کور / هراړخیز / سلطان محمد فاتح……..څلرومه برخه

سلطان محمد فاتح……..څلرومه برخه

شاهي څارګر


د لاله شاهین  یادګار دښار  د جنوبی دروازې څخه بیرون   دښار ددیوال تر څنګ  جوړ کړل شوې و . دا په یوه وخت کې  شاهي پارک و  خو  نن سبا په قبرستان بدل  شوې و . دلته د شاهې کورنۍ او نورو  امراو  خپلوان او مړي  ښخول کیده . په ونو به   ګونګیان  کیناستل او په خپله ژبه به یی خبرې کولې . ددې ځاې دشاهې باغ  ټولې  نښې نښانې  له منځه تللې وې ، دلته  به د ورځې هم  د انسان غونې  زیږیده ، کله ناکله به  کوم  کس ددې ځاېه  تیریده .
دمارسې بګۍ د دې باغ  دننه ورننوتله . دبګۍ  نوې  کوچوان ځوان  د خپل عمر نه  زیات  زیرکه  او هوښیار ښکاریده .  هغه د مارسي  بګۍ د  ابنوس  د ونو سیورې  ته یوړه ، او ګڼو بوټو شاته یی  و دروله .مارسي د بګۍ نه راښکته شوه  او د یاردګار تر څنګ  د  باره دوري  د ماڼۍ  لورې ته ورغله .  هغې  په خپل  لوې  پړونې کې  خراسانۍ توره   را نغاړلې وه . مارسي ….. دمارتها  لور وه  او دخپلې مور مارتها په څیر هوښیاره …..او میړنۍ وه . هغې دومره ویران  ځاې ته د راتلو څخه هیڅ  ویره نه احساسوله .  مارسي د باره  دري زړو پاتخو ته ورسیده  او بیا هلته باره دري ته ورننوتله . خو د ننوتلو مخته یی  د احتیاط نه کارواخست  او په ډیره محتاطه توګه یی  غږ وکړ :  « سالاره ! ….. محترمه سالاره ! …..  ایا ته همدلته یی ؟ »
ددې سره  سره  چې مارسي د قاسم  د نوم سره پوره  بلده وه  خو هغې به قاسم ته  سالار وایه . دمارسي  غږ ته  چا ځواب  ورنه کړ . نو هغه  دا  و انګیرله  چې قاسم تر اوسه لاندې  راغلې  په داسې حال کې چې هغه باید دمارسي څخه مخته دلته راغلې وې . مارسې ته اندیښنه پیدا شوه  او خنجریی په لاس کې کلک  و نیوه  ، خو د لږ ځنډ نه وروسته دمارسې تر شا د ونو  د ځنګله  څخه  یو اوږود  ښایسته ځوان  را ووت . دا پخپله قاسم و . قاسم د راتلو سره مارسي ته وویل  چې : 
« زه بښنه غواړم ، په حقیقت کې ما  تر  ډیره  پورې هڅه کوله  چې ستا د تعقیبونکو شک له منځه یوسم . ما غوښتل  و پوهیږم چې که چیرې  څوک   ستا په   تعقیب  پسې راغلې وي نو باید مخته راشي .»
مارسي  اوږده او یخه  ساه واخسته . خو هغه ته د قاسم ددې کار څخه دا ډاډ  ور په برخه شو  چې قاسم یو محتاط  وګړې دې، اوس نو  قاسم او مارسي د باره دري  په  زینو  ور وختل اوهلته  د نیم تیاره او وراسته  چت  لاندې  کیناستل .  د باره دري په زمکه باندې  په ځاې ځاې کې  ګیاه  را شنه شوې وه . دا وخت  خزان  په عروج کې  و  او وچې پاڼې هرې  لور ې ته  پرتې وې ، دوې دواړو  دخپلو کیناستو له پاره ځاې  پیدا کړ  اوبیا  دواړه یو بل ته  نژدې کیناستل . دا د مارسي او قاسم  لمړنې  لیدنه کتنه وه . دواړه  تر یوه وخته پورې خاموشه  ناست و .
تر ډیره پورې یوبل ته  نژدې ناست و ، او سترګې یی د  مخامخ  یادګار په کنډرو نښتې وې . ددواړو  د زړونو کیفیت  څه  بله ډول و . هغوې  یو بل ته څه ویل غوښتل   خو   دهغې  و دیلو له پاره یی  الفاظ نه شو پیدا کولې . بالاخره مارسي دا  سکوت  مات  کړ او وویی  ویل :
«غالبا  چې تا زه دکوم کار  له پاره دلته را بللې وم .» دمارسي په لهجه کې  نرې شانته طنز  هم  شامل و . قاسم  ورته متوجه شو :
«هووووو!….  کار! ……  هو ! ریښتیا هم ما تاته د  یوه کار په خاطر دلته د راتلو  تکلیف درکړې دې » قاسم ورته  په  تتړه  ژبه وویل .  هغه  په فکرونو کې ډوب و  چې ایا ریښتیا هم هغه مارسی دکومې خاصې خبرې له پاره دلته رابللې ده؟ اوکار  به څه شې وي؟ دهغه تر مخه ټول  حالات  را بربنډ شوي و. دنمونې په توګه ، هغه  په ابوجعفر باندې شک کاوه ، ابوجعفر دمارسی د مور مارتها  کور ته  تګ  راتګ کاوه ،مارتها پښخه عیسایڼه وه ،  سکندر بیګ د مارتها په غیږه کې ځوان  شوې و . هرومرو  دسکندر او ابوجعفر تر منځ  هم ژور  اړیکې  موجود و . مارسی  دخپلې مور ،  ابوجعفر ، اوسکندربیګ  دحالاتو څخه ښه خبره وه . خوپخپله یی دڅه  وجوهاتو په اساس  سکندر بیګ ښه نه   ایسیده . شونې ده چې دا به سکندر بیګ  خپل مزاج و. په هر حال دا ثابته وه چې مارسی د سکندر  بیګ پر خلاف وه.
