زيانونه او اوږد مهاله جبران
کولتور ،چې د لرغونتيا له پلوه دلاتنيې ژ بې دلرغوني(cultura) کلېمې ته رسيږي ،چې هغه مهال د څارنې ،مراقبت او د کرنې دځمکو چمتو کولو او پالنې مانا لرله دکولتور پوهانو په اند دې کليمې بيا د پخواني روم په زمانه کې د ادب او فرهنګ ماناوې درلودې ،نو ځکه دوي وايي ،چې د کولتور دپيل وياړ تل يونانيانو ته مربوطيږي .مګر په دې هم ټول کولتور پوهان او لرغونپېژندي موافق دي ،چې هر چېرې ،چې انسان و هلته کولتور و.مګر په معاصره نړۍ کې کولتور د انساني ټولنو ټو ل مانوي او مادي ارزښتونه او لاسته را وړنې ،چې د انسانانو دذهن او افکارو يا په بله مانا دانساني اندونو او هاندونو يبره ،چې د مهال په ترڅ کې له يوې زمانې د بلې ته لېږديږي او په انساني ژوند اغېز پرېباسي کولتور ګڼل کيږي .دوه اړخه لري مانوي او مادي.
الف :مانوي کولتور يې پوهه،اخلاق ،ادبيات،هنر ،ناسته پاڅه،سينګار ونه، غم ښادي، خوراک څښاک،ملي او ولسي موسيقي په مانوي کولتور کې راځي ،ځينې کولتور پوهان ټولې ملي وياړنې د کولتور څانګې ګڼي او دې کولتور ته تهذيب هم وايي.
ب : مادي کولتور هغه ټو ل توليدي وسايل ،توليد،صنعت ،تخنيک او توليدي تجربې ،چې ديوې ټولنې محصول وي بلل کيږي دا ډول محصولاتو ته مدنيت او تمدن هم وايي. دا خو د کولتور دګڼو پېژندونو يو پېژند و او د کولتور د لغات له لنډې مانا ګانو وروسته پر کولتوري ير غل خبرې کوو.
کولتور ته د ثقافت ،فرهنګ،ژواک،هڅوب او کلچر کليمې هم کاريږي البته په بېلا،بېلو ژبو کې .
دثقافت مانا په ذهين کېدل، هوښيار کېدل او د پوهنو ،هنرونو او ادابو څخه په برخمن کېدلو شوېده.همدا راز د کلچر مانا په کرنه،تهذيب، ترتيب او ذهني پرمختيا شوېده.پوهاند مجاور احمد زيار دهڅوب مانا په پوهنه ،پوهښت ،ټولندود او دود کړېده.په اردو کې د ثقافت ماده له ثقف اخېستل شوې ده ،چې پوهه پېژندل او پالنه يې مانا ګڼي . اردو ژبپوه فيض وايي ،چې دهر ولس دهڅوب يا تهذيب درې اړخه وي ،چې يو د ولس ارزښتونه ،اننګېرنې او ګروهې (احساسات او عقايد)دي کوم ،چې هغه يقين پرې لري . دوه يم دهغه ژوند ژواک لارې چارې اداب او ظاهري اخلاق او درېيم دهغه هنرونه دي . يو بل اردو ژبپوهاند ډاکتر جميل جالبي د هڅوب اصطلاحي مفهوم داسې تشرېح کوي: هڅوب د هغې کليمې نوم دي ،چې په هغه کې مذهب او عقايد ،علوم او فنون،اخلاق،معاملات او ژوند ود لکه هنر ،دودونه ،ارادي افعال او قانون ټول عادتونه شامل دي،چې انسان يې دټولنې ديوه غړي په توګه تر لاسه کوي او له خپلو لو څخه يې دټولنې په متضادو او يو له بله مخالفو وګړو او تيپو (طبقو)کې ګډون او يو والي مونده شي او په انسان کې د وحشت او انسانيت تر منځ توپير وشي . د فيلسوف نيلولاي بر ديايف له انده:په ټولنيز ژوند کې ټول مانويات په کولتور پورې اړه لري،ټولنيز ې موخې نه په اقتصاد او نه په سياست کې بلکې په کولتور کې را څرګنديږي او کولتور دي،چې په هغه کې دژوند لوړه کيفي سطحه او د ټولنې مانوي ارزښتونه او شتمني اندازه کېداي شي …. د کولتور رېښه په تقدس کې نغښتې ده او هغه مذهبي زړي لري دغه راز د طبعيت له مخې کولتور سمبوليکه بڼه لري ،په کولتور کې ژوند په ريالستي ډول نه بلکې مانوي ژوند په سمبوليک ډول انځور يږي .دا سمبولېزم دپرستش زېږنده دي د هغه ټولې لاسته را وړنې سمبوليکې دي . په کولتور کې دژوند ټولې وروستۍ او اخري لاس ته راوړنې نه دي را غلې بلکې په سمبوليک ډول دهغه انعکاس ليدل کيږي .
