کور / هراړخیز / هم د بلخ پوهنتون ریس هم په بهرني هيواد کی محصل

هم د بلخ پوهنتون ریس هم په بهرني هيواد کی محصل

د لوړو زده کړو وزارت ښاغلى وزير!


آيا کله مو اورېدلي، چې يو څوک دې په يو وخت کې هم د پوهنتون رييس وي او هم دې په يوه بهرني ملک کې په زده کړو بوخت وي؟!!!


آيا کله مو اورېدلي، چې ستاسو په وزارت پورې اړوند د دولتي پوهنتون رييس په هېواد کې دننه او له هېواده بهر له پوهنتونونو څخه امتيازات تر لاسه کړي؟!!


که غواړې، چې په حقايقو ځان پوه کړې د بلخ پوهنتون د رييس ښاغلي حبيب الله حبيب په اړوند لاندېنيو ټکو ته ښه ځير شه، که دې خبرو واقعيت درلود د يو وزير په توګه د هېواد د ځوان نسل د ژغورنې، د ولس، هېواد او خداى په خاطر دغه رييس په پوره جرئت وشړه او د قانون منګولو ته يې وسپاره او که واقعيت يې نه درلود؛ نو موږ چې دا خبرې مو تر تاسې در رسولې محاکمه او مجازات کړه؛ ځکه زموږ هدف ځوان نسل او ددې کړېدلې ټولنې خدمت دى، هېڅ يو د رياست او موقف په فکر کې نه يو.


که د پوهنتون رييس ځان د سکالرشيپ مستحق ګڼي آيا نوموړى کولاى شي، چې عين مهال هم رييس وي او هم بر حال حضوري محصل؟


که نوموړى ادعا لري، چې هم رياست کوي او هم خپلې زده کړې په AIT پوهنتون کې پر مخ وړي؛ نو د نوموړي د حاضرۍ کتاب دې په بلخ پوهنتون کې کنټرول شي او ودې ليدل شي، چې څو ورځې نوموړي په پوهنتون کې تېرې کړې او څو ورځې نورې يې په AIT کې زده کړې کړې دي؟



د موضوع تفصيل او اسنادو ته دا ځای کليک کړﺉ  د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ  size = 2.21  MB  د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ 




 يادونه :::پورته تفصيل د pdf  په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نلرئ دلته يې ډانلوډ کړئ !