قاسم  په همدې خبرو کې ډوب  و . اوس به نو قاسم دمارسي څخه  نور څه پوښتل ؟  یواځې  همدا چې هغه د ابوجعفر  په اړه   نور څومره معلومات لري ؟ که چیرې  همدومره خبره وایی نوبیا  خو دمارسي په ځاې  د ابوجعفر معلومات په خپله  پلټلې شول . قاسم په خپل فکر  کې  را نښتې و ….   اخر ولې یی مارسي دلته رابللې ده . بالاخره د شونډو  لاندې  مسکې شو  او د اتمام حجت په خاطر  یی  همغه  پوښتنه وکړه .
« ما غوښتل له تا څخه د ابوجعفر په اړه  و پوښتم . »
څرګنده نه ده  چې د قاسم په لهجه  کې به  څه  وو  چې مارسي پرې په زوره  زوره  و خندل ….. قاسم فکر وکړ  چې دا به قهقه  خندا نه  وی ، داسې بریښیدل چې د هندوانو په کوم مندر کې  طلاېې  ګنګړې  و شړنګول شو . مارسي یواځې ښایسته او ښکلې نه وه بلکه  د ډیر ستر او  عالي  شخصیت خاونده هم وه . دهغې   تجربه کاري مور ، مارتها، هغې ته دمیړانې او په پوره جرءت سره  دنیغ په نیغه  د  تنقید کولو فن  هم ور وښولې و .  مارسی دا و انګیرله چې  قاسم  په زړه کې  غل دې ، څه لري خو نه   یی وایی . غالبا  چې د محبت او مینی غل ، خو دهغه  دقاسم  په څیر د یوه جریر  انسان  په حیا کولو باندې  حیرانه  وه . هغې په  شریرو  سترګو قاسم ته وکتل او ورته یی وویل :« زه خو د ابوجعفر په اړه همدومره پوهیږم چې  هغه دمسلمانانو مذهبی مشر دې ، د بغدادي دروازې د جومات  خطیب او امام دې  او تیرو  شلو کالو راهیسې دلته په  «اورنه » کې  میشت دې . ددې  نه اخوا دهغې  وخته  چې زه په ښه اوبد  پوه  شوې  یم  نوموړی وینم  چې زمونږ کور ته  تګ  راتګ کوي ، هغه  په ساعتو ساعتو  زما د مور  سره په  ځانته  کمره کې کیني او کومی ځانګړې مسئلې په اړه  پټې خبرې ورسره کوي . زما مور  ډیره  سخته عیسايڼه ده  او دمسلمانانو پر خلاف  دهر ډول  عمل  څخه دریغ نه کوي . ترهغې چې زه معلومات  لرم نو سکندر  زما مور او همدې ابوجعفر د سلطان پر خلاف  را پارولې او بې وفایی ته یی اړ کړې دې .  پخپله سکندر  زما ډیر بد ایسي ، هغه   په وړکتوب کې زما سره یو ځاې را ستر شوې دې  خو په طبیعې توګه  کمینه ، بدذاته او بد مزاجه دې …… بس  همدا  څو خبرې وې  چې  زه  پرې  پوهیدم اوتاته مې وکړې …»
دمارسي په خبرو  قاسم   په زړه کې  مسکې  شو ، څه فکر یی وکړ ، مارسي ورته  ټکې په ټکې  هر څه وویل . اوس  نو  هغه ډاډ من  شوې  چې  مارسي یی یواځې ددې له پاره دلته  نه وه  رابللې  بلکه ددې   لیدنو وروسته  بله کومه  جذبه  هم شته  چې په پایلو کې  تر ډیرو  ورځو پورې  بې نومه پاته کیږي  اوکله چې ورته  نوم ورکول کیږي  نو بیا یی دمحبت  په نامه یاد وي.   قاسم     یو ناڅاپه په خپل ځان   په غصه شو  اودخپله ځانه سره یی وویل :…..قاسم  جانه  !  په هوش  کې راشه …… ته یو سپاهې  یی او ستا ژوند ستا ددین له پاره وقف  شوې دې .  ته به څنګه د یوه چا سره  د خپل ټول ژوند کولو پیمان او ژمنه وکړې  …… اوبیا  خو مارسي مسلمانه هم نه ده ، یوه عیسایی پیغله  ده .
په همدې وخت کې هغه ته  یو فکر راپیدا شو  اود مارسي  څخه یی  یوه  حیرانونکې پوښتنه وکړه .« ډیره   ښه !  مارسي جانې !  …… ستا د قصې  څخه خو داسې  انګیرل کیږي  چې ته  عثماني  سلطنت   سره  د خپلې  ګروهې  او عقیدې  په نسبت  ډیره  همدردي  لرې.  ایا  ستا په زړه کې د اسلام په اړه   کله هم  کوم  فکر راغلې دې.؟»
د قاسم پوښتنه  ډیره  حیرانونکې وه ،  مارسي یو ټکان وخوړ  او قاسم ته یی  په  کلکو سترګو  وکتل  او ورته یی وویل:
« قاسم صیب !……ما د اسلامي  ارزښتونو په مطابق  ښوونه او روزنه تر لاسه کړې ده  او په همغې کې را  ستره  شوې یم ،  زما په ناسته پاسته ، اوعادتونو او رواجونو په رګ  رګ  کې  اسلام جاري  دي  خو ما تر اوسه پورې د اسلام د منلو  اعلان  په رسمي توګه نه دې کړې .»
