” یوطبیب باید دخپل ناروغ خاطرداری اوخدمت له دې امله په ښه توګه اوایماندارۍ سره وکړي چي هغه دنړۍ د پیداکونکي (خدای) ترټولونژدې او نازولي میلمه دی … “
سانسکریتی وینا
درنې اواغلې ډاکترې زینت کرزي ته !
په درناوي سره غواړم ترهرڅه دمخه دیوه مسلکي استاد اویوه غیرفعال فرهنګ پلوي افغان په توګه خپل هغه درد له تا درنې سره دیوې ډاکترې په توګه چې په دغه برخه کې مو زده کړې او خلک برسیره پردې چې دهیواد د لومړۍ میرمنې خطاب درته کوي بیاموهم یوه ډاکتره بولي ، هو ، ډاکتره یوڅو ک چې ټول عمر یې سروکار له عاطفې، مرستې ، درملنې او رحم سره وي، زه فکرکوم داچې ښاغلی کرزي نه شي کولای لکه دخپلونوراسلافو واکمنانو په شان توره ترملا او لاسونه په ناحقووینو سره کړي ددې یولامل به هم دا وي چې یوډاکتره یوه بشپړه عاطفه یې په څنګ کې ده ځکه نو له خپلوهغو څخه یوڅه لرې ساتل شوی دی. زما د درد دغه لیک یوازې په دې خاطردی چې تا دهیواد درنې لومړۍ میرمنې ته دهیواد د روغتیایی تراژیدۍ هغه اړخ دروښیم هغه چې دم ګړۍ په هند کې زموږ پر خلکواو زموږ په خویندو او وروڼو باندې په دغه هیواد کې روان دی اوهغه داسې دی :
د شمیرنې له مخې یوازې د تیرکال په ترڅ کې دهند مکس روغتون ته چې یوشخصي روغتون دی له افغانستان څخه ( پنځه ویشت زره افغان) ناروغان راغلل ، په دغو ناروغانو کې تر ( ۳۰۰۰) زیات بسترشوي ( ددغه روغتون دمارکیټنګ دمسوول دمرکې پربنست )او درملنه یې دلسو او یوې میاشتې په اوږدو کې شوې چې لږترلږه له هرناروغ څخه دڅلورو او څلویښتو زرو ډالرو ترمنځ فیس اخیستل شوی دی. که چیرې دغه اندازه یو څوک چې په دغه برخه کې په حساب پوهیږي سره وسنجوي زه فکرکوم چې دډیلی ترمکس یولوکس او په ټولو عصري وسایلو سمبال روغتون په کابل اویاد افغانستان په یوه بل ښارکې پرې جوړیدای شي. په همدغه اندازه د ډیلی په نوروعادي روغتونوکې چې که ټول سره جمع کړو دیوه کال دناورغانو شمیر تریولک تنوزیاتیږي خوله بده مرغه چې هیڅوک نشته چې لږترلږه دافغانستان دولت ته دومره ووایی چي دغه درملنه په مسلکي لحاظ څومره ګتوره اوڅومره بې ګټې ده اونه څوک شته چې په دې پوه شي چې دغه ناچار اوناروغ افغانان دلته په هند کې ددغو درنو پیسو په مقابل کې سم درملنه کیږی اوکه یوازې یې پیسې اخیستل کیږي اودوی بیرته هیواد ته مات اوګوډ ناچاردانسان دښمنو ډاکترانواودهغودافغاني دلالانوله غولولو وروسته ستنیږي ؟ …
اغلې ډاکترې زینت !
