دچارشنبی ورځ ( ۲ / ۳ / ۲۰۱۱ زکال) می دافغانستان دملی تلویزیون د پروګرم دلیدلوپه جریان کی دولسی جرګی دغونډی یوه برخه وکته چی ځینی مسایل یی راته په زړه پوری ولی دردونکی ښکاریده. لومړی کیسه دژبود ستونزوپه اړوند ولولی:
مخکی له دی نه چی دموضوع په تړاولیکنه پیل کړم، اړینه ده چی دډاکټررحمت ربی زیرکیارلیکل شوی کتاب (ژبه دباباادمه تردی دمه) ولولی نوموړی کتاب په nahimi.dk/pahsto ویبپاڼی په بریښنایی کتابتون کی لوستلای شی. زه به ددی لیکنی په درشل کی دکتاب ځنی اړوندی بیلګی رانقل کړم. لومړی ستاسو پاملرنه د اساسی قانون شپاړسمی مادی ته راجلبوم، ولولی:
« ماده شانزدهم:ازجمله زبان های پشتو، دری، ازبکی، بلوچی وپشه یی، نورستانی، پامیری وسایرزبان های رایج درکشورپشتوودری زبان های رسمی دولت میباشد. درمناطق که اکثریت مردم به یکی اززبان های ازبکی، ترکمنی، پشه یی ، نورستانی، بلوچی ویاپامیری تکلم می نمایند، ان زبان علاوه بر پشتوودری به حیث زبان سوم رسمی می باشدونحوه تطبیق آن زبان توسط قانون تطبیق میګردد.
دولت برای تقویت وانکشاف همه زبان های افغانستان پروګرام های موثرطرح وتطبیق می نماید.
نشرمطبوعات ورسانه های ګروهی به تمام زبانهارایج درکشورازادمی باشد.
مصطلحات (اصطلاحات) علمی واداری ملی موجوددرکشورحفظ میګردد.»
د۱۳۴۳ لمریزکال (دباباملت) دواکداری داساسی قانون اړونده ماده ولولی:
« ماده سوم: ازجمله زبان های افغانستان، پشتوودری زبان های رسمی می باشد»
همدانن په ولسی جرګه کی یوښاغلی وکیل صاحب په ازبکی ږغیدل پیل کړه. دولسی جرګی استازوناری کړی چی موږنه پوهیږو. دنوموړی ځواب داووچی دوه نفره پوهیږی. وروسته دولسی جرګی ریس دوکیل صاحب څخه وغوښته چی په ازبکی څوک نه پوهیږی ولی نوموړی خپل خبروته ادامه ورکړه.
که دپورته اساسی قانون لیکلی شوی ماده ولوستل اووڅیړل شی، څرګنده ده چی رسمی دفتری ژبی پښتواودری دی. که په یوسیمه کی ډیره کی دپورته ژبوڅخه په یوه ژبه ږغیږی. نوهغه ژبه په ټاکلی سیمه کی رسمی ده ولی تطبیق یی دقانون لخواتنظیمیږی.
زه نه پوهیږم چی دولسی جرګی په تالاراوکه په ټول ډول دهیوادپه پلازمینه کی ډیره کی په ازبګی ګډیږی چی نوموړی وکیل صاحب دهیچاغوښتنه ونه منله، خپل خبروته یی بیله دی چی څوک وپوهیږی، دوام ورکړی. زماپه اندداسی کړنی برسیره پردی چی ولس دلږکیانوپرضدهڅوی بله کومه ګټه نه لری. هغه خپله خبره تکراروم چی (ډیموکراسی که انډوخره).
په هیوادکی ډیرژبی، رواجونه، مختلف قومونه زموږدکمزوری اودبی اتفاقی سبب نه ګڼل کیږی. په حقیقت کی دهیوادکلتوراوفرهنګ غښتلی کیږی. داهرڅه په دی اړه لری چی زموږمشران اوحکومتونه ددغی غناڅخه په څه ډول ګټه پورته کوی. کیدای شی چی واکداران یی خپل دشخصی ګټولپاره په ناوړه ډول وکاروی ترڅودځانګړی مشرګټی خویندی وی چی داډول ناوړوچلندوبیلګی موپه نژدی کلونو کی ډیری ترسترګوشوی چی دبده مرغه همدااوس دوام لری. زماددی خبرو مانا داده چی اوسنی لیکنه په هیڅ ډول داسی تعبییرنه شی چی ګواکی زه دلږه کیانود ژبودپراختیاسره مخالفت لرم. په حقیقت داقومونه اوژبی زموږدهیوادملی سرمایه ده اوپه کلکه یی بایددپراختیالپاره په معقول ډول هڅی اوتلاښونه وشی. ولی داهم باید دپامه لیری نه شی چی دهیواددښمنان زموږخپله هستی اودارایی زموږد پلرنی هیواددکمزوری لپاره کاروی.
