کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امريکا افغان قدرت تږي ددايمي اډو په جوړيدو ازمويي

امريکا افغان قدرت تږي ددايمي اډو په جوړيدو ازمويي

امریکاد افغانستان ولس، د قدرت د تږیو له خوا د خپلو دایمي اډو جوړیدو په بیا بیا ځلي مطرحولو سره ازمويي.
——————————————————–
د ښاریز په نوم ادارې په کابل کې په افغانستان کې د امریکا اوږد مهاله اډو د جاجولو تر نامه لاندې یوه ناسته ترسره کړه، چې په دې ناسته کې، د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر، حنیف اتمر، دملي امنیت پخوانی مشر
امرالله صالح هم خبرې وکړې.
د افغانستان دغو دواړو پخوانیو امنیتي چارواکو په افغانستان کې د امریکا  دایمي پوځي اډو له جوړیدو څخه د ملاتړ اعلانولو ترڅنګ وویل چې دغه اډې کولای شي چې ترهګري ختمه کړي او همدارنګه کولای شي چې د امنیتي، پوځي او اقتصادي بیارغونه کې مهم رول ولوبوي.
اتمر زیاته کړه چې ولسمشر کرزی باید له امریکا سره په دې اړه جدي خبرې
وکړي او وروسته ملت په جریان کې واچوي.
امرالله صالح هم زیاته کړه چې په تېرو لسو کالو کې نه طالبان له منځه
ولاړل او نه هم القاعده، نن طالبان او القاعده هماغه شان دي چې لس کاله
مخکې وو او پاکستان هم هماغه پاکستان دی.
د هغه  په ویناپه افغانستان کې د امریکا دایمي پوځي اډې ډېرې اړینې دي تر
څو وکولای شي چې له ترهګرۍ سره مقابله وکړي.
البته هغه اعتراف وکړ چې ددغو عسکرو اوسنۍ شمېره به کمه شي او ۲۰ یا ۳۰
زرو ته به یې شمېره را ټېټه شي.
په دې اړه څو ټکیو ته اشاره کول اړین دي:
لومړی دا چې د افغانستان د ملي امنیت یا استخباراتو پخوانی مشر، له
امرالله صالح باید پوښتنه وشي کله چې په لسو کالو کې بهرنیو عسکرو په
یولک او پنځوس زره شمېر سره ونه شو کړای چې طالبان او القاعده له منځه
یوسي، د امریکا په دایمي پوځي اډو په جوړیدو سره او د اوسنیو عسکرو د
کابو یوپر څلورمې برخې په شتون سره څه ضمانت شته چې هغوی به له منځه
یوسي.
دویم دا چې که د امرالله صالح موخه چې وايي پاکستان هماغه پاکستان دی
داوي چې دغه هېواد له طالبانو او القاعدې ملاتړ کوي، امریکا چې  له دې
هېواد سره ښې اړیکې لري او دې هېواد ته ښې پوځي او مالي مرستې هم ورکوي
او په جګړه کې ددې هېواد د پوځ رول ستايي.
نو دلته هم هیڅ ضمانت شتون نه لري چې د دایمي پوځي اډو په جوړیدو سره به
دغه هېواد له خپلو فعالیتونولاس واخلي.
درېیم دا چې پرون په هغه یوه ورځنۍ ناسته کې چې په جده کې د اسلامي
کنفرانس په مرکزي دفتر کې د تماس ډلې له خوا جوړه شوه، له سوله ییزې لارې
د افغانستان د مسئلې پرحل ټینګار وشو او د افغانستان او پاکستان په چارو
کې د اوباما ځانګړي استازي ((ګیروسن من))د افغانستان د مسئلې سوله ییز حل
غوښتنه وکړه.
که داسې وي نو په افغانستان کې د امریکا پوځي اډوجوړیدو ته څه اړتیا ده؟
البته باید وویل شي چې امریکا په حقیقت کې پر دوو ټاکنو کار کوي، یا دا
چې له طالبانو سره روغه وکړي او له هغوی ژمنه واخلي چې د امریکا د دایمي
پوځي اډو له جوړیدو سره مخالفت ونه کړي چې د نه منلو په وخت کې به د جګړې
له لارې هڅه وکړي چې تر خپل کنټرول لاندې یې راولي او د امریکا له خوا
کنټرول شوې او رهبري شوې جکړه به دوام ولري ترڅو د دایمي پوځي اډو جوړیدو
ته پلمه شتون ولري او وروستی ټکی دا چې د امرالله صالح او حنیف اتمر په
شان کسان چې اوسمهال په دولت کې نه دي له د افغانستان دمسائلو د یوه کار
پوه له قوله له همدا اوسه  په دې لټه کې دي چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې
چې د ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ پړاو پای ته رسېږي، امریکایانو ته خپله ژمنتیا
ثابته کړي او وکولای شي چې ځان د امریکا لپاره له کرزي وروسته تر ټولو
غوره ټاکنه مطرح کړي.
دا چې د افغانستان په شان هېوادونو کې په امریکايي ډیموکراسۍ کې، څوک د
خلکو له رایو واک ته نه رسېږي، بلکې په دا ډول هېوادونو کې واک ته د
رسیدو لاره  له سپينې ماڼۍ تېریږي او له همدې امله امریکا اوسمهال هڅه
کوي چې دداډول کسانو له لارې چې امریکا ته چاپلوسي کوي د دایمي پوځي اډو
د جوړیدو موضوع مطرح کړي تر څو د افغانستان خلک وازمويي چې له ځانه څه
عکس العمل ښيي .
البته د افغانستان ډېری خلک، ټول توکمونه او قومونه او جهادي مشران په
افغانستان کې د امریکا ددایمي پوځي اډو له جوړیدو سره مخالف دي.