د خېبر پختونخوا په نوشهره ضلعه کي د اکبر پوري د پنجو آغا د زيارت په جامع جومات کي چاودنه وسوه چي په پايله کي يې لس تنه ووژل سول او تر شلو زيات کسان ژوبل سول . چاودنه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله د جمعې تر لمانځه وروسته خلک په نوموړي زيارت کي په ډوډۍ خوړلو بوخت ول . ژوبل سوي کسان د درملني په موخه د نوشهرې او پېښور روغتونو ته وړل سوي .
د پيښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى .