کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پاکستان لخوا پرله پسې بريدونه

د پاکستان لخوا پرله پسې بريدونه

د پژواک خبري اژانس ووبپاڼه کې ليکل شوي دي، چې له تېرو درېيو اونيو راهيسې پاکستاني هوايي او ځمکني ځواکونه د ګوشتې ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو بريدونه کوي، چې له امله يې تر اوسه د افغان سرحدي پوليسو د شمشاد پوستې يو ساتونکی ټپي شوى دى، شاوخوا دوه زره کورنۍ کډوالې ته اړ شوې دي او ځايي خلکو ته مالي زيانونه هم رسېدلي دي.
د لوېدېزې نړۍ د رسنيو په سرليکونو کې هم د پاکستان لخوا د فغانستان په خاوره د دې بريدونو يادونه شوې ده


له بده مرغه، تر اوسه په دې اړه په دولتي کچه يوازې د ننګرهار سرحدي پوليسو مشر جنرال امرخيل د دې بريد پخلی کړی، خو نورو زورواکو يا په بله وينا فاسدو او بېواکه چارواکو پرې غوږ هم نه دی ګرولی. تر دې اخوا ولسي جرګه، افغاني سياسي – مدني کړۍ او ډله يزې رسنۍ هم چوپه خوله دي.


دا د شرم خبره نه ده، چې په المان کې د دفاع وزير په ډېره وړه خبره خپله دنده پرېږدي. خو زموږ غټخېټي وزيران، چې په رڼا ورځ يې پر ځمکنۍ بشپړتيا تېری کېږي،. غوږ نه ګروي؟  له بل پلوه موږ اورو چی په افغانستان کې د وينا (بيان) ازادي شته او په سلګونو خپلواکې رسنۍ غږيزې او ليکنۍ خپرونې کوي. زما په اند تر څه له مخه د رسنيو لپاره د ډېر شرم ځای دی، چې د هېواد پر ځمکنۍ بشپړتيا يې تېری کېږي او دوی چوپه خوله دي. دا پخپله يوه پوښتنه ده.


هيله ده او د دې کلکه غوښتنه کېږي، چې د افغانستان حکومت زر تر زره د دې بهرني بريد پوښتنه وکړي او پاکستان يې ځواب ووايي. همداراز له ټولو سياسي ګونذونو، مدني ټولنو، روښاندو او ډله يزو رسنيو (؟) هيله کېږي، چې په دې اړه خپل غبرګون وښايي.


په درنښت