د پيل خبره:
تقريباً شل کاله مخکي چي نهه کلن او په عمر د کورنۍ تر ټولو غړو کوچنی وم، همېشه به مي د نورو په کار کار درلود او د خپل عادت سره سم به مي خشنګي کوله، دغه خشنګي چي په عامه اصطلاح شيطاني هم ورته ويله کېږي نو د هر کوچني سره مله وي، خو دا چي زموږ په کور کي تر ما بل کوچنی نه وو نو به همېشه د مشرانو نارينه وو له خوا ترټل کېدم. د دغي ترټني برعکس د مور له خوا به بيا د يو دغسي کار په کولو سره چي د هغې پر طبيعت به برابر نه وو ښراوي راته کېدې، که څه هم هغه مهال لا کوچنی وم خو د مور ښراوو ته متوجه کېدم. ځکه هغې ځيني داسي محاورې او وراشې په خپلو خبرو کي کارولې چي يو ډول وزن او وزم ئې درلود.
ښه مي په ياد دي چي يو وخت مي د کور ښځينه خورا ډېري په عذاب کړلې، چي په نتيجه کي مي مور خورا سخته راته وخښمېده او داسي ئې راته وويل:
د پلار کور دي کورگی سه!
آزار و پر بازار سې!
سپيني دي د ارګ پر ميدان پرې سه!
نوم دي په نومو کي ورک سه، کور دي په کورو کي!
دا نو هغه ښراوي وې چي د مور له خولې مي په کراتو مراتو اورېدلي دي.
خو کله کله به بيا داسي هم پېښه سوه چي د پلار د طبعي خلاف کار به راڅخه وسو، هغه به بيا د “ملا دي شاته سه، ملاشنې، ملا دي رګ سه او …” په وراشو نازولم.
ما ته د مور او پلار دغه ډول خبري هغه مهال لا د فکر او غور وړ وې، خو دا چي هغه مهال مي د څه ليکلو توان نه وو نو هر څه به همداسي راڅخه پاته ول.
څه موده مخکي مي يوه داسي ورځ په نصيب سوه چي د دفتري کارو څخه بېغمه او په کور کي مي پيتاوي ته چای چښلې، د کور نور ښځينه او نارينه غړي هم حاضر ول، دا مهال نو زما پر ځای زموږ د کور کوچنيان له لېمې، سباوون او اباسين(۱)څخه عبارت ول، زه چي اوس د دوی په خشنګۍ او شيطانۍ کي چرت وهم نو د خپل وخت او زمان د ټولو کوچنيانو په تناسب دا راته معلومه سي چي د اوس زمانې کوچنيان د پخوا تر کوچنيانو څو چنده روي دي او کله کله ئې د شيطانۍ ډول هم خورا تاواني تمامېږي يا په بله اصطلاح د اوس کوچنيان د هغي وراشې مصداق دي، چي وايي د مځکي سر اور ځني اخلي.
په دغه جريان کي د کور په دهلېز کي دننه د کوچنيانو خورا ټينګ ږوږ سره پورته سو، چيغي و بوغي سر سوې او د هري خوا د “مه کوه، مه ژاړه او پرېږده” آوازونه راپورته سول. د دې ټولو آوازونو سره سره مي ځيني نوي ښراوي هم په دې ډول تر غوږ سوې:
تر موټر لاندي سې!
د ژړي توپ تر خوله سې!
په توپ کي والوزې!
د دغو ښراوو تر اورېدو وروسته د کوچنيوالي زاړه يادونه هم راتازه سول او د هغه مهال د مور ښراوي، د مرحوم پلار پېغورونه او د نورو مشرانو ترټني هم را په يادي سوې. خو يو شی چي ما ته د دغه مهال او هغه مهال د ښراوو تر منځ د توپير په ډول ښکاره سو، هغه دا وو چي د هغه مهال په ښراوو کي د دې تر څنګ چي ښراوي وې، خو بيا هم د يو ډول وزن او آهنګ څخه برخمني وې خو د اوس مهال دا تشي خبري دي او فقط د خښم او غضب د آرامولو يو روحي تسکين دئ.
دا مهال چي مي مور تر څنګ ناسته وه، نو مي د پخوا خبري ورسره راشروع کړې، او ورياده مي کړه چي کله زه کوچنی وم تا به هم ما ته دغسي ښراوي کولې.