اوس دښاغلی زیرکیاردکتاب پاڼی دژبودڅیړنوپه اړونداړوم:
« ملي او رسمي ژبه: دملی اورسمی ژبی ترمنځ په توپیرکی پخپله دامریکی سترڅارنوال اودبندیانودعذابونویوغټ پلوي حقوق پوه البرتوګونزالیس ښکیل شوی و(۲۲ می ۲۰۰۶). اوس په امریکه کی ځینی خلک په دی پسی اړم شوی دی چی انګریزی ژبه د اساسی قانون دتعدیل له لاری رسمی ژبه کړی…… ګوان زالیس راپورترانوته وویل چی«ولسمشر(ډبلیو جورج بوش) هیڅکله ددی ملاتړ نه دی کړی چی انګریزی دی ملی ژبه شی»: په همدغه ورځ(۲۲ می ۲۰۰۶) لږوروسته سپینی خپل سپیناوی وکړی: هغه ولس چی خپل دولت یی نه وی جوړ کړی، رسمی ژبه نه لری، خوپه مقابل کی یی ملی ژبه لری. که یوولس دخپلواکی په جګړه کی یوه ژبه کارولی وی، همغه ژبه یی چی بالعمل دملت کیدنی هویتی چینه ده، دخپلواکی په ګټلوسره اودخپل ملت په جوړولوسره درسمی ژبی وظیفه هم په غاړه اخلی. دبیلګی په ډول یوه هیوادته ګوته نیسم: دامریکی په اساسی قانون کی دملی یارسمی ژبی په اکله هیڅ نه شته. خودخپلواکی اعلامیه(جولای ۱۷۷۶) اودوه اساسی قوانین یی په انګریزي ژبه لیکل شوي وو( د کنفیډریشن مادې په نومبر ۱۷۷۷کې،اواساسي قانون چی ترنن پوری چلیږی په ۱۷۸۷ زییزکال کی). له دې امله انګریزی په امریکه کی طبعاً ملی اوبالعمل رسمی ژبه ده.
رسمی ژبه هغه ژبه ده چی حکومت پری چلیږی اوپه حکومت کی چلیږی. رسمی ژبه هغه ژبه ده چی حکومت رسمی اعلان کړی وی، اویایی عملاًدخپلو وظیفواومسولیتونوپه ادا کولوکی کارولی وی(لکه په تړونونوکی، په قوانینوکی، په محکموکی، په ګډواعلامیوکی، اوپه سیاسی دریځونوکی). رسمی ژبه هغه ژبه ده چی ددولت دشتون په حالت کی رامنځته کیږی، یانی حکومت یی اعلاموی اویاپه یوډول ښیی چی دغه ژبه دهغه ملت ژبه ده چی ددولت دحاکمیت لاندی وی:
رسمی ژبه دحکومت په ورځنی فعالیت کی کارول کیږی اویواورګاډي ته ورته ده چی له یوبندرنه یوښارته مالونه رسوی؛ یولوښی (وسیله) دی چی دحکومت کارونه سرته رسوی(په پارلمان کی قوانین، په محکمه کی د قوانینو تفسیر او تطبیق، دفورمواو لایحوجوړول، داساسی قانون تعدیل ، داساسی قانون تفسیر، عسکری اوملکی اداره، عسکری اوملکی تعلیم اوتربیه، تړونونه
… اواعلامیی) .
ددولت شتون دیوی ژبی درسمیت لپاره عموماً اساسی شرط دی. وړاندی له دولت نه رسمی ژبه نشته، خوملی ژبه شته. دیوه دولت په رسمی سندکی چی رسمی ژبه نه وی ښودل شوی، ملی ژبه یی رسمی ژبه ده…..
ملی ژبه له تاریخی احساس اوویاړه ډکه تیره زمانه منعکسوی. ملی ژبه دملی بیرغ اوملی ترانی په شان د سمبول مقام لری. ملی ژبه دهمغه ملت کلتوری ماهیت اواتبارښیی. ملی ژبه دخلکوپه منځ کی دملی تړون احساس اوژمنه منعکسوی. ملی ژبه په خلکوکی دواحدملت احساس غښتلی کوی. ملی ژبه خلکوته خوندورکوی اوزړونه کوشیروی، اوپه اوږده ډګرکی دملی ټولنی په را منځته کیدلوکی اسانتیاراولی. …….هغه دولتونه نیکمرغه دی چی رسمی ژبه یی په ولس ګرانه وی، یانی ملی اورسمی ژبه یی یوه وی. هغه دولتونه نیکمرغه دی چی رسمی ژبه یی دملی ژبی په خدمت اوپالنه کی وی. هغه دولتونه نیکمرغه دی چی په رسمی ژبه کی یی دبل دولت لاس نه وی. هغه دولت بدمرغه دی چی رسمی ژبه یی دملی ژبی سره په ټکرکی کوی………
د ایران داسلامی جمهوریت په اساسی قانون(۱۹۸۹) کی راغلی دی: «زبان وخط رسمی ومشترک مردم ایران فارسی است. اسنادومکاتبات ومتون رسمی وکتب درسی بایدبه این زبان وخط باشد.» اټکل پنځوس سلنی(۵۰٪) ایرانیان په فارسی غږیږی. بله نیمایی یی په ترکی، عربی، کردی، اوبلوڅی ژبوغږیـږی. عربی سره له دی چی دسپیڅلی قران اومبارکوحد یثونوژبه ده، دایران په اسلامی جمهوریت کی رسمی ژبه نه ده.»
