دخارجي ځواکونو په وړاندي دمجاهدینو مقاومت ورځ تربلې پیاوړي کیږی ،دمجاهدینو مخامخ حملو او بمي بریدونو دبهرنیو ځواکونومرګ ژوبله زیاته کړې ،ددوي مرکزونه او ورغلې لارې خوندي نه دي، پوځي اډې یې دمجاهدینوترراکیټي بریدونولاندي دي اوکه له مرکز نه دباندي وزي ټانکونه او نور پوځي عرادجات یې دمځکي لاندي له ښخ شویو ماینونو سره مخ کیږي
یوه بله جدي ستونزه چې دبهرنیو پوځیانو ژوند یې ناارامه کړي دي ، پر خپلو افغاني ملګرو ناباوري ده هغوي همیشه په ډار کې وي چې دافغاني عسکرو له منخه کوم عسکر پرې ډزي ونکړي، داسي پیښې چې دافغاني عسکرو له لوري بهرني پوځیان تربریدلاندي ونیول شي ډیرې زیاتې شوې
پورته ستونزو بهرني پوځیان له ډول ډول روحي او دجګړې له رواني فشارونوسره مخ کړي دي.
دامریکا دپیاده سمندري ځواکونوافسر(دیریک ګوینس ) رسنیو ته ویلي ،چې دي پنځه میاشتي وړاندي دهلمند ولایت په سنګین ولسوالي کې دپوځي ماموریت لپاره ځاي پر ځاي شو،دطالبانو له لوري دحملو او دسړک له غاړې دناڅاپي چاودنودرامنځ ته کیدو په وړاندي یې پوره تیاری درلود ،ولي ددي یې هیڅ فکر نه کاوه چې دده دوه نژدې خواږه ملګري به دیوه افغان عسکر له لوري ، چې له دوي سره یې یوځاي ګزمه کوله په ډزو وژل کیږي
داعسکر چې دده دوه ملګري یې ووژل دپیښې له ځایه په وتلو بریالي شو او له طالبانو سره يوځاي شو.
ګوینس چې ۲۳ کاله عمر لري دامریکا دتکزاس ایالت اوسیدونکي دي ،وايي دي له خپلو وژلو شویو ملګرو سره یوځاي دامریکا په سمندري ځواکونوکې لوي شوي غم او ښادي یې سره ګډه وه.
داامریکايي عسکر وايی چې دي په دې تمه راغلي وو چې له مخالفینوسره به جګړه کوي ،نه دا چې په دې ډول به وژل کیږی.
دامریکا پلي سمندري ځواکونه چې دتیرکال په اکتوبر کې دهلمند ولایت په سنګین کې ځاي پر ځاي شول ، داسي جنګي فشارونه او تراژیدي یې زیاتې لیدلې او هغه وخت یې ۳۰عسکر په مخامخ جګړه او بمي چاودنوکې ووژل شول او ۱۷۵ تنه نوریې ژوبل شول چې په لسګونو تنوخپلې پښې لاسونه او دبدن نور غړي له لاسه ورکړل.
ډیر عسکر چې دسنګین په ولسوالۍ کې په پوځي ماموریت بوخت دي وايي، دوي هره ورځ ډارونکې او زړه لړزونکي پیښې ویني ، داپیښې یې په ذهن کې پاته کيږي چې له رواني لحاظه دهغوي پر زړونومنفي تاثیر کوي.
روان پيژندوکي وایي ،دا ډول پیښې دجګړې پر مهال طبیعي دي ولي کله چې عسکر له جګړې بیرته راګرځي هغه مهال هغوي له رواني او روحي مشکلاتو سره مخ کوي.
امریکايي افسر ګوینس وايي، داویره او ډار داسي یو شي دي چې همیشه له تاسره وي او ته نه پوهيږي هغه کس چې وروسته په راتلونکي ورځ کې په نښه کیږي ، ته به یې ،نو حتمي ده دا رواني فشار به ته له خپله ځانه سره انتقالوي.
ډیر ی له جګړې راستنیدونکي عسکر چې پوځي ماموریت یې بشپړ شي دخپلو کورنیو له غړو سره یې ژوند نه تیريږی له ډول ډول فشارونوسره مخ وي ،اکثره یې په یو ډول خپل ځانونه ووژني او یا دکورنۍ نورغړي له منځه یوسي
په دي وروستیو کالونوکې امریکايي پوځي چارواکي په دې لټه کې دي چې پر عسکرو دروحي او رواني فشارونومخه ونیسه او په دې بخش کې یې یوشمیر ماهرین ګمارلي دي ترڅو پر هغو لارو چارو غور وکړي چې وکولاي شي پر پوځیانوفشارونه کم شي.
دامریکا دسمندري ځواکونویو عسکر (آدم کیلي پاوکووا) چې دویرجینیا ایالت اوسیدونکي دي وايي، یوازي دجګړې رواني فشارونه نه دي ، بلکې عسکر له خپلو کورنیو او دوستانونه دلیرې والي له روحي فشار سره هم مخ دي
نوموړي وايي داټول هغه فشارونه او مشکلات دی چې موږ یې له جګړې ستومان کړي یو .