په ډیر درناوي اوافسوس سره باید درته ولیکم چې له تیرو لسوکلوچې ښاغلي کرزي په کابل کې واک ترلاسه کړی، د روغتیا په برخه کې ددغې تراژيدۍ ابعاد په هند کې په دومره ناوړتیاسره پراخ شوي چې نوره خبره په یوه فاجعه باندې اوړي ، په سلګونوناروغان چې کله هره ورځ د ډیلی په هوايی ډګرکې کښته کیږي ، هلته دسړي خوروکارغانو یوه ډله دتش په نامه مرستندویو ( دلالانو) په نامه ورته ولاړه ده ، ځینی له همدغه هوایی ډګره نوي لاس ته ورځي او ځینې ان له کابله دهمدغو سړي خورو لارښونکو استازي دوی ته رالیږي اوپه هوايی ډګرکې تسلیموي .له هغه ځایه یې میلمستون او هوټل ته بیایي ، له هوایی ډګره ترهوټله دیوه ټکسی کرایه تر (۳۰۰) روپیو زیاته نه ده خو له همدغه ځایه (۱۰۰۰) روپۍ پرناروغ باندې اړوي او داهم ورته وایی چې خیربیا به حساب سره کوو. کله چې هوټل یا ګست هاوس ته رسیږي هلته هم له هوټل والا او ګست هاوس والا سره خبره مخکې له مخکې جوړه شوې که دعادي هوټل کرایه په یوه شپه (۵۰۰ ) روپی ده هغه په (۱۵۰۰ ) ورته بیه کوي ، نیمه کرایه کوروالا اخلي نیمه نوره دترجمان اودلال چې تردغه ځایه یې دغه ناروغ راوستلی دپلار اونیکه حق دی . کله یې چې ناروغ دلته ځای پرځای کړ ، بیانو دسبا لپاره پروګرام ورته جوړدی ، ډاکترانو ته چې همدغه دلالان یي دلالي کوي دهغوشخصي کلینکونو ته ورولی او یايې هغو روغتونو ته چې هغوي هم له دغو دلالانوسره تړون لري اودهرناروغ په سر ټاکلی روپۍ چې تر (۵۰۰۰ او ۱۰۰۰۰) به لږ نه وي چې هغه هم ترډیره حده دناروغ په ناروغي پورې اړه پرې چارچیږي اوهم هلته خای پرځای دروغتون دمارکیټینګ دادارې له خوا دغو دلالانوته چې زیاتی یې افغانان دي ورکول کیږي . باید ووایم چې دهر روغتون نرخ بیا بیل بیل دی. ښایی تاسې ته به دا ډیره دحیرانتیا وړ خبره ښکاره شي اوښایی ووایاست چې دغه دلالان او ترجمانان له کومه په دومره ستراومافیايی ځواک باندې اوښتي دي ؟ ددغې خبرې ځواب یوازې او یوازې دادی چې د دوی یوشمیردومره پیاوړي دي چې یوشمیریې دکابل له لوړرتبه مامورینو او وسله والو سره اړیکي اوارتباط ښيی اوهرډول مادی اوسیاسي ملاتړیې آن له کابله کیږي، ماناداچې دوی نه یوازې دعادي افغانانو د شکولو توان لري بلکی دوی همداسې دکابل لوړرتبه مامورین اودهغوی ناروغان هم په پوره مهارت سره شکولې شي ځکه چې دهغوله زیات شمیرسره خو دپيسوپوښتنه هم نشته دوی هرڅه لري اوان په ډیرو وختوکې په هندکې ددولتي مقاماتو له خواهم دغه ترجمانان دیوشمیرناروغانولپاره کارول شوي دي چي په دغه کارسره دهغو سترګې نورې هم دناروغانووینوڅښلوته سرې کیږي اوزور یې بیا هم له هغو غریبوناروغو افغانانو څخه چې دیوه ناروغ د ناروغۍ په خاطریا مځکه ګرو وي اویاهم خپل کورونه خرڅوي وځي . زما موخه او هدف هم دغه ناروغان دي چې دلته له سختو ستونزو سره مخامخ کیږي . تا سې به باور وکړئ چې دوی دلته راځي دلته د بي ایمانو قصابوډاکترانو اوبې ایمانو ترجمانانو له خوا څه پرې کیږي ؟ تاسې خبریاست چی تیرکال دغو ترجمانانو یوناروغ یوځل په لیفت کې ترپنځم منزل پورې پورته کړ او بیرته یې راکوزکړ دیرش زره روپۍ یي په دې نامه چې ستا لومړۍ معاینه په همدغه پورته اوکښته وړلو راوړلو کي وشوه ترې یووړي ناروغ ته یې ویلي ووچې سبا بیا دلته راشه چې دمعایناتونتیجه درته واخلم او بیا به دې ډاکټرته هم بوځم . هغه هم صادقانه داخبره مني او چې کله سبا راځي ګوري چي ځای شته او ترجمان نه ، د روغتون ادارې ته په سختې خبره رسوي چې هغوی هم پرته له دې چې دغه غیرانسانی عمل ته حیران شي بل ځوا ب نه لري اونه نوره مرسته ورسره کولای شي …
