د مزار ښاروال وویل چی د مزار شریف په ښار کی زیاتی دولتی ځمکی خصوصا زیاته برخه شنه پارکونه غصب شوی دی
د مزار شریف ښاروالی د بلخ ولایت د دولتی مقاماتو د کړنو او حساب ورکولو غونډه کی چی د دولتی مسولینو په ګډون جوړه شوی وه ددی ښار ښاروال محمد یونس مقیم ددی ترڅنګ چی د ښاروالی د کلنی فعالیت راپور یی وړاندی کاوه ووی ویل چی دمزار ښاروالی ډیری لاسته راوړنی لرلی دی خو ددی ترڅنګ یی دا په ډاګه کړه چی دلته ډیری ځمکی هم غصب شوی چی د نقشه شویو او د ښاروالی لخوا په ویشل شویو سیمو کی ډيری د شنو پارکونو ساحی دی
د مزار ښاروال محمد یونس مقیم پدی اړوند وایی : زه ویلای شم چی تقریبا شنی ساحی زموږ په پروژو کی ۵۰ فیصده غصب شوی او له پنځوس فیصدو کار اخیستل کیږی چی د پاتی پنځوس فیصدو نه موږ لس فیصده رغولی چی د مرکز د هدایت سره سم به یی په اړه تصمیم ونیسو
د مزار ښاروال وایی چی ځینی داسی سیمی هم دی چی پخوا د زورورو لخوا غصب شوی دی او بیا دویم دریم لاس پلورل شوی چی اوس پکی سرپناه جوړی شوی همداراز په ډیری داسی ودانیو ډيری زیاتی پیسی هم لږیدلی چی بیرته راګرځول یی آسانه کار ندی :
داچی د مزار ښاروالی ددی غصب شویو ځمکو په برخه کی بلاخره څه کړی د مزار ښارووال یی په اړه وایی :موږ ددی ټول اسناد مرکز ته لیږلی دی او څارنوالی ته مو ویلی چی سابق دا پارکونه غصب شوی د زورواکو لخوا او وروسته څو لاسه پلورل شوی او چا چی اخیستی دی هغه مهال یی په رهایشی ساحو اړولی او په ډير لګښت سره پکی ساختمانونه جوړ شوی چی د بیرته راګرځولو په برخه کی یی ستونزی ډيری دی
خو د بلخ ولایت ځینی اوسیدونکی بیا وایی چی نه یواځی د ځمکو د بیاراګرځولو په برخه کی څه ندی شوی اوس هم د دولتی ځمکو غصب روان دی :
دوی نه وایی چی شکایت لری موږ سره د هیات د ولاړ شی له سیمی د لیدنه وکړی زموږ د بانک چکونه د وګوری چی په کومه نیټه موږ پیسی تحویل کړی دی په دشت شور سیمه کی مو په دوه اویا میاشتو کی مو پیسی تحویل کړی د کادستر له هغی غاړی قورغانیانو له یوی خوا هم د ولسی جرګی غړی اسحاق رهګذر او له بلی خوا هم د مالملکیانو په نامه زموږ په ځمکو حمله کړیده په خپله انجنیرانو ویل چی موږ دوه کاله ددی خلکو نه شپږ ملیونه پیسو خپله اعاشه او اباطه کړی د هغه خلکو له پیسو چی خپل ټټو اوری او غوایی خرڅه کړی او یوه نمره ځمکه یی اخیستی ده
د مزار ښاوال د خپلی اداری د مثبتو فعالیتونو په برخه کی چی لرلی یی دی ویی ویل په دیارلس سوه نهه اتیایم کال کی یی عواید ۳۰۰ ملیونو افغانیو ته رسیدلی دی چی په اته اتیایم کی یو سلو پنځه اتیا ملیونه وو چی اوس پکی د زیاتوالی راغلی دی او د دوی د نورو هغه فعالیتونو په ل کی چی په پام کی یی لری ټاکل شوی چی عواید نور هم لوړ شی .