مور مي په خندا راته وويل: هغه مي د زړه له اخلاصه نه کولې.
ما ورته وويل چي ستا ښراوي او د اوسنيو ښځمنو ښراوي خورا ډېر توپير ځله لري، دا ولي؟
دې په يوه راخلاصه کړه: “اوس هر څه عصري سوي دي”.
تر دغه عصري کېدو پوري نو ما ته هم دا اشتها راولاړه سوه چي هغه پخوانۍ وزن او آهنګ لرونکي ښراوي اود نننۍ زمانې دا بايد ثبت و ضبط سي، چي نه ګانه دغه د عصري باد لړۍ ئې د ځان سره نه يوسي.
په لومړي ځل مي ځيني ښراوي د کور د ښځمنو او ځيني نوري د دوستانو او خپلوانو له سپين سرو څخه ثبت کړې.
دا چي نوموړي ښراوي هم د ساندو په ډول زموږ د شفاهي ادب يوه برخه جوړوي، نو مي د شفاهي ادب په باب بېلابېل آثار سره واړول تر څو وکولای سم د ښراوو په باب ځيني يادوني تر لاسه کړم، خو بدبختانه ډېرو داسي آثارو چي د شفاهي ادب بېلابېل اړخونه پکښي راټول سوي ول د دې يادونه کړې نه ده، کوم اثر که ئې چيري يادونه کړې وي هغه يادونه هم فقط د يوې سرسرکي يادوني شکل لري، نه په داسي شکل چي د شفاهي ادب د دغي برخي څېړونکي ته غنيمت مواد په لاس ورکړي(۲).
دغي تشي نور هم متوجه کړم، چي بايد خپل کار ته دوام ورکړم، زما د کار اصلي موضوع د ښراوو منثوره بڼه ده، او تر ډېري اندازې مي کوښښ کړی دئ چي د منثورو ښراوو يا په عامه اصطلاح د هغو ښراوو په اړه چي زموږ په کورونو کي د ښځمنو تر منځ ډېر رواج لري پلټنه وکړم، د دغو ښراوو په اړه مي د خپلي پوهي پر بنياد څېړنه کړې ده، او په پای کي مي ټولي راټولي کړي ښراوي راوړي دي. تر هغه وروسته مي د ښراوو منظوم شکلونه په بېلابېلو شفاهي ژانرونو لکه لنډۍ، غاړي، د نکلو نارې او انګيو کي موندلي او هره برخه مي د يو څه اضافي توضيحاتو تر څنګ د مثالونو سره راوړې ده.
ما چي کله د پښتو ښراوو په اړه خپل کار شروع کړ، ځينو دوستانو راته وويل چي د دې کار سره مل بايد پښتو دعاوي هم راټولي سي، ځکه هغه هم د ښراوو غوندي جوړښت او د استعمال موارد لري، ما د دوستانو تر دغي توصيې مخکي هم ځيني دعاوي راټولي کړي وې، خو کله چي دوی هم په دې برخه کي نظريات لرل نو ما هم د دې ليکني دوهمه برخه دعاوو ته وټاکله، چي په جلا برخه کي به د پښتو دعاوو پر ټولو اړخونو خبري وسي.
د دې ليکني په ليکلو کي استاد هوتک صاحب د ډېرو لارښوونو تر څنګ خورا ډېري ښراوي هم را استولي دي، چي زه ئې د هغوی په نامه دلته ثبتوم. استاد محترم همېشه نازولی يم، دا به ډېره بې انصافي وي چي د هغوی د دغو لارښوونو، ياداښتونو او پېرزوينو څخه چي زما په غوښتنه ئې رالېږلي مننه ونه کړم.
زما د دغه کار د بشپړتابه له پاره د ښاغلي ومان نيازي پېرزويني هم د زياتي ستايني او منني وړ دي، ښاغلي نيازي خورا ډېري ښراوي او دعاوي زما د غوښتني له مخي د ضمني توضيحاتو سره يو ځای را استولي دي، که څه هم د هغه په ښراوو او دعاوو کي ما ته ډېري تکراري دي، خو بيا هم د هغه را استولي مواد ما ته له دوو وجهو ګټور تمام سول، يوه دا چي ښاغلی نيازی د غزني ولايت اوسېدونکی دئ او را استولي ښراوي او دعاوي ئې د غزني په ولايت کي د استوګنو پښتنو نمايندګي کوي.
ما د ښاغلي ومان نيازي را استولي ښراوي د هغوی په نامه ثبت کړي دي، که کوم وخت څېړونکو د ښراوو تصنيف او جغرافيايي وېش کاوه هغه مهال به هغوی ته آسانه وي چي د غزني او کندهار د ښراوو بېلابېل وريانټونه په آساني سره بېل کړي. بله دا چي ما د هغه ښاغلي د ځينو ياداښتونو څخه په دې ليکنه کي استفاده کړې ده په ځانګړې توګه د ښراوو په اړه د استاد حبيب الله جاج پښتونزوی نظريات د هغوی را استولې مرسته ده، زما دغه کار د هغوی د همکارۍ مرهون دئ.
دا به زما لومړۍ کار وي چي په دې برخه کي ئې تر سره کوم، نو حتمي ده چي خورا زياتي نيمګړتياوي به هم ولري، خو زه له درنو لوستونکو او څېړونکو څخه هيله لرم چي زما دغه کار په ياده ساحه کي د يوه ضرورت پر بنياد وبولي او د نيمګړتياوو د حل له پاره ئې خپلي تعميري مشورې راڅخه ونه سپموي.
مطيع الله روهيال
نوی ښار – کندهار
۱۱/ ۱۰/ ۱۳۸۹
د ښرا(Şəŕā) عمومي مفهوم
دغه لغت د پښتو په جنوب لوېديځه لهجه کي د ښرا په ډول دود او مروج دئ، خو په نورو لهجو کي د ښېراه، ښېره او خېرا په ډول هم تلفظ کېږي.
په پښتو – پښتو تشريحي قاموس کي دغه لغت ته داسي ليکل سوي دي:
“د دعا مقابل، څو کلمې، جملې، مفاهيم … دي چې د زړه د بشپړې خواشينتيا، آزار، ظلم، ربړ … پر وخت د هغو په وسيله د خدای څخه د يوه چا د بدمرغه کېدو، تباه کېدو، راپرزول کېدو، مرګ … هيله کيږي.
ښېراوې نه يوازې د عادي آزار شوو او مظلومو خلګو وسله ده بلکه پيغمبرانو هم د مايوسۍ او لزوم په وخت کې دا کار کړی دی. ويل کيږي چې ښېرا د دعا په څير نه ده چې سړی بايد خامخا د فضايلو تښتن وي تر څو يې دعا ومنله شي، بلکه د ښېرا په منلو او قبلېدو کې د زړه ازار او مظلوميت بس او کافي ګڼل کيږي.
ښېرا يو شوم عمل دی. په قبيلوي ژوندانه کې چې څوک ښېراوي کوي د هغه څخه کرکه هم کيږي. ځيني قبيلې چې د ستانه مقام لري، ښېرا يې بده بلله کيږي. “چپه پاتا” (د قبيلې څخه د کورنۍ يا يوه چا يا کومې پښې طرَدَول) ډېره لويه ښېرا ده او په هغه چا پسې چې دغسې خوله خلاصه شوې وي، د هغه څخه د قبيلې نور خلګ هم کرکه کوي(۳)”.
کله چي د ظالم له خوا پر مظلوم باندي ظلم او تعدی وسي، مظلوم د خپل زړه د تسلي له پاره ښرا تر خوله باسي، د مظلوم د مظلوميت اظهار چي د آه و فرياد په شکل منعکس کېږي دغه انعکاس زموږ په ټولنه کي په ښرا سره تعبيرېږي. په پښتني ټولنه کي ښرا بده ګڼله کېږي او د کرکي په سترګه ورته کتل کېږي، په عام ډول نو پښتانه کوښښ کوي چي د داسي دل آزارۍ مرتکب نه سي چي په سبب ئې د يو چا له خوا ښرا ورته وسي.
