کور / z_buitenland_news -- 5 / متحده قومي مومنټ : د اپوزيشن د قدر وړ کردار اداکوو

متحده قومي مومنټ : د اپوزيشن د قدر وړ کردار اداکوو

 د کراچۍ د مهاجرو ګوند متحده قومي مومنټ اعلان وکړ چې په اپوزيشن کښې به د قدر وړ کردار ادا کړي ، ددغه ګوند مرستيال فاروق ستار په اسلام آباد کښې يوې غونډې ته ويلي دي چې د پيپلز ګوند څخه  په پارليمان کښې ملاتړ کوو خو په حکومت کښې ګډون نه کوو، نوموړي دغه خبره بې ځايه بللې ده چې ګواکې په سندهـ حکومت کښې د ايم کيو ايم د ګډيدو پرته په کراچۍ کښې حالات خرابېدلې شي ، فاروق ستار د ولس مشر پروېز مشرف څخه د اسمبلۍ غونډه راغوښتلو غوښتنه کړې ده.