نن سبا په عمومي لحاظ څو ډلې ناروغان هند ته راځي ، لوړ رتبه مامورین ، سوداګراوهغوی چې د بی شمیره ډالرو خاوندان دي . ټیټ رتبه دولتی مامورین چې له دومره پیسو سره راځي چې یوازې معاینات يې پرې کیږي. او دریم عام خلک اودکانداران او خپل خپلوان يې …
اوس خبره داده چې په یوه ربع کې دغه شمیر تر (۳۰) زرو پورې رسیږي ، په دغو دریو ډلو کې داسې کسان هم راځي چې هند ته دهغوی را تګ له سره ضرور نه دی دهغوی درملنه په لږوپیسو او ښه ډول سره په کابل کې هم کیدای شي ، زه د دولت یو لوړ رتبه څوک چې نژدی نوي کلن دی پیژنم چې هغه دا یوکال سرله بالښته پورته نه کړ، او ډاکتران همداوایی چې ددغه مشردغه تداوی چې دلته په دوو دریو ورځوکۍ یولک هندي روپۍ بیل پرې راځي په کابل اوآن دده په خپل کورکی په وړیا توګه کیدای شي ، داچی یومهال یې په دولت کې کارکړی او ولس مشر پیژني دهغه لپاره با ید همدومره بي اړتیا خرڅ وشي اوهغه درویشت کلن ظریف فروتن چې ژوند يي په دیرش لکه روپۍ اخیستل کیده اوولس مشر یی نه پیژاند بیرته له هنده بې درملني زړه ماتی کورنۍ ته ورستون کړ شو… آیا دغه ځوان دافغانستان دیوه تبعه په توګه پردغه هیواد چې پرشتمنیویې معاملی روانې دي داحق نه لري چی ددغه ملت له خزانی څخه دیرش لکه روپۍ ورکړې شي څو دهغه ژوند پرې و ژغورل ښي ؟ آیا ددغه درویشت کلن ځوان له خولي دغه لنډی تا اوښاغلي کرزي ته چا در ورسوله چي په ناهیلواوزړه ماتو شونډویی د ډاکترله وروستی ځوابه وروسته زمزمه کړه او ویی ویل :
یومې له اصله رنګ زیړی و بل می جانان (ډاکتر) له یارۍ واخیستل لاسونه …
ماناداچې ډاکترورته وویل چې کله دې دیرش لکه روپۍ پیداکړې بیا راشه چې درملنه دې وکړو ….
آغلی ډاکترصاحبې زینت !
زه له تا دا تمه نه لرم چې دبې وزلو افغانانو دغو ستونزو ته دحل یوه لاره باید خامخا را په ګوته کړې ، یوازې غواړم له هغوی څخه چې جناب کرزي د روغتیایی چا رو دندې ورسپارلې اویایې په هند کې دمسوولو مقاماتو په توګه ټاکلي کله دا پوښتنه وکړه شي چې ددغې ستونزې جرړه چیرې ده او څنګه کیدای شي دغې لویی ستونزې ته چې هم په مادي اوهم په معنوي لحاظ زموږ په وړاندې دیوه شرم په توګه رامنځ ته شوې دحل یوه لاره موندل کیدای شي ؟ دروغتیا وزارت معین (ښاغلی فیروز) ددغو کرښو دلیکلو پرمهال په هندکې پروت دی اوهره شپه یې لکه دقدراوهره ورځ یې لکه داخترپه میلمستاوو باندې تیریږي .وبه ګورو چی دی کله کابل ته ځي دی به په دغه برخه کي یوعادي راپورمطبوعاتو ته ورکړی ؟ خلک وايی چې د روغتیا وزارت باید یو کمیسون ولري چې هرڅوک د ناورغ په نامه هند ته را پري نه ږدي ، بایدناروغ او چک اف والا معلوم کړي ، داکمیسون کلونه کلونه ددغه وزارت په جوړښت کې وخو اوس داسې ویل کیږی چې دکورنۍ او بهرنۍ طبی ما فیا ددغو هلوځلوله امله له منځه تللی اوهرڅوک کولای شي چې ان په رسمی سفرهم راځي باید خپل چک اف خو له یاده ونه باسي ، موږ لیدلی چي په ډیرو رسمي کنفرانسونو کې له کابله راغلی هیات دچک اف په پلمه په کنفرانس کې ګډون نه کوي … بله داچې د روغتیا تش په نامه وزیره تراوسه څوځلې ددغې ستونزې له امله هند ته تللې یایی په کابل کې دهند له سفیراو یایی په ډیلی کې دافغانستان له سفیرسره چي په دغو برخو ترټولو زیات مسوولین هم دوی دي تما س نیولی چې څنګه کیدای شي ددغې ستونزې لپاره دحل یوه لاره دهند اوافغانستان ددولتونو دهمکارۍ په ترڅ کې پیداکړي ، باید تا ډاکتری صاحبې ته وویل شي چې دغه تش په نامه مسوولین ټول خپل اوخپلوان په شخصی سپارښتنوهندته را استوي اودلته یې په وړیا اویا ددولتی مقام څخه په ناوړه ګټي اخیستني سره دخپلو روابطو له امله تداوی کوي ځکه نو دعاموخلکو پوښتنه له دوی سره نشته اونه په دغه برخه کې دحل دیوې لارې په لټولو باندې لاس پورې کوي … زه بیاهم دیوه کتونکي په توګه په مسوولیت سره دا خبره تاته کوم چې دغه څوک چې جناب کرزي په روغتیا وزارت اونوراړوندوځایو کې ټاکلي دوی تراوسه په دغه برخه کې یوعادي ګام هم نه دي پورته کړي ، زه ډاریږم چي که د دغو مقاماتویوشمیریوځل د دغې طبی ما فیا چې نه غواړي په هیواد کې دننه د روغتیایی آسانتیاوو په برخه کې یوکوچنی ګام هم پورته کړل شي په منګولو کې ولولیدل ، دا به بیا ډیره ګرانه وي چي دوی دهم له دغو کړیو سره په دغې بې ایمانۍ کې غاړه غړۍ نه شي ،علامی او آوازې شته چې په کابل اوهندکې د مقاماتوبی تفاوتي اوسوړچلند له دغې طبی ما فیاسره چې یوازې دډیلی په ښارکې یوملیون امریکایی ډالرهره ورځ له افغانانوڅخه شکوي دا په ګوته کوي چې په پای کې به خبره دیوه تورداغ په لرلید باندې پای ته رسیږي او نوم به د افغانستان اوښاغلی کرزي په کې یادیږي …
درنې ډاکترې صاحبي ،
داو زما هغه لیک چې ما کله هم دښاغلي کرزي په نامه نه لیکه ، ځکه چي زه فکرنه کوم هغه به په دغه برخه کې دومره د مسوولیت احساس وکړي لکه چې تا سې یې دیوه مسلکي چا په توګه کولای شۍ ، دهندوستان ترټولو زړه ژبه سانسکریت ده ، په هغې کې دوه دوه نیم زره کاله مخکې دطب په برخه کې لیکنې پیل شوې دي همداده چې نن زموږ په ګډون یوزیات شمیرخلک د دوی له تجربو څخه ګټه اخلي په دغه لیکنوکې یوه لیکنه ستاسې له مسلک سره داسې راغلی ده چي : ” یوطبیب باید دخپل ناروغ خاطرداری اوخدمت له دې امله په ښه توګه اوایماندارۍ سره وکړي چي هغه دنړۍ د پیداکونکي (خدای) ترټولونژدې او نازولي میلمه دی … “
آغلې ډاکترې ، که رښتیاهمداسې وې هیله ده چی ته هم د هیواد دلومړۍ میرمني په توګه دخدای له دغو نازولوسره مرسته وکړئ … اوله دغه حالته چې په هندکي پردوی روان دی وژغورئ او دغه شونتیاوې په کابل کې د دوی لپاره برابرې کړئ … ځکه په دغه حال کې افغانان هم پیسې له لاسه ورکوي اوهم یې عزت نه ساتل کیږي …
په درنښت
پرفیسور کابلی والا – هند
د ۲۰۱۱ کال دمارچ څلورمه
kabuliwala_kabuli@yahoo.com