«  مګر ولې ؟  کله  چې ته داسلام  څخه دومره  اغیزمنه  شوې  ېې  ،  نو ویلې  شې  چې هغه کوم  خنډونه دي  چې تا د اسلام  په رڼا   کې د  را ننوتلو څخه منه کوي ؟»  قاسم ته د مارسي د ځواب  نه  نور  هم  تجسس  راپیدا  شو ، دهغې دبلې پوښتنې په مقابل کې مارسي وویل :
« ایا په دې  اړه   اعلان کول  اړین  دې ؟ زه خوچې  تر اوسه پورې په  څه پوه شوې یم  هغه دادې  چې هره  ښه خبره  او متوازن  عمل کول  پخپله اسلام دې . اوهر هغه څه  چې متوازن  نه دي  هغه غیر اسلامي دي ……. زه  غیر متوازن کارونه نه  کوم ، اوهره  ښه خبره  خوښوم …… ایا زه  جومات  ته ولاړه شم او  د ابوجعفر په څیر د وګړو په لاسو اسلام  اعلان کړم او دمارسي په ځاې   په خپل ځان د سکندر نوم کیږدم .؟»
د مارسي په دې خبره  قاسم  مات مات  شو . هغه  فکر  هم نه  کاوه چې دیوې  غدارې مور  لور  به  دومره د علم ، پوهې ، تدبر  او عقل  خاونده وي . هغه دمارسی ددې  معقولو خبرو  په  اړه بې ځوابه  پاته شو . او د څه  ډیره وخته  خاموشه پاته کیدو وروسته یی وویل :
«  ستا خبره  بلکل  سهي ده . خو ایا دا به سهی  نه وي چې په ښکاره توګه هم  اسلام خپل کړې ، ځکه  ستا له پاره  په ټولنیزه توګه ډیر ښه  ژوند میسر  دې . » مارسي ورته  په پوره تدبر  سره  ځواب  ورکړ  : « هو ! که ما همداسې کړې واې  نو یقینا  چې  ښه  فرصتونه به راته پیدا شوې وې . او تر ټولو  لمړۍ  به دا  کیده چې دسلطان  د ویل شوي زوې  سکندر سره به راته  نکاح  کول  را پیښیدل . په داسې حال کې چې  هغه زما بد ایسي . او پاته  شوه  دا خبره چې دخلکو په سترګو کې به  زما  د اسلام دمنلو سره  زما  عزت او درنښت نور هم  ډیر شوې واې ، نو دا کار خو داسلام  له اړخه هم  غیر معقول  دې . عزت  باید  زیات کړل شي خو دالله  تعالې  په دربار کې ،   زه په  دې آند یم چې دا کار د نیت  په خلوص   سره شونې دې .
مارسي یواځې ښایسته او ښکلې نه وه بلکه  د ډیر ستر او  عالي  شخصیت خاونده هم وه . دهغې   تجربه کاري مور ، مارتها، هغې ته دمیړانې او په پوره جرءت سره  دنیغ په نیغه  د  تنقید کولو فن  هم ور وښولې و .  مارسی دا و انګیرله چې  قاسم  په زړه کې  غل دې ، څه لري خو نه   یی وایی . غالبا  چې د محبت او مینی غل ، خو دهغه  دقاسم  په څیر د یوه جریر  انسان  په حیا کولو باندې  حیرانه  وه . هغې په  شریرو  سترګو قاسم ته وکتل او ورته یی وویل :« زه خو د ابوجعفر په اړه همدومره پوهیږم چې  هغه دمسلمانانو مذهبی مشر دې ، د بغدادي دروازې د جومات  خطیب او امام دې  او تیرو  شلو کالو راهیسې دلته په  «اورنه » کې  میشت دې . ددې  نه اخوا دهغې  وخته  چې زه په ښه اوبد  پوه  شوې  یم  نوموړی وینم  چې زمونږ کور ته  تګ  راتګ کوي ، هغه  په ساعتو ساعتو  زما د مور  سره په  ځانته  کمره کې کیني او کومی ځانګړې مسئلې په اړه  پټې خبرې ورسره کوي . زما مور  ډیره  سخته عیسايڼه ده  او دمسلمانانو پر خلاف  دهر ډول  عمل  څخه دریغ نه کوي . ترهغې چې زه معلومات  لرم نو سکندر  زما مور او همدې ابوجعفر د سلطان پر خلاف  را پارولې او بې وفایی ته یی اړ کړې دې .  پخپله سکندر  زما ډیر بد ایسي ، هغه   په وړکتوب کې زما سره یو ځاې را ستر شوې دې  خو په طبیعې توګه  کمینه ، بدذاته او بد مزاجه دې …… بس  همدا  څو خبرې وې  چې  زه  پرې  پوهیدم اوتاته مې وکړې …»
دمارسي په خبرو  قاسم   په زړه کې  مسکې  شو ، څه فکر یی وکړ ، مارسي ورته  ټکې په ټکې  هر څه وویل . اوس  نو  هغه ډاډ من  شوې  چې  مارسي یی یواځې ددې له پاره دلته  نه وه  رابللې  بلکه ددې   لیدنو وروسته  بله کومه  جذبه  هم شته  چې په پایلو کې  تر ډیرو  ورځو پورې  بې نومه پاته کیږي  اوکله چې ورته  نوم ورکول کیږي  نو بیا یی دمحبت  په نامه یاد وي.   قاسم     یو ناڅاپه په خپل ځان   په غصه شو  اودخپله ځانه سره یی وویل :…..قاسم  جانه  !  په هوش  کې راشه …… ته یو سپاهې  یی او ستا ژوند ستا ددین له پاره وقف  شوې دې .  ته به څنګه د یوه چا سره  د خپل ټول ژوند کولو پیمان او ژمنه وکړې  …… اوبیا  خو مارسي مسلمانه هم نه ده ، یوه عیسایی پیغله  ده .