دا،چې کولتور د بشري ټولنې له اروا رازيږېدلي او په اروا کې يې وده کوي که چېرې پر يوه ټولنه کولتوري يرغل وشي توا،چې د ټولنې پر اروا بريد دي. زموږ ګلالي هېواد افغانستان هم په دا وروستيو کې دسيمې دستر مستبد ا و دېکتاتور رژيم څښتن هېواد اېران له خوا ددوي د بړېڅو په وسېله ديو لړ کولتوري بريدونو لاندې راغي ،ان تر دې ،چې زموږ لوړې ملي ترمينالوژۍ ته يې هم خپل ناوړه لاسونه را وغزول او غوښتل يې ،چې د فارس اصطلاحات را باندې وتپي ځکه يې دهېواد په پلازمېنه او ځينو لويو ښارونو کې دپراخ اقتصادي او مالي ملاتړ پر مټ لوي ،لوي کتابتونونه ،علمي او فرهنګي مراکز خلاص کړل پرېمانه اېران چاپ فارسي کتابونه يې راوليږل څه يې په وړيا او څه يې په ډېر لږ قېمت ووېشل .په هېواد کې ځينې انځوريزې رسنۍ يې بلکل په بيه واخېستې ،چې دغو رسنيو دومره پردۍ ډرامې او سريالونه خپره کړل ،چې زموږ ځوانان او تنکي ځوانان يې په بشپړ ه توګه اغېزمن کړل که زموږ له ژڼکيو دملي وياړنو ،ملي څېرو ،ملي سرود اويا نورو ملي ارزښتونو په تړوا وپوښتئ د ليسې دورې او حتي ځينو خو د پوهنتون محصل به وي نه وي به ورته مالوم بالعکس که د کوم بهرني سريال يا ډرامې په اړه دې وپوښتل په ساعتونو،ساعتونو الکچر به درکوي او همغه دسريال د لوبغاړو غوندې قواره او بڼه هم درته غوره کړي.پر دغو پرديو حرکاتو اوسکاناتو کې مو يو شمېر ځوانان تردې کچې ډوب شول ،چې سپېڅلي کليوالي اخلاق او دکليوالي معاشرې ناسته ولاړه يې هم اغېزمنه کړه ،اوبڼه يې پخوا ته ډېره اوښتون او بدلون لري البته د انساني مدنيت په لور نه بلکې داخلاقي انحطاط او زوال په لور.له بلې خوا مارکېټ دبهرني پوښاک تجامل انحصار کړ،چې دافغانستان پېغلو او ژڼو پام يې په پراخه پايمانه خپل کړ،دتقاضا ګراف ورځ ،بلې ته په لوړېدو دي.دغو هيلو او غوښتنوته لاس راسي زموږ پر غيرې متحرک اقتصاد او ښوونيز يون سيوري وغوړوه .دځوان زده کړه ييز قشر ذهنيت او فکري تمرکز له زده کړو بل لوري ته واوښت دغه شان دې مصنوعي ښکلاګانو لاسته راوړو له پاره ځوانان مجبور شول ،چې له هر راز معقولې او نامعقولې لارې پيسې لاسته راوړي ،څو دفېشن او موډ غوښتنه پرې پوره کړي .حتي تردې ،چې په ځينو کې خو دغو غيرې فطري جمالياتو داروايي اعتياد بڼه غوره کړه ده،چې په نه کړو ژوند ورته بد مرغه او نيمګړي ښکاري دا اعتياد لکه سري ناروغي ،چې په ډېره چټکتيا دړانده تقليد په بڼه له يوه ژڼي وبل ته لېږديږي. ددې تر څنګ دملي کاليو بڼې هم يو څه تغير وکړ ،خصوصاً په پلازمېنه کابل کې دې اصل ته اوس څوک چندان ارزښت نه ورکوي .