیه ده چی د دوستانو تر پیدا کولو او ډیرولو د دښمن تشخیصولو او په نښه کولو ته زیاته توجه وکړي. د دوستانو کمی تحریک او خوځښت کمزوری کوي، خو د دښمن نفوذ تحریک دړي وړي کوي او له منځه یی وړي.
د مرض او ناروغی تشخیص د ډاکټر کار دی. او زموږ د تاریخ تر ټولو لوی ډاکټر خوشال خان خټک زموږ پښتنو مرض تر هر چا ښه تشخیص کړی دی.
اتفاق په پښتانه کی پیدا نه شو کنه ما به د مغول ګریوان پاره کړ
له هغه وخته بیا تر اوسه پوري، په دې څه باندي درې نیم سوه کلونو کی، تاریخ، تر سل ځله زیات، ثابته کړې ده چی زموږ د بدمرغیو او ناکامیو تر ټولو لوی علت بې اتفاقي ده، او که سمه توجه ورته ونه کړو دا پرله پسې ناکامی به نور هم دوام لري. زه د ستر خوشال خان خټک د دې پرځای تشخیص په تعقیب توصیه درته کوم چی په خپل صف کی د بې اتفاقی عامل کشف کړی او هغه خپل تر ټولو لوی دښمن وګڼی. که تاسي دغه دښمن له خپل صف او ټولني څخه وشاړه نو زه ستاسی د بري ضمانت کوم او اوس دستي د بري زیری درکوم.
زه په بشپړ جرأت حکم کولای سم چی هر هغه څوک چی تاسي پر غلجي او دراني، مشرقي او جنوبي، معیاري او غیر معیاري او په بل هر نامه سره ویشی هغه ستاسی دښمن دی. هغه خاین دی؛ او باید چی له خپل صف څخه یی وشړی. که یی ونه شړی نو، خدای ناخواسته، ستاسی د ناکامی پیش بینی درته کوم. اجازه راکړی چی یو ځل بیا د پښتنو د تاریخ د تر ټولو ستر او هوښیار مشر یو بیت راوړم:
ټول پښتون له کندهاره تر اټکه سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار
پښتون یو قام دی او پښتو یوه ژبه ده. موږ او مونګ، اوښ او اوخ، ږغ او غګ او غږ، ټوله د یوه قام ژبه او ټوله پښتو ده. ما به د دغه مضمون په لیکلو کی ډیری املایی او انشایی غلطی کړي وي. ما به ډیر داسی لغات او کلمات کارولي وي چی پر ځای باندي یی سوچه او نګه پښتو لغات کارول کیدلای سوای. زما لیکلی مضمون به ډیری زیاتی کمزوری لري، مګر دا خبره هیڅوک نه سي کولای چی دا له سره پښتو نه ده. که پښتو نه ده نو څشی ده؟ زه باور لرم چی ټول باسواده پښتانه زما په پیغام پوهیږي. چی لوستلای یی سي او په پوهیږي نو پښتو یی درواخلی.
ستاسی د یوه ورور په حیث مشوره درکوم چی د ژبي د نګه کولو او غني کولو او د یاګانو د سم او پرځای استعمالولو کارونه د ژبي استادانو ته پریږدی. او هغوی ته هم ووایاست چی ستاسی په ټولنیزو او سیاسی چارو کی ډیره مداخله ونه کړي. په دې توګه به تاسي خپلو فعالیتونو ته وربیغمه سی او هغوی به خپلو علمی کارونو ته فارغ وخت ولري. لهجوي، سمتي او قومی اختلافات، تاسي او ستاسی تحریک په نطفه کی وژني.
د پښتون خوځښت زلمیانو! زه ستاسی د یوه ورور او خواخوږي په حیث توصیه درته کوم چی که ستاسی په منځ کی قومي، سمتي، لهجوي او سیاسی اختلافات، زړه بداوی او دښمنی موجودي وي د هغو حلولو ته همدا نن ورځ لستوڼي بډ وهی. هیڅ قوم، هیڅ سمت او هیڅ لهجه په یوازي سر، منزل مقصود ته نه سي رسیدلای. منزل ته تر رسیدلو پوري اوږده او کړکیچنه لاره له اغزیو او لمبو ډکه ده. تاسي ته په لارو کی د دښمنانو په زرو او زهرو سمبالي لښکري ولاړي دي. خو دا خبره په ټینګ ایمان درته کوم چی که سره یو سی هیڅ قوت مو د حرکت او منزل ته د رسیدلو مخه نه سي نیولای.
یوه بله خبره چی د پښتون خوځښت ځوانان یی باید په نظر کی ولري هغه دا ده چی د دې تحریک ټوله توجه باید د پښتون اولس د دردونو دوا کولو ته متوجه وي. او د افغانستان بل هیڅ قام ته د تاوان رسول او یا له نورو قومونو سره مخالفت او دښمني کول نه په نظرکی ولری او نه په عمل کی داسی ګام واخلی چی د افغانستان د بل قوم په تاوان وي.هغه کسان چی ستاسی په مخ کی خنډونه اچوي او ستاسی د ناکامولو او یا له منځه وړلو لپاره دسیسې کوي و هغوی له خپلو اولسونو سره هم دوستي نه لري. په افغانستان کی چی هر غیر پښتون د پښتنو په مقابل کی خپل قام تحریکوي هغه د خپلو اولسونو دښمنان دي. افغانستان د ټولو کور دی او ابادي او تباهي یی د ټولو ده.
البته دغه ګړی او اوس حاضر زما پیغام یوازي او په مشخصه توګه د پښتون خوځښت ځوانانو ته متوجه دی او هغوی ته می توصیه دا ده چی لومړی ټول پښتانه خپل وروڼه وبولي او بیا د دوستانو د ډیرولو او دښمنانو د لږولو د پاره زیار وباسی. هدف ستاسي په مخ کی او بری ستاسي په انتظار کی دی.
والسلام ستاسی د ټولو سکنی ورور جهاني