دښاغلی زیرکیارڅیړنی په زړه پوری دی مایی پری پری بیلګی راواخیستی. داڅیړنه ښیی چی زموږاساسی قانون لکه حکومت مصلحتی جوړشوی دی چی دټولنی دډیره کیواغیزه په واقعی ډول منعکس کولای نه شی. د(باباملت) په واکداری کی په څرګندډول لیکلی دی چی پښتواوفارسی دواړی رسمی ژبی دی. اوسنی اساسی قانون که څه هم نیمګړی دی ولی بیاهم ازبکی یانوری وړی ژبی په کابل اونورو ټولوسیموکی رسمی ژبه ګڼل کیدای نه شی.
په دی اساس دولسی جرګی اداری پلاوی اوپه ټول ډول ولسی جرګه بایدلږترلږه دولسی جرګی په تالارکی دقانون نه دښکاره سرغړونی مخه بایدپه کلکه ونیسی. که نه دډیموکراسی ترنامه لاندی ملی هویت اوملی یووالی ته سخت زیان رسیدلای شی.
که دنړی دنوروهیوادونو سره دورته رواجونوله مخی چی ښاغلی زیرکیاریادکړی دی، زموږهیوادپرتله شی نو په پوره باورویلای شوچی پښتوملی ژبه ګڼل کیدای شی.
زه دښاغلی حقوق پوه روستارتره کی څخه په ډیردرناوی هیله کوم چی پورته موضوع دقانون له پلوه وڅیړی.
– بله موضوع بیاهم دولسی جرګی دلومړی مرستیال ټاکل ووچی دپخواپه شان لانجمنه موضوع ده.
– دپخوانی پریکړی په ادامه بیاهم دځانګړی محکمی پرقانونیت خبری وی. زه نه پوهیږم یوځل خوهمدغه ولسی جرګی پریکړه وکړه. داپریکړه که قانونی وی اوکه غیری قانونی. ولی دوی ناارامه دی؟ چی خپل وخت په تکراری موضوع تیر کړی.
محقق صاحب ډیرعجیبه وړاندیزونه وکړه:
۱ – دستری محکمی غړی به راوغواړواو سلب اعتمادبه یی کړو.
۲ – (ریس جمهورکه نرمک هم است، نرمک سخت است) دمحقق دخولی ټکی په ټکی جمله ده. خبروته یی داسی دوام ورکړی: ولسمشرته به ورشوښچی ځانګړی محکمه له منځه یوسی. حالات پیچلی دی…..
– داسی معلومیږی چی محقق صاحب ددولت په چاروهم ډیرنه پوهیږی. که د ستری محکمی مشراویاڅوغړی چی ددوی په صلاحیت کی دی، سلب اعتمادکړی دټاکنو ددرغلیودسپیناوی په مخ کی خنډکیدای نه شی. ولسمشردوزیرانوپه څیر سرپرست ټاکی اوځانګړی محکمه خپلی دندی ته دوام ورکولای شی.
– محقق صاحب په لومړی وړاندیزکی دمفهوم نه تش تهدیدوکړی. ولی بل وړاندیزدولس دیواستازی په توګه چی دنوموړی دګوندمشران هم دولسمشر سره په واک کی شریک دی، په بیبکانه اوریشخندډول دعذرلپاره ولسمشرته ورځی.
زه نه پوهیږم چی ولسمشربه څه کوی خودولس دامیدڅوک نه شته دمقام اوپیسو جګړه ده. ددوی یی دبلاچی څومره خلک اوزلمیان ترخاورلاندی کیږی. عجیبه ولسی جرګه ده چی په شپږهفتوکی اداری پلاوی نه شی ټاکلای، وهل اوښکنځل یی سره وکړه، ددرغلیودسپیناوی څخه ډارلری، ډیری یی دولس داستازی په حیث دعادی خبرواداب نه شی مراعات کولای. نړی خووخندل نه پوهیږم چی نورڅه کوی. پاک خدای دی پرافغان ولس رحم وکړی په درناوی پای