په همدې وخت کې هغه ته  یو فکر راپیدا شو  اود مارسي  څخه یی  یوه  حیرانونکې پوښتنه وکړه .« ډیره   ښه !  مارسي جانې !  …… ستا د قصې  څخه خو داسې  انګیرل کیږي  چې ته  عثماني  سلطنت   سره  د خپلې  ګروهې  او عقیدې  په نسبت  ډیره  همدردي  لرې.  ایا  ستا په زړه کې د اسلام په اړه   کله هم  کوم  فکر راغلې دې.؟»
د قاسم پوښتنه  ډیره  حیرانونکې وه ،  مارسي یو ټکان وخوړ  او قاسم ته یی  په  کلکو سترګو  وکتل  او ورته یی وویل:
« قاسم صیب !……ما د اسلامي  ارزښتونو په مطابق  ښوونه او روزنه تر لاسه کړې ده  او په همغې کې را  ستره  شوې یم ،  زما په ناسته پاسته ، اوعادتونو او رواجونو په رګ  رګ  کې  اسلام جاري  دي  خو ما تر اوسه پورې د اسلام د منلو  اعلان  په رسمي توګه نه دې کړې .»
«  مګر ولې ؟  کله  چې ته داسلام  څخه دومره  اغیزمنه  شوې  ېې  ،  نو ویلې  شې  چې هغه کوم  خنډونه دي  چې تا د اسلام  په رڼا   کې د  را ننوتلو څخه منه کوي ؟»  قاسم ته د مارسي د ځواب  نه  نور  هم  تجسس  راپیدا  شو ، دهغې دبلې پوښتنې په مقابل کې مارسي وویل :
« ایا په دې  اړه   اعلان کول  اړین  دې ؟ زه خوچې  تر اوسه پورې په  څه پوه شوې یم  هغه دادې  چې هره  ښه خبره  او متوازن  عمل کول  پخپله اسلام دې . اوهر هغه څه  چې متوازن  نه دي  هغه غیر اسلامي دي ……. زه  غیر متوازن کارونه نه  کوم ، اوهره  ښه خبره  خوښوم …… ایا زه  جومات  ته ولاړه شم او  د ابوجعفر په څیر د وګړو په لاسو اسلام  اعلان کړم او دمارسي په ځاې   په خپل ځان د سکندر نوم کیږدم .؟»
د مارسي په دې خبره  قاسم  مات مات  شو . هغه  فکر  هم نه  کاوه چې دیوې  غدارې مور  لور  به  دومره د علم ، پوهې ، تدبر  او عقل  خاونده وي . هغه دمارسی ددې  معقولو خبرو  په  اړه بې ځوابه  پاته شو . او د څه  ډیره وخته  خاموشه پاته کیدو وروسته یی وویل :
«  ستا خبره  بلکل  سهي ده . خو ایا دا به سهی  نه وي چې په ښکاره توګه هم  اسلام خپل کړې ، ځکه  ستا له پاره  په ټولنیزه توګه ډیر ښه  ژوند میسر  دې . » مارسي ورته  په پوره تدبر  سره  ځواب  ورکړ  : « هو ! که ما همداسې کړې واې  نو یقینا  چې  ښه  فرصتونه به راته پیدا شوې وې . او تر ټولو  لمړۍ  به دا  کیده چې دسلطان  د ویل شوي زوې  سکندر سره به راته  نکاح  کول  را پیښیدل . په داسې حال کې چې  هغه زما بد ایسي . او پاته  شوه  دا خبره چې دخلکو په سترګو کې به  زما  د اسلام دمنلو سره  زما  عزت او درنښت نور هم  ډیر شوې واې ، نو دا کار خو داسلام  له اړخه هم  غیر معقول  دې . عزت  باید  زیات کړل شي خو دالله  تعالې  په دربار کې ،   زه په  دې آند یم چې دا کار د نیت  په خلوص   سره شونې دې .
قاسم  دا سې  انګیرله چې دکومې  عامې  پیغلې په ځاې د کومې عالمې ، فاضلې  او پوهې  پیغلې  سره ناست دې ،اوس  نو هغه د زړه  له کومې  به مارسي باندې ځاریده . هغه  خوښایسته هم وه  او دهغې  ذهانت  ،  اودخبرو کولو   انداز   دهغې  شخصیت   نور هم را برسیره کاوه ،   پههمدې خیالونو کې ډوب  قاسم یو ځل بیا وویل :
« لیکن مارسي ،   که  چیرې  ته په  څرګنده توګه اسلام و  نه منې   نو بیا به ستا  ژوند د کوم مسلمان  ملګری  سره  څه ډول  منسلک  کړل شی ؟  زما مطلب  دادې  چې   که  چیرې  ته  په عیسایی  مذهب  باندې همداسې  ولاړه اوسې  نو  شونې ده چې ستا واده به  هم    دیوه  عیسایی ځوان  سره تر سره  شي .»
قاسم په ډیره ساده توګه   د مارسي څخه  دا پوښته وکړه .   خو ددومره پوهې سره خبرې کونکې  مارسي  خپلې  سترګې  ښکته کړې   او په مخ یی  سرې سرې  نښې  را څرګندې شوې  .  دواده کولو یادونه  هغه  بلکل  اوبه  اوبه کړې وه .   کله  چې  قاسم دمارسي مخ ته وکتل   نو په زړه کې یی دا خیال  راغې …..  چې  هر څنګه چې وي دا  پیغله  له ماسره مینه کوي ،  قاسم ته دا فکر په پوره ډاډ سره  په زړه کې  را وګرزید . خو مارسي دقاسم د پوښتنې په اړه  یواځې  همدومره وویل چې :
« ماته  په څرګنده توګه د اسلام  منل    د اعتراض وړ خبره   نه ده .   زه خو یواځې دخپلې  مور  درویی په خاطر  خاموشه  پاته شوې یم .»
