کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / علمي غلا او له دندې استعفا

علمي غلا او له دندې استعفا

په دې ورځو کښې یوه ډیره دلچسپه او مهمه موضوع په رسنیو کښې خپره شوې ده او هغه  له دندې څخه د آلمان د دفاع  د وزیر کارل تئودور تسوګوتنبرګ استعفا ده. دده د استعفا وجه علمي غلا ښودل شوې ده. تسوګوتنبرګ د خپلې ډاکټرۍ په رساله کښې د نورو منابعو څخه ځیني مواد پرته له دې چې منابع يې  ښکاره کړي  غلا کړي او لیکلي دي .  تسوتنبرګ له خپلو ټولو سیاسي پستونو څخه  لاس په سر شوی دی.
د تسوتنبرګ دې کار  او اقدام  ته اخلاقي جرئت وايي. څومره به ښه وې چې زمونږ په هیواد کښې هم چارواکو داسې کولای . زمونږ په هیواد کې ډیر شمیر چارواکو په چوک یادګار کښې جعلي  تحصیلي اسناد جوړ کړي او د هغو اسنادو په اساس یې لوړې دولتي څوکۍ اشغال کړي دي خو هیچا ددوي پوښتنه ونه کړه او نه هم دوي پخپله خپل خیانتونه او درغلي ښکاره کړه. همداشان ډیر داسې کسان شته چې د نورو لیکوالو او پوهانو له کتابونو نه یې علمي غلا کړې او د هغوي لیکنې یې کټ مټ په خپلو رسالو کښې ځای کړي او د ډاکترۍ اسناد یې پرې تر لاسه کړي دي.
همداشان په پارلماني ټاکنو کښې هم یو شمیر وکیلانو درغلي وکړه  خو یو یې هم په خپلو کړو اعتراف ونکړ.
 زمونږ په بې ګناه خلکو بمبارۍ کیږي ، ماشومان مو وژل کیږي ، سپین ږیري او سیاسرې مو په وینوکې  لت پت کیږي ، کلي او کورونه مو ویجاړیږي ، خلک مو د پریشانیو ، بدبختیو او ډول ډول مصیبتونو  په سمندر کښې ډوبیږي  خو مسؤلین مو له ځایه نه خوځیږي او نه هم د خلکو د درد او غم احسا س  کوي ، څوکۍ يې ټینګې کړي او  ځانونه  یې پرې سرش کړي دي . پدې وروستیو څو لنډو ورځو کې مو په   کنړ ، جلال آباد ، خوست او نورو سیمو کې  ډیر بیګناه وګړي په بمباریو او چاودنو کښې له منځه لاړل ، په دوي کې به څوک د چا پلارؤ ، څوک به د چا اولاد ؤ ، څوک به د چا لور وه ، څوک به د چا مور وه ………….. او ! دا ټول د خاورو لاندې شول او د افسوس خبره داده چې  دا سلسله پای نه لري ، دا سلسله روانه ده او سړی نه پوهیږي چې کله او په څه ترتیب به پای ته ورسي.
د پاچا خان خبره ده چې ( د ولس حالت  د صحرا د هغو ګلونو په څیر دی
   ، چې صحرا زرغون شي ، څوک یې غم نه خوري.یو څو ورځې پس مړاوې شي او بیا له خاورو سره خاورې شي.)
زمونږ هغه چارواکي چې ولس په مصیبتونو کښې ویني او بې تفاوته پاتې کيږي هغوي په حقیقت کښې  ډیر بزدله او ډارن دي که دوي بزدله او ډارن نه وې نو دوي به له زړورتوب او بهادرۍ څخه کار  اخستلې او په ډیر جرئت به یې د ولس په دردونو او مصیبتونو کښې ځانونه شریک کړې وې.
زمونږ چارواکو ته ښايي چې د قام خدمت په ځان فرض وګڼي ، که دوي دا کار وکړي نو دا هیواد به آباد او ودان شي.
کوم چارواکي  چې د کار اهلیت نلري ، هغوي ته ښايي چې  ووايي چې  کار کولای نه شو. که دوي دا کار  وکړي نو عزت به يې کم نه شي بلکې د  زیات عزت خاوندان به شي.
نن چې د المان ددفاع وزیر له دندې استعفا وکړه ، له دې سره دهغه عزت کم نه شو بلکې هغه د لا زیات عزت خاوند شو ، هغه په خپله ګناه اعتراف وکړ ، او په ګناه اعتراف کول ستره قرباني ده. د ده دا کار د نړۍ خلکو ته یو پیغام ورکوي  او هغه داچې په پرمخ تللې نړۍ کښې جعل او تقلب ځای نه لري او تر ډیرې مودې نه چلیږي. کوم هیوادونه چې پرمختک یې کړی دی ، په هغو هیوادو کښې دقام خدمتګاران په راستۍ او صداقت خدمت کوي . هغوي د خدمت په قدر پوهیږي نو ځکه یې هیوادونو ترقي کړې او پرمخ تللي دي.
 د المان ددفاع وزیر تسوګوتنبرګ د خپلې استعفا د وړاندې کولو په موقع داسې وویل :  (  ما  نور نه شو کولای چې  تحمل وکړم چې زما د علمي  تقلب او غلا مسؤلیت  ددې هیواد د ملي دفاع د وزارت د سرتیرو په غاړه ولویږي  ولې چې زما دغه اقدام په افغانستان کې زما د هیواد د قواو  کړنې تر تآثیر لاندې راوستې.)
دې  ته زړورتوب او شهامت وايي . څومره به ښه وي که زمونږ چارواکي هم له دغسې شهامت او زړورتوب څخه کار واخلي او له دې سره د خپل ځان ، دخپلو هیوادوالو ، د لاس لاندې مسؤلینو ، کارکوونکو او د خپل هیواد عزت او آبرو خوندي وساتي.
ما علینا الا البلاغ
په درنښت