کور / کتاب / محمود مرهون داځل له څلورو نو کتابو سره

محمود مرهون داځل له څلورو نو کتابو سره

محمود مرهون د پښتو ژبي هغه ځوان ليکوال دى چي د لر او بر ټول پښتانه يې له نامه سره اشنا دي هغه په خپله تانده ځواني کي د خپل ژوند تر کلونو زيات کتابونه ليکلي،ژباړلي او نقد کړي دي.دم ګړى د هغه څلور نوي کتابونه په يوه ځل چاپ سوي دي.
د هغه لومړى کتاب د لمن دي ونيسه چي زړه در واچومه د لر او بر ژونديو خو مخکښو پښتنو شاعرانو ګډه شعري ټولګه ده چي د پرتلې او جاج په خاطر را ټوله سوې ده دا کتاب په کندهار کي د سنځر خپرندويه ټولني لخوا په ښکلي صحافت او ښکلي کاغذ کي چي ټولي پاڼي يې ٣٧٨ ته رسيږي چاپ سوى دى.
دوهم کتاب د اسلامي نړۍ ليد په نوم دى چي د کابل پوهنتون استاد عبدالظاهر داعي ليکلى او د هيواد په ټولو پوهنتونونو کي تدريسږي د ښاغلي محمود مرهون لخوا په روانه پښتو ژباړل سوى او په کابل کي د الازهر خپرندويه ټولني پخوا چاپ سوى دى داکتاب ټولي ٣٦٥ پاڼي لري.
دريم کتاب لمونځ اودس او د هغو مانا په نوم کتاب دى چي دا هم د عبدالظاهر داعي لخوا ليکل سوى او د ښاغلى محمود مرهون لخوا ژباړل سوى او په ښکلي صحافت ٨٠ پاڼو کي د الازهر خپرندويه ټولني لخوا چاپ سوى دى.
څلورم کتاب يو خورا اړين او مهم کتاب دي چي خپله د محمود مرهون لخوا په دري ژبه باندي ليکل سوى دى داکتاب د بياييد پشتو بياموزيم په نوم دى چي ١٦٣ مخونو کي د انګار خپرندويه ټولني لخوا چاپ سوى دى د يادوني وړ ده چي د نموړي کتاب ٣٢٠٠ دانې چاپ سوى چي لومړى چاپ يې تقريباً ټوله خلاص سوى دى او تر دوهم ځل چاپ لاندي دى.