کله چې مارسي  خاموشه شوه نو قاسم د خوشحالۍ  نه په کالیو کې نه ځایده.  ځکه نن  نه یواځې  مارسي دمسلمانیدو  په اړه  اقرار کړې و  بلکه  په دې توګه  یی دهغه  د محبت  پیغام هم  منلې و . اوس نو  قاسم خپله  خبره  لکه  څه په  څرګندو  ټکو کې  وکړه  .
« مارسي !  ستا  جادو کونکي شخصیت  زه دخپل  جادو  د اغیز  لاندې راوستې یم . ته  په داسې حال کې چې یوه پیغله یی خو د  ډیرو تکړو  اوپوهو نارینه و  څخه هم  د عقل او فکر نه ډکه  خبره کوی .  اوس خوستا  د سترګو  څخه  زه ویره  احساسوم .»  ددې اخري خبرې د کولو په وخت  کې قاسم   په ذومعنې توګه وخندل .
مارسي  ترې  هم په خندا کې و پوښتل چې :  «  ایا  زما سترګې  دومره  بد شکله دي ؟  » ددې  خبرې  سره یوځاې  مارسي خپلې سترګې راپورته کړې  .
قاسم دمارسي په سترګو کې  و ننوت   او ویی ویل « ویریږم چې ددې سترګو په   بحر  کې  ور ډوب  نه شم »
دا خو  یو شرارت  و ،  مارسي  بلکل  په دې خبره  اوبه  شوې وه . دهغه مخ  د انارو په څیر تک سور ګرزیدلې و ، کله چې  قاسم اوسپنه ګرمه وکتله   نو بیا یی وویل  چې :
 « مارسي  ! که چیرې  ماته  په ژوند کې ستا د مشورو تر څنګ  ته هم  یی  ، نو شوني ده چې په دنیا کې به د نیمایی  فساد د جرړو  د  له منځه وړلو   جرء ت  پیدا کړم . »
مارسي د قاسم په دغه  خبره باندې  په  زړه کې  عش عش   وه ، اوس  هغې غوښتل  څه ووایی  ، خو دلږ څه  ځنډ وروسته یی  په الفاظو تکیه وکړه   او ویی ویل :
 « زما مشورې  ستا دبصیرت څخه  ډیرې  ارزښتناکه نه دي ، ماته به ددې  څخه  بله ستره  رتبه  دکومه شی  چې ستا په څیر دیوه  شجاع او زړه ور  سالار  مشیره  را ته وویل  شي .»
دقاسم  زړه  په ګوګل کې  ټوپونه  وهل ،  ځکه هغه دا انګیرله  چې مارسي  دهغه  اقرار  منلې دې ، خو په دې وخت کې یو ناڅاپه مارسي  څه شرارت  لورې  ته ولاړه  اوویی ویل :
« سالار صیب !  ایا تا زه دهمدې خبرو  له پاره دلته رابللې وم ……ما خو فکر کاوه چې دملک  اوملت کومه  مهمه  خبره  او دنده  به وي   چې  ته یی دې کنډوالو ته  په  راتلو  مجبوره کړې  یی . »
په دې  خبر  قاسم  لږ  څه  زوړند  غوندې شو ،خو په  ژولې  ژبه یی وویلې  «  په حقیقت کې په محبت اوجنګ  کې هر څه روا دي ،»
قاسم د محاورې  لار غوره کړه . خو مارسي  یو ناڅاپه یو  نوې رنګ  اختیار کړ  او خپله خبره یی  داسې  را غبرګه کړه . «نه  !  درونده ! دا  بلکل  غلطه خبره  اوفلسفه  ده . په محبت او جنګ کې  هر څه  نه شي روا کیداې، ډیر داسې څه  شته چې  نه خو په محبت کې روا دي او نه  په  جنګ کې . خو شرط  دادې  چې د روا اوناروا پریکړه  باید  د انسانې  آند په واسطه   وکړل شي . دامحاوره خو په حیواناتو باندې تطبیقیږي ،  ځکه چې هغوې په محبت او جنګ  کې هر څه روا بولي .»
اوس نو قاسم ته د خپلې  کمزورتیا  احساس  شوې و . دهغه په  اعصابو  باندې ډیره   پوه او عاقله پیغله  سپره  شوې وه ،  هغه  خپل  ویده  ضمیر ته ور  غږ کړ  او په  لږه  شیبه کې  یی مارسي  حیرانه دریانه پریښوله .« مارسی ! په دې کې هیڅ  شک نه شته  چې ستا آند ډیرې  ژورې  خبرې هم  را سپړي ، خو حقیقت دادې  چې  محبت  په خپله د جنګ   بل نوم دې . اویا  جنګ د محبت  . زه یو عسکر یم ، او دهیواد  د پایښت  اوبقا  له پاره  جنګیدل  زما دنده  ده . خو ددې  دندې  د تر رسولو له پاره محبت  زما  دتکمیل  لاره ده …..  په دې خاطر که  ما د محبت  له پاره رابللې یی   او یا د ملک او ملت د بقا په خاطر  ،  دواړه  یوه خبره ده .»
دقاسم ددې ښکلو  خبرو په واسطه د مارسي سترګې  خلاصې  پاته شوې . اوس نو هغه  بې ځوابه  پاته شوې وه . په دې خاطر  هغې  وخندل  او  په  مرموزه  توګه   خاموشه  پاته شوه .