ښرا په شرع کي هم کږلې ده، د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد په يوه حديث کي فرمايي:
ترجمه:
حضرت جابر فرمايي، رسول اکرم وفرمايل: د خپل ځان له پاره بده دعا مه کوئ، خپل اولاد ته بده دعا مه کوئ او خپلو مالو (يعني غلام، مينځي او حيواناتو او داسي نورو اسبابونو) ته هم بده دعا مه کوئ چي پر تاسي د الله له طرفه هغه ساعت برابر نه سي چي په هغه کي خدای پاک هر سوال پوره کوي او بيا به ستاسي بده دعا (ښرا) قبوله سي(۴).
که پورته حديث ته يو څه نوره تشريح هم ورکړو نو بايد ووايو، چي په اسلام کي هم ښرا ته د بدي دعا ترکيب کار سوی دئ او بده ګڼله سوې ده، پيغمبر عليه السلام فرمايي چي ځان، اولاد او مالونو ته ښرا مه کوئ، نه ګانه ستاسي دغه بده دعا (ښرا) پر هغه شېبه برابره نه سي چي په هغه مهال کي خدای پاک د هر ډول خواست د قبول وعده کړې ده.
په مخکني اقتباس کي ذکر سوه چي د ښرا لپاره د ستانه توب او ښه سړيتوب قيد شرط نه دئ، بلکي د ښرا کولو له پاره د زړه آزار او زهيرېده کفايت کوي.
نو د دغي مدعا د تر سره کېدو له پاره د هر آزار سوي زړه آه و فرياد کېدای سي په مراد ورسېږي او هغه څوک چي په ښرا ياد سوی وي د خپل عمل په سزا ورسېږي.
د پښتو ښراوو وېش:
پښتو ښراوي د جوړښت له مخي پر دوو برخو وېشل کېږي:
1. منثوري ښراوي
2. قافيه لرونکي ښراوي
منثوري ښراوي:
منثوري ښراوي د عامو خبرو غوندي د يوې ندائيه جملې په ډول خپل مفهوم افاده کوي، لکه:
• مه د زوی پلار سې، مه پر واچوې مخپوټی!
• ړوند و کوڼ سې!
• پر کور دي د زوی ږغ مه کېږه!
• مور دي درباندي بوره سي!
قافيه لرونکي ښراوي:
قافيه لرونکي ښراوي هغه ښراوي دي چي د دوو مسريو په بڼه ويل سوي وي، لکه نجوني چي وايي:
خواره سې خستکه سې
زمــا د مــور چـپلـکه سې
زموږ په ټولنه کي په عام ډول د نارينه وو په تناسب ښځي ډېري ښراوي کوي، د پښتنو په کورنيو کي به ډېري کمي داسي ښځي پيدا سي چي ښراوي ونه کړي. د دې باوجود کله ناکله د ډېر آزار په وجه ږيره ور نارينه هم ښراوو ته مجبوره کېږي.
د ښراوو په باب يوه د يادوني وړ خبر دا ده: د ښراوو زياته برخه د ښځمنو له خوا ويله کېږي نو د استعمال له پلوه ئې هم ويونکي تغير کوي، دغه تغير نو د يوې کورنۍ خورا ډېر غړي سره راکښېباسي، ځيني وختونه د ځينو کورنيو مشکلاتو په رامنځته کېدو سره د مور و پلار له خوا زوی و لور ته، کله د دوو يوڼو تر منځ، کله د ندرور او ورېنداري تر منځ، ځيني وختونه د بنو تر منځ او کله د يوې کورنۍ د نورو غړو تر منځ هم استعمالېږي، د دغه ډول بېلابېل استعمال څخه به پر خپل ځای يادونه وسي.
لمن ليکونه:
1. لېمه زما مشره ورېره، سباوون او اباسين د هغې کوچنيان وروڼه دي.
2. ما تر خپله وسه کوښښ وکړ چي په دې اړه بېلابېل آثار وپلټم، خو ونه توانېدم چي په هغو آثارو کي دغسي يو څه پيدا کړم، فقط يو ځای مي د آغلي غوټۍ خاوري په اثر (د پښتو شفاهي ادبيات – شکل او مضمون) نومي اثر په ۱۳۲ مخ کي د پښتو ښراوو او دعاوو په اړه يوه کوچنۍ يادونه تر سترګو سوه.
3. پښتو – پښتو تشريحي قاموس، څلورم ټوک، ۳۰۳٦ مخ – ۱۳٦۵ ش – کابل.
4. مشکوة المصابيح: ۱۹۴ مخ، د مسلم په حواله.