کابل کې که اوس څوک په ملي کاليواوپښتني شمله وره لونګۍکې ګرځي ،ډېري وګړي ورته په نااشنا نظر ګوري او ښه يې نه ايسي،اوپه ځانګړي توګه ځينې افراطي ډلې،ټپلې دوي ته دترهګرو او يا دترهګر پلوه کړيو په سترګه ګوري ،چې دا د اصيل افغاني کولتور پر وړاندې لويه جفااوننګونه ده .همدا شان په دې وروستيو کې مينه،انساني خواخوږي او عاطفه زما په نظر يو څه کمه شوې ده ،ځکه لس،دولس کاله وړاندې به په کليوالي سيمو کې که بې وزله وه او که پانګوال ،خود مړي فاتحه او خواخوږي به تر مياشتو،مياشتو روانه وه ،مګر اوس ،چې زه ګورم څو ورځې وروسته فاتحه خلاصه وي ،هر څوک پخپله مخه ځي .که څه هم موږ بايد دا ومنو ،چې پر ديو به په دې اړه پام وړ دريځ نه وي لرلي ،خو دا بايدپرته له دليله ومنو ،چې له پيسوسره مينه،نه قناعت او ستر نفسي هغه څه دي ،چې د پرديو دکولتور يوه برخه ده. دا مينه له موږ سره زياته شوې ده ،اوس اړ يو ،چې دټولنيزو خواخوږيو په چارو کې ناغېړي او بې پروايي وکړو ،چې دا بې پروايتوب دافغان کولتور جرړې لنډول دي. يوه بله موضوع،چې شايد دټولو له پاره او په ځانګړي توګه ماته ډېره غموونکې پرېوتې ده،هغه دا ،چې دافغان غرور او درنښت خوځښت مخ په ځوړ دي. دا په دې مانا پخوا به کله که کوم ځوان په ملي بس ،تم ځاي او يا بل ځاي کې په چوکۍ کې ناست وه،که کوم مشر به راغي ځوان به سمدستي پاڅېده او ځاي به يې مشر ته پرېښوده،ولې په تاسف ،چې اوس ځوانان غوړې څڼې او خريلې برېتونه په ډېر فشن کې ناسته ،ولاړه کوي ،مشرانو ته ځاي پرېښودنه ،خوڅه ،چې پرځينو،خندا هم ورځي،چې له بده مرغه دا دې پرديو د کولتور اثرات دي. دا او دې ته ورته ډېرې خبرې دي،چې افغان ځوانان او کولتور يې له ننګونو او ګواښونو سره مخ کړي دي.له دې ستونزو او خنډونو سره مبارزه بايد ملي بڼه ولري او هر افغان بايد دا مبارزه خپله ملي واجبه وبولي ،ځکه دغه ترخه واقيعتونه يوه توکم ته متوجې نه دي. له دې سره سراسر افغانان مخامخ دي.او مبارزه هم بايد ورسره په اکاډوميک او افقي ډول وشي .چې شايد له ډېرو لارو يې يوه داهم وي،چې ملي رسنۍ د اصيل افغاني کولتور پر بنياداوږد مهاله ، مسلسل پروګرامونه او خپرونې چمتو کړي ،دکورنيو مشران بايد خپلو ځوانانو ته د افغاني کولتور د مراعت جدي سپارښتنه وکړي او دولت بايد په ټوليزه توګه دخصوصي رسنيو خپرونې وڅاري او د افغان کولتور څخه دسرغړونکو رسنيو په وخت او جدي مخه ډب کړي او په کور دننه پردو پالو پدرام خېلو او رهين خېلو مخه ونيسي او اجازه ورنه کړي ،چې له افغان کولتور ي بړستنې څخه پښې وباسي .په همدې هيله