پوره  ډیر وخت  تیرشوې و . په دې وخت  کې نا څاپه  کوم  شوپرک  د  چت  دکوم  درز  څخه راوالوت  ، اوپه یوه  تړپ د مارسي او قاسم تر مخه را پریوت. مارسي د ویرې او وار خطایی څخه  چغې کړې ،او یوناڅاپه د قاسم  په  لاسو کې را پریوته ، دهغې  چپ لاس د قاسم په ښي  لاس  کې  پریوت ، هغه  داسې  شو  لکه   برق  یی چې  په سینه کې راننوتې وي ،  دمارسي  زړه په زوره  زوره  په ټوپونو  شو . اودقاسم په زړه کې   یوه  نوې  غوټې  په پرانستو شوه . خو دا  ټول هر څه د څو ثانیو له پاره وو . ځکه د لږ ځنډ وروسته  مارسي د قاسم څخه  بیله شوه او بیرته  په خپل ځاې کې  کیناسته . دهغې مخ د شرم اوحیا  څخه لکه د انار په څیر  سور شوې و ،اوس نومارسي  بیرته  تلل  دخپل ځان  له پاره غوره وګڼل . ځکه  په دې توګه د قاسم دبدن سره د یوځاې کیدو  اوبیرته  جدا کیدو په واسطه  دهغه  وجود  ټول  په لړزا  راغلې و ، هغې د  خبرو   کولو توان  هم  له  لاسه  ورکړې و …….
هغه په لړزیدلو  پښو را پورته شوه  اوپه زمکه  پرتو وچو  پاڼو ته یی په کتلو سره وویل :« اوس نو باید مونږ له دې ځآیه ولاړ شو »
د قاسم له پاره د نن ورځې لیدنه دهغه د دویشت کلن  ژوند بهترینه  اوښکلې تجربه وه .  هغه ډیر  خوشحاله و ، دمارسي  سره دهغه یو ځاې والې داسې  معلومیده  لکه هغه  چې  د اوه  براعظمونو  پادشاهی تر لاسه کړی وي . قاسم هم راپورته شو اودمارسي سره  قدم په قدم مخته ولاړ . په لاره کې یی  یو ځل بیا د مارسی څخه وپوښتل :
« اوریدلې مې دې چې  ابوجعفر د سلطان د خپلوانوسره  هم اړیکې  عځولې دی. ایادا ريښتیا دي ؟ »
مارسي ځواب  ورکړ  چې  « هو !  ما هم  همداسې اوریدلی دی، زما مور  به ویل چې  ابوجعفر  د شهزاده  علاوالدین  سره ډیر  نژدې اړیکې لري ، »
« د شهزاده  علاوالدین  سره ؟ …..دا ته څه وایی ؟ ….نوایا  شهزاده علاوالدین  ، یعنې دسلطان مشر زوې  هم دهمدې غدارانو ملګرې دې ؟ »  قاسم ترې په ډیره حیرانتیاسره په  ډیر  لوړ  اواز  سره  و پوښتل .
« نه !  په یقین سره  چې نه ،  زه  شهزاده  علاوالدین  په  شخصې توګه پیژنم ،  هغه هیڅکله هم داسې  کار نه کوي ، ابوجعفر  به دکوم چال  اوپلان په خاطر هغه په خپل  جال کې را ګیر کړي وی .»
قاسم د ډاډ  ساه واخسته ، خو هغه ددې نوې خبرې په معلومولو  خوشحاله و ، چې  ابوجعفر د شهزاده علاوالدین سره هم تګ  راتګ  لري . یعنې  هغه ته یو  نوې راز  را څرګند شوې و .
قاسم او مارسی  په  خپلو کې خبرې  اترې کولې او ابنوس   تر ونو راورسیدل ،  نوې ځوان  « اکبر» بګۍ  تیاره کړې  وه اوهملته ولاړ و . مارسي  او قاسم  دواړه  پښه نیولې شول . مارسي دقاسم  څخه د اجازې اخستلو په  توګه وویل  .
« ته خو د یني  چري  سالار یی . داسې بریښې  چې ته  به هم دمحاذ  په لور د روانیدونکې لښکر سره سبا  هغه لورې ته سفرکوې . ما غوښتل چې یو وخت پخپله  ستا ناست  ځاې ته  حاضره شم  اوستا د کورنۍ سره ووینم . » مارسي  په ډیره  خلاصه  توګه  دا خبره  وکړه .
قاسم  ورته وویل  :   اتفاقا  چې  زه یی ددواړو  لښکرو  سره دتللو  څخه  بې بر خې کړې یم . ماته یی ویلې  چې همدلته په  « اورنه » کې و اوسم او  د کومکې موادو د  استولو څارنه وکړم.» قاسم د مارسی  څخه خپله نوې دنده  پټه کړه . اودخپل نه تګ په اړه یی اخوا دیخوا خبرې  وکړې . مارسي د قاسم د ځواب  څخه تر ډیره پورې  حیرانه ولاړه وه، هغې  هیڅ  هیله نه درلوده چې د قاسم په څیر  یو میړنې  عسکر  دې  د جهاد  د دندې څخه  شاته پاته شي . په دې اساس  یی  په  استفها میه  توګه تر ې  وپوښتل  :
ایا  سلطان  ستا په څیر  یو ویاړلې  توره وهونکې سپاهې   یواځې   د غنمو د دانو د لټون  له پاره  پریښې؟ » دمارسی  دخبرې  په اوریدوسره  د قاسم روح  په لړزه  راغې ،  هغه د  څه ځنډ کولو  پرته  وویل « نه سلطان چې ماته کوم کار سپارلې دې ، دهغې  نه بیانول  زما دندې  لمړنۍ  غوښتنه  ده . زه شاته پاته کیدونکې  سپاهی نه یم . …. کیداې  شې  چې تر اوسه  د  جنګ  په میدان کې زما د وړتیاو د ازمیښت وخت  نه  وي  راغلې …  زه هیلمن  یم چې سلطان به دقونیا  څخه دبیرته راستنیدو په وخت کې ما ته هم دصلیبیانوپر خلاف  په ستر  جهاد کې دګډون ویاړ  راکړي .»
مارسی د قاسم په  خبره وپوهیده او په تفهیمې توګه  یی  سر وخوځاوه ، او دخپلې خبرې  په اړه یی بښنه وغوښته . قاسم هم په خندا  شو . دلږڅه خاموشې وروسته  مارسی د قاسم دسترګو څخه سترګې  راوویستې ، را وګرزیده  او په بیړه د بګۍ په لور  ور  روانه شوه. او په بګۍ کې کیناسته .
دبله اړخه سلطاني لښکر   کوچ کړې و . خو شهاب الدین  پاشا  دهغوې څخه  څو ورځې وروسته  روانیدونکې و . دقاسم په زړه کې  که څه  هم د جنګ دمیدان  څخه د لرې  پاته کیدو  غم  څپې وهلې  خو دمارسی  خبرو  دهغه  په دماغ د نشتر  په څیر داغ  لږولې  و . هغه غوښتل  چې  دصلیبیانو په مقابل  کې دجنګ په میدانو  کې  خپله  میړانه  را څرګنده کړي ، دهغوې سره  پنجه په پنجه شی ،  دهغوې د اوسپنو سره اوسپنه  ټکر کړي ، اوهغوې ته دا ډاګیزه کړې  چې د مکې عرب  اوس هم دخالدبن ولید  په څیر  زړه  ور او  میړنې  دځواک  خاوندان  لری ،  خو اوس هغه ته په «اورنه » کې د تم کیدو  حکم شوې و  ، په همدې خیالونو کې ډوب  د یني چري  دخیمه ځاې  په  لور  ور  روان  و . دهغه  په ذهن کې د راتلونکې پلانونه  اوختل  را  اوختل .
لږ څه مخته په یوه  چوک  کې و درید اوشاته یی مخ  را  واړاوه ،هغه غوښتل د اغاحسن  ځاې ته ورشي . ځکه اغا حسن د یني چري د لس زریز  فوځ  قومندان و . هغه  هم نوې مسلمان و  خو په ایمان او  قول کې  د اوسپنې په  څیر پوخ اوکلک و . اوس  نو د قاسم دهغو  فوځې  تمځاېو په لور روان و  چې  د خښتو او تیږو  څخه د فوځې  سالارانو  له پاره  جوړ  کړل شوې و .
قاسم داغاحسن کمرې ته نژدې را ورسید  نو د کمرې دننه یی په زوره زوره خندا وې واریدې . داسې بریښیده چې  دننه په کمره کې ښه  ټوکې ټکالې  روانې دي . قاسم دتم کیدو پرته  د اغاحسن  کمرې ته ورننوت . د اغا حسن  کمره د یني چري د ځوانو  افسرانو څخه ډکه  وه . کمره  په ډیر ښه فرش  فرش کړل شوې وه . او دیوالونو ته تکیه ګانې  ایښوول شوې وې . قاسم د ټولو سره  دترغاړې وتو وروسته وویل :
« نن خو محفل  د دزعفرانو دکشت  په څیر ګرزیدلې دې ، داسې  بریښې  چې تاسو ته  میاشتنۍ تنخوا تر لاسه شوې ده .» دقاسم په خبرو باندې  خندا نوره  هم  زیاته شوه .  خو سالار امیر خان  په  لوړ اواز  ځواب ورکړ  چې « وروره  !  مونږ ته  خو همدا  معسکر  کور هم دې او  دنیا هم . دلته خو هره ورځ زمونږ  اختر  اختر  وي  او هره شپه مو دبرات  شپه وي »  په دې خبره  ټولو یو ځل بیا  ښه په زوره  وخندل .
د یني چري په فوځ کې امیر خان  تر ټولو زیات  خنده کونکې  او لوړ غږې   وګړې و. قاسم خان ته داسې ډاګیره  شوه چې نن  دهمدې امیر خان په برکت دا محفل  دومره رنګین  ګرزیدلې دې . کله چې ټول کیناستل نو قومندان  اسلم خان  لږ څه په  سخته  لهجه وویل :
«  محترما!   د تنخوا ګانو خبره  به څه وي ؟  اوریدلې مې دې چې د بایزید یلدرم  په وخت کې به ډیرې  اوچتې  اوچتې تنخواګانې ورکول کیدې . تر څنګ یی د اورنه د خلکو تر منځ د یني چري د فوځیانو ډیر ستر  مقام او ښه دبدبه  وه . اوس  خو یی یني چرنې  دکوهیانو په ویستلو او دپلونو د جوړولوپه څیر په سپکو  کار و مصروف کړې دې .»
 داسلم خان دخبرو سره سم د محفل  رنګ  بدل شو . د اغاحسن په ګډون  په  یو شمیر  سالارانو دا خبره ښه ونه لګیده . خو یو شمیر نورو د اسلم  خان دخبرې سره  سر  تاو کړ . قاسم تر اوسه پورې یو ډیر پوه او ماهر جاسوس  ثابتیده . هغه دراتلوسره  سم د محفل څخه داسې یوه پوښتنه وکړه  چې دهغې په واسطه   په یني چرنې کې  درا ټوکیدونکې بغاوت  له پاره  لمړني معلومات  تر لاسه کیدې شول . د اسلم خان د خبرو سره دقاسم  خان تندې  و غوړید ، هغه به ډیره ساده ګۍ سره  بل  غشې پریښود.
« دوستانو! دا راته  ووایاست چې دسلطان سره  کوم کوم  کسان تللې دي  او د شهاب الدین  پاشا سره به څوک  ملګرتیا کوي ؟»
اغا حسن  سمدستي ځواب  ورکړ ، « دسلطان سره د یني چري یواځې  پنځه زریز  فوځ  تللې دې  ،پاته ټول  فوځ  په جاګیردارانو او سردارانو باندې  مشتمل  دې . ددې پنځه زریز  فوځ قومندانی  زمونږ دوست «ریاض بیګ  » کوي ، خو دشهاب الدین سره به د یني چري د فوځ  دیارلس  ډلې  روانیږي . په لمړیو لیکو کې به زه او امیر خان  د قومندانانو په څیر درومو. پاته نور ټول  چې دلته ناست  دې ،   د اسلم خان پرته ، به  دفوځ په قلب کې  پاته کیږی. په میمنه او میسره باندې جاګیرداران او سرداران  ټاکل شوي دي . و ددرې زره پیاده  فوځونو کمان  پخپله د سلطان   دخور دخاوند «محمد چلپې » په غاړه دې …… دا خو زمونږ حال دې خو  زه حیران  یم چې ستا نوم   په هیڅ  لیست کې نه تر سترګو کیږي .
اغا حسن  د شهاب الدین د فوځ دتللو  تفصیلې خبره وکړه  اوپه اخره کې یی د قاسم څخه همغسې پوښتنه وکړه چې مارسي ترې  کړې وه . قاسم داغا حسن  پوښتنه  له نظره  و غورځوله اود اسلم خان په لور یی وکتل او ورته یی  وویل :
« دا اسلم خان یی ولې دلته  تم کړې دې ؟»
اسلم خان ددې پوښتنې څخه حیران پاته شو . هغه په تړ تړې  ژبه   وویل  چې :
«تا  تا   تاسې ……. خپله خبره  ګول مول کړه او زما په اړه دې وپوښتل ، لمړۍ ته ووایه چې ته ولې دلته پاته کړل شوې یی  او له ځآنه سره یی ملګرې  کړې نه یی.؟
پخوا له دې چې قاسم  په خبرو پیل وکړې ، سالار عبدالرحمن  په خبرو شروع وکړه  «  زه به درته ووایم  چې قاسم  بن هشام ولې د لښکرو  سره  یو ځاې  نه کړل شو .»
ټول محفل خاموشه کیناست او د پوخ  عمري  سالار « عبدالرحمن »  په لور متوجه  شو .
« سلطان قاسم ته  دلته په اورنه کې د اوسیدو په وخت کې د جنګ کولو حکم کړې دې . داسې اوریدل کیږي چې دلته دقیصر پټ  فوځ  شتون  لري .»
دعبدالرحمن دخبرو  په واسطه  اسلم خان  خپل څنګ بدل کړ  اوپه سترګو کې  یی  د ویرې  نښې را څرګندې شوې، هغه فکر کاوه چې قاسم خان به پخپله د کوچ  څخه  ځان  په څنګ کړې وي ، خو دلته اوس  خبره بلکل برعکس  شوه . دعبدالرحمن دخبرو  سره سم  په ټول محفل کې یو حیرانونکې  څرنګوالې راپیدا شو .« پټ  فوځ !  دا  ته څه وایی ؟ اورنه خو د عثماني سلطنت  زړه دې  ، نوکه چیرې دلته هم پټ  فوځ  شتون ولري  نو بیا د هونیاډې پر خلاف  د جنګ کولو له پاره تلو ته  څه اړتیا ده ؟ امیر خان په تندې  باندې  دیولس  لکیرې  جوړې کړې او ویی ویل :
اسلم سمدستې د امیر خان دخبرې سره  ځان  یو کړ «  هو !  که چیرې  همدلته دهغوې فوځ  شتون ولري  نو بیا خو عثماني سلطنت د سختو ګواښونو سره مخ د ې ، په داسې حالاتو کې  هغې لورې ته دسلطان  تللو ته څه اړتیا ده ؟»
د اسلم دخبرو په وخت کې  قاسم په مکمله توګه دهغه لورې ته متوجه و . داسلم خان دخبرو په پاې کې قاسم خان یو ځل بیا خپله پوښتنه  تکرار کړه او ویی ویل :
« هو ! تا غوښتل  چې ووایی  چې ته ولې د لښکرو سره  یو ځاې ولاړ نه شوې ؟»
دا ځل دقاسم په خبرو کې  یو ډول  سختوالې هم و  چې  اسلم خان ډیر ښه  محسوساوه ، هغه یوځل  بیا تړتړې شو او په لړزانده اواز یی وویل :
« په حقیقت کې زمونږ په کور کې  کوچنې پیدا کیږي. او زما دکورنۍ  د پاملرنې  له پاره زما څخه اخوا بل څوک  نه شته .»
قاسم خان ترې په حیرانتیا څخه وپوښتل چې  «ایا ته  دلته  د معسکر په  اقامت  ځاې کې نه اوسیږې، لکه څنګه چې دا نور سالاران  هم اوسیږي ؟ ماته خو دا هم ډاګیزه شوې نه وه چې ته به واده ولرې .»
دقاسم دخبرې ځواب  همغه عمرتیري  عبدالرحمن  ورکړ  « په حقیقت کې چې د یني چري  کوم سپاهی اویا سالار واده کوي  نوهغه ته د چوڼۍ په سیمه کې دسلطان  له اړخه  یو کور ورکول  کیږي ، ته خوپوهیږې چې مونږ ټول  پخوا  غیر مسلمان  و . او ته په دې هم پوهیږې  چې دیني چري  ډیره کي  سپاهیان  هغه بندیان دي  چې عثماني سلطنت په مختلفو جنګونو کې  بندیان کړې دي  ،په دې خاطر  نه دلته زمونږ کومه کورنۍ شته  او نه مور اوپلار ، او خویندې ورونه . ستا  خبره  بیله ده . دیني چري په تاریخ کې ته لمړۍ کس یی له بیخه مسلمان یی  او مسلمان پیدا شوې یی . »
قاسم خان ته په دې اړه پخوا  دومره معلومات نه و . هغه د کوم شک په بسټ داسلم په اړه  تحقیقات کول . ځکه هغه ته معلومه شوې وه چې  د یني چري یوشمیر سالاران  د ابوجعفر   په اشارو باندې  ناڅي . په دې وخت کې یو ناڅاپه قاسم خان ته کوم فکر  پیدا شو  او مصنوعي خندا یی وکړه اوبیا یی وویل :


